د ډاکټرکاظم پرتوضیح باندی یوه توضیح

محمد داؤد مومند

54

څو ورځی دمخه ما، د تکړه او پیاوړی شاعر نجلیل زاد چی د مورخ سیستانی په وینا د (لمبه رنګریز) تر نامه لاندی هم لیکنی لری (زه دده نثر ته د شعر او محتوی ته یی د شعار په سترګه ګورم) په یوه لیکنه، نیوکه وکړه په دی عبارت چی د (څارنوال) د اصطلاح لیکل د (سارنوال) په بڼه، کلا او کاملا ناسم اوغلط کار دی.

د خپلی نیوکی په څنګ او په حقوقی اصطلاح (استدلال بر سبیل تمثیل) پر بنسټ، د تیر کال د سید عبدالله کاظم په یوه لیکنه چی د (پوهنځۍ) اصطلاح یی د (پوهنزی) په بڼه لیکلی وه، هم یادونه وکړه، سید کاظم چی د اقتصاد د پوهنځی استاد او رئیس و، تر هرچا ښه پوهیږی چی پوهنځی د (پوهنزی) په بنه لیکل یعنی زموږ د ملی او ملتی ژبی یوه اصطلاح، تعمدا مفرس کول، د ثانی پنجشیری (نجیب بارور) یعنی (احمدک) غوندی ستمی او متعصبو وګړو او د ایران د ګوډاګیانو او د ایرانی فرهنګ د مبلغینو او ترویج کونکو، سپارل شوی وظیفه او کار دی، هغه وګړی چی ۱۷۰۰ دمخه د نژادی نجابت او اصالت په پچو او سوټو شخوند وهی.

ددی خبری په اړه ماته د ایران د فراری مخلوع او منفورشاه، رضا شاه هغه خبره را په یاد شوه چی د بی بی سی د نشراتو په یوه مرکه کی می د ایرانی پوهانو له خولی او روایت واوریده. د هغوی د روایت له مخی، رضا شاه، اروپائی مشرانو سره په یوه مرکه کی ویلی و چی: «زه هم ستاسی په څیر د آریایی نژاد پوری تعلق لرم، خو د بیلتون یواځنی فرق زموږ جغرافیایی موقعیت دی»

رضا شاه، ګوره، د هغه خرطومی پزه، د هغه رنګ او قواری ته ګوره او د آریایی توب په سوټو شخوند وهلو ادعا ته ګوره.

ایرانیان فطرتا لافوک او بی فرهنګه او خود بین خلک دی، دا بی فرهنګه خلک حتی زموږ شیعه مذهبه هزاره ګانو ته هم «افغانی پدر سوخته» وایی، که د دوی لوی متبحر عالم، سعدی دومره منحرف، جاهل او بی فرهنګه وی چی د (د علامه دهخدا) په وینا یی ویلی دی:

سعدیا روز ازل حسن به ترکان دادند

عقل و دانش همه به مردم ایران دادند

عشوه و ناز و کرشمه همه با مردم هند

خری و احمقی و جهل به افغان دادند

نو د ایران د پوچ مغز و کج آئین و خود نما، نورو پوهانو، د علامه دهخدا په شمول نه څه ګیله؟

نو کوم مهال چی دی قلم، د سید کاظم د (پوهنزی) تیروتنه تصریح کړه، نو سید کاظم باندی چی د والی علی احمد خان بارکزی او تش په نامه اعظم سیستانی بارکزی! په څیر، یو فرعون مزاجه، مغرور او خود خواه سړی دی، د قهر او غضب اور، بل شو او زما دا تصحیح یی بغیر زما د نوم اخستلو څخه، د ګاونډی د سپی دغپا سره انډول وګڼله.

هغه زموږ د ملتی ژبی وینا دهکه شپه تیاره ده خو مڼی په شماردی»

دا د ګاونډی د سپی مثال که د هرچا په مورد کی وکارول شی د انسانی او اسلامی معاییرو او اخلاقو او معنویت نه مخالف کار دی.

مخصوصا چی سید کاظم، ځان سید یعنی د پیغمبرعلیه السلام نژادی وارث بولی اوالحاج هم دی، نو ځکه دده د حج کولو په اړه د لسان الغیب رحمن بابا وینا صدق کوی.

ما د سید کاظم څو تحقیقی او تاریخی مقالی نقد کړی او د هغی د محتویاتو په ردولو کی می لیکنی کړی دی، ولی هیڅکله می پرکاظم باندی، داسی غیرمهذبانه او د انسانی کرامت منافی سپکاوی ندی کړی، بلکه ده ته می د یوه اکادمیک او پوه شخصیت په سترګه کتلی دی.

دا و د سید کاظم علم، پوهه، د دکتورا سند، د پوهنتون استادی او د پوهندوی کدری خطاب، هغه سید کاظم چی اوس په افتخار وایی: « اوس زما شاګردان د پوهاندۍ مقام ته رسیدلی دی

دسید کاظم په داسی سپکه تذکر باندی ښاغلی جهانی معترض شو خو وروسته یی د خپل اعتراض او حتی ګیلی نه یی هم شاتګ وکړ او توبه یی وویسته.

هغه د دری ژبی کره وینا ده چی:

جګر شیر نداری سفرعشق مکن

يواځنی وګړی چی د سید کاظم ددی جارحانه او انسانی کرامت منافی توجیه باندی، په سپیتانه آمنا او صدقنا وویله، ثانی نجیب بارور، او د پښتو او پښتونلۍ لوی معاند، ستمی (احمدک چی آریا تخلص کوی او د نجیم آریا زوی دی) و.

چی داسی آمنا ویل دده په هغه بی فرهنګی دلالت کاوه، چی دی ورته د خپلی پلنی او متعفنی خیټی نه لرغونی روایت جوړوی.

ما د خپلی لیکنی په ترڅ کی، د خپلی ۶۲ کلنی مطبوعاتی سابقی تذکر ورکړی و، او ویلی می و، چه هغه مهال نه د مورخ سیستانی او نه د سید عبدالله کاظم لیکنی په مطبوعاتو کی لیدل کیدی.

اوس سید کاظم د افغان جرمن په ویب سایت کی یی د یوه مضمون په ترڅ کی د خپلی ۶۷ کلنی مطبوعاتی فعالیت نه متذکر شوی دی، په دی تفصیل چی په دولسم ټولګی کی یی د معلم د ورځی په مناسبت کومه لیکنه کړی وه او هم یی د پوهنتون په دوره کی د اقتصادی مسائلو په اړه د انیس په دولتی اخبار کی څه لیکنی کړی وی.

په دی ارتباط دا لاندی ټکو ته اشاره کوم.

لمړیسید کاظم څلور کاله تر ما مشر دی

دوهم د سید کاظم په ذهانت او لیاقت کی کوم شک نشته

دریم زما منظور د اعلیحضرت د دیمکراسی په دوره کی په آزادو نشراتو کی مطبوعاتی سابقه او فعالیت و، نه د مکتب د دولسم ټولګی مقاله یا د انیس یا اصلاح په دولتی نشراتو کی اقتصادی لیکنی.

که د مکتب د دوری خبره وی، زه هغه مهال چی د حبیبی د لیسی د نهم ټولګی زده کوونکی وم، یوه میاشتنۍ قلمی نشریه می د «خیبر» په نامه د یوه لوی چوکاټ په مینځ کی نشر ته سپارله، دا چوکاټ به د یوی ونی د ډډ پوری زوړند و او متعلمینو او حتی استادانو به د تفریح په وقفو کی لوسته ، د نشریی د امتیاز خاوند مرحوم شهزاده شاه محمود جان وه او د چوکاټ او چوکاټ د نور مصارفو تمویل هم مرحومی په غاړه واخست.

د شهزاده امتیاز ماته یو ډول مصؤنیت راکړی و، په دی مفهوم چی زه د علامه ډاکټر اقبال د انقلابی تفکراتو نه په کلکه متأثر وم،، ما نشریی په لمړۍ ګنه کی د علامه اقبال دی شعر ته ځای ورکړ:

خواجه از خون رګ مزدور سازد لعل ناب

از جفای ده خدایان کشت دهقانان خراب

انقلاب، انقلاب ای انقلاب

همدا راز که تاسی د ببرک ترورزی او خارجه وزیر، عبدالوکیل د خاطراتو کتاب ته مراجعه وکړۍ هغه زما د مکتب د دوری او ببرک د ورور توریالی سره، د سیاسی مناقشو او دریز په ارتباط لیکنی کړی دی.

د مثال په توګه د ببرک ورور توریالي ممکن د ببرک له خولی اوریدلی و چی داکتر اقبال یو انقلابی شاعر او متفکر و، ولی توریالي په خپله هیڅکه د علامه اقبال کوم کتاب نه و لوستی او اټکل یی کاوه چی اقبال هم د ابوالقاسم لاهوتی په څیر یو چپی انقلابی شاعر و.

په داسی حال کی چی ډاکټراقبال د افغان علامه سید جمال الدین د اسلامی بین المللیت د تفکر حامی او لاروی و.

اقبال د جاوید نامه په کتاب کی یو ځای د علامه سید جمال الدین او خپل خان په اړه به یوه بیت کی لیکی:

مقتدی تاتار و افغانی امام

یوه ورځ د ببرک ورور توریالی د ډاکټر اقبال د افکارو په ستاینه شروع وکړه، نو ما ورته فورا د کارل مارکس د نظریاتو په اړه د اقبال دا شعر ووایه:

دین آن پیغمبر حق نا شناس

بر مساوات شکم دارد است

زانکه حق در باطل او مضمر است

قلب او مؤمن دماغش کافر است

ملعون توریالي چی په عمر دا شعر نه و اوریدلی او د اقبال د اسلامی تفکراتو نه بی خبره و ، ګستاخ، عصبی او بی منطقه شو او ویویل چی:

«اقبال ګوه میخورد»

د ا مهال زه، د ببرک ورور توریالۍ، د ببرک ترورزی عبدالوکیل او لوی پرچمی نجیب ګاو او سید عبدالاله ګوساله، د اعلیحضرت خوری یعنی د بی بی سلطانه زوی، سردار تیمورشاه په اووم ټولګی کی و.

دلته د یادونی وړه ده چی زما د خیبر د نشریی به څنګ کی د حبیبی یی د ښوونځی د نورو نشریو تر څنګ د دوه نورو نشریی نومونه زما په یاد دی چی یو یی (ورزش) نومیده او بل یی (پښتونخوا) .

د پښتونخوا د نشریی مسئول مدیر مرحوم زلمۍ پوپل و.

زه په نهم ټولګی کی وم چی د (شهید ویس) په وسیله می یوارادت لیک سردار صاحب داؤد خان ته ولیږه، د سردار صاحب د ځوابیه لیک په لیدو سره چی د سردار صاحب داؤد خان په نامه مزین مخصوص پاکټ کی خوندی و، شهزاده شاه محمود جان سخت په حیرت کی ولوید.

دا تاریخی مکتوب تراوسه پوری ما سره خوندی دی، خو هغه څه چی زما ارادت یی د سردار په نسبت صفرته تقرب ورکړ، سرطانی کودتا وه چی اصلی مجری یی ارمنی یهودی مهاجر ( د مرحوم عبالجلیل جمیلی د روایت په اساس) ملعون حسن چپ و.

همدا راز زه د مکتب په عالی دوره کی وم او پوهنتون ته لا نه وم شامل شوی چی د افغان ملت په اخبار کی ما د سیاسی لیکنو په لیکلو پیل وکړ او بیا ورسته ما د (افغان) جریدی سره چی لیکونکی یی محمد حسن ولسمل و، هم قلمی همکاری شروع کړه، د کاروان او مساوات اخبار ته می هم مضمون ورکړی و، چی متأسفانه د مساوات هماغه ګڼه مصادره شوه.

هغه مهال چی د پوهنتون په څلورم ټولګی کی ما د طاهر بدخشی د ستم ملی په نظر باندی د (ملی ستم یعنی څه) ترعنوان لاندی یوه لیکنه وکړه او دا نظر می د مارکسیزم د پرنسیپونو سره چی په طبقاتی تفکر ولاړه ده، په مباینت کی وبلله، داؤد پنجشیری د دستګیر پنجشیری ورور زما مضمون لوستی و، نو هغه ماته وویل چی د ستم ملی مفکوره د مارکسزم د اصولو سره کوم منافات او مباینت نلری، ما ورته وویل چی ته خپل نظرزما په څیر د یوه مضمون په توګه کوم اخبار کی نشر ته وسپاره، تر څو خلکو ته د قضوت کولو امکان میسر شی، خو هغه دی کار ته حاضر نشو.

دری څلورکاله د مخه یو وطنوال چی د افغان جرمن د ویب سایت یو ملګری دی او ځان (یونس) بولی د افغان ملت په اخبار کی زما د یوه مضمون معنون په (دیموکراسی پر طمطراق طبقات حاکمه در افغانستان) نه متذکر شو.

زما ټولی لیکنی سیاسی او تنقیدی بڼه درلوده، زما پورتنی مضمون هم چی ښاغلی یونس یی یادونه وکړه د هماغه مضامینو له ډلی څخه یوه لیکنه وه.

یوه ورځ ماته د مطبوعاتو پخوانی اداری رئیس میرامین الدین انصاری چی زما د مرحوم پلار ملګری او د میر نجم الدین او میرامان الدین انصاری ورور کیده، وویل «من مضامین آتشین ترا همیشه تعقیب میکنم»

اوس مورخ سیستانی چی په سویدن کی د سردار صاحب او حسن چپ د کودتا په حمایت تظاهر کوی او د انیس په اخبار کی یی خپله مقاله د «رژیم منفور داوودی» ترعنوان لاندی هیره شوی ده، د افغانستان د تباهۍ اصلی عامل هماغه د دیمکراسی لسیزه بولی، او وایی چی هغه مهال ټولنه په ذهنی لحاظ د شوره زار حیثیت درلود او د دیمکراسی هضمولو ته چمتو نه وه.

د چپی وګړو په څیرد اعلیحضرت او د هغه د پلار غازی محمد نادر خان سپکاوی کوی او د ۱۹۶۴ بنسټیز یا اساسی قانون ۲۴ماده د سؤال لاندی نیسی چی دا څنګه اساسی قانون و چی د سردار صاحب غوندی د یوه ملی شخصیت د سیاسی فعالیت مخه یی نیوله وه؟

زما سؤال د مورخ سیستانی نه دا دی چی ولی مورخ سیستانی د دیمکراسی په دوره کی په آزادو غیر دولتی اخبارونو کی دا اندیښنی او اعتراضونه نه مطرح کول چی اوس بعد از وقت و بعد از ….. د مافات په غم کی مړ دی.

ولی د غازی امان الله د عین المال د حق نه ورکولو ژغ یی پورته نکړ؟

ولی یی په جلال کوټ کی د غازی امان الله د جسد په تدفین اعتراض ونکړ؟

په داسی حال کی چی غازی امان الله هیله درلوده چی د هغه جسد د هیواد په مرکز یعنی د کابل په بوستان سرای (زرنګارپارک) کی خپل نیکه امیر عبدالرحمن خان ته نژدی خاورو ته وسپارل شی.

او ولی یی حتی یوه مقاله د غازی امان الله د خدمتونو په مورد کی ونه لیکله، چی اوس د سودا واتر د بوتلونو په څیر جوشان او خروشان دی؟

واقعیت دا دی چی اوسنۍ لیکنی او قصیدی یی د حنای بعد از عید بڼه لری.

په دیمکراسی دوره کی د لیکلو او وینا آزادی تر دی حده وه چی (رحمتیان) د هرات وکیل د اعتمادی د رأی اعتماد د اخستلو په جریان کی سلطنتی نظام ته (نظام فرسوده) وویل، هغه څه چی نن ورځ په متحده ایالاتو کی یی څوک یی د حبس کیدو له ډاره د میر غضب ترمپ د حکومت پرعلیه نشی ویلی.

اما معجزه وشوه چی د مورخ سیستانی لیکاڼی (قلم) د ملعون ببرک او خرچمیانو په دوره کی لکه توره تیره او انقلابی شو او په انقلابی لیکنو یی پیل وکړ او د پادشاه او سردار صاحب رژیمونه یی د (منفورو) رژیمونو په لړکی وشمیرل؟

سید کاظم ته عین سؤالونه راجع کیږی چی ولی یی د دیموکراسی په لسیزه او د پنځه حکومتونو په ترڅ کی د حکومتونو د پالیسیو او کړونو په باب یوه مقاله په غیردولتی او آزادو نشراتو کی ونه لیکله.

ولی یی ددی ټول ارادت سره چی نن یی د سردارصاحب په اړه لری، د هغه د صدارت د دوری په خدمتونو لیکنی ونکړی او ولی یی د اساسی قانون ۳۴ ماده چی سردار صاحب یی د سیاسی فعالیت نه وژغوره، غیر دیمکراتیک ونه باله؟

ولی یی د مرحوم عبدالملک خان عبدالرحیمزی په څیر د غازی امان الله د لوړ شخصیت، د استقلال د استرداد، د امان الله د نظام نامو او هغه دسیسو په اړه چی امان الله خان یی د صحنی نه لیری کړ، څه ونه لیکل او غلی پاتی شو؟

داکتر سید کاظم ولی د خرچمی او خره کی ډلو د شرف خرڅونکی او شوروی پرستانه اغراضو باندی څه رڼا وانه چوله؟

(البته د شوروی د اشغال په دوره کی کاظم مخالف دریز درلود او محبوس شو)

آیا په هغه سیاسی مشی او مناشیرو چی نن پری د مهاجرت په دوره کی اعتقاد لری، ولی پرون یی د هیواد په هغه دوره کی (د دیمکراسی په لسیزه دوره کی) د څرګندولو څخه یی ځان وژغوره؟

اوس خو په متحده ایالاتو کی ستا نه یو سیاسی شخصیت جوړ شوی دی، حامد کرزی ته دی یو مشورتی لیک د کانادا په افغان رساله کی خپور کړ، چی کرزی پری څه اعتناء ونکړه.

۳۰ کاله دمخه دی د یوه سیاسی حرکت په منظور، یو منشور خپور کړ، چی کومه نتیجه یی ورنکړه، بیا دی ۱۵ کاله دمخه د محترم عباسی صاحب په تلوزیونی پروګرام کی د دوهم ځل دپاره د یوه سیاسی حرکت دپاره تقریبا د لسو نه تر۱۵ کسانو د نومونو د انتخاب دپاره د یوی کمیټی د جوړولو هڅه وکړه، خو احد من الناس پری آمنا او صدقنا، ونه ویله.

په افغان جرمن کی دی هم تحقیقی لیکنی سیاسی ماهیت لری، نو ددی ټولو خبرو با وجود ولی د دیمکراسی په دوره کی د سیاسی اعتکاف د وریښمو په پیله کی انزوا او اعتکاف ته پناه وړی وه؟

زما دا ادعا چی ۶۲ کاله دمخه په کوم مهال چی زما مطبوعاتی مبارزه پیل شوه د مورخ سیستانی او داکټر کاظم نومونه د هغه وخت په مطبوعاتو کی نه لیدل کیده، منظور د دیمکراسی لسیزه دوره وه، مخصوصا هغه مطالب چی نن ورځ یی د مهاجرت په ددوره کی د ویلو او لیکلو پهلوانان یاست.

سید عبدالله کاظم به احتمالا ووایی چی په دیمکراسی دوره کی آزاد جراید لکه افغان ملت او مساوات او داسی نور حزبی و.

باید تصریح کړم چی په هغه دوره کی ټول اخبارونه حزبی نه و.

د افغان اخبار د محمد حسن ولسمل په مدیریت حزبی نه و.

محمد حسن ولسمل د مهاجرت په دوره کی، لمړی په پیښور کی د مجاهد ولس جریده خپره کړه، چی د جنرال ضیا په امرد بندی کیدو نه وروسته یی په ناروی کی د افغان ولس اخبار نشراوه چی زه یی په دواړو جرایدو قلمی همکار وم.

د ترجمان، روزګار، پیام وجدان، پکتیکا، کارروان او نور اخبارونه هم حزبی نه و.

بر سیره پردی په حزبی اخبارونو کی هم د غیر حزبی شخصیتونو او لیکوالانو مضامین نشریدل، د مثال په توګه د ملک خان عبدالرحیمزی مسلسلی مقالی د افغان ملت په جریده کی د (آفتاب شرق درغرب) د عنوان لاندی چی د غازی امان الله خان په اړه وی نشریدی.

محمد ابراهیم صفا یو بل پیاوړی پوه، شاعر اولیکوال و، چی د افغان ملت د جریدی سره یی قلمی رابطه درلوده، د مساوات جریده هم په دی اړه د یادولو وړ ده.

په دی وروستۍ برخه کی اخلاقا پر ځان فرض بولم که چیری مورخ سیستانی او داکټر سید عبدالله کاظم د دیمکراسی په آزادو نشرتو کی د هغه مدعیاتو نه دفاع کړی وی چی نن یی قلمونه پری د ژرندی په څیر چالان دی، د زړه له کومی معذرت وغواړم.

ایران به ژر طالبانی امارت په رسمیت وپیژنی

 

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.