دوه سوه او پنځوس کاله د مخه د ۱۷۷۶زکال د جولاې په څلورمه نېټه امریکایانو د انګلیسانو نه خپله ازادي واخستله. د امریکا د ازادې نه لږ د مخه (۱۷۴۷–۱۷۷۲ز) کلونو کې احمدشاه بابا د افغانستان په نوم لویه امپراطوري جوړه کړله. د افغانستان امپراطوري د ولسواکۍ په اساس رامنځته شوله ځکه لوی جرګې د ولسواکۍ په اساس احمدشاه بابا د مشر په توګه وټاکه. د امریکا نوې هیواد هم د ولسواکۍ په اساس رامنځته او جارج واشنګتن د لومړي جمهور رئیس په توګه وټاکل شو.
د دې نه د مخه پادشاهي ګانې او امپراطورې وې. پادشاهانو او امپراطورانو به په زور یا په میراثي شکل قدرت نیوه او هر پادشاه او امپراطور به د خپل قدرت په تناسب خپل قلمرو پراخوو. د پادشاهانو او امپراطورانو د ناتوانیو له امله به پادشاهي ګانې او امپراطورې وړې کیدلې او له منځه تللې. تر دغه وخته په نړۍ کې د ملت جوړونې یا نیشن سټیټ مفکورې وجود نه درلود. پادشاهیانې او امپراطوریانې به د سیمو، قوم او اشخاصو په نوم یادیدلې. د دې نه د مخه په صدر اسلام کې د مدني میثاق او خلفای راشدینو ټاکنې هم د ولسواکۍ په اساس وې. البته اسلامي امپراطورې د عقیدې او دین په نوم رامنځته شوې وې.
سوال دا دی چې ولې د امریکا هیواد رشد وکړ، ولسواکي پکې نهادینه شوله او د افغانستان په شمول ټولې اسلامي امپراطورې په تدریجې ډول کمزورې او سقوط شولې؟
دلته غواړم چې یو څو مهمو ټکو یادونه وکړم. ځکه تاریخ همیشه د عبرت لپاره لیکل کیږي چې راتلونکې نسلونه د تیر تاریخ نه مثبته ګټه واخلي.
که څه هم ۵۹ کسو د امریکا د ازادې مسوده امضا کړله او هغه وخت یوازې دیارلس کالونیو یا اوسني ایالتونو په شریکه د ازادې پریکړه وکړله، خو اوه کسه د امریکا د بنیان ګذارانو، Founding Fathers په نوم پېژندل کیږي. د دغه اوه کسانو نه په نوبت پنځه کسه یې جمهور رئیسان شول ځکه د امریکا د ازادې په وخت کې اکثره دغه مشران ځوانان و چې عمرونه یې د ۱۸ او ۴۴ کلونو تر منځ و. یوازې د فرانکلن بنجامین عمر اویا کاله و. د جارج واشنګتن عمر ۴۴ کاله او د نورو عمر د دی نه ښکته و. جیمز مونرو ۱۸ کلن و. احمدشاه بابا هم ۲۵ کلن و چې د مشر یا د پاشاه په توګه وټاکل شو. یعنې د امریکا په ازادې کې مشرانو، ځوانانو او د منځ عمر لرونکو کسانو ونډه درلوده. په هره ټولنه کې ځوان او زوړ، ټول مهم رول لوبوي. نه ځوانان مشران او نه مشران ځوانان نفې کولې شي. ټولنه په طبقو، قومونو، سمتونو او سیمو ویشل د ټولنې د ثبات لپاره ګټه نه لري. په امریکا کې هم د ډیرو ملکونو، سیمو، نژادونو او مذهبونو کسان اوسیدل خو ټول یې د امریکایانو په نوم یاد کړل. د امریکا د اساسي قانون مسوده د James Madison لخوا تیاره شوله او هغه اوس د امریکا د اساسي قانون د باني په نوم یادیږي چې وروسته د دوه دورو لپاره جمهور رئيس هم وټاکل شو. د امریکا اساسي قانون یوه صفحه دی او وروسته نور ضمایم وراضافه شوي دي. د امریکا په اساسي قانون کې مهمه برخه دا ده چې قدرت د خپلو پورې تعلق لري. یعنې قدرت د یوې ډلې او یا یو شخص پورې تعلق نه لري. د قدرت ویش یا د قواو توازن رامنځته شو او د قدرت صلاحیتونه د فدرالي او ایالتي برخوترمنځ وویشل شول ځکه قدرت د فساد سبب ګرځي او مطلق قدرت، مطلق فساد رامنځته کوي. د بیان ازادي، او ټول خلک چې په دغه هیواد کې اوسیږي، د قانون په وړاندې یو قسم مسووله او همداشان مساوي وجایب لري.
د امریکا د ازادې په وخت کې د دوی بینان ګذاران د خپل وخت پوځي جنګسالاران، د جایدادونو خاوندان یعنې فیوډالان، تجاران او حقوق دانان و.غلامي په امریکا کې شتون درلود او فیوډالانو د غلامانو نه د سؤ استفاده کوله. بیا هم دوی په خپلو منځو کې داسې توافق ته ورسیدل چې د قدرت په سر به جنګونه نه کوي او ټول به د قانون په چوکاټ کې مساوي حقوق ولري. هیڅوک به د قانون نه لوړ نه وي. هغه وخت وټ اچول یوازې د هغه چا حق و چې سپین پوستې او د جایدادونو خاوندان و. عام سپین پوستو، تور پوستو او ښځو د رای حق نه درلود. ښځو ته د رای حق په ۱۹۲۰زکال کې یعنې ۱۴۴ کاله وروسته ورکړل شو. غلامي په ۱۸۹۵زکال کې د قانون په اساس له منځه یوړل شوله یعنی د دوی د ازادې نه ۸۹ کاله وروسته. ډیر نور مسایل هم شته چې بحث پرې وشي، خو دوه مسایل ډیر مهم دي چې؛ اول د دوی پرمختګ او د اساسي قانون ضمایم په تدریجي توګه رامنځته شول. د دوی د مشرانو بحث دا و چې یو نسل بل نسل ته کار کوي. د ماضي نه زده کړه، د حال نه استفاده او د راتلونکې لپاره باید کار وشي. د قدرت انحصار او د نفې سیاست له منځه یوړل شو. خپلو استعدادونو او هم د نورې دنیا استعدادونه یې جذب کړل او وویل چې امریکا د مهاجرو خاوره ده او ټول مساوي حقوق د قانون په چوکاټ کې لري. دویمه مهمه مسله د افرادو په عوض دوی د موسساتو یعنې Institutions په تقویه کیدلو کار وکړ او د امریکا و نړۍ په کچه په تیرو ۲۵۰ کلونو کې د بحرانونو نه د فرصت په توګه استفاده وکړله. د موسساتو د تقویه کیدو سره هر قسم ښه او خراب جمهور رئيسان، مشران او د دولتي ادارو مشران دوی درلودل. ښو به کار کوه او د موسساتو د قوت له امله به خرابو مشرانو انحراف نشو کولې او کوم یو نیم به لکه د اوسني جمهور رئيس غوندې راپیدا شو، موسساتو به د هغه د سرتمبګې او یا انحراف مخه نیوله. اوس هم سیاسي، قضایي او اقتصادي موسسات قوي دي چې د اوسني جمهور رئيس د سرتمبه ګې مخه ونیسي او دوی دا فکر کوي چې د امریکا اوسنې بحران به د دوی راتلونکی نور هم قوي کړي.
د افغانستان مشکل د موسساتو د تقویه کیدو په عوض زیات فکر په اشخاصو و. په لومړي سر کې د اشخاصو رول مهم دی چې د موسساتو د تقویه کیدو لپاره رول ولوبوي، خو وروسته بیا د اشخاصو رول کمیږي او د موسساتو رول قوي کیږي. له بده مرغه د احمدشاه بابا نه نیولې تر اوسه د افغانستان د مشرانو تګلارې په ځان محورې یا فامیل او قبیلې په محور ولاړې وې او ویې نشو کړې چې د لنډمهال، منځمهال او اوږدمهال لپاره ستراتیژيک فکر وکړي او موسسات په تدریجي توګه تقویه کړي. همدا علت دی چې افغانانو او د دوی مشرانو ونشو کړې چې بحرانونه په فرصت بدل کړي بلکې همیشه یې فرصتونه په بحرانونو بدل کړیدي. که د امریکا د هغه وخت شرایط د افغانستان سره پرتله شي، افغانستان په هر لحاظ په ښه موقف کې و چې موسسات دلته باید تقویه شوي وې او د ستراتیژیک فکر له امله به نن لوی افغانستان موجود وې او افغانستان به د بدو ګاونډیانو په منځ کې راګیر نه وې او بحر ته به یې هم لارې درلودلې.
د ځآن محورې نه بر سیره د افغانانو لوی مشکل دا دی چې یا ایډیل حالت غواړي چې هغه په یو دم او یا په یوه دوره کې ممکنه نه ده بلکې د نظامونو جوړونه لکه د ودانۍ جوړونه ده چې اول یې نقشه جوړیږي، بیا ورته د جوړولو شرایط په مالي او تخنیکي لحاظ برابریږي او بیا تهداب اېښودل کیږي. په هر دوره کې زاړه کارونه تکمیلیږي، نوې کارونه پيلیږي او دا سلسه همداسې دوام پیدا کوي چې په تدریجي توګه یو هیواد پرمختګ او ترقي په خوا روانیږي. افغانانو همیشه د نظامونو جوړونې ته لکه د شګو د کوټنې په توګه کتلي دي چې یوې دوره کې یو څه جوړ شوي او بلې دورې هغه خراب او د بیخه نړولې دي او بیا یې د شګو نورو کوټنې جوړې کړیدي. که ایډیل حالت نه وي، بیا افغانان په بدو حالتونو کې ژوند کوي او ملامتیا په خدای ور اچوي چې د الله تعالی به همدا خوښه او رضا وي. حال دا چې الله فرمایي چې د هغه قوم په حالت کې تغیر نه راولي تر څو هغه قوم په خپل حالت کې پخپله تغیر رانه ولي.
اوسنې حالت د افغانانو په داخل او بهر کې د دوی د خپل فکرد ایډیالیزم په خپل تصور ولاړ دی او داسې ایډیل فکر پایلې به د پخوا په شان اوس او په هم راتلونکې کې خرابې او منفي وي. د اسلامي نړۍ هیوادونه هم د اسلامي اصولو نه انحراف وکړ او پایلې یې دا شولې چې نن پرمخ تللي اسلامي هیوادونه لکه عربان د ځان نه دفاع نشي کولې او یا نورو ته د خپلې دفاع په اړه محتاج دي. په اسلام کې د قدرت میراثي کیدل، د بیت المال نه د ځان په ګټه استفاده او د حاکمانوظلم د دې باعث شو چې د دې هیوادونو خلک وځپل شول، استعدادونه ووژل شول او یا د خپلو هیوادونو نه فرار ته مجبور کړې شول. د حجته الوداع خطبه د بشري قوانینو د ټولو نه مهمه خطبه وه چې عرب په عجم، عجم په عرب، تور په سپين او سپین په تور برتري نه لري او هغه څوک د الله تعالی په وړاندې نږدې دی چې د ټولو نه زیات تقوی ولري. خو نن په افغانستان کې د دوه زره کاله پخوا په شان په قوم، سمت او ژبه بحثونه دي او افغانان سره ویشل شويدي. د افغانانو د اکثره فکرونه د ۲۵۰ کاله خو څه کوي د ۲۵۰۰ کلونو پخوا د قرون اوسطا فکرونه دي. ځکه فکري مثبت تغیر د بل هر څه نه افغانانو ته زیات مهم دی.
دا لنډ معلومات مې د امریکا د ۲۵۰ کلیزې په هکله او هم د افغانستان د ۲۵۰ کلونو سره په لنډ ډول پرتله کړل چې دنیا چیرته لاړه او مونږ کومه خوا روان و او روان یو. عاقبت بخیر.
شاه محمود میاخېل
د افغانستان د سولې او ولسواکۍ د ملي نهضت دوراني مشر او د جمهوري غوښتونکو خوځښت د سیاسي چارو مسوول
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.