له هرات حوزوي روغتون څخه څه باندې دوه میلیونه افغانۍ غلا شوې

33

د هرات ولایت د حوزوي روغتون څخه شاوخوا دوه میلیونه او ۳۰۰ زره افغانۍ غلا شوې دي.

سرچینو د شنبې په ورځ، د زمري ۳۱مه، رسنیو ته تایید کړې چې د پیسو له غلا سره هم‌مهاله د روغتون د دوو اداري او محاسبې دفترونو د امنیتي کمرې هارډډیسکونه هم ورک شوي دي.

د سرچینو په وینا، د غلا پېښه هغه مهال معلومه شوه چې کارکوونکو د کاري ورځې په پیل کې ولیدل چې د اداري او محاسبې دفترونو د امنیتي کمرې هارډډیسکونه نشته.

سرچینې وایي، غلو د روغتون سیف پرته له ماتولو پرانیستی او هغه پیسې یې ترې وړې دي چې د روغتون د عوایدو او فیسونو له لارې راټولې شوې وې.

د غلا له افشا کېدو وروسته، د طالبانو چارواکي روغتون ته تللي او د محاسبې د نقدي برخې یو شمېر کارکوونکي او د دې برخې خدمتګاران یې له ځان سره وړي دي.

تر اوسه د غلا د عاملانو او د پېښې د دقیق وخت په اړه معلومات نه دي ورکړل شوي.

دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو میاشتو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د جنایي جرمونو د زیاتېدو راپورونه ورکړل شوي دي.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.