د ټرمپ د متواضع چلند علت له شي سره په لیدنه کې څه وه؟
د ټرمپ متکبرانه چلند د اروپا له مشرانو سره (او حتی د امریکا دننه د ډیموکرات سیالانو سره) کومه عجیبه او نوې خبره نه ده بلکې تمه ترې کېدله. خو د ټرمپ چلند له «شي» سره په لیدنه کې داسې نه و. که هغه څه چې ته ټرمپ یې سلاکارانو ویلي، د شمېرو او ارقامو له نظره وڅېړو نو د چینایي مشر سره د ټرمپ د چلند د توپیر علت څرګندیږي:
۱- د فولادو تولید
فولاد د یوه هېواد د پرمختګ ملا تیر بلل کېږي. له موټرجوړوني نیولې تر ساختماني صنعت پورې فولاد مهم رول لري. د فولادو د تولید پرتلیز ارقام په زړه پورې دي:
امریکا: شاوخوا ۸۰ میلیونه ټنه په کال کې
روسیه: شاوخوا ۷۰ تر ۷۵ میلیونه ټنه په کال کې
چین: له ۱۰۰۰ میلیونه ټنو (۱ میلیارد ټنو) څخه ډېر په کال کې (د امریکا ۱۲ برابره ډېر)
دا په دې معنی ده چې چین په یوازې ځان د امریکا، روسیې، جاپان او د نړۍ د ډېرو صنعتي هېوادونو له مجموعي تولید څخه زیات فولاد تولیدوي. دا شمېرې ښيي چې چین په تېرو درېیو لسیزو کې په دې صنعت کې څومره حیرانوونکې پانګونه کړې ده.
۲- د برېښنا تولید
امریکا: شاوخوا ۴۶۰۰ ټراواټ ساعت په کال کې
روسیه: شاوخوا ۱۲۰۰ ټراواټ ساعت
چین: له ۱۰ زره ټراواټ ساعتونو څخه ډېر (د امریکا دوه برابره زیات)
د برېښنا تولید د مصنوعي ځیرکتیا، ډیټاسنټرونو، برقي موټرو او پرمختللو صنعتونو لپاره حیاتي اهمیت لري. د برېښنا په برخه کې د چین پانګونه د امریکایانو لپاره حیرانوونکې ده.
۳- د سمنټو تولید
امریکا: شاوخوا ۹۰ میلیونه ټنه
روسیه: شاوخوا ۶۰ میلیونه ټنه
چین: شاوخوا ۲.۱ تر ۲.۴ میلیارد ټنه په کال کې
دا حیرانوونکی توپیر ښيي چې په چین کې د “ودانیزو چارو” او بنسټیزو پروژو د پراختیا کچه څومره ستره ده.
۴- د موټرو تولید
امریکا: شاوخوا ۱۰ تر ۱۱ میلیونه موټر په کال کې
روسیه: شاوخوا ۱ میلیون موټر
چین: شاوخوا ۳۱ میلیونه موټر په کال کې
چین اوس د نړۍ تر ټولو ستر د موټرو صنعت لري او په چټکۍ سره د برقي موټرو پر بازار برلاسی کېږي. چینایي شرکتونه د Toyota، Honda، Nissan او نورو شرکتونو جاپاني انجنیران جذبوي.
۵- د سوداګریزو بېړیو جوړونه
امریکا: ډېره محدوده ونډه
روسیه: محدوده او تر ډېره پوځي
چین: د نړۍ د سوداګریزو بېړیو له ۵۰٪ څخه زیات
د بېړیو په جوړولو کې د چین واکمنۍ معنا دا ده چې نړیوال تجارت، د اکمالاتو ځنځیر او نړیوال ترانسپورټ تر ډېره د چین تر اغېز لاندې دی.
۶- تیز رفتاره رېل ګاډي
امریکا: نږدې هېڅ د چټک رېل شبکه نه لري
روسیه: محدوده
جاپان: شاوخوا ۳۰۰۰ کیلومتره
چین: له ۴۵ زره کیلومترو څخه ډېر
چین د نړۍ د چټک رېل تر ټولو ستره شبکه جوړه کړې، چې د ټولې نړۍ له مجموعې هم زیاته ده.
۷- لمریزه انرژي او بېټرۍ
چین د لمریزو پینلونو، لیتیمي بېټریو، او د پاکې انرژۍ لپاره د پروسس شوو معدني موادو تر ټولو ستر تولیدوونکی دی. په دې برخه کې امریکا لا هم د “نوښت” له نظره مخکې ده، خو چین د “تولید” په کچه جدي برتري لري.
۸- نفوس او بشري ځواک
امریکا: شاوخوا ۳۴۰ میلیونه نفره
روسیه: شاوخوا ۱۴۵ میلیونه نفره
چین: شاوخوا ۱.۴ میلیارد نفره
په دې سفر کې موږ د ټرمپ یوه نوې بڼه ولیده، یو مؤدب او متواضع ټرمپ. هماغه شخص چې تل یې له نورو سره تهاجمي او د زورواکي چلند درلوده، په دې سفر کې منظم او اصولي ښکاره شو، ځکه د هغه سلاکارانو په تېرو کلونو کې څو ځله پورته ارقام ورته تشریح کړي وو. هغه او د هغه سلاکاران پوه شوي چې چین پرته له دې چې یوه مرمۍ وولي د امریکا د اقتصاد ځینې برخې یې فتح کړې دي. نو ځکه د «چین سره په مقابله» کې د پیټ هېګسټ کوڅهییز ادبیات کار نه کوي. بلکې له یوه «تولیدمحوره هېواد» سره باید د متقابل احترام چلند وشي. البته جاپان هم یو تولیدمحوره هېواد دی، خو د جاپان له لومړي وزیر سره د ټرمپ ناوړه چلند مه هېروئ، د دې توپیر علت څه دی؟ همدا پورته شمېرې.
د چین پر وړاندې د امریکا برلاسی څه دی؟
دا پوښتنه په بل ډول هم مطرح کېدای شي: ولې امریکا لا هم د نړۍ تر ټولو ځواکمن هېواد ګڼل کېږي؟ ځکه نړیوال ځواک یوازې فولادو، سمنټو، برېښنا او ورته تولیداتو پورې محدود نه دی. امریکا لا هم مهمې برترۍ لري چې دا موارد پکې شامل دي:
ـ د بشري سرچینو ډینامیک ځواک (د بهرنیو محصلینو راتګ د امریکا پوهنتونونو ته د نخبه بشري سرچینو د دوامدار تنوع سبب ګرځي)
ـ په نړیوال اقتصاد کې د ډالر رول
ـ د نړۍ تر ټولو ستر سرمایهيي بازار
ـ علمي او څېړنیز برتري
ـ د سټارټاپونو او پرمختللو ټکنالوژیکو شرکتونو ایکوسیستم
ـ په سافټویر او مصنوعي ځیرکتیا کې برتري
ـ پوځ / پوځي ځواک
سره له دې ټولو وړتیاوو ډونلډ ټرمپ په دې سفر کې د خپل شخصیت بله څېره وښوده.
داسې ښکاري چې حتی تر ټولو متکبر انسانان هم د قدرت او زور ژبه درک کوي.
جبر او اختيار
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
![]()
Comments are closed.