د پـښـتو ژبـې الفابیت – املاء او ګرامـر

انجنیر- شیر ساپی

53

د پـښـتو ژبـې الفابیت – املاء او ګرامـر

۲۵/۰۸/۲۰۲۶

د پښتو ژبې قواعـد او مطالبات

د ژبې لیکدود سیسټم په خپل اساس(هسته) کې د صوتي جوړښت پر بنیاد ولاړ دئ. د پښتو ژبې کتابت پر حروفي رسم الخط باندې بناء دۀ. حرف د خط یو علامت دئ، چې یو صوت (غږ) یا د تورو ترکیب وړاندې کوی. الفبایې خط، یو تحریری طرز دئ چې کلمات د حروفو په واسطه ښیی.

حرف د لیکلې ژبې تر ټولو کوچنی واحد دئ. حرف ـ ګرافیم یا توری یادیږي. حروفي لیک، هغه خط دئ چې کلمات د حروف په واسطه افاده او بیانوي. د دې په مقابل کې، هجایی ـ سیلابی؛ کلموی(لوګوګرافي) او تصویری(پیکتوګرافي) خطوط له پخوا موجود وو او دي.

الفابیت یا الفبايي حروف: الفبا او هجايی حروف فونوګرافیکی علامۀ ته ویل کېږی. دا ډول خط چې هر حرف پکې د يو ځانګړی فونیم استازیتوب کوی، چې ورته الفابیت یا مقطعي خط  ويل کیږی. دا حروف د ژبې جلا جلا غږونه ښيی. دې ته ځکه مقطعي (Segmental) وايي چې کلام په کوچنیو برخو یا قطعو ویشي. هغه غږونه چې په لیک کې د جلا تورو په بڼه راځي (لکه: ا، ب، پ، یا A,B,C).

حرف(Grapheme) په لیکي بڼه یا املاء کې د ژبې ترټولو کوچنی، د پام وړ او معنی داره واحد دئ. دا د غږ (phoneme) لیکلې نښه ده.

ګرافیم د لیکنې په سیسټم کې د فونیم سمبول دئ. د فونیم او ګرافیم ترمنځ توپیر دا دئ چې فونیم اوریدل کیږی، خو ګرافیم لیکل کیږی. په لنډه توګه، ګرافیم د لیک په وسیله د غږونو نندارې ته وړاندې کول دي.

دا حروف – معمولا شاوخوا 22 څخه تر 40 مختلف نښې ښیي. دوی د محتوا له مخې هیڅ معنی نلري او کوای شو دا ټول په یوه الفبا کې خلاصه کړو. لفبا یا اَلفِبِت د علائمو مجموعه ده چې انسانانو په خپل منځ کې پریکړه (قرارداد) کړې.

لیک : د هغو تصويری او هندسی اشکالو(حروف) مجموعه ده چې د ژبې غږونه په بصری بڼه ښیی، ترڅو مفهوم له يوه کس څخه بل ته ولېږدوی. د انسان فکر او خبرې ثبتوی. خط د انسانانو ترمنځ د افکارو، احساساتو او بیان د لیږدولو یوه مهمه وسیله او خاص سیسټم دئ چې د املا اوګرامر قواعدو په تعقیب سره معیاری کیږی. د خط اصلي هدف د مفاهیمو خوندی کول او راتلونکو نسلونو ته د پوهې انتقال دئ.

په بشري تاریخ کې تر ټولو لومړی پېژندل شوی او رسمي خط میخی خط دئ. دا خط شاوخوا ۳۴۰۰ تر ۳۲۰۰ کاله له میلاد څخه وړاندې په لرغونې بین‌النهرین (Mesopotamia) یا اوسني عراقي سیمو کې د سومریانو لخوا اختراع شو. تاریخپوه ویل دورانت: خط او لیکل د بشري تاریخ او تمدن تر ټولو لویه، انقلابي او بنسټیزه لاسته راوړنه ګڼي.”

د طبیعي ژبو خطي حروف: 22 توري د عبراني رسم الخط، 24 توري یوناني خط، 26 توري لاتیني ، 28 توري عربي ، 30 توري الماني او 33 توري سیریلیک رسم الخط دي.

معیارِ خط هغه ټولیز او منل شوي اصول او قواعد دي چې د یوې ژبې د لیکلو لپاره په پام کې نیول کېږي، ترڅو په ټولنه کې یو شان، سم او د پوهېدو وړ لیکل دود رامنځته شي. د ژبې د ویونکو ترمنځ یووالی په رسمي او علمي لیکونو کې د اختلاف او ګډوډۍ مخنیوی کوي.

عربي الفبا : دعربی ژبې ابجد الفبا، ۲۸ توري لري. عربي الفبا د لاتیني او چینایي الفبا وروسته په نړۍ کې د لیکلو دریم پراخ سیسټم دئ او د پښتو الفبا له عربی څخه اخیستل شوېدۀ.

 دا عربي الفبا او عربي ځانګړي علایمو (اعراب) ـ د حروفو تشدید یا ډبلول(عربی ژبې دیاکریتیک) په لاندې بڼه ښکاري.

عربي الفبا، د عربي لیکلو لپاره جوړ شوی. ډیری حروف د اوبدلې متن شکل لری. عربي الفبا، یوازې بی غـږه توري لکه عبراني الفبا، کاتبانو وروسته د مصوت نښې په جلا توګه ابداع کړل.

د عربی ژبې اعراب او لنډ مصوت: لکه، فتحه کسره ضمه؛ فوق المقطعي ځانګړنو (Suprasegmentals)په درلودو چې د معنی په بدلولو کې خورا مهم رول لوبوی. تکیه د کلمې په داخل کې پر یو هجا زور راوستل دئ چې د کلمې معنی بدلوی. آهنګ په ټوله جمله کې د غږ پورته او ښکته کیدل دئ چې د جملې هدف (پوښتنه یا خبر) روښانه کوی.

تعریف: ابجد هغه لیکدود دئ چې په هغه کې یوازې صامت یا بې غږه توري لیکل کېږی او مصوت (Vowels) توري په کې معمولاً د حرکاتو (لکه زور، زیر، پېښ) په واسطه ښودل کېږی چې ډېر ځله په لیک کې نه راځی. یوازی په قرآن کریم کې لیکل حتمی دئ. د ابجد ټول حروف (ا، ب، ت، ث) بشپړ ډول په ډیجیټل بڼه دا مهال په ټیکنالوژۍ کې پراخ حضور لری او په ډیجیټل ډیټابیسونو کې هم یو منظم سیسټم دئ.

عربي ژبه په ډیجیټل نړۍ کې خورا پرمختللې ده، چې ورته ۳۲ ډوله شفرونه ځانګړي شویدي. عصری معیاری عربي په ډیجیټل سرچینو، انټرنیټ، او کاری سافټویرونو کې په پراخه کچه کارول کیږی او د ګرامري پلوه بډایه ډیجیټل بڼه لری.

پښتو الفبا: د پښتو ژبې الفبا، د عربي الفبا، غیر عربی تورو او پشتو ځانګړو غږونو ترکیب دئ. شا او خوا ۵۰ توري جوړیږي. د عربی ژبې الفبا : ۲۸ توري . څلور غیر عربي یا منطقوی توري: پ، چ، ژ،گ .

د پښتو خاص توري د پښتو ټولنې تصنیف : ډ، ټ، ړ، ښ، څ، ځ، ږ، ڼ، ګ ، ې ، ۍ.

عربی نښو دهمزه (‌ء) ملحقات ، لکه : ء ، أإ ، ؤ ، ئ.

دعربی ضمایمو غیرعربی ترکیب (فارسی او پښتو)، لکه : الف مد(آ) او همزه داره (ۀ) ، مجهوله عبری (ی).

د پښتو ژبې الفبا، په پشتوـ پشتو تشریحي قاموس، د علمو ادکادمی چاپ(لومړی ټوک)، همدا حروف پرته له همزه ء او منضماتو(ء، ‌أ، ؤ، ئ، ۀ) او د و توری درې ځله د الفبا په جدول کې ثبت کړیدئ. پښتو الفبا د تورو تلفظ لارښود کې، د عربي ابجد توري د لاتیني فونټیک پر بنسټ تدوین شوي او دا ښیې چې دا توري پخپل اصلي بستر کې نه دي.

له همزه سره یوځایې (هـ) دا توری په پښتو کیبورد کې اوس موجود ندئ. واقعاً یو جدي فني نقص او لویه تېروتنه ده. د پښتو ژبې په املا کې ۀ” (همزه لرونکی هـ) یو خورا بنسټیز توری دی چې د ښځینه نومونو د مفرد حالت، د امر په افعالو او ځینو نورو ګرامری حالتونو کې د معنی د جلا کولو لپاره کارول کېږی. مایکروسافټ په خپل سټنډرډ پښتو کیبورډ(د مایکروسافټ په وینډوز ۱۱ کې) د دې توري د لومړيتوب په ورکولو کې پاتې راغلی.

منطقوی توري :پ، چ، ژ، گ”، پ: د اردو، فارسي او پښتو درېيم او د هندي ژبې ۲۱م توری دی. چ : د ترکي څلورم، د هندي شپږم، د فارسي اووم، او د اردو او پښتو اتم توری دی. ژ: “د فارسي او ترکي ۱۴م، د اردو ۱۷م، او د پښتو ۱۹م توری دئ. گ: “د فارسي او ترکي ۲۶م، د اردو ۲۹م، او د هندي درېیم او په پښتو الفبا کې ۳۳م توری دئ. دا توری یوازې یوې ژبې پورې محدود او منحصر ندي. چ د ایتمولوژی له منظره د پښتو ژبې ربط حرف دئ. او په یو مختاړی دئ.

د پښتو ژبې خاص حروف : ټ، ډ، ړ، ښ – څ، ځ، ږ، ڼ، ګ، ې، ۍ

د پښتو ژبې د ځانګړو حروفو شتون له غږیز سیستم له اړتیا څخه سرچینه اخلي. د عربي الفبا حروف، چې د پښتو د لیکدود بنسټ دئ، د پښتو ټول غږونه نه شول افاده کولی . له همدې کبله، د تاریخ په اوږدو کې د پښتو املا لومړني اصول شاوخوا ۴۰۰ کاله پخوا بایزید روښان) په خپل کتاب خیرالبیان کې او وروسته خوشحال خان خټک غوښتل پښتو غږونه د نویو تورو پر ځای د عربي په ټکو او علایمو وښيي. د تورو پر ځای د عربي د اعرابو له لارې د غږونو ساتل په حقیقت کې د ژبپوهنې د تاریخ یو خورا مشهور او ژور بحث دئ.

د ۱۹مې پېړۍ په وروستیو کې برتانوي چارواکو د پښتو ژبې او د هغې د ویونکو قبیلو په اړه ستراتیژیکې ګټې ولیدې دوی غوښتل چې د هند شمال لویدیځه پوله، چې د سند سیند په ښکته برخه کې وه، د هندوکش غرونو ته پورته کړی تر څو د دې غرونو طبیعي بلاک څخه د هند د ساتنې لپاره ګټه واخلي . د دې ستراتیژیکې پولې د ټاکلو لپاره، د پښتنو سیمو پوهه اړینه وه. د پښتنو قبیلو نظامي ځواک، دا سخت مقاومت دوی ته وښودله چې دا سیمه او د هغې جنګیالي خلک څومره مهم دي. د دوی ټولې ستراتیژیکې کړنې د پښتنو په سیمو متمرکزې وې. د پښتو ژبې سره برتانوي لیوالتیا د دې ژبې د ویونکو قبیلو د ستراتیژیک موقعیت له امله[عامل] وه، ځکه چې دا سیمه د برتانوي هند د شمال لویدیځې پولې د خوندي کولو او د روسیې د پرمختګ د مخنیوي لپاره کلیدي ګڼل کېده. د دوی هڅې یوازې د نظامي او ستراتیژیکو اړتیاوو پورې محدودې نه وې، بلکې دوی د ژبې د پوهېدو او د سیمې د کلتور د درک لپاره د پښتو ادبیاتو په راټولولو، تدوین او مطالعه کې هم بوخت شول. د دې کار تر شا اصلي موخه د پښتنو د قبیلوي ټولنې، فکر او دودونو ژوره پوهه ترلاسه کول ؤ ، چې په پایله کې یې د استعماري واکمنۍ د پیاوړتیا لپاره ډېر مهم ؤ.

په دې برخه کې څو مهم افسران شامل وو، چې کار یې د یادولو وړ دی:

۱ هنري جارج راورټي د برتانوي هند افسر او ژبپوه د ۱۸۶۲ کال په شاوخوا کې د پښتو ژبې ګرامر، د پښتو ژبې قاموس، د افغانانو د شعرونو ټولګه، او ګلشن روه (د پښتو نثر او شعر ټولګه).

۲ توماس پیټریک هیوزد پېښور ماموریت مذهبي مبلغ د کليد افغاني په نوم د پښتو درسي کتاب تالیف، چې د ادبي متونو ټولګه وه.

۳ هنري والټر بیلیو برتانوي طبي افسر او لیکوال د پښتو ژبې ګرامر او قاموس، او د افغانستان د توکمونو په اړه کتابونه.

۴ رابرټ لیچ برتانوي پوځي انجینر او سیاسي افسر ( د پښتو ژبې ګرامر (۱۸۳۹.

په لنډه توګه، که څه هم د برتانوي چارواکو اصلي پاملرنه د سیمې پر ستراتیژیک کنټرول متمرکز ؤ، خو د دوی د ژبپوهنې او ادبي هڅو غیر ارادی پایله د پښتو دودیز ادب ساتنه، د پښتو دوه مهمې لهجې (سختۍ یوسفزۍ او نرمۍ کندهارۍ) مستند کول او د نویو ادبي ډولونو لپاره لار هوارول وو.

پښـتانـه

پښتانه د جغرافیې د نښلولو نقطه ده. په سیمه کې(چین، هند او روسیه) وروسته څلورم لوی توکمیز (اتنیکي) ګروپ دئ او د دوی د اوسېدو جغرافیه سویلې اسیا له مرکزي اسیا سره تړي. دا سیمه د تاریخ په اوږدو کې او د نن ورځې په سیاست کې حیاتي اهمیت لری.

له جغرافیایي وېش (په ځانګړي ډول د ۱۸۹۳ کال د ډیورنډ کرښې او بیا د ۱۹۴۷ کال د هند له وېش) وروسته دا ژبنۍ جغرافیا په سیاسي سرحدونو بدله شوه. د پښتونخوا او افغانستان ترمنځ سیاسي، تعلیمي او میډیایي مرکزونه جلا شول. په کابل او کندهار کې د لوېدیځې (نرمې) لهجې پر بنسټ رسمي معیارونه جوړ شول، او په پېښور کې ختیځه (سخته) لهجه د راډیو، ټلوېزیون، اخبار او کتابونو له لارې خپله ځانګړې سیاسي او کلتوري هویتي بڼه خپله کړه، چې دې کار د دوی ترمنځ فاصله نوره هم زیاته کړه.

په ۱۹۴۸ کال کې د پښتو ټولنې (پښتو اکاډمۍ) د پښتو خاص توري په رسمي او معیاری ډول یو چوکاټ ته راوړل، پښتولیکدود ته د شکلي ګډوډۍ د ختمولو لپاره دا توري رسمي ومنل شول او پنځه ډوله یاګانې (ی، ي، ې، ۍ، ئ) د خپلو ګرامري دندو سره په دقیق ډول ووېشل او تصویب شول. د تاریخي حقایقو له مخې پر ځای ده؛ پښتو ټولنې یوازې په املاء او ګرامر کار نه کاوه، بلکې د هغې دورې د افغان حکومت د بهرني سیاست (په ځانګړي ډول د پښتونستان قضیې) لپاره یې د کلتوري او تبلیغاتي اډانې رول درلود. د ډیورنډ کرښې هاخوا د قبایلو، د پښتنو او بلوچو د حقونو او سیاسي هویت په اړه ډېری کتابونه او مقالې د همدې ټولنې په مرسته خپرېدې.

د پښتنو د سیاسي او کلتوري یووالي په لوی بحث کې ډېره مهمه ده. دوه بېلابېل لیکدودونه نه یوازې یوه ژبپوهنیزه ستونزه ده، بلکې دا د تاریخي ویش او جلا سیاسي ادارو یوه انعکاس هم دئ.

د پښتوټولنې خاص حروف په حقیقت کې دا توري لومړی ځل د پیر روښان په الفبا کې په بل ډول ؤ، خو وروسته په کندهار او ننګرهار کې د خطاطانو او کاتبانو لخوا د یوې دایرې، لکه: ټ، ډ، ړ، ڼ، ګ  او ځانګړو ټکو، لکه: ږ، ښ، څ او د همزه په بڼه، لکه: ځ د مروج حروفو په تغییر نوې توري تصنیف کړل.

د پښتو ژبې په ځانګړو تورو کې *ټ، ډ، ړ، ڼ* له غږیز او ژبني پلوه په نړۍ کې بې‌بدیله نه دئ، خو په سیمه کې د نږدې ګاونډیو او سامي ژبو (لکه عربي) او فارسي په پرتله واقعاً ځانګړې دي او بدیل نه لری.

په کوچنۍ کړۍ سینګار شوی توري لکه، ټ، ډ، ړ، ن د “Retroflex” یا معکوسي غږونو په نوم یادوي. دا هغه غږونه دي چې د ویلو پر مهال د ژبې څوکه بېرته پورته خواته کږیږي. دا توري په اردو، هندي، سندي، پنجابي او سنسکرېټ کې په بشپړ ډول شتون لري. د بېلګې په توګه: په اردو کې د (ٹ، ڈ، ڑ) توري کټ مټ د پښتو د (ټ، ډ، ړ) په څېر تلفظ کېږی . «ڼ» د لیکلو بڼه (نون چې په سر کې یې یو کوچنی غبرګون وال نښان یا کړۍ وي) په ټوله اسلامي نړۍ او هغو ژبو کې چې په عربي رسم الخط لیکل کېږي، یوازې او یوازې په پښتو الفبا کې شتون لري. په اردو کې دا غږ شته خو هغوی ورته ځانګړی توری نلري او د (ن) او (ھ) په یو ځای کولو یا په نورو بڼو یې د تلفظ هڅه کوی، خو پښتنو ورته په الفبا کې یو مستقل او ښکلی هویت ورکړی دئ. بیا هم، «ڼ» د پښتو ژبې د سویل او ختیځ په ټولو لهجو کې یو شان تلفظ کېږی او د «ښ» او «ږ» په څېر د سیمه ییزو اختلافاتو ښکار شوی ندي، چې دا پخپله د دې غږ پیاوړی لرغونوالی ثابتوی. خو نن دا توري د پښتو ژبې د فونولوژۍ نه بېلېدونکې برخه ګرځېدلې، د پښتو هویت ټاکونکي غږونه دي.

د بودايي مذهب له امله/عمله رامنځته شوی ژبنی او کلتوري تعامل یوازې یو له هغو عواملو څخه دئ چې د دې سیمې د ژبو په جوړښت کې يې ونډه لرلې ده. په لنډه توګه، که څه هم دا ویل ستونزمن دئ چې *ټ، ډ، ړ* په مستقیمه توګه د بودايي مذهب له امله راغلی، خو د بودايي مذهب کلتوری او ژبنی میراث، چې د پښتنو په سیمه کې ژور ریښې لری، د پښتو د نورو ګاونډیو ژبو ترڅنګ د دې غږونو د شتون په غیر مستقیمه توګه اغېزمن کړیدئ.

په افغانستان کې هندوهیزم د بودايي مذهب ترڅنګ (د بودا مذهب د هندوهیزم یوه څانګه نه ده، بلکه یو جلا مذهب دئ) د پخوانیو وختونو راهیسې شتون درلود، په تېره بیا د کابل او سند سیند په شاوخوا سیمو کې. د پښتنو او هندوؤ ترمنځ د پېړیو سوداګریز، کلتوري او حتی پوځي اړیکې موجودې وې، او د دې اړیکو له امله یو شمېر ژبني اغېزې پښتو ته داخل شویدئ. تمدني اړیکو په هکله د ویل دورانټ نقل قول :

تمدن د یوې سیند (دریاب) په څېر دئ چې د تاریخ په اوږدو کې بهېږی. په دې بهیر کې، یوازې د سیند اوبه (چې د جګړو، پاچاهیو او سیاسي پېښو نښه ده) د اهمیت وړ نه دئ. بلکې د سیند دواړه غاړې او د هغوی رول خورا مهم دئ. د سیند دا غاړې زموږ کلتور، مذهب، هنر، اخلاق او د انسانانو مینه والې هڅې دي چې د سیند اوبو ته لاره او بڼه ورکوي او د بشر تاریخ رښتیني تمدن ته رسوي.

د هندوس تمدن، چې د سند سیند (Indus) په غاړو کې شاوخوا ۴۰۰۰ کاله مخکې راپیدا شو، د دې نظریې اصلي موخه دا ده چې موږ باید تاریخ یوازې د پاچاهانو په جګړو او سیاسي بدلونو (اوبو) کې خلاصه نه کړو، بلکې هغه چوکاټ او انساني لاسته راوړنې (غاړې) وستایو چې دا هر څه په کې جریان لري.

دغږیزې لهجو خاص توري: څ، ځ، ږ، ښ

د پښتو ژبې نور ځانګړي توري لکه «څ، ځ، ښ، ږ» د پښتو د غږیز نظام (فونولوژۍ) تر ټولو مهم فهرست او د پښتو د لهجو د پېژندنې اصلي معیارونه دي. دا توري د ژبپوهنې او د نورو ژبو سره د پرتلې له مخې خورا ځانګړي اړخونه لری.

دڅ” او”ځ” توري: دا دوه غږونه د خلاصو او تړلو په نوم هم یادېږي چې د دوو غږونو له یوځای کېدو جوړ شوي دي. د لهجو توپیر په ختیځه او منځنۍ لهجه کې دا دوه توري کله ناکله په ساده (س) او (ز) بدلېږي (مثلاً ځمکه ته زمکه او څه ته سه وايي)، خو په کندهاري (لوېدیځه) لهجه کې خپل اصلي او خالص غږونه ساتي.

ښ” او “ږ” توري : دا دوه توري په پښتو کې تر ټولو عجیبه او بحث تريجه غږونه دي، ځکه چې د پښتو ژبې جغرافیایی پولې او د لهجو جوړښت همدا دوه توري ټاکي.

د ښ غږ: په لوېدیځه (کندهار) کې: (لکه: ښځه، ښه).

په ختیځه (پېښور/ننګرهار) کې: په بشپړ ډول په «خ» بدلېږی (لکه: خځه، خه).

په منځنۍ (پکتیا/وزیرستان) کې: د عادي شین«ش» په څېر تلفظ کېږی.

د ږ غږ: په لوېدیځه کې: (لکه: ږیره، میږی). دا غږ د نړۍ په ژبو کې خورا لږ موندل کېږی.

په پېښور/ ننګرهار کې: په بشپړ ډول په ګاف (ګ) بدلېږی (لکه: ګیره، میګی).

په منځنۍ (پکتیا/ وزیرستان) کې: د عادي ژین (ژ) په څېر تلفظ کېږی.

غږیزې لهجې: د پښتو ژبې غږیزې لهجې لکه، لوېدیځه، منځنۍ، او ختیځه) د فونولوژیکي ځانګړتیاوو، دقیق جغرافیایي ویش، او تاریخي قدامت پر بنسټ خورا بډایه پس منظر لری.

د دې لهجو ترمنځ اصلي غږیز توپیر د ښ او ږ تورو په تلفظ کې دئ، چې د ژبپوهانو لخوا د پښتو د پېژندنې اساسي معیار ګڼل کېږی.

۱ لوېدیځه لهجه (نرمه پښتو) : دا لهجه له تاریخي پلوه د کلاسيکو غږونو ساتونکې لهجه ګڼل کېږي.

غږیزه ځانګړتیا: په دې لهجه کې «ښ» او «ږ» تلفظ کېږی. همدارنګه «ځ» او «څ» خپل اصلي غږونه ساتی.

جغرافیایي ویش: د افغانستان په سویل او لوېدیځ (کندهار، هلمند، ارزګان، زابل، فراه، نیمروز، او د هرات او بادغیس ځینې برخې) او د سویل لوېدیځې پښتونخوا په سیمو لکه کوېټه، چمن، پښین، ژوب او لورلايي کې ویل کېږی.

قدامت: دا د پښتو لرغونې مروجه بڼه ده. د غږونو د ساتنې له عمله، په افغانستان کې د پښتو د لیکني او ادبي معیار بنسټ همدا لهجه ده.

۲منځنۍ لهجه (پکتیاواله او وزیرستانۍ): دا ډله یو خورا بېل او جالب غږیز نظام لری. دا لهجه د نرمې او سختې لهجې په منځ کې موقعیت لری، دا لهجه د دواړو اصلي حوزو کلتوری او جغرافیایی پُـل ګڼل کېږی.

کلتوری او پخوانۍ اصالت : ژبپوهان پدې باور دي چې منځنۍ لهجه د پښتو ژبې تر ټولو پخوانۍ او د غږونو له اړخه تر ټولو اصیله بڼه ساتلې ده. د دوی غږونه ډېر موسیقاری او د غره د ژوند له طبعیت سره سم د پام وړ ځانګړی آواز لری.

د منځنۍ لهجې جغرافیه او ځانګړنې: دا لهجه په منځنۍ پښتونخوا او د افغانستان په سویل ختیځو سیمو کې مروجه ده؛ لکه پکتیا، پکتیکا، خوست، لوګر او غزني، او د ډیورنډ کرښې هاخوا په وزیرستان (شمالي او جنوبي)، کورمه، خیبر، اورکزیو او بنو کې. ژبپوهان پښتولهجې په بېلابېلو ډلو وېشلي، په علمي منابعو کې هم د دې لهجې د ودې ساحه شمالي او جنوبي وزیرستان، بنو، کرک او د خیبر پښتونخوا قبایلي سیمې یادې شوېدي. همدا رنګه، د پکتیا د اوسېدونکو د یوې ځانګړې ډلې (ځدران او تڼي) ژبه د مرکزی سیمې د یوې بېلګې په توګه مطالعه شوې ده، چې “وزیری” صوتی خوځښت تحول پکې بشپړ دئ.

د منځنۍ لهجې ځانګړی دریځ: دا لهجه د ژبپوهنې له پلوه ځانګړې پاملرنه راجلبوي، تر دې چې یوې لویې ژبپوهنې مطالعې لپاره، د لومړي ځل لپاره د منځنیو لهجو (له جملې څخه وزیرۍ) ته د نورو سترو ډلو تر څنګ ځانګړې پاملرنه شوې ده.

د “ځدراڼ او تڼي” د نومونو اصلي بڼې دوی سمه لیکنه د پښتو ژبې د تورو (لکه ځ، ڼ) له امله(عمل) مهمه ده.

د “ځدراڼ” قبیله : د دې قبیلې نوم په پښتو کې ځدراڼ لیکل کېږی. دا د پښتنو یوه مشهوره او نامتو قبیله ده، چې عمده استوګنځای یې د افغانستان د پکتیا، خوست او پکتیکا ولایتونه دي.

د “تڼي” قبیله: د دې قبیلې نوم په پښتو کې تڼي (د “ڼ” او “ي” تورو سره) لیکل کېږی. دغه قبیله په عمومي ډول د افغانستان د خوست ولایت په جنوب کې، استوګنه لری. د دوی ځینې مشهورې څانګې اریوزي، مريخیل او سینکي دي. د دغو دوو قبیلو نومونه لکه څنګه چې پورته ثبت شول، په پښتو رسم الخط کې دقیق او سم خپل ځانګړی توری (ڼ) لري. د مرکزی لهجې نورو قبیلو نومونه په لاندې ډول: ځاځي، منګل، بڼوځي، محسود، خوږیاڼي، توري، بنګښ، افریدی، خټک دي.

غږیزه ځانګړتیا: په دې لهجه کې «ښ» د شین او «ږ» د ژین په غږ بدلیږي. تر ټولو مهمه ځانګړتیا یې د غبرګو یا پېچلو غږونو اوښتل دي؛ مثلاً د “الف” (آ) غږ په “او” (اوو). په وزیرستانۍ بڼه کې دا تغیرات لا زیات او پېچلي دي.

قدامت: د غږیز بدلون له نظره، دا لهجه د تاریخ په اوږدو کې له نورو ډلو څخه په جغرافیایي او قبیلوي توګه د جلاوالي له امله رامنځته شوې ده. دا ښیي چې دا سیمې د پښتو د خورا پخوانیو او بېلو قبایلي کلتورونو زانګو پاتې شوې دي.

۳ختیځه یا ننګرهارۍ او پېښورۍ لهجه (سخته پښتو): دا ډله په عامه اصطلاح کې د پښتو” پر ځای د “پختوپه نوم یادېږي، ځکه غږونه یې سخت او تیز دي.

غږیزه ځانګړتیا: په دې لهجه کې نرم غږونه په سختو بدل شوي دي؛ «ښ» د خې (ې) په غږ او «ږ» د ګاف (ګ) په غږ تلفظ کېږي. د بېلګې په توګه، «ښه» ته «خه» او «ږیره» ته «ګیره» وایي.

جغرافیایي ویش: د افغانستان په ختیځ (ننګرهار، لغمان، کونړ، نورستان او د کابل او پروان ځینې برخې) او د خیبر پښتونخوا په شمال او ختیځو میداني سیمو (پېښور، مردان، صوابۍ، چارسده، سوات او خټکو سیمو) کې ویل کېږي.

قدامت: دا لهجه له تاریخي پلوه د پښتو د یوې لویې ادبي دورې (لکه د خوشحال خان خټک او رحمان بابا د دورې) نمایندګي کوي. په پاکستان کې د یوسفزي د اغېز له عمله، همدا ختیځه پښتو هلته په میډیا او پوهنتونونو کې معیاري او واکمنه لهجه ګڼل کېږي. په ټولیز ډول، د کندهار او پېښور د لهجو توپیر، دطبیعي ژبپوهنیزو بدلونونو، جغرافیایي واټن، او تاریخي تکامل پایله ده. د پښتو ژبې د لهجو وېش کوم ستراتژیک جبر نه ؤ، بلکې بشپړه طبیعي، کلتوري او ټولنیزه پروسه ده. ولې دا جبر د اتنیکی ودې په لار کې مزاحم ؤ او دئ.

د پښتو د لیکدود د وېش تاریخي او سیاسي ریښې

ادبي او تاریخي اهمیت: که څه هم د پښتو کلاسیک ادب ډېر یې د ختیځې لهجې تر اثر لاندې ده. خو کندهارۍ لهجه

په خپله سیمه کې د یو با نفوذه او مستند ادبي دود لرونکې ده. د “کندهارۍ لهجه” د پښتو یوه کتابي او معتبره لهجه بلل کېږی، او ډېر کتابونه پکې لیکل شوي دي .

د رسمي دریځ نشتوالی: دا مهمه ده چې وویل شي، د پښتو ژبې لپاره تر اوسه کومه رسمي او ټولمنلې معیاري لهجه نه ده ټاکل شوې. د “کندهارۍ” او “یوسفزۍ” لهجو ترمنځ سیالي په حقیقت کې د دوه بېلابېلو ادبي مرکزونو (کندهار او پېښور/ ننګرهار) ترمنځ د نفوذ سیالي ده، نه یو رسمي اعلان.

د پښتو د معیاري کېدو کیسه د یوې رسمي اعلامیې پر ځای، د ادبي مرکزونو د بدلون او د بېلابېلو ليکدودونو د شتون کیسه ده. په داسې حال کې چې یوسفزۍ (ختيځې) لهجې ته په تېرو وختونو کې د لیکنې او ادب په برخه کې ډېر ارزښت ورکول کېده، خو کندهارۍ (سویلي) لهجې هم تل خپل قوي ادبي دریځ ساتلی دئ. اوس مهال، د پښتو ژبې د یووالي لپاره هڅې روانې دي چې د ټولو لهجو د ځانګړتیاوو په پام کې نیولو سره، یو واحد معیاري لیکدود رامنځته کړي، ځکه چې د څو ليکدودونو شتون د ژبې په پرمختګ، تکنالوژۍ او زده کړه کې خنډونه رامنځته کوي .

د دې حالت تر شا اصلي عامل په دوه ټکو کې راټولېږي:

د هېوادونو او بنسټونو بېلابېلې تګلارې: د پښتو ژبې معیاري کېدل د ملي پولو او سیاستونو تر اغېز لاندې راغلې دئ. په افغانستان کې په ۱۹۳۶ کال کې د شاهي فرمان له مخې پښتو د هېواد رسمي ژبه وټاکل شوه. د دې پریکړې تر شا موخه د ملي هویت پیاوړتیا وه. د معیاري کولو مسئولیت د کابل د علومو اکاډمۍ په غاړه دئ. د دوی له خوا غوره شوې معیاری بڼه، چې ډېری وخت ورته مرکزي پښتو ویل کېږی. دا هغه لهجه ده چې د افغانستان په دننه کې یې د پوهېدو کچه لوړه ده. په افغانستان کې، پښتو ژبه د ملي هویت په جوړولو کې یوه مهمه وسیله وه، خو بیا هم د دې چارې تطبیق تل ننګونې وې.

په پاکستان کې، دلته وضعیت توپیر لری. پښتو په فدرال کچه رسمي ژبه نه ده، خو د خیبر پښتونخوا په ولایت کې سیمه ییزه ژبه ده. پدې سیمه کې، یوسفزۍ لهجه ډېر ځله د لیکني او ادبي معیار په توګه کارول کېږی. د پښتو اکاډمۍ پېښور دلته د ژبې په پرمختګ او معیاري کولو کې مهم رول لري.

د ټول منلي رسمي معیار نشتوالی : که څه هم دواړو هېوادونو خپل معیاری ډولونه غوره کړی. دا کار د یو متحد معیار په جوړولو کې خنډ دئ .پښتو ژبه د لهجوي پلوه ډېره بډایه ده او د ختيځ او سوېل ترمنځ د تلفظ (لکه د ښ او ږ تورو تلفظ) او ځینو نورو واړه توپیرونه شته. د یوې لهجې غوره کول چې ټولو ویونکو ته د منلو وړ وي، ډېر ستونزمن کار دئ.

د کندهارۍ لهجې رول: د کندهارۍ (نرمې) لهجې ته د یو معیار په توګه کتل کېدل. د پښتو ځانګړي توري لکه ښ او ږ، چې د ژبې د هویت یوه برخه ګڼل کېږی، د کندهارۍ لهجې سره تړاو لری او د هغې په تلفظ کې روښانه دۀ.

د محمدزي کورنۍ نفوذ: سرچینې ښيي چې د محمد ظاهر شاه په څېر پاچاهانو، سره له دې چې پښتانه وو، خو په شخصي او حکومتي کچه یې له پښتو ژبې سره ډېره لېوالتیا نه لرله او دوی په دربار او دولتي چارو کې زیاتره په دري/فارسی ژبه خبرې کولې . که څه هم د ظاهر شاه واکمني د یو نرم مزاجه او د عصري کولو پلوه پاچا په توګه پېژندل کېږی، خو د دې معنی دا نه وه چې هغه یې د پښتو د یوې ځانګړې لهجې د رسمي کولو لپاره شخصي هڅه کړې وي . په حقیقت کې، د هغه په دوره کې هم په مرکز کې د پښتو پر وړاندې چلند د دې عامل شو چې ډېری پښتانه ښاريان او سیاسي فعالان له خپلې ژبې سره مخه ښه وکړی .

په پایله کې، د پښتو د لهجو د معیاري کېدو بهیر له یوې خوا د ژبې د داخلي ادبي دودونو (لکه د کندهارۍ لهجې ادبي وزن) له عمله او له بلې خوا د سیاسي قدرت (لکه د محمدزي کورنۍ چې که څه هم پښتانه وو، خو په عمل کې یې د دري ژبې کارولو ته لومړیتوب ورکاوه) له اغېزې څخه بې برخې نه ؤ. دې کار د پښتو د یوې ټول منلې معیاری بڼې په جوړېدو کې خنډونه رامنځته کړل.

زمونږ تاریخ په خپل بستر کې دئ

دا یو مهم فلسفي او تاریخي دریځ دئ. د استعمار او نړیوالو سیاسي جوړښتونو له عمله، ډېری سیمه ییز تاریخونه د پردیو ځواکونو له خوا تحریف شوی یا کم ارزښته ګڼل شوی دي. دا اندېښنه او د بومي تاریخ د سپړلو غوښتنه په ځای ده. د خپلې سیمې تاریخ د هغې په خپل بستر کې وګورو، نه د پردیو مفاهیمو تر اغېز لاندې. موږ د خپلې سیمې لرغوني افسانې، کلتوري دودونه، او شفاهي ادبیات د تاریخي اسنادو په توګه وڅېړو. موږ د لرغونپوهنیزو موندنو (لکه د سوات، هډې، یا بلخ سیمو) ته د خپلې سیمې د خلکو د تمدن په سترګه وګورو، نه د پردیو لرغونپوهانو د تفسیرونو تر سیوری لاندې. موږ د ژبې، نومونو، او ځایي دودونو له لارې د سیمې د پخوانیو اوسېدونکو هویت وپېژنو.

پښتو ژبې او سیمې بومي ریښې : د پښتو ژبې په اړه بومي نظریه دا ده چې دا ژبه د دې سیمې له لرغونو اوسېدونکو سره نږدې اړیکه لری، نه دا چې یوازې د بهرنیو یرغلګرو (لکه آریايي قومونو) له خوا راوړل شوې وي. ځینې بومي پوهان په دې باور دي چې د پښتو ځینې غږونه او ګرامري جوړښتونه د سیمې د نورو لرغونو ژبو (لکه ډارډي ژبو، یا حتی د دره سند د پخوانیو ژبو) سره نږدې والی لري، چې دا د اوږدې مودې بومي تکامل څرګندونه کوی.

د سیمه ییزو لرغونپوهنې موندنو مطالعه: د سوات، د بامیان بودايي مجسمې، او د کندهار د لرغونو کتيبو په څېر ځایونه د دې سیمې د بومي تمدن نښې دي.

د شفاهي ادبیاتو او کلتوري دودونو تحلیل: د پښتنو ترمنځ ساتل شوی لرغوني دودونه، سندرې، او متلونه اکثراً هغه تاریخي حقایق ساتی چې په رسمي تاریخي کتابونو کې نه دي ثبت شوی.

د بدیل تاریخي سرچینو لټون: د چیني، یوناني، یا هندیانو په څېر بهرنیو تاریخونو کې د دې سیمې یادونه شته، خو د دوی ترڅنګ، د سیمې د خلکو خپل لیکلي یا شفاهي تاریخونه هم مهم دي. د بېلګې په توګه، د پښتو لرغوني شاعران او د هغوی اثار کېدای شي د تاریخي پېښو په اړه نوي رڼا واچوی.

د بومي تاریخ د سپړلو غوښتنې ته درناوی لرم. د علمي پلوه، تاریخ هېڅکله یوه بې طرفه او واحد لوستنه نه دۀ؛ د کلتور، سیاست او فلسفې تر اثر لاندې دئ.

د تېر مرحلې جبر او د نوی کلتوری هویت اړتیا

پښتو الفبا اصلاحاتو ته اړتیا لری: لر او بر پښتنو د واحد لیک دود رامنځته کول او د ژبې د یوې ساده او منظمې قاعدې تابع کول خورا ارزښتناک او ملي اهداف دي.

په غرب کې ژبه یو لنډ قانون منده پدیده ده چې الفبې په ۲۶ حروفو کې خلاصه کیږی. څنګه کولای شو چې پښتو ژبې تورو لیکل د عامیانه پوهېدنې تابع او مطیع کړو.

د لاتین لیکدود کارول (لکه ترکیه) په اوسني افغانستان کې د پښتنو لپاره ممکن ندئ، ځکه چې دا کار به پښتانه له خپل دیني هویت، تاریخي میراث او د سیمې له اسلامي کلتور څخه په بشپړه توګه جلا کوي. له همدې عمله، د عربي خط پر بنسټ د پښتو لیکدود ساتل او د هغې بډایه کول د عصر تر ټولو منطقي ایجاب دئ.

د پښتو لیکدود باید د عربي کلتور او د سیمې له جیوپولیټیک اهمیت سره وصل پاتې شي، خو په عین وخت کې د عصر له علمي غوښتنو (سرعت، ساده ګۍ او ډیجیټل کېدو) سره هم عیار شي. دا هغه متوازن فورمول دئ چې پښتو ته په راتلونکي کې بقاء او ځواک وربښلی شي.

د عربي اعرابو مسئله : دعربي علایم (لکه زبر، زیر، پیش) باید استعمال شي. خو په عملي پښتو لیکدود کې، دا علایم نږدې په بشپړه توګه له منځه تللي او یوازې د ماشومانو په کتابونو او قرآني متنونو کې کارول کېږي. که چېرې موږ په لیکدود کې د عربي ژبې د اِعرابو (لکه َ، ِ، ُ) کارولای شوه، نو شاید د دغو پنځو “ی” ګانو اړتیا نه وه، خو ځکه چې دا علايم په عمومي پښتو لیکدود کې نشته، د همدې علایمو د نه استعمال له عمله، پښتو ټولنه اړ شو چې د “ی” پنځه بېلابېل ډولونه (ي، ې، ۍ، ئ،ی) جوړ کړي ترڅو د کلمو ترمنځ توپیر وساتي. که چېرې عربي علایم په پراخه کچه کارول کېدل، نو شاید د دې څو “ی” ګانو اړتیا نه وه، خو د عملي استعمال له عمله، دا حروف د یوې “بصري اړتیا” له مخې رامنځته شوي دي. په پښتو کې د غږونو د خوندیتوب لپاره د نویو تورو د جوړولو پر ځای د عربي د حرکاتو او علایمو کارول یو ډېر منطقي او د کیبورډ د سپکولو لپاره غوره بدیل برېښي.

په معاصره دوره کې، معیاري پښتو د ژبې د پرمختګ، تعلیم، رسنیو او ادبیاتو له لارې په طبیعي ډول د دوو لویو لهجو (کندهاري او پېښورۍ) له یوځای کېدو څخه منځته راغلې ده. د معیاري پښتو لپاره اوسمهال کومه یوه ځانګړې لهجه په بشپړه توګه معیار ندئ، بلکې د پښتو اوسنی معیار د مختلفو لهجو یو ګډ کلتوري او ژبپوهنیز ترکیب واحد لیک دود دئ.

الفبا یو وسیله دۀ، نه اصالت: د یوې ژبې اصالت د هغې په ګرامر، لغاتو، ادبیاتو، او د خلکو په کلتوري میراث کې دئ، نه د هغې په الفبا کې. نړۍ کې ډېرې ژبې شته چې د نورو ژبو له الفباوو څخه کار اخلي. د الفبا بدلون یا تطابق د ژبې اصالت نه کمزوری کوی، بلکې دا د هغې د پرمختګ یوه نښه دۀ. د عربي خط په ساتلو خپل لیکدود مډرن کړئ.

ژبه په څو تورو نه ساتل کېږی، بلکې په هغې کې د علم تولید، د کاروونکو اسانتیا، او له عصری زمانې سره د هغې د عیارېدو له لارې ژوندی پاتې کېږی. له عربي کلتور او اسلامي هویت سره د پښتو املاء تړل، هغه پیاوړی عامل دئ چې پښتانه یې له خپل تاریخ سره نښلوولي دي.

زموږ تحریري فرهنګ په یوه غلط مسير کې، د ارواښاد “مصطفی عمرزي” په قول: «د منفي رقابت د اړتیاوو پر اثر، تاریخي عمق په رسمي- فرهنګي او څېړنیز دستور المعل کې قرار ورکړی او اوس د رقابت په دغه بهیر کې، له اتیا کلونو ډیر کیږی چې مخکې روان یو.

د سیاسي پولو او تاریخي شالید له عمله، د پښتنو پوهانو او ادبپوهانو ترمنځ د یووالي لپاره قوي علمي هوکړه شتون لري. د برګلي* په غونډه کې یو واحد لیکدود تصویب شوی دئ، او هڅې روانې دي چې د یوې رسمي ادارې (لکه د پښتو ژبې ادارې) له لارې دا تګلاره عملي کړي. نو دا پوښتنه د سیاست تر اغېز لاندې ده. په دې اړه، د یو واحد لیکدود د جوړولو لپاره هڅې روانې دي او عملي لارې امکان قوي اراده ته اړتیا لري.

د ژبې د معیار او ډیجیټل رنسانس اهمیت : ژبه او لیکدود د دې راتلونکي تر ټولو پیاوړې مېډیا ده. پښتو ژبه ژبه باید:

ساده، قانونمنده او مډرنه شی : ژبه باید د معاصرو قواعدو تابع شی ترڅو په ډیجیټل نړۍ کې د کارولو سرعت یې د نورو پرمختللو ژبو په څېر چټک او اغېزمن وي.

علمي یووالی ولری: په کوزه او بره پښتونخوا کې د کتابونو، رسنیو او انټرنیټي متنونو یو رنګ کېدل د پښتنو د کلتوري رنسانس لومړنی بنسټ دی.

املاء یا سمه ليکنه (orthography) : املا تر ټولو لومړنی او اساسي هدف د کلمو صحیح لیکل دئ، ترڅو په لوستل او پوهېدلو کې هېڅ ډول تېروتنه رامنځته نشي. د املا مهم اهداف : معنی رسول. د ژبې یووالی. د غږ او توري ترمنځ اړیکه. د وخت او انرژۍ سپما. د کلتور او تاریخ ساتنه.

ګرامر د تشريحي ژبپوهنې يوه غوره او ستره څانګه ده چې د يوې ټاكلې ژبې د كلمو، جملو درغاونې او جوړښت د قاعدو سيستم تشريح او مطالعه كوي او يا د ژبې صرفي (مور فولوجيكى)، نحوي (سينتكسي) جوړښت او ساختمان تركتنې او څېړنې لاندې نيسي. ژبپوهنه د علومو په لړ كې يوه نوې پوهنه ده او له يوې پيړۍ راهيسې د ژورو كتنو او څېړنو په مرسته مخ په وړاندې ځي. د شلمې پېړۍ د منحنۍ دورې د ژبپوهنې ځانګړتيا او مهم خصوصيت دا دى چې ژبه د يوه ټاكلي جوړښت درلودونكي بولي او په دې توګه هڅه كيږي، چې ژبني علوم د نورو طبيعي علومو سره نژدې كړي. په لنډه توګه: ملاد تورو سم یو ځای کول او لیکل دئ.

ګرامـر(Grammatik) : په اصل کې د یوې ژبې قواعد دي چې د کلمو او جملو د سم جوړښت، ویلو او لیکلو لارښوونه کوي. ګرامر د تشريحي ژبپوهنې يوه غوره او ستره څانګه ده. دا علم په کلاسیک ډول په دوو اصلی برخو وېشل کېږی: د صرف علمِ (Morphologie) او د نحوعلمِ (Syntax) .

صرف : دا برخه د کلمې له جوړښت او د هغې له بدلون (گردان/تغییر) څخه بحث کوی. په دې برخه کې د اسم، فعل او تورو د بڼو او رېښو بدلون لوستل کېږی.

نحو : دا برخه په جمله کې د کلمو د ځای پر ځای کولو او ترکیب اصول ښيي. دا برخه کې څنګه کلمې سره یو ځای کړو ترڅو یوه معنی داره جمله (کلام) ترې جوړه شي.

كوم پښتو ګرامرونه چې تر اوسه ليكل شوي په هر حال دغه ګرامرونه د لاندنيو مرامونو له پاره جوړ شويدي.
الف: لومړۍ ډله د پښتنو لپاره، چې د خپلې ملي ژبې ګرامر ترې زده او ګرامري اصطلاحاتو سره بلدتيا پيدا كړي.
ب: دويمه ډله هغه دي چې زده كوونكي د هغو په مرسته پښتو زده كړي چې په دې كې باندنيو او كورنيو پوهانو برخه اخستې ده.

دلته بايد زياته شي چې د خارجى ختيځ پوهانو له خوا ځيني ګرامرونه او ياګرامر ډوله اثرونه اساسا د پښتو زده كړې له پاره په سياسي او اداری لحاظ ليكل شويدي. په دې لړكي د هانري والتړبيليو او راورټى ګرامرونه د بيلګې په توګه نومولى شو.

د لاسته راغلو مداركو او اسنادو له مخې د پښتو ژبې په ګرامر ليكنه كې د دوومېتودونو څخه كار اخيستل شویدئ:
لومړۍ هغه بڼه ده چې د عربي ګرامر په دود ترتيب شوی چې دغه ډول په اسلامي هيواد كې ډېر رواج موندلى دئ.
او بله ډله هغه چې د غربي نمونې رنګ په كې غالب دئ. دې ګرامر ته مونږ غربى مېتود يا تحول موندلې.

ددغه پورتنيو ميتودونو په اساس د پښتو ژبې ليكل شوي ګرامرونه چې د ختيځ پوهانو او يا پښتنو پوهانو له خوارامنځ ته شوي د يولنډ فهرست په توګه یاد ؤ.

الف: هغه اثار چې د كورنيو پوهانو له خوا رامنځ ته شوي دي یو دېرش(۳۱) چاپ شوی او څلور ناچاپه.

ب: د هغو ختيځپوهانو د ګرامري اثارو يادونه كوو چې د اتلسمې پېړۍ را په دېخوا ليكل شوی او خپاره شويدي، مجموعاً نه (نهه) ویشت (۲۹) آثار دي. [ دغه فهرست په آنلاین ډول د پوهندوى ډاكتر زرغونه رشتين زيور چې د كابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو د پوهنځي استاده وۀ (د پښتو ژبې ګرامرته يوه لنډه كتنه)] ، تر عنوان لاندې پیدا کولای شئ.

د پښتو لیکنې په اړه:

په دې توګه د اتیمولوژۍ (ریښه پېژندنې) له نظره هم د جلا لیکنې په اهمیت پوه شوم؛ هغه لاره چې پښتو ژبې لا تر اوسه پکې لومړی ګام هم نه دئ اېښی. نو کار مې په دې قضاوت پیل کړ چې د پښتو ژبې د رسم الخط اصلاح، د پښتو ژبې د بیارغونې د مسألې یوه خورا مهمه برخه ده. له همدې سبب مې په خپل غوڅ هوډ سره د لیکنې په طرز کې خپله ټوله پاملرنه لاندې مطالبو ته معطوف کړې ده.

  1. عادات مې معیار (ملاک) نه دي ګرځولي. فرهنګ، په خپل ځانګړي مفهوم سره، د عامې تودې له ژبې جلا دئ؛ ځکه دویمه (د عامو خلکو ژبه) د لومړۍ هغې یوه کوچنۍ برخه ده. که موږ د ژبې د ورځني کارول کېدو تر اغېز لاندې راشو، نو د ویونکي په اصلي پایګاه به مو پښه اېښې وي او هغه به مو د عوامو تر اغېز لاندې پامال کړې وي. هر څوک په هر کچه فرهنګ کې چې وي، “عامل” له “لامل یا عمل له امله پرته بل ډول نه تلفظ کوی، خو دا عام عادت فرهنګ ته نشي غځېدلی او په کتابونو کې د “عامل” پر ځای “لامل” نشي لیکل کېدای.

  2. د استثناوو پر لیرې کولو او د یوه عام قاعدې پر موندلو (حتی د ناګزیرو استثناوو په اړه) مې د کار د پایلې له مأنوسه یا نامأنوسه کېدو پرته له ډاره، ټینګار کړی دئ. ژبه د یوې عمومي قاعدې تابع ګرځول کېدای شي او باید وګرځول شي؛ ځکه ژبه د تلپاتې پراخېدونکې نړیوالې اړیکې یوه مهمه وسیله (ابزار) ده. له همدې عمله، د ګرامري او د لیکنې د طرز د زحمت ورکوونکو (لاس نیونه) استثناوو د لیرې کولو هڅه د ټولو ژبو د استادانو ترمنځ په یو عام کوشش بدله شوې ده.

  3. نښو (علاماتو) ته هم د کلمو په څېر، خپلواک ژوند بښل شوی دئ. نښې هماغه نښې دي. دا سمه نه ده چې نښې، کومې چې په ځانګړي ډول په پښتوژبه کې باید د ژبې د ښوونې د لارښودو علامو په توګه وکارول شي، د کلمو په ګېډه (ننه) کې پټې کړو.

  4. د هند او اروپايي ژبو سره د پښتو ژبې د هم‌کورنۍ (هم‌خوندي، «خوندې» یا «خویندې» د خور جمع ده) په اړه فنی ااستدلالات نه دئ تعقیب شوي او د بېلګې په توګه د جرمني یا انګلیسي ژبې د لیکنې د طرز او د مرکب جوړونې د اسلوب له مخې د الګو جوړونې په لټه کې نه یم تللی؛ ځکه پښتو ژبه خپلې ځانګړې ستونزې لري او هغه طریقې د پشتو خط لپاره د لاندې دلایلو له امله مردودې دي:

الف. د پښتو په تورو (حروف) کې د (ب، پ، ت، ث، ش، س، ف، ق، ن، ی) ترمنځ ورته‌والی (تشابه)، په ځانګړي ډول هغه مهال چې دا توري د کلمې په منځ کې نښلي (منځنۍ بڼه) کې راځي، په لیکلو او لوستلو کې داسې ستونزې رامنځته کوي چې په لاتیني تورو کې نشته.

ب. د غږیزو نښو (صوتي علامو) نشتوالی، د کلمو سم تلفظ ستونزمن او کله ناکله غیرممکن ګرځوي؛ دا هم له هغو مواردو څخه دی چې لاتیني ریښه لرونکې ژبې ورسره مواجه (مخامخ) ندي.

ت. د هم‌غږو حروف وفور او پرېماني لکه: (ز، ذ ، ظ ، او ض) ( ت او ط) ( ث، س او ص ) او دغه راز د هم‌ شکلو تورو ډېرښت (فراواني): (ب، پ ، ت، ث) (ج ، چ ، ح ، خ) (د ، ذ) (ر، ز، ژ) – (س ، ش) ( ص، ض) ( ط، ظ) ( ع، غ) – ( ک، گ) یا دا ډول: [ ځ، ز، ظ، ‌ذ، ض] ؛ [ څ، س، ث، ص]؛ [ږ، ګ] زموږ د ژبې د ستونزو بل مورد دئ چې په لاتیني تورو کې شتون نلري.

ث. په لاتیني تورو کې د کلمو ترمنځ د فاصلې اېښودل اجباری دئ، په داسې حال کې چې په پشتو کې دا ډول نه دئ؛ له همدې عمله هم په لاسي لیکنو او هم په چاپي کتابونو کې غالباً د کلمو ترمنځ د فاصلې مراعات نه کېږی، او د پورته ذکر شوي علت له عمله د متنونو د لوستلو سختي ـ که چاپي وي او که خطي ټولو ته روښانه ده.

پښتو لیکدود باید له خنډونو پاک شی او لیکوالان یې باید متحد شي، خورا د ستاینې وړ او علمی عمل دئ.

۲ سنبله (وږی) ۱۴۰۵

انجنیر شیرمحمد ساپی

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

*\ برګلي – پخوانۍ هوکړې د ۱۹۴۲م کال راهیسې، د پولې دواړو خواوو پوهانو د لیکدود د توپیرونو د حل لپاره ګڼې غونډې کړې دي. یوه مهمه لاسته راوړنه د ۱۹۹۰مې لسیزې په لومړیو کې د برګلي (Bara Gali) په غونډه کې ترلاسه شوه، چېرته چې د پښتو د یو واحد لیکدود پر سر موافقه وشوه. له بده مرغه، د یوې مرکزي واکمنې ژبپوهنې ادارې د نشتون له کبله، دا هوکړه په بشپړه توګه عملي نه شوه. پښتو اکاډمۍ (پېښور) او د افغانستان د علومو اکاډمۍ په دې تړاو ګڼې غونډې کړي او په دې اړه یې سپارښتنې کړي دي.

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.