په ننګرهار کې د زلزلې له امله ۱۵ کسان ټپیان شوي

35

د ننګرهار ولایت د خپرو شویو راپورونو له مخې، د جلال‌اباد ښار او شاوخوا سیمو کې د ځمکې‌لړزې له امله ۱۵ کسان ټپیان شوي دي.

ځايي سرچینو د سه‌شنبې په ورځ، د سنبلې په ۳مه، رسنیو ته ویلي چې ټپیان د جلال‌اباد ښار، بهسودو، کوزکنر او یو شمېر نږدې ولسوالیو څخه روغتیايي مرکزونو ته لېږدول شوي دي.

د سرچینو په وینا، ټولو ټپیانو سطحي ټپونه لرل او له روغتیايي خدمتونو ترلاسه کولو وروسته له روغتیايي مرکزونو رخصت شوي دي.

د امریکا د ځمکپوهنې ادارې د معلوماتو له مخې، نن سهار د ۴.۹ درجې په کچه ځمکې‌لړزې د افغانستان ځینې برخې، د کابل په ګډون، ولړزولې او مرکز یې جلال‌اباد ښار ته څېرمه ښودل شوی دی.

د څارونکو په باور، د بحرانونو په مدیریت کې د طالبانو کمزوری جوړښتي ظرفیت د بحث وړ موضوع ده. د هېواد په ختیځ کې د تېرو زلزلو راپورونه هم ښيي چې دغه ډلې د زیانمنو شویو کسانو د رسېدنې په برخه کې پاتې راغلي دي.

له بلې خوا، د بشري مرستو د ادارو د راپورونو له مخې، د بهرنیو مرستو کمښت، د لسګونو روغتیايي مرکزونو تړل کېدل او د هوايي لېږد د امکاناتو نشتوالی د طبیعي پېښو له زیانمنو شویو کسانو سره د مرستې چارې له ستونزو سره مخ کړې دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.