نه طالبان، نه جنګسالاران؛ د افغانستان د بحران د حل درېیمه لار څه ده؟

55

په ۲۰۰۵ کال کې له ارګ نه د کورنیو چارو پر وزیر ښاغلي علي احمد جلالي باندې فشار زیات شو چې د د دغه وزارت امنیتي معین باید د خپلې دندې ګوښه او پر ځای یې بل څوک وټاکل شي. د بدلون موخه د سیستم اصلاح نه وه، بلکې د ارګ او جنګسالارانو په خوښه د یو بل کس ټاکل وو.

له ډیرو فشارونو وروسته، ښاغلي علي احمد جلالي ته د ارګ له خوا د وروستی نوملړ په توګه د دوو کسانو د نومونو یادونه وشوله، چې د دغه دوو کسانو څخه باید یو کس خپل په خوښه وټاکي. ښاغلي جلالي ورته وویلي و، چې تاسي د خوشایي یو څپیاکه دوه چنډې کړیده او ما ته وایي چې د څپیاکې د دغه دوه برخو نه یوه انتخاب کړه. ښاغلي جلالي ورته ویلي و چې زما لپاره هیڅ فرق نه کوي چې هر یو تاسي ټاکئ، ځکه دواړه چنډې د خوشایو ټوټې دي. په دغه وخت کې ښاغلي جلالي هم پریکړه کړې وه چې د کورنیو چارو وزارت څخه استعفا وکړي. اخر کې د څپیاکې یوه چنډه وټاکله شوله چې ډیر وخت وزیر هم پاتې شو او د کورنیو چارو وزارت یې د فساد په ځاله بدل کړ.

نن سبا چې یو شمېر کسان چې ځانونو ته پوه، با تجربه، عالم، استاد او عام فهمه کسان وایي، ځینې یې د خوشایو د همهغه یوې برخې صفت او ملاتړ کوي او ځینې یې د خوشایو د بلې برخې صفت او ملاتړ کوي او مفتې نمرې ورکوي. دغه کسان چې اصلا رواني ناروغان دي، داسې فرصت طلبه دلیل راوړي چې دوی د بد او بدتر ترمنځ باید یو انتخاب کړي، په داسې حال کې چې د بد او بدتر تر منځ اصلا هیڅ توپیر نشته.

په سیاست، مبارزه او ټولنیز ژوند کې ځینې اصول مراعاتول مهم دي، خو دا اړینه نه ده چې هرومرو باید د بد او بدتر تر منځ ټاکنه وکړو، دا مهمه نه ده چې څوک په خپله تګلاره کې کامیابیږي یا نه کامیابیږي، خو مهمه خبره دا ده چې باید په بد صف کې ونه دریږئ او یا د بدې تګلارې او ډلې ملاتړ او حمایت ونه کړئ.

که دا مسله نوره هم روښانه ووایم، د طالبانو لابیګران او پلویان وایي چې تر پخوانیو جنګسالارانو او د جمهوریت تر فاسدو غلو طالبان ښه دي، خو په ورته مهال د طالبانو فرصت طلبه مخالف پلویان بیا وایي چې له طالبانو څخه پخواني جنګسالاران او د جمهوریت فاسد غله ښه دي. په دې هم بحث نه کوو چې همدا کسان چې د یو او بل صفتونه او مخالفتونه کوي، پخپله یې څومره په فساد کې رول درلود یا لري.

که اولې ډلې ته ووایې چې طالبان خو یوازې په خپل قوت نه دي راغلې او نه اشغال ختم شویدی، خو سربیره یې افغانستان د تدریجي زوال او نا معلوم برخلیک سره مخامخ کړی، فساد، غلا، تښتونې او د دولتي شتمنیو چور اوس هم روان دی. که د طالبانو کړنې همداسې دوام وکړي، عاقبت به بیا نیابتي جګړې وي او د دغه جګړو مسوولیت به د طالبانو په غاړه وي. دا ډول کسان درته وایي چې جمهوریت کې هم فساد و او هم د بهرنیانو په واسطه رامنځته شو نو څه فرق کوي. دا بې ‌منطقه منطقیان د جمهوریت د حکومتدارۍ د سیستم او د طالبانو د انډیوالې د سیستم تر منځ توپیر نشي کولی او یا یې نه کوي. په نظامونو، سیستومونو او حتی ادیانو باندې قضاوت د افرادو د اعمالو په اساس نه کیږي. که د طالبانو غوندې ځینې بې علمه ملایان چې د خپلې خیتې نه تفصیر کوي، نو مونږ به وایو چې دا د اسلام د دین نقص دی، سمه نه ده. هغه وخت هم فساد و او اوس هم فساد شته نو تفاوت په څه کې دی؟ له واک څخه ناوړه استفادې ته فساد وایي او طالبان د خپل قدرت نه په ښکاره ډول ناوړه استفاده کوي.

د پخوانیو جنګسالارانو او د جمهوریت د فساد د ډلې مدني او سیاسي فعالان او د هغوی ملاتړي وایي، که د پاکستان په ګډون که هر څوک له دوی سره د طالبانو په راپرځولو کې مرسته وکړي نو دوی د هغه هیوادونو مرستې په ویاړسره قبلوي. که ورته ووایي چې دا سمه تګلاره نه ده ځکه د پاکستان له لارې بدلون بیا بل بحران رامنځته کوي، دا ډله بیا درته وایي چې طالبانو هم د پاکستان په مرسته قدرت ونیوه، نو څه فرق کوي او بله چاره نشته ځکه د بهرنیانو له ملاتړ پرته جګړه ناشونې ده.

اوس نو که فرق نه کوي، نو د دوی او طالبانو ترمنځ توپیر په څه کې دی؟ او د افغانستان لپاره به یې ګټه څه وي؟ ځکه په تیرو پنځوسو کلونو کې چې د هر بهرني هیواد په مرسته تغیر او په خاصه توګه د پاکستان د منفي مداخلو په وسیله رامنځته شوې، پایلې منفې وي او په راتلونکې کې به هم منفې وي.

د طالبانو پلویان دا دلیل هم وړاندې کوي که د طالبانو ملاتړ ونشي، نو د طالبانو د لمنځه تللو سره به افغانستان تجزیه شي. نو د طالبانو لومړۍ دومره چې پای ته ورسېده هغه مهال خو افغانستان تجزیه نه شو، نو په راتلونکې کې به هم افغانستان پر خپل حال پاتې وي.

ځینې کسان په خاصه توګه ځینې پښتانه، چې د اوسینو جنګسالارانو، هغه جنګي او سیاسي ډلو څخه چې د پاکستان او ایران لخوا یې ملاتړ کیږي، د خپلو حمایت او ملاتړ لپاره دا دلیل هم راوړي چې دوی د ملي وحدت د تامین په خاطر د دوی حمایت کوي چې افغانستان تجزیه نشي. اول خو دا جنګسالاران او پخواني چارواکي د هیڅ یو قوم استازي نه دي او نه خپلو قومونو دوی د خپلو مشران په توګه ټاکلي. دوی محدود اقیت دي او یوازې د قوم د نوم او کارت نه سؤ استفاده کوي ځکه زیات کسان د دغه ټولو قومونو د دغه کسانو د افراطي نظریاتو سره موافق نه دي.

اول خو افغانستان که تجزيه کېدای، اوس به وخته تجزيه شوی و؛ ځکه له پنځوسو کلونو راهيسې افغانستان له نامعلوم برخلک سره مخامخ دی. د افغانستان د تجزيه کېدو سره به دا ټوله سيمه تجزيه کېږي او دا امکان نه لري. دويمه مسله دا ده چې د افغانستان ملي وحدت دومره ضعیف نه دی چې که د خوشايو د دغو دواړو چنډو صفتونه او ملاتړ ونه کړو، نو ملي وحدت به له منځه لاړ شي. ملي وحدت په تظاهري خبرو او صفتونو نه ترلاسه کېږي او نه له منځه ځي. په دې خاطر د طالبانو یا د طالبانو له مخالفینو څخه جعلي اتلان (قهرمانان) جوړول سم کار نه دی.

ستونزه دا ده چې کله د علم او منطق پر ځای ناپوهي او بې ‌منطقي ځای ونیسي، بیا احساساتي ځوانان، سياسي مبصرين، مدني فعالان او حتی سياسيون او ټکنوکراتان هم ولس ته د خوشايو دوه چنډې په لاس کې نيسي او ورته وایي چې د دغو دوو چنډو نه کومه يوه خوښوې. حال دا چې اکثریت ولس د خوشايو له دواړو چنډو څخه نفرت لري؛ ځکه هم طالبانو او هم د هر قوم او سمت جنګسالارانو، زورواکانو او فاسدو چارواکو لومړی په خپلو سيمو کې پر خپلو کسانو ظلمونه کړي او يا یې د هغوی حقوق خوړلي دي.

په ژوند، سیاست، مدني او فرهنګي مبارزه کې د ځينو اصولو مراعاتول مهم دي، ترڅو د يوه انسان، حکومت، حاکمې ډلې يا سياسي خوځښت او مدني حرکتونو اعتبار لوړ او د خلکو د باور وړ وګرځي. د بېلګې په توګه موږ د جګړې مخالف یو او دا تګلاره مو ځکه انتخاب کړې ده چې جګړه د مسایلو د حل لاره نه ده. که طالبان له ولس سره په جګړه کې وو او دي، هم یې مخالف یو او که نور هم. هغوي چې د مسایلو د حل پر ځای جګړې او نيابتي جګړو ته لمن وهي، هم یې مخالف یو. د طالبانو حاکمیت ولسي، قانوني او نړيوال مشروعيت نه لري او کړنې یې هم د دين، قانون او د افغانانو د ټولنيزو ارزښتونو خلاف دي. که دوی په صحرايي توګه د هر قوم، سمت او ژبې کسان وژني، غندو یې او مخالفت یې کوو؛ که مقابل لوری هم پخوا یا اوس فساد، غلا، وژنې او اختطافونه کول، مخالف یې وو او په راتلونکي کې به یې هم مخالف وو.

د واک له نفې او انحصار سره مو پخوا هم مخالفت درلود او اوس یې هم مخالف یو. پخوا مو هم د قانون د تطبیق او ټولنیز عدالت په چوکاټ کې د ټولو افغانانو د حقوقو ملاتړ کاوه او اوس یې هم کوو. پخوا هم په ولسواکۍ او د ولس په رایه د نظام ملاتړي وو او اوس یې هم یو. پخوا مو هم ویل چې د نفې سیاست کار نه ورکوي، لکه طالبان یا نور کسان چې نفې شول؛ اوس هم د طالبانو له خوا د نفې او د قدرت د انحصار د سیاست مخالف یو او نتیجه هم نه ورکوي. پخوا مو هم د سولې د خبرو د بریالیتوب ملاتړ کاوه او د نظام ړنګېدل مو د افغانستان او ولس په خیر نه باله او اوس یې هم نه بولو.

د افغانستان د اوسني بحران او له انزوا حالت څخه د وتلو يوازېنۍ لاره د جګړې او وحشت، د یو بل د نفې کولو، د نفرت خپرولو او سپکولو پر ځای، د يوې واقعي لويې جرګې دایرېدل دي، چې ټول افغانان په کې خپل ځان وګوري او د يوه قانونمند، مشروع او ولسواک نظام د جوړېدو لپاره زمینه برابره شي. بیا د قانون په چوکاټ کې به ټول افغانان مساوي حقوق او وجایب ولري او د افرادو د حاکمیت پر ځای به قانون حاکم وي.

په دې خاطر، پر پرنسپونو او منل شوو اصولو درېدل په اوږدمهال کې پښېماني نه لري. هغوی چې پخوا د احساساتو پر بنسټ د ملي ګټو پر خلاف شعارونه ورکول، اوس هم پښېمانه دي او هغوی چې نن دا ډول شعارونه ورکوي، سبا به خامخا پښېمانه وي.

د افغانستان د سولې او ولسواکۍ د ملي نهضت دوراني مشر او د جمهوري غوښتونکو خوځښت د سیاسي چارو مسوول

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.