انفلاسیون څه ده او ولې زموږ پر ژوند مستقیم اغېز کوي؟

صلاح الدین حمید

28
انفلاسیون په یوه اقتصاد کې د توکو او خدمتونو د بیو د دوامدار او عمومي زیاتوالي په معنا دی. کله چې انفلاسیون لوړېږي، د پیسو واقعي ارزښت کمېږي. یعنې په راتلونکي کې به موږ په هماغه اندازه پیسو سره لږ توکي او خدمات اخیستلای شو.
البته، یوازې د یوه توکي ګرانېدل انفلاسیون نه بلل کېږي. انفلاسیون هغه مهال معنا پیدا کوي چې د اقتصاد په یوه لویه برخه کې د بیو زیاتوالی ولیدل شي.
اقتصادپوهان معمولاً انفلاسیون د مصرفوونکو د بیو شاخص (CPI) له لارې اندازه کوي‌‌. دا هغه شاخص دی چې د وخت په تېرېدو سره د مشخصو توکو او خدمتونو د یوې ټاکلې ټولګې د بیو بدلون څاري.
انفلاسیون بېلابېل لاملونه لرلای شي؛ د پیسو د عرضې له زیاتوالي او د تقاضا له ډېرېدو څخه نیولې، د تولید د لګښتونو تر لوړېدو او د اسعارو د تبادلې د نرخ تر زیاتېدو پورې.
د انفلاسیون تر ټولو مهمه پایله د پېرلو د ځواک کمېدل دي. که بیې زموږ له عاید څخه په چټکۍ سره لوړې شي، نو په عملي توګه موږ بېوزله کېږو. حتی که زموږ د معاش اندازه په شمېرو کې لوړه شوې هم وي. لوړ انفلاسیون د کورنیو او سوداګریزو فعالیتونو لپاره پلان جوړول هم ستونزمنوي، ځکه د راتلونکو لګښتونو او بیو اټکل کول لا سختېږي.
په ساده ژبه: انفلاسیون یعنې بیې په عمومي ډول لوړېږي او د پیسو د پېرلو ځواک کمېږي.
ژباړه: د افغان اقتصاد پوهانو د څېړنې او ژباړې مرکز

 

د حبابونو وړاندوینه

 

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.