فیلیپین کې له افغانستانه د ۴۳ کیلوګرامه «شیشې» د نیول کېدو خبر ورکړل شوی

35

د فیلیپین د ګمرک ادارې ویلي چې شاوخوا ۴۳ کیلوګرامه متامفتامین، چې په «شیشه» مشهور دی، له افغانستانه په یوه استول شوې محموله کې د مانیلا په نړیوال کانټینري بندر کې کشف او ضبط شوي دي.
د «اکسیوس» د یکشنبې، د اګست ۲۳مې، د راپور له مخې، نشه‌يي توکي په هغو کڅوړو کې پټ شوي وو چې د تالک ډبرو په څېر جوړې شوې وې او د سوداګریزو توکو په منځ کې ځای پر ځای شوې وې.
د راپور له مخې، د دې محمولې ارزښت شاوخوا ۵.۱ میلیونه امریکايي ډالره اټکل شوی دی.
د فیلیپین د ګمرک او نشه‌يي توکو پر وړاندې د مبارزې ادارې چارواکو ویلي چې لابراتواري ازموینو په دې محموله کې د متامفتامین هایدروکلوراید شتون تایید کړی دی.
متامفتامین یا «شیشه» یو محرک او ډېر روږدوونکی نشه‌يي مواد دی چې د انسان پر جسمي او رواني روغتیا جدي زیانونه اړولی شي.
د ملګرو ملتونو د نشه‌يي توکو او جرمونو پر وړاندې د مبارزې دفتر تر دې مخکې ویلي وو چې په وروستیو کلونو کې د طالبانو تر واک لاندې افغانستان کې د متامفتامین تولید او قاچاق زیات شوی دی.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.