د افغاني ښځو او انجونو ښه ځلیدل او پرمختګ په ټوله نړۍ کښي

سید عبیدالله نادر

58

د افغاني ښځو او انجونو ښه ځلیدل او پرمختګ په ټوله نړۍ کښي!

هلته د علم بیړۍ د معــرفت خـــــواته ځي

د علم وفن په رڼا مخ په وحدت خواته ځي

دلــــته زمـــونږ امـیدونو،ارمانـــو قــــافله

تورتــمو کې ده روانه، جـهالت خواته ځي

سید عبید الله نادر

د افغانې ښځو او انجونو ښه ځلیدل او پرمختګ په ټوله نړۍ کښي!

د افغانستان د ښخو او انجونو بری په هره برخه کې د دنیا په ګوټ ګوټ کې ډیر د حیرت وړ او هیله پخښونکی دی . د دوي پرمختګ په هر مسلک کښي د هڅونې وړ دی . چې دا امید او هیلي په خلکو کښي زیږوي چې که دوي سره پوره امکانات او ښه هڅونه وي دوي به لا نور هم مخ په وړاندی لاړ شي.او نور هم ښه وځلیږي. که دوي په وطن کښي وای او هلته هم ورته د زده کړې امکانات برابر وای نو هلته به یې هم پرمختګونه درلودلای . په بهر او خارج دنیا کې د انجونو دا دومره لوی پرمختګ او په پارلمانونو کې د هر ملک لاره پیدا کول ، او په میدان د سیاست کې بری حاصلول، په اصل کښي دا د طالبانو په مخ یو دردونکي او انتباهی څپیړه ده . که دوي کښي جوهر د معرفت وي او دوي ویښ وي او دا ځان ته ونیسي .

چې همدغه د وطن لورګاني او بچیان چې په افغانستان کې ورته اجازه د تعلیم د طالبانو له خوا نه ورکول کیږي تاسي وګورئ چې دوی په خارج دنیا کې څومره د پام وړ پرمختګونه کړي . اګرکه طالبانو ته په دي هکله د ډیرو له خوا نصیحتونه شوي

چې جوهر د معرفت ورسره نه وي

اثر نه کا په چا ډیر نصیحتونه

نادر

داسي نه ده چې یواځی په امریکا کې افغانی انجونو او ښځو پرمختګونه کړي، دوي په ټوله نړۍ کښی بیا په تیره په هر مسلک کښي یو عظیم پر مختګ کړی او د هغو ملکو پارلمانونو ته یې لاره پیدا کړی اود خپلو ځانونو،نه یې ډیره شایسته ګي او وړتیا ښودلي په کار ده چې طالبان یو ځلی خپل سرونه خپلو ګریوانونو ته ښکته کړي.او په دي هکله خپل نظرونه بدل کړي او دا شرم هم له ځانه لیري کړي چې، دا چې هر ځلي هر چا ته قانع کونکي دلائل هم نه لري . کله مذهب بهانه کړي ،کله کلتور او کله وایي په قرآن شریف کښي راغلي او کله وایي په حدیث کې راغلي نو د انجونو د تعلیم د بندولو له پاره او د انجونو د ښوونځیو د تړلو له پاره طالبان په زرګونه دلیل او دلائل وایي ،او بهانې کوي .د مخه له دي چې دوی د ټول عالم په وړاندی ځانونه وشرموی، نو لږ باید په ټوله نړۍ کې د انجونو پرمختګ او پارلمانونو ته د د وي لاره او بری او په علمی سیمنارونوکې د دوی ګډون او د طب په دنیا کښی د دوي پرمختګ لږ باید طالبان ورته نظر وکړي، او ورته پام واړوي، او ځانونه لږ پوه کړي. او ځانونه ملامته کړي ، او دا پرمختګ یواځي د انجونو نه دی نارینه هم په بیلو بیلو برخو کښي په هر ملک او په هر مسلک کې له خپله ځانه ډیره وړتیا ښودلي .نو تاسي په لوی لاس تیارې مه خوروئ او د تیارو زیری مه ورکوئ . تاسي د رڼايی زیری ورکړئ .همدغه څو پورتني ټکي زمونږ د وطن خلکو تاسی ته بار بار لیکلي خوتاسي غوږونه کاڼه اچولي او د چا نه منئ

تاسي ځانونه ټوله نړۍ ته یوه متحجره ډله ښودلي آو ورځ تربلي ورځ یې تاسي په خپله ثابتوئ

پریږدئ چې راتلونکی روښان شي

که راتلونکی د بشر غواړئ روښان

معرفت په غیږ کې وروزئ بچیان

نادر

همدغه وجهه ده چې تاسي طالبان په بین الاقوامی غونډو کښي د ځان د دفاع او طرفدارۍ له پاره هم څوک نه لرئ .دښمن هر ځای کې تاسي ترهګر معرفی کوي په داسي حال کې چې دوی یو عمر ترهګر روزلي ، ترهګر یې حمایت کړي تر هګر سره یې مالي مرستي کړي او په غوڅ اکثریت سره تر هګر ډیره یې دوي له کوره وتلي او حتی اسامه بن لادن دوي پټ ساتلی وو،د تر هګرو لست یې په دي مختصر کې نه ځایږي اوس د پنجاب پوځ تاسي په ټولو غونډو کښي تر هګر معرفی کوي او تاسي د دفاع څوک نه لرئ .د پنجاب پوځ اوس هم ترهګر روزي .دوي یو عمر د ټوله نړۍ له خوا د ترهګرو په لست کښي ول ..او له تاسو اوس میدان ګټي.او د خپلو ناکامیو پړه هم پر تاسو اچوي، ځکه د پوهنې دروازې مو تړلي

تاسي په خپلو کړیو کښي هغه دیوان چې دانسان په څیرو کې دا ښایسته ژوند بدرنګه کوي مه پریږدئ د خلکو روح او روان مه پریشانه کوئ .او خلک د استعمار په مقابل کښي مه ضعیفه کوئ .

که د یو دولت چارواکي په خپل سر روان وي او هلته د بیان آزادي او یبا پر دوی نیوکي نه وي . نو آیا چې،دا چارواکي به څوک د خپلو ناروا کړنو او غلطیو ته متوجه کړي.تاسي له نیوکو او د انجونو د تعلیم څخه ډیره ویره ده.له رڼائي نه مه تښتئ.

سپـیڅلې دین په مدعا باندی مــو شــک کـــړو پیدا

چې هر قدم کې له خـــپل ګـيډې نه فــــتوې وباسئ

چې صداقت مو په رښتیا شي ټول جهان ته ښکاره

ځانــــونه و څـنډۍ، لســـټونــو نه پــــیالې وباســئ

یـــوه ســـالم نــــیوکه نه وي، چــــا د خُلې وتـــلي

چې ســم د واره، بیا د جـــیب ځــیني ټاپې وباسئ

چــیرته چې وي د علم و فــن او د تــعلیم خـــبري

لکــه دیـــوان له رڼائي نه، تاســي خــپې وباســـئ

یو دوست د فیسبوک د ملګرو څخه لیکلي وو:چې (سراج الدین حقاني وايي :د انجونو ښوونځي خلاص کړئ.فاروق اعظم وایي: ښوونځي باید خلاص شي،ملا یعقوب انجونې باید مکتب ته ولاړې شي .

ذبیح الله مجاهد: که زما په لاس کې وای وختي می د انجونو مکتبونه خلاصول عباس استانکزی د ښوونځیو بند پاتي کیدل د شرم وړ ده اوس پښتنه دا ده چې د ښوونځیو د خلاصیدو واک د چا په لاس کښي دی)

او دا هغه پښتنه ده چې ټول یې کوي

له کومی ورځی نه چې تاسی طالبان په قدرت راغلي یاست او د انجونو د مکتبونو دروازې مو بندې کړي د دنیا د هر ګوټ نه پر تاسو خپل افغانان او دنیا بشر دوستان نارې وهی او پرله پسي غږونه کوي ، چې د انجونو مکتبونه پرانیزئ انجونو ته د تعلیم اجازه ورکړئ او تاسي و نه منله و نه یې منئ، چې په دي کار کښی هم تاسي خپل ځانونه مغرور او جاهل وښوده

د حضرت بایزید د دي وجیزې په استناد🙁

هر ګز از متکبر بوی معرفت نیاید)په واقعیت سره چې نه ستاسو له خبرو او نه ستاسو له کړنو بوی د معرفت راځي نو دا هم سم او د عقل کار نه دی چې د انجونو مکتبونه دي په دي نامه وتړل شي چې نړۍ تاسي په رسمیت وپیژني ، یاني تاسي په زوره غواړئ چې ځانونه په رسمیت و پیژنئ دا طرز د فکر په کلي غلط دی .که دا هر استخباراتي ډلې تاسي ته ښودلي وي دا درست او سالم طرز د سوچ نه دی

نو طالبان باید دا د سمڅو نه راوتلي فرمانونه ونه مني او د پردو د استخباراتو نه د غیب شوی کرنیلانو او امیرانو چې صرف د شا له خوا لیدل شوي د دوي دا دخپلې خیټي راوتلي ګنده فرمانونه و نه مني که رښتیا طالبان د دي وطن وي او په دی وطن او خلکو زهیر او زړه سوانده وي ، که ملا هبت الله د پردي استخباراتو سړی نه وي نو د ده خو به، کم از کم یو فرمان په ملي روحیي سره برابر وای د ده په هر فرمان خلک اعتراض کوی .د ده هر فرمان د ملي روحیي پر ضد دی د ده هر فرمان خلک نه مني یو فرمان یې هم نه ملي روحیی سره سمون خوري او نه د خلکو په ګټه دی . او داسي ښکاري چې د یو پوه سړي د ذهن نه ، نه دی راوتلی ، د بلی خوا دی پټ دی او خپل ځان نه ښکاره کوي یا د استخباراتي پلانونو د عملي کولو له پاره پټ دی.او له بلې خوا د پنجاب د پوځ دا دومره مسلسل تېرۍ چې هره ورځ پر افغانستان کیږي کرنیل هبت الله ولی چپ دی ، دا اعتراض هم ټول کوي ، په تاریخ د بشریت کښي داسي نه دي شوي چې یو زعیم رهبر، مشر دي په یوه تیاره سمڅه کښي ځان پټ کړی وي او د سمڅو نه خپل فرمانونه صادر کړي . دا خو په هیڅ عقل برابر نه راځي د انجونو مکتبونه وتړه دا څه معنی تاسو باید له تېرو څخه ډیر درس اخیستی وای د روزګار درس هم د درک خاوندانو له پاره لوی درس دي که تاسی تری یو څه زده کړئ د رودکی د دي بیت په استناد

هر که ناموخت از ګذشت روزګار

نیز نامــــوزد، ز هیــچ آمــــوزګار

یو څه د زړه درد وو پوهیږمه چې تاسي یې نه مني ځکه تاسی باید هغه درکړل شوی ماموریت تر سره کړئ چې درکړل شوی، خو زه باید د حضرت حافظ په وینا خپل دَین ادأ کړم

حافظ وظیفهّ تو دعا ګفتن است و بس

در قـــید آن مباش که نشــنید یا شنید

زه خپله لیکنه د درویش دراني په دي شعر لندوم:

په کومه خوله باندی دعوه کړې چې فایده دي راوړه

لمر دي له ځــانه سره وړی وو،او شپه دي راوړه

قاتل به یې خــو، زه دومــره ګـــواهی ورکــــــوم

توره دي تکه سپـینه یوړه، تکه ســـره دي راوړه

ځوی او پلار په اور ګاډي کښي

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320