د طالبانو د واکمنۍ له پیله د هېواد په پوهنیز او ټولنیز جوړښت کې د پام وړ بدلونونه راغلي دي. د دې تحول یو تر ټولو ښکاره مظهر په بېساري توګه د مذهبي مدرسو (جهادي مدرسو) پر رامنځته کولو او پیاوړتیا تمرکز دی. دا بهیر چې د پوهنې وزارت د نوي تشکیلاتي جوړښت او ځانګړې بودیجې له لارې پر مخ وړل کېږي، نه یوازې د هېواد کورنی کلتوري او تعلیمي وضعیت اغېزمنوي، بلکې په سیمهییزه او نړیواله کچه د جیوپولیټیکو او استخباراتي معادلو له زاویې هم د پام وړ بحثونه راپارولي دي.
————-
د تولیدي مرکزونو تکثیر؛ طالبان ولې پر مدرسو او جوماتونو تمرکز کوي؟
د ۲۰۲۱ کال د اګسټ له ۱۵مې نېټې وروسته، کله چې طالبانو په کابل کې واک ترلاسه کړ، د هېواد په کلیدي سیاستونو کې یو بنسټیز بدلون رامنځته شو. د عصري علومو، پوهنتونونو او د نجونو د ښوونځیو د محدودولو او تړلو برعکس، د هېواد په ۳۴ ولایتونو کې د “جهادي مدرسو” د شبکې پراخولو ته لومړیتوب ورکړل شو.
دا ستراتیژیک تمرکز د کومې ناڅاپي پرېکړې پایله نه ده، بلکې د یو ځانګړي فکري او سیاسي ماډل د دوام او تکثیر لپاره دقیق پلان دی.
د طالبانو د پوهنې وزارت د رسمي اعلاناتو او د ۲۰۲۳-۲۰۲۴ کلونو د بودیجې د سندونو له مخې، دغه رژیم پلان درلود چې په هر ولایت کې لږترلږه یوه لویه جهادي مدرسه (چې له ۵۰۰ څخه تر ۱۰۰۰ پورې د لیلیې زده کوونکي ولري) او په هره ولسوالۍ کې له ۳ څخه تر ۵ پورې واړه دیني مرکزونه جوړ کړي.
راپورونه ښيي چې طالبانو په تېرو څو کلونو کې په زرګونو نوې مدرسې رسمي کړي او د سلګونو نورو د جوړولو لپاره یې له ملي بودیجې او د کانونو له عوایدو څخه ځانګړې برخه بېله کړې ده. د دغو مدرسو په تعلیمي نصاب کې د عقیدې، جهاد، او فکري جګړې (الحرب الفکریه) پر مفاهیمو ډېر تمرکز شوی، چې د عمومي زده کړو او ساینسي علومو برخه پکې خورا کمرنګه یا په بشپړه توګه حذف شوې ده.
د دغه بېساري تمرکز د پوهېدو لپاره باید د طالبانو خپل تاریخي او ښوونیز پارمټ (ماډل) وڅېړل شي.
د اوسني رژیم د مشرتابه غوڅ اکثریت په تېرو څو لسیزو کې د ډیورنډ کرښې هاخوا، د پاکستان په حقانیه (اکوړه خټک) او د دیوبندیزم په نورو شبکو کې روزل شوي دي. هلته د تدریس بنسټ پر مذهبي احساساتو، د سرحدونو نفي کولو “د “امت” مفکوره د “ملت” پر وړاندې” او د یوې ځانګړې ایډیالوژۍ لپاره پر سرښندنه ولاړ و.
اوس چې دغه طبقه په کابل کې واکمنه ده، دوی د خپلې بقا او فکري تداوم لپاره یوازینۍ لاره په کور دننه د هماغه ماډل په “بالمثل تولید” (Replication) کې ویني. دوی غواړي داسې یو نوی نسل تولید کړي چې فکر، عقیده او لیدلوری یې کټ مټ د دوی غوندې وي، ترڅو په راتلونکي کې د نظام د سیاسي او پوځي دستګاه لپاره د وفادارو سرتېرو کمښت پوره کړي.
د ایډیالوژیکو سرتېرو جیوپولیټیک بازار او استخباراتي ارزښت
د دې پروسې تر ټولو پېچلی او خطرناک اړخ، د همدې مدرسو د فارغینو اقتصادي او استخباراتي کارونه ده.
د معاصرې نړۍ په جګړو کې یو له تر ټولو لویو ننګونو څخه د ځمکني جنګیالي (Ground Troops) تمویل او پیدا کول دي.
د نړۍ ډېر هېوادونه د مادي فکر لرونکو سرتېرو د ساتلو لپاره ملیاردونه ډالر لګوي، خو بیا هم په اوږدمهاله پارتیزاني او سختو جګړو کې ناکامېږي. برعکس، هغه سرتېري چې د یوې سختې او ژورې ایډیالوژۍ (لکه د جهاد او شهادت طلبۍ مفهوم) پر اساس روزل شوي وي، د مرګ له وېرې پرته تر ټولو سخت ماموریتونه ترسره کوي. له همدې امله، په نړیوال استخباراتي بازار کې د داسې اقتصادځپلو او سرښندونکو جنګیالیو غوښتنه او ارزښت تل لوړ وي.
دا فرضیه هغه مهال لا پیاوړې شوه کله چې د طالبانو د دفاع وزیر مولوي محمد یعقوب مجاهد د ۲۰۲۴ کال په وروستیو او د ۲۰۲۵ کال په لومړیو کې (او همدارنګه ۲۰۲۶ کال کې د نورو لوړپوړو امنیتي چارواکو لخوا په مکرر ډول) مسکو ته رسمي او د کار لاندې سفرونه وکړل.
که څه هم د دې سفرونو ظاهري اجنډا “سیمهيیز ثبات او د ترهګرۍ ضد مبارزه” ښودل شوې وه، خو ډیپلوماټیک او استخباراتي راپورونه د پردې تر شا د پټو معاهدو خبره کوي.
روسیه دا مهال له یوې خوا په اوکراین کې په یو درانه او ستومانوونکي ځمکني جنګ کې ښکېل ده، او له بلې خوا له امریکا او ناټو سره په یوه پراخه استخباراتي او نیابتي جګړه (Proxy War) کې لاس او ګرېوان ده. د روسیې لپاره تر ټولو لویه ننګونه د خپلو کورنیو ځواکونو د انساني تلفاتو مخنیوی دی. د دغې ستونزې د حل لپاره، د افغانستان د نوو مدرسو څخه فارغ شوي سختدریځه او بېکاره ځوانان، چې د فقر او ایډیالوژۍ په لومه کې ګیر دي، تر ټولو غوره بدیل کېدای شي.
د اټکلونو له مخې، په دغو پټو معاهدو کې داسې فارمولې تر بحث لاندې نیول شوي چې له مخې به یې طالبان په غیرمستقیم ډول (د درېیمګړو شرکتونو یا نیابتي ډلو تر چتر لاندې) خپل دغه ایډیالوژیک ځواکونه د روسيې د جیوپولیټیکو موخو لپاره په کرایه یا سوداګرۍ ورکوي. د دې معاملي په بدل کې طالبان سیاسي ملاتړ، د رژیم بقا او نغدي عواید ترلاسه کوي.
د طالبانو لخوا د مدرسو بېساري تکثیر ته یوازې د یو مذهبي مسؤلیت په توګه کتل لویه ساده ګي ده. دا په حقیقت کې د یو اوږدمهاله اقتصادي-پوځي ماډل جوړول دي. په داسې یو هېواد کې چې اقتصاد یې شړېدلی او د ځوانانو لپاره د کار او زده کړې نورې دروازې تړل شوي، مدرسې د “ایډیالوژیکو تولیداتو” په داسې فابریکو بدلېږي چې فارغین به یې په راتلونکي کې د سیمې او نړۍ د استخباراتي لوبو لپاره د ارزانه خو خورا مرګونو جنګیالیو په توګه وکارول شي. دا ستراتیژي افغانستان د تمدن او پرمختګ له کاره غورځوي او د پردیو د نیابتي جګړو د سون توکو په مرکز یې بدلوي.
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
![]()
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.