په ۱۹۸۴ عیسوی کال کی، د متحده ایالاتو د یوی معروفی مجلی چی د (نیشنل جیګرافیک) په نامه یادیږی په لمړی مخ باندی د یوی مهاجری دولس کلنی پښتنی نجلۍ عکس خپورشو.
ددی مهاجری نجلۍ، کاملا شنی سترګی، خرمایی ویښتان، جذابیت او کړه او وړه، نړیواله توجه ځانته جذب کړه.
دا د شوروی اتحاد د اشغال او د هغه د ګوډاګی حکومت پرعلیه د افغان ملت د قیام او جهاد پیل ؤ، هغه جهاد چی د نړیوالو حکومتونو، په تیره بیا د متحده ایالاتو، پاکستان، ایران او عربی هیوادونو لخوا په کلکه تجهیز او تمویل کیده، او په نړیواله سویه د مطبوعاتو او سیاسی کړیو محوری موضوع وه.
په پورتنۍ امریکایی مجله کی ددی افغان مهاجری نجلۍ، مخصوصا په دی شکل او شمائل د فوټو خپریدل، نړۍ په حیرت کی اچولی وه.
ددی معروفی نجلۍ د هویت په مورد کی هیڅ چا څه ونه لیکل او یا دا چی زه تری خبر نه وم، چی ددی نوم څه دی، قومیت یی څه دی او د افغانستان د کومی سیمی او کوم ښار یا کلی پوری تعلق لری؟
ددی نجلی فوټو تر نن ورځی پوری د افغان جرمن په ویب سایت کی لیدل کیږی خو د نوم، قومیت او کلی کور، درک یی نشته.
د کلونو په ترڅ کی زما خپل اټکل دا ؤ چی دا نجلۍ به د نورستان وی، ځکه مقدونی سکندر دوه کاله په دی سیمه کی پاتی شو او اټکل کیږی چی د نورستان وګړی به، په نژادی لحاظ د سکندر د عسکرو اولاده وی.
علامه سید افغان جمال الدین، د نورستان د خلکو په ارتباط لیکی چی :«د نورستان خلک هماغه اصیل افغانان دی چی د پیړیو په ترڅ کی منزوی پاتی شوی او اقلیمی شرایطو د دوی، رنګ، کړه وړه او معاشره په هماغه اصلی او اصیله توګه ساتلی دی» (د پوهاند فضل ربی پژواک د معاصر افغانستان د لکچرونو څخه)
د نورستان د خلکو سترګی شنی اوسپین پوټکی دی، د دوی معاشره هم د کونړ او ننګرهار د وګړو سره تفاوت لری.
نورستان په همدی لحاظ د کافرستان په نامه یادیده، چی د امیر عبدالرحمن خان په زور مسلمانان شول، او د کافرستان نوم په نورستان بدل شو.
په افغانستان کی چی به څوک هښیار سړی ؤ نو خلکو به ویل چی:(ډیر کافرسړی دی) او یا هم :(بسیارکافرآدم است)
البته د کافراشاره پیرنګیانو ته وه، چی پیرنګیان خورا هښیار خلک دی.
او دا یو واقعیت هم دی ځکه چی فرنګ لمړی صنعتی اروپایی هیواد و او پیرنګیانو په ټوله نړۍ حکومت کاوه.
څو ورځی د مخه می په خورا تعجب سره، د همدی جنلۍ چی اوس تقریبا د ۵۴ کلونو میرمن ده، د لندن په بی – بی – سی کی مصاحبه واوریده، ددی میرمنی نوم (شربت ګله) او اصلا زما د اټکل برخلاف د نورستان نه، بلکه د (شینوارو) د یوه کلی ده.
هغه شینوار چی د کندهار د ولس په اصطلاح یو (ډر) یعنی لایشعر بی لکۍ څلور بول یی پنجابیان بولی.
په کال۱۹۸۴ کی یوه امریکایی عکاس د (ستیف مکوری) په نامه د شربت ګلی فوتو د (ناصر باغ) د مهاجرینو په کمپ کی اخستی وه، او همدی عکاس۱۷ کاله وروسته په ډیر زحمت او کړاو سره موفق شوی و چی شربت ګله بیا د پیښورپه شا او خوا، کوم کلی کی مینده کړی او د ډیرو هڅو وروسته د شربت ګلی څښتن او کورنۍ موافقه وکړه چی شربت ګله خپل مخ لوڅ کړی او عکاس ددی بله فوټو واخلی، په دی مهال شربت ګله ۲۹ کالو او مړوخه میرمن او د اولاد خاونده وه.
د پنجاب رذیل حکومت په دی بهانه چی د شربت ګلی هویت جعلی دی، دا مظلومه میرمن یی په زندان کی اچولی وه.
شربت ګله د کرزی او غنی حکوماتو په دوره کی افغانستان ته تللی وه چی حکومت یی ډیر قدر کړی ؤ او د هستوګنی دپاره یی یو کورهم ورته ورکړی و.
هغه میرمن چی نه ملکه ثریا او نه ملکه حمیرا، په نړیواله سویه د داسی شهرت او معروفیت خاوندان شول.
شربت ګله اوس په جرمنی کی د خپلو اولاد او لمسیانو سره او سیږی او په نظر کی لری چی د خپل ژوند په اړه یو کتاب ولیکی.
د ښه او با سعادته ژوند هیله ورته کوم.
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.