د «افغانستان از ثریا تا قهقرا» د کتابونو په اړه
په کاناډا کې مېشت مشهور لیکوال او څېړونکي، ښاغلي انجنیر فضل احمد افغان، خپل نوی اثر «افغانستان از ثریا تا قهقرا، روایتی در لابهلای وقایع جهان» په دوو خپلواکو ټوکو کې خپور کړی دی. دا اثر د افغانستان د معاصر تاریخ، سیاسي تحولاتو او د هېواد د برخلیک په اړه د لیکوال د لیدلوري د وړاندې کولو له پلوه د پام وړ تاریخي او څېړنیز کار ګڼل کېدای شي.
دغه دوه ټوکه اثر د یوه ټپي نسل له ژورو احساساتو او تاریخي تجربو څخه راټوکېدلې یو ژور فریاد دی؛ داسې فریاد چې په ځانګړې توګه نوي نسل ته متوجه دی، څو د خپل هېواد د تېر تاریخ لوړې او ژورې هېرې نه کړي. د کتاب اساسي موخه دا ده چې د تېرو درېیو پېړیو په ترڅ کې د نړیوالو سیاسي او تاریخي تحولاتو په رڼا کې د افغانستان د پرمختګونو، بحرانونو او بدلونونو په اړه د لوستونکي د پوهاوي کچه لوړه کړي.
دا اثر، له یوې خوا، د هېواد د تاریخي تجربو د درک لپاره د یوه مهم روایت په توګه وړاندې کېږي او له بلې خوا، د ملي بیدارۍ، یووالي، د ملي باور د بیا پیاوړتیا او د ملي ارمانونو د نوي کولو پیغام له ځان سره لري؛ هغه ارمانونه چې د افغانستان د آزادۍ، خپلواکۍ او ملي حاکمیت لپاره زرګونو افغانانو خپل ژوند قرباني کړی دی.
د دې ټولګې لومړی ټوک چې ۵۳۲ مخونه لري، د میرویس نیکه، میرویس خان هوتکي، له دورې څخه د محمد ظاهر شاه د واکمنۍ تر پای پورې، یعنې د ۱۷۱۷م کال څخه تر ۱۹۶۴م کال پورې، د افغانستان د تاریخ د مهمو او برخلیکټاکونکو پېښو څېړنه او تشریح کوي.
دوهم ټوک چې ۵۱۴ مخونه لري، د ۱۹۶۴م کال د اساسي قانون له دورې څخه پیلېږي او د افغانستان د وروستیو سیاسي تحولاتو له لارې د طالبانو د دوهمې واکمنۍ تر بیا ټینګېدو، یعنې تر ۲۰۲۵م کال پورې، تاریخي بهیر رانغاړي. د تاریخ دغه دورهبندي د افغانستان د کورنیو تحولاتو د نړیوالو سیاسي او تاریخي بدلونونو په چوکاټ کې د تحلیل لپاره د لیکوال د ځانګړي لیدلوري څرګندونه کوي.
فضل احمد افغان هغه افغان لیکوال او څېړونکی دی چې د افغانستان د ملي مسئلې او هېوادنۍ داعیې په اړه یې تل د ملي فکر له دریځه خپل غږ پورته کړی دی. نوموړی د یوه پیاوړي، خپلواک، باثباته، سولهییز او ولسواک افغانستان د جوړېدو هیله لري او په خپلو لیکنو کې د دغه ارمان د بیان هڅه کوي.
دغه دواړه ارزښتمن کتابونه د خپل درانه دوست، ښاغلي انجنیر فضل احمد افغان، له خوا د پوست له لارې راته راورسېدل. له نوموړي څخه د زړه له کومې مننه کوم چې دا ارزښتناک اثار یې راسره شریک کړل.
ښاغلي انجنیر فضل احمد افغان ته د لا بریاوو، روغتیا او هوسا ژوند هیله کوم. قلم یې تاند، فکر یې پیاوړی او هڅې یې د افغانستان د علمي، تاریخي او ملي پوهاوي د ودې لپاره لا اغېزمنې او بریالۍ غواړم.
درنښت
محمد طارق بزګر
https://af.dawatmedia24.com/?p=188539
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
![]()
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.