یو اعشاریه دوه میلیونه لاسلیکونه؛ د پاکستان د مداخلې او تېري پر ضد د افغان ځوانانو هغه تاریخي غږ چې ملګرو ملتونو ته ورسېد
راټولونه او لیکنه: نجیب پاڅون

پیل
څلور لسیزې وروسته، د ۱۳۶۱ لمریز کال یو پرانیستی لیک بیا د افغانستان د اوسنیو حالاتو په رڼا کې د لوستلو وړ ګرځي دا ځکه چې هغه وخت هم د افغانستان پر خاوره د ارتجاع، امپریالیزم بهرنۍ دسیسې او د پاکستان له خاورې د افغان حکومت پر ضد د وسلهوالو فعالیتونو، ورانکارۍ، د خائینو عناصرو فتنې روانې وې؛ او نن هم یوځل بیا د دې هېواد پوځي رژیم له لوري پر افغان خاوره بېشرمانه بریدونه او ښکاره تېری دوام لري.
له همدې امله، هره لاره چې د پاکستان د پوځي رژیم له لوري پر افغان خاوره د بریدونو او لاسوهنو د مستندولو او غندلو لپاره کارول کېږي، باید وموندل شي او له نړۍوالو بنسټونو او رسنیو سره شریکه شي، د ۱۳۶۱ کال دا لیک ځکه هم مهم دی چې ښيي افغانانو هغه مهال هم خپلې ستونزې او غږ ملګرو ملتونو ته رسولې و.
خو دا لیک ولې ولیکل شو؟ چا یې تنظیم وکړ؟ ۱.۲ میلیونه لاسلیکونه څنګه راټول شول؟ ولې هغه کس چې غوښتل لیک ملګرو ملتونو ته یوسي، امریکا ویزه ورنه کړه؟ او لیک وروسته څه شو؟ او افغانانو هغه مهال خپل اعتراض څنګه نړیوال کړ؟
*** په لیک کې مهم موضوعات څه وو؟ د پاکستان پر مداخلې او ملاتړ سخت اعتراض
د افغان ځوانانو په دې پرانیستي لیک کې د افغانستان د جګړې د بهرني اړخ په اړه پراخ اعتراض شوی و، پاکستان په ځانګړي ډول د لیک د نیوکو په مرکز کې و، لیک کې ویل شوي، چې د افغانستان پر ضد وسلهوالې ډلې د پاکستان په خاوره کې ځای پر ځای او روزل کېږي او له هغه ځایه د افغانستان پر ضد فعالیتونه کوي.
لیک زیاتوي چې د پاکستان له لارې د حکومت پر ضد وسلهوالو ډلو ته وسلې، پیسې او نور امکانات برابرېږي او دغه ډلې د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې د جګړې او ورانۍ لپاره کارول کېږي، لیک د پاکستان تر څنګ د امریکا، چین او مصر نومونه هم اخلي او ادعا کوي، چې د افغان حکومت پر ضد وسلهوالو ډلو ته د دغو هېوادونو له لوري هم د وسلو، مالي مرستو او تبلیغاتي ملاتړ زمینه برابرېږي.
لیک د افغانستان پر کلیو او ښارونو د بریدونو، د خلکو د وژنې او د جګړې له امله د ملکي خلکو د ستونزو یادونه هم کوي او د بهرنیو ملاتړونو د بندېدو غوښتنه کوي.
په متن کې په ځانګړي ډول د هغو کسانو او ډلو پر وړاندې اعتراض شوی چې د افغانستان له پولو بهر د جګړې لپاره روزل کېږي او بیا افغانستان ته استول کېږي.
د لیک یوه بله مهمه غوښتنه دا وه چې نړۍواله ټولنه او ملګري ملتونه د افغانستان د جګړې بهرني اړخ ته پام وکړي او د بهرنیو لاسوهنو او مداخلې د پای ته رسېدو لپاره اقدام وکړي.
*** یو لیک، یو اعشاریه دوه میلیونه لاسلیکونه او د نیویارک تر دروازې پاتې شوی استازی
د ملګرو ملتونو رسمي سند (A/37/329 ) ښيي چې د افغانستان دایمي استازي «محمد فرید ظریف» چې هغه مهال په ملګرو ملتونو کې د افغانستان سفیر او دایمي استازی و ؛ د ۱۹۸۲ کال د جون پر ۲۹مه دغه پرانیستی لیک د ملګرو ملتونو سرمنشي ته واستاوه، سند د جولای پر ۶مه د عمومي اسامبلې د رسمي سند په توګه خپور شو.
په رسمي پوښلیک کې ویل شوي چې لیک د ۱.۲ میلیونه افغان ځوانانو لاسلیکونه لري، د لاسلیکونو پاڼې د افغان کارګرانو، بزګرانو، کسبګرو، سرتېرو، زدکوونکو، محصلانو او نورو روڼاندو د اعتراضونو او لاریونونو په ترڅ کې راټولې شوې وې.
*** برهان غیاثي څوک و او ولې یې لیک ملګرو ملتونو ته وړ؟
د لیک په رسمي پوښلیک کې «ډاکټر برهان غیاثي» د افغانستان د ځوانانو د سازمان لومړی منشي معرفي شوی دی، هغه د وخت د واکمن سیاسي جوړښت له ځوانانو سره د تړلي سازمان مشر و.
د ملګرو ملتونو رسمي سند وايي چې غیاثي غوښتل نیویارک ته سفر وکړي، لیک او د زرګونو پاڼو لاسلیکونه پخپله سرمنشي ته وسپاري؛ خو د متحده ایالاتو چارواکو هغه ته ویزه ورنه کړه، له همدې امله په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمی استازي امله «فرید ظریف» د لیک او لاسلیکونو د سپارلو دنده پر غاړه واخیسته.
*** لیک چا ته ورسېد؟
لیک د ملګرو ملتونو د هغه وخت سرمنشي «خاویر پرېز دې کوییار» ته ورسېد، کوییار د «پیرو» مسلکي دیپلومات و او د ۱۹۸۲ کال د جنورۍ پر لومړۍ یې د ملګرو ملتونو د سرمنشي په توګه کار پیل کړی و، تر دې وړاندې، له ۱۹۸۱ کال راهیسې، هغه د افغانستان د مسئلې لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي شخصي استازی هم و او پاکستان او افغانستان ته یې سفرونه کړي وو.
*** د پاکستان ځواب څه و؟
پاکستان د ۱۹۸۲ کال د سپتمبر پر ۳مه، د افغان لیک لپاره خپل رسمي ځواب ملګرو ملتونو ته واستاوه، په سند ( A/37/431 – S/15389) کې پاکستان د کابل د استازي لیکونه «له واقعیت څخه تحریف» او پر پاکستان لګېدلي تورونه «بېبنسټه» وبلل.
پاکستان په ځانګړي ډول هغه ادعاوې رد کړې چې ګواکې خپله خاوره یې د افغانستان پر ضد د وسلهوالو بریدونو لپاره کارولې یا یې د افغان کډوالو د بېرته ستنېدو پر وړاندې خنډونه جوړ کړي وو.
***لیک وروسته څه شو؟
د امریکا له لوري د برهان غیاثي د ویزې له رد وروسته، لیک فرید ظریف ملګرو ملتونو ته وسپاره او (A/37/329) په نوم د عمومي اسامبلې رسمي سند شو، دا خپله د لیک تر ټولو مهمه پایله وه؛ د افغانستان د هغه وخت سیاسي روایت د نړۍوال سازمان په رسمي اسنادو کې خوندي شو.
*** ولې دا لیک نن بیا مهم دی؟
په ۱۳۶۱ کې افغان ځوانانو د خپل وخت د پاکستان پوځي رژیم او بهرنيو لاسوهنو پر وړاندې خپل غږ ملګرو ملتونو ته ورساوه؛ نن چې بیا د پاکستان له لوري پر افغان خاوره د بریدونو او لاسوهنې لړۍ دوام لري.
د دې زاړه لیک ارزښت په دې کې دی، چې د افغانستان د جګړې په یوه حساس پړاو کې افغانانو څه ویل، پاکستان څه ځواب ورکړ او ملګرو ملتونو دواړه روایتونه څنګه په رسمي اسنادو کې خوندي کړل؟
همدا وجه ده چې( A/37/329) یوازې یو زوړ لیک نه دی؛ د افغانستان ؛ پاکستان د شخړې، د سړې جګړې او د نړۍوالې ډیپلوماسۍ یو اصلي سند دی.
*** سرچینې
۱. ملګري ملتونه — د افغان ځوانانو پرانیستی لیک، A/37/329، ۶ جولای ۱۹۸۲
UN Document A/37/329 — Open Letter from Afghan Youth
۲. ملګري ملتونه — د پاکستان رسمي ځواب، A/37/431 – S/15389، ۹ سپتمبر ۱۹۸۲
UN Document A/37/431 — S/15389, Pakistan’s Reply
۳. ملګري ملتونه — د خاویر پرېز دې کوییار رسمي ژوندلیک
UN — Javier Pérez de Cuéllar, Former Secretary-General
۴. ملګري ملتونه — د افغانستان په اړه د ۱۹۸۲ کال عمومي اسامبلې پرېکړهلیک ۳۷/۳۷
UN General Assembly Resolution 37/37 — The Situation in Afghanistan
۵. د برهان غیاثي او د افغانستان د دیموکراتیکو ځوانانو سازمان په اړه معاصره سرچینه
Historical material on Burhan Ghiasi and the Democratic Youth Organization of Afghanistan
پای
1







زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
