سید عبید الله نادر د مرحوم سید نادر پاچا زوی دی ،او د کنړ د ساداتو د کورنۍ پوری اړه لري ،د دوی پلرونه او نیکونه له ډیری مودې راهیسي د لغمان د چارباغ په پاچا کلي کې اوسیدلي دي ،او سید عبید الله نادر پر ۱۳۳۰ هجری شمسي کال په همدې کلي کې زیږیدلی دی .
سید عبید الله نادر د مور له خوا د وطن د یو نامتو علمی، ادبی، فلسفی،سیاسي ، او نظامی شخصیت مرحوم جنرال سید حسن (حسن) چې شیون یې هم تخلص کاوه ، لمسی دی.
سید عبید الله نادر د اتو میاشتو وو ،چې مور یې مړه شوه ،او د یوولسو کالو په منګ یې پلار، چې د ده دویم غمخوار وو مړ شو ، او دی د هغي د مینې هم بی برخي شو ، پلار یې چې یو عسکری صاحب منصب وو ، چې د ۱۳۴۱ کال د پیل څخه د سرطان په رنځ اخته او د همدې ناروغۍ له امله یې دې همدې کال تر پایه خپل ژوند د لاسه ورکړ ، نور دی پاتي شو او د دنیا له کړاوونو ډکي لوبي ، د ژوندون په دي بیدیا کې ده ته بل څوک پاتي نه شول ،نو له همدې وجهي یې ژوند ډیر لالهنده او سر ګردانه تیر شو ، د مور او پلار د نه شتون په وجهه سید عبید الله نادر د زده کړو او تعلیم په سلسله کې ، له ډیرو ستونزو سره مخ شوی دی ،شخصی ډول مطالعی ته یې مخه کړي ده ،او د آفاقی معلوماتو د تر لاسه کولو سره يې د خپلي علمی پوهی کچه لوړه کړي ده ،او هیڅکله یې مطالعه نه ده پری ایښي ، سره له دې چې سید عبید الله نادرد خپل پلار په شان د تعلیم سره ډیره مینه درلوده ،خو د ۱۳۵۱ هجری شمسی کال کې د ننګرهار د لیسې تر فراغت وروسته یې و نشوای کړای ،چې خپلي لوړي زده کړې و غځوي ،نو ځکه یې پر ۱۳۵۷ هجری شمسي کال کې وروسته تر عسکرۍ خدمت څخه دولتی ماموریت ته مخه کړه ، خو د ماموریت دورې یې ډیر دوام و نه کړ ،او په وطن کې د نظامی سیاسي حا لاتو په بدلیدو سره ده ونه شوای کړای ، چې نور دغه حالت وزغمي نو ځکه د ۱۳۵۷ کال د میزان په لمړې نیټه په ډیره ځوانۍ کې مهاجر شوي ،او بیلو بیلو هیوادونو کې ،له ډیرو سړو تودو سره مخ شوی دی ،تجربی یې تر لاسه کړي دي ، او په خپل ځاني زحمت او زیار یې ځان رسولي ،نن د همدې زحمتونو او مطالعي او له خلکو او وطن سره د میني له برکته قلم چلوي ،او تر اوسه پوري یې په لسګونه مقالي او تخلیقات کړي دي.
ستا په لټون
نه پوهیږم چې د اوښکو سلسله به می تر کومه غځیدلي وي ، زما د عاجزۍ اوښکي به چیري په دي لارو کې څڅیدلي وي ،څوک به داسي وي چې ګوندی زما په تندي کې یې د عاجزۍ نښي نښانې لیدلي وي ؟، نه پوهیږم چې تر کومه ځایه به زما د پلونه رسیدلي وي ،چیرته زما د عمر په بڼ کې زما د عمر له نهاله څو پاڼي غورځیدلي وي، آ دې معنی پسي چې ما خپلي خپي تڼاکي کړي دي ،چا به دا خاپونه او پلونه لیدلي وي او که نه ؟د خاطرو تابلو به می چیرته ګَرد وهلي پرته وي ،فرشته به الهام چیرته غلي وي ،خدای خبر چې پرکومو ورشو ګانو باندی به زما خیالونه ګرځي ؟،زما خیالونه به چیرته سرګردانه وي ،
ستا په لټون له خپله ځانه هم ورک شوی یم
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
ځکه چې زه، ځان ته وعده خلاف ښکارم
هغه ورځ می په یاده ده ، چې د ښار په یوه لویه پلورنځي چې تا په کې کار کولوهلته مو سره ولیدل ،یو تر بله ډیر خوشحاله شو،او شي شیبې مو سره مرکې وکړې ، یاد می دي چې د خدای په امانی په وخت کې ما درسره ژمنه وکړه ، چې ښه شوه زه به دلته بیا څو څو ځله راشم ، ستا دیدن به وکړم ، خو بیا تقدیر داسي وکړه ،چې آخوا هیڅ درپیښ نه شوم ، خو په دي پوهیدم چې ستا به یاد وي ، او د انتظار سترګي به دي په لار وي ،ما هم ډیر کوښښ وکړ،چې د زمانۍ د جنجالونو نه ځان خلاص کړم ،او هاغه خوا در پیښه وکړم ،او بیا په هغه لاره تیر شم ، ډاډه وم چې ته هلته یې ، خو څه وکړم چې د روزګار او زمانې لیندۍ زه بل خوا ګذار کړم ،ځکه ما د دې ښاره څخه کډه وکړه ،خو د کډه کولو سره می دې ته پام راوګرځید ،چې ته به راته انتظاره یې ،نو زما په زړه داشیبې درنۍ تیریږي ،ځکه چې زه ځان ته وعده خلاف ښکارم

»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
ماحول
د زړه په ســــترګـو یو بینا، نه ویــــــــــنم
هم په دردونـو، یو آشـــــنا نه ویــــــــــــنم
چې بیا په چـــــغو ، واویلا کـړي محـــفل
د صاحــبدل ، هغـــــه ویــــــــــنا نه وینم
دین او ضمیر یې شـو، په څو پیسو خرڅ
د چــــا په ســــــترګو کې ، حـــیا نه وینم
د رنځ عـــــلاج ته ،په حــــــیرت پاتي یو
ځـکــــــه دردونـــــــو ته ، دوا نه ویــــنم
له صــــورتونو ځـــــــــینې ، غم وریږي
د چــا په شـــونډو کــې ، مســکا نه ویــنم
ماحـول تر اوســه ، لا تیاره پاتــــــی دی
د معـــــــــرفت دلـــــــته ، رڼا نه ویـــــنم
چې مونږ ته روح ، د معــــنویاتو راکړي
دې چـــاپیریال کــــــې ، یو دانا نه ویــــنم
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
۲۰اپریل ۲۰۲۱
د بهار جلوې
سـترګي پرانیزه ، چې بل شــــــانی اثر لري بهـــــار
صاحبدل ته ســـــل اسراره ، جــــلوه ګـــر لري بهار
خــاوند د مــعـــــرفت ته یې ،غــــــوړولي دي جلوي
د عـــــبرت په دې بیدیا کې ، دا هـــــنر لري بهـــــار
خوبه وړي ســــبزه ، ویښ کاندی له خــوبه د غفلت
ای غافله دومــــــــره تا باندی ، نــظــــــر لري بهـار
د خالق چې په کې ښــکاري ، جــلوې هره ورشوکې
په ښـــکلا کې داسي حُــــسن ، او زیــور لري بــهار
له مونږ یې تمــه داده ، چې د زړه ســترګي بینا کړو
دومره هــــــیله له آشــــــــنا نه ، مخــتصر لري ، بهار
چې عبرت په ســـترګو، ووینې ، پردې شـــــاته اسرار
هر منــظر کې آیـــینه ، د ســـــــکندر لـــــري بهــــــار
عبرت ټکي چــې ټـــول کړي ، له لوحــی ، د هر چمنه
د عقــل و هــــوش پر خـــاوندانو ، باور لـــــري بهار
چې غفلت سترګي دې خلاصی کړي ، جلوو ته د خالق
سل داغونه لـــدې غمه ، په ځــــــیګر لـــــــــري بهار
که روحی آرامی غواړې ، خـــــلوته څـــــخه ووځـــه
چې د علم او مـــعرفت هم ، لوی ګـــوهـــر لري بهار
غافــلان چـــیرته پوهــــیږي ، په رمـز د دي اسرارو
د عارف ســترګو کې ګوره ، څـــــه محشر لري بهار
د عبرت نښــي پرتي دي ، خـــــارو خَس کې د ګلشن
د حکمــت او مـــعرفت ، دلـــــته دفـــتر لري بهـــــار
د وږمی په څـــیري ووځه ، له ګــــریوانه د غــــوټۍ
دومره تمـــه هـــم له تا نه ، د جــــــوهــــر لري بهار
وږمو اثر به څنـــــګه ، مړاوي زړونه، تازه نه کـړي
په هر لور د دې ګلــــشن کې ، چې ګــــذر لري بهار
سمـــه او غـــر یې ، په رنګـــــین ګـــلونو دي پوښلي
د چمــــن هره ورشــــو کې ، ښه منـــظر لري بهار
چې مســــتان مـو کــړي نغــمي د، سحر خیزه بلبلان
دغه فیض د کیـــــفیت هـــــم ، په ســــحر لري بهــار
آییـنيې کې د خــــودۍ ، د فـــــــــــنا ټکـــي در ښایي
د عبــرت داســـي درســـــــونه ، مـکـــرر لري بهار
د خزان نــښي چـــې ویني ، بـــــــشره کې د ګلونو
د فـــــنا لدې کــــــاروانه ، هم خـــــــــبر لري بهار
بهارونه وار په واره ، خــــزان په لـوري درومی
قافلي په شــــان د عــــــمرهم ، ســفر لري ، بهار
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
ریښتنې مینه
کومه ده هغه ریښیني مینه ، چې د دردمنو په زخمی زړونو ملهم کیږدي ،او زمونږسټړي جنګ زپلي او ستومانه زړونو کې ،نشاط او خوشحالي واچوي . کومه دی هغه د صاحبدل وینا چې زمونږ تیاره زړونه او ضمیرونه په خپل الهامی ویناوو روښانه کړي ،زمونږ زړونو ته د معرفت رڼا وبخښي ، او کومه دی هغه زمونږ د رنځونو طبیب او مسیحا چې زمونږ دا پټ پنهم د زړه دردونه احساس کړي ، او زمونږ په احساس کې شریک شي ، او کومه دی هغه د میني او محبت په رمز پوه یو درد آشنا ، چې مونږ له کرکي او نفرتونو څخه بیزاره او جلا کړي ، په مونږ کې د میني او محبت احساس راژوندی کړي ، او کومه ده هغه ریښتیني مینه چې زمونږ مرور زړونه پخلا کړي ، زمونږ د انتظار سترګي په کلنو د هیلو او امیدونوپّه دې بیدیا کې ،سپیني شوي ، خو زمونږ د خیالو نو سوله رانه غله .

»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
د روښانتیا مشعلونه
چیرته چې تیارې وي ،نو خامخا به څراغونه ورته وړي ،یعنی تیارې لارې به په څراغونو روښانه کوې ، د اهرمنانو او شیطانانو تیاره ضمیرونه او زړونه هم ،لکله د ظلمت او تیارو شپو په شان تک تور وي ، نو خامخا دي تیارو ته روښانه څراغ په کار دی . او هغه ځراغ چې دا تیاره زړونه روښانه کوي ، د علم او معرفت څراغ دی . چې د دوی زړونه او احساس په حکیمانه خبرو ،پندونو،د احساس ورکولو د صحنو په لیدلو ، د نزاکت فهمۍ په درس اخیستلو ،او داسي نور ریاضت باندی روښانه کړو ،ځکه ځینو استخباراتی کړیو د ځینو ضمیر او باطن مسخ کړی ،
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
د تعلیم کاراو دبیان د حق نه محرومو ښځو ته!
ته مه مړاوي کیږه! ته وغوړیږه! لکه د بهار ګل ،ته وځلیږه لکه د روڼې چینې اوبه ،ته ماته کړه دا دغم تیاره خونه او راووځه مخ په لور د رڼایي ،او د خپل همزولو او همجنسانو په سینه کې هم د معرفت نور وځلوه ،لږ د هوسونو او ارمانونو سا کش کړه ،او د آزادۍ په لید لو ،لږ خپل روح او روان تازه کړه ،او دي مړاوي زړونه ته روښنايی وبخښه تر څو به په تا د تیاره ذهنیتونو خاوندان حکو مت کوي ،لږ ځان وښوروه په تاکي هر څه شته مه ناهیلي کیږه ،ډیر فرصتونه ستا په انتظار دي ،خپل ګامونه ډیر چتک کړه ،ځکه زمان درنه تیریږي ،
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
ویښونکي غږونه
د انجونو اوښځو مبارزو ټه د هڅونې او ویاړ په خاطر
زه وینم چې پرله پسي درنو مبارزو ته مو خپلي اوږې ورکړي دي ،زه هاغه دی ستاسو مقاومت په خپلو مبارزو کې وینم، او ستاسو عالي همت ستایم ،
زه ستاسي هلې ځلې د دي کوردلانو په وړاندی وینم، چې د تعلیم ، کار او دبیان د آزادۍ حق اخیستلو له پاره مبارزه کوئ
زه ستاسو غږ د کوڅو ، سړکونو، بازارونو،نه د زړه په غوږو اورم،ستاسو هغه ویښونکي غږونه چې ټوله دنیا يې په عظمت او لوړوالي سره اوري ،او نړۍ وال ټول بشر دوستان مو هر کلی کوي ، زه هغه غږونه د زړه په غوږو اورم ،او په خپلو سترګو وینم چې ځیني کوردلان او دتیاره زړونو خاوندانو خپل غوږونه کاڼه اچولی، او ستاسو دا فریادونه نه اوري،
ستاسو هر غږ هره تعره رسا ده ،او دښمن ته زړه چاودونکی ځواب دی،ستاسو هر غږ او نعره مونږ د ښوونځیو پرانیستلواو د مکتبونو د زنګونو د غږ اوریدو ته نژدې کوی ،
چې هغه زمونږ او ستاسي ګډ هدف اوآرمان دی،
ستاسي د بیدارۍ ورکولو احساس او ستاسي مبارزې ته دي ، زمونږ سلام او درناوی وي ستاسو شهامت د درناوی وړ دی، ستاسي مبارزې به په دي اغزنو لارو کې ګلونه وشیندي ستاسي مبارزې او هلې ځلې امید بخښونکي دي ستاسي هڅې په دي لار کې ډیر درد من او قدرمن خلک ستايي،
زه خو د زړه په سترګو راتلونکی ستاسو په لاس روښانه وینم ، ستاسی دا مبارزې به هیڅ کله هیرې نه شي ،او د دنیا نورو ښځینه وو او انجونو ته به د لارې مشعل و ګرځي،
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
د معرفت جنازې
یو څوک می لوړ پرواز، او الـوتو ته نه پریږدي
قلم له لاســـــه اخــــــــلي، کــتابو ته نه پریږدي
بمونه راته کیږدي، محـــراب او په منـــــبر کې
د میني خـــورولو، پــــــیغامــــــو ته نه پریږدي
زهرجنه په هـر خـــوا کړي، فضـــا می د وطن
د ســولي فلســــــفی، او خـــــیالو ته نه پریږدي
و باســـي له وطـــــنه، جـــــنازې د مـــــعرفت
انجوني مو تعـلیم، او مکــــــتبو ته، نه پریږدي
تړي راته هـــر لوري ، دروازې د مــــــعرفت
ځوانان مــــو د پوهنـــــې، ارادو ته نه پریږدي
سازونه د مطرب هم،حـــــرام ګــنې مذهب کې
رباب له لاســـه اخلي، او نغـــمو ته نه پریږدي
احســـاس د حـریت مو زلمیانو کې دوی وژني
ځوانان مو له غفــــلته ، ویښیدو ته نه پریږدي
له بیــــــخه ورانــــوی راته،بـــــنیاد د معرفت
د علم و فن رڼا هم، خــوریدو ته ، نه پریږدي
شړي مو له ګلـــشنه، خـــوش الـــــحانه بلبلان
بلبل هم په چـــمن کې ترانــــــو ته نه پریږدي
د ښایســــته ګـــــــلونو، وهی دلــــــته سـرونه
یو ګل د امـــیدونو،غـــــوړیدو ته، نه پـریږدي
باران که درحــــمت وي د دوي په لاس نادره
یو څاڅکی د رحمت هم ،وریدو ته نه پریږدي
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
د تیارو زیری مه ورکوئ
طالبانو ته !
پریږدۍ چې دوي د کتاب او قلم سره مینه وکړي ،پریږدئ چې دوي د خپلو زړونو شمعې د علم او معرفت په څراغ روښانه کړي ،پریږئ چې دوي لوست وکړي.
پریږدئ چې دوي د نړۍ د انجونو سره سیالانې شي.
پریږدئ چې دوي دومره علم او فن حاصل کړي چې د هغي په رڼا کښي زمونږ لیری راتلونکی روښانه ، او ستونزی مو، پری حل کړي.
پریږدئ چې دوي د پوهنې له فیضه څخه ګټې اوچتې کړي.
دوي په لوی لاس د تیارو خواته مه بیایئ. تاسي د تیارو زیری مه ورکوئ.د رڼایئ زیری ورکړئ .تړلي مکتبونه مو روښانه ستاسو د تیاره ذهنیوتونو ثبوت ښایي .پریږدئ دا نیازبینه او نازولي بچیان چې د علم او فن په زیور سمبال شي ،او زمونږ راتلونکی هم د دوي په لاس روښانه شي . پریږدئ چې دوی اوږه په اوږه تاسي سره مرسته وکړي
پریږدئ چې د ترقۍ سوکالۍ او پرمختګ لاره ډب نه شي .ستاسو د تحجر قوی نښه هم همدا د مکتبونو دروازې تړل دي ،او همدا ستاسو له خوا بند شوي مکتبونه دي چې پر ټوله نړۍ کښي له هر خوا او هر ګوټ څخه افغانان، د نړۍ بشر دوستان،عالمان ،پوه اودانسته او دانشوره خلک پر یو آواز پر تاسو غږونه کوي او پر تاسو نیوکې کوي ،خو تاسو غوږونه کاڼه اچولي ، او د هیڅ چا نه منئ .
او د پردي استخباراتو څخه او نا معلومو سمڅو نه د راوتلي او رالیږل شوي فرمانونو پیروي کوئ .
ټوله نړۍ همدا نارې وهي چې ای طالبانو د انجونو مکتبونو دروازې پرانیزئ .مونږ هیله لرو چې طالبان دا بندیز ژر تر ژره له مینځه یوسي ،او انجونو ته د تعلیم اجازه ورکړي ،ښځو ته د کار کولو او بیان د آزادۍ حق ورکړي .او دا هغه خبری دي چې ټوله افغانان او ټوله نړۍ یې تاسي ته وایي .او پرتاسو وار په وار غږونه کوي ،چې ای طالبانو د انجونو مکتبونه پرانیزئ ، هر کال چې تیریږي د افغانستان د خلکو له پاره ډیر معنوي تاوان رسي .
لږ د روښانتیا په لور قدم واخلئ ، د علم او معرفت مشعلونه روښانه پریږدئ .
ستاسو څخه ډیر استعدادونه ورځ تر بلي تښتي او وطن پریږدي . تاسي دا استعدادونه له لاسه مه ورکوئ.
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
مهربانی
په ډیر غټ ځان قوی او لوی هیکل سره په سړه سینه او په ډیره مهربانۍ سره د کوچني ماشوم ،تر څنګه کښیناسته او تر ډیره مودې پوري ، په یوه پراخه حوصیلي سره د کوچني ماشوم سره و لوبیده ،چې لارویان ورته حیران پاتي شول ، ماشوم هم د ځانه سره د لوی والي او لوړوالي احساس وکړ ،او ځان ورته ډیر لوی ښکاره شو ،او د انسانیت ډیر لوی درس یې واخیست ،او دا د ده په ماشوم ذهن کې پاتي شو ، چې دی لویږي نو د راتلونکي ماشومانو سره به څو چنده دا سلوک او ښیګڼه او اخلاقی رویه کوي ، تر څو نورو نسلونو ته پوړۍ په پوړۍ دا یو درس پاتي شي ،لارویانو هم کوم چې په کې د ژورلید او سوچ خاوندان ول ،د عبرت درس واخیست
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
د وطن حال
خیالي خیالي ګــلونه ،له دې چمــنه ځــــــیني ووځي
ته به وایــي چې هوســۍ دي ، له ختنه ځیني ووځي
کارغــان نیــــسي ځــــایونه، د ګــلونو ،په چمن کې
د مستو ترانو مرغان ،له ګلــــشنه ځـــــیني ووځــي
د خیرن ضمیر باطن مخلوق ،په سپینو جامو بریښي
خو آرام او قـــرار وینم ، له وطـــــــنه ځیني ووځي
هغــه روح د معنویاتو ، چــې یي عرش ته رســـولو
اوس په خپلو ســترګو وینو،له بدنه ځــــــیني ووځي
مړي هم په هــدیرو کې ، په ګــورو کې آرام نه دي
د وطن په حــــــال غمجن دي ،له کفنه ځیني ووځي
رَم ســرشته غزالانــو،د وحــشت ویره احساس کړه
له زرغون ورشـــو نه تښتي ، له دمنه ځیني ووځي
چــې یــې زړونه ول بیداره ، بلبلانو په نــــــوا کې
په زړه پوی صاحبدلان ،له باغ و بڼه ځــیني ووځي
نور د صــبر طاقت نشــته ، مسیحا زمونږ د رنځه!
روح مو ډیر دی ناقراره ،اوس له تنه ځـیني ووځي

اغزنۍ لارې
قـــافله مو نه پوهـــــیږم ، چې په کـــــومه ده روانه
په اغزنــــــو لارو درومی، په بی لارو ســــرګردانه
همه واړه یو له ســــــــره ،په تضاد د علم وفـــن کې
ځکه هوش له مونږ نه تللی،خبر نه یو له خـــپل ځانه
د ناپوهــۍ ،جــــهالت،او نادانۍ پایلــــــه مـــــو دا ده
چې هر خــوا مونږ ته ګواښیږي ،هر کافر نا مسلمانه
د حکمت او علم واړه ، په جــــهان کې انــګازې دي
مونږ په لار د ترقی کــــــــــې،راروان یو خـــرامانه
دبشــــر قــافلــه درومی ،په درنــــو درنـــــــو ګامونو
مونږه وروســــته پاتي کیږو،له قطــــــــاراو کـاروانه
ځان ځانۍ په رنځ اخته یو، ،د حــسد اورو کې سوځو
د خلاصون تدبیر مو نشـــته،چې راووځـــو له زندانه
دخودۍ ټکان لږ وخـوره ، د غفلت له خـوبه ویښ شه
دابه څــــــو پوري بیده یې ، له خــــوبونو سر ګــــرانه
د انسان قدراو قیمت ،په خپل معراج کې دی جهان کې
زمونږ وینه تـــــویونه، ښــــکاري هر چـــــــاته آسانه
د وختونودیــــوان پټ دي ،په جـــامو د پرښـــــتو کې
صورتونه هسي ښـــــکاري ، چې ســـوا دي له ایمانه
د انســـــان فریب د پاره، ځان په سپینو جــــامو ښايی
پردې شا نه دستور اخلي ،اهــــــرمن او له شیـــــطانه
که مسجد که ښوونځی دی ،که دعلم و فن یو ځای دی
په هر ځای کې دي چاودنې ،هیڅ ځای نه دی په امانه
طوطی واره ، د دښمن له خولي یې زده دي څو خبري
خو له ســـره یې ، د علم او مــعرفت ســـــره ده ورانه
دا دتورو ضمیرونو، خـــــاوندان به ســـــره ورک شي
که دعلم مشعلونه، په هر ځـــــــای کې کړو ، روښانه
د قرار رســـۍ مو ربه! ســــتا په لاس او اخــــتیار ده
د ســــمون او دخلاصــــــــون،لاره ده تا سره رحمانه
په تورتم کې د اوهامــو ،لاس نیوۍ د هر بنده کــــړې
د ناهیــلو د زړه ډاډ یــــــې ،په هر چــا یې مهـــربانه
ته د غیب له پردو ووځه،مســـــــیحا زمـــونږ د رنځه
راشه راشه چې ورکیږو، ای زمـــونږ د زړه درمــانه
«««««««««««««««««««««««««««««««««««
ای د قدرتونو پروردګاره!
په ژوره ناامیدۍ کې هم ، زمونږ د زړه سکون او ډاډ ته یې ،د ټول عالم مخه په انتها د نا امیدۍ کې ستا په لور ده ، ته د رحمت پراخه دریاب یې ، که څه هم په سترګو نه لیدل کیږي ، خو پوهیږو ،چې زمونږ د زړونو په تل کې دې ځای دی ، د قدرت مظاهر دې په سترګو وینو ،چې ستا د عظمت او بزرګۍ ښکارندویي کوي ،
ای ته ! زمونږ د زړونو درمانه ،ای د زړونو آرامه ،ای د زړه سکونه ،نور دې د رحمت او بخشایش وزرونه په مونږ خواره کړه ،او دا تیارې او ظلمت مو له مخي لیري کړه ،
چې آغوش است یارب،موجه ،دریای رحمت را
که هر کس ره ندارد ،هیچ سو ، سوی تو می آید
ابوالمعانی بیدل
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
د امید سترګي
ځان ته یې په هنداره کې وکتل ، خپل ببر سر او شلیدلي جامی یې ولیدی ، څیره یې هیبتناکه وه ، د خپل ځانه څخه و ایریده ،باور یې ونه شو چې ګوندی خپل ځان په هندارې کې ویني ،آخری مریضی ګانو هم ډیر خراب کړی وو ،خو ده د امید په سترګو دې لویه دنیا ته کتل ، یوه شیبه لکه د لیونو په شان ځان ته په هینداره کې مسکی شو ، یو څو ګډی وډې خبرې یې د ځانه سره وکړې ، هره شیبه ورته د ژوند آخری شیبی ښکاریدې ،ځکه په یو پوخ سن او عمر کې هم وو ، چې د اویاوو نه اوښتی وو ،خپل کارونه یې ژر ژر او په ډیره بیړه سر ته رسول ، ځکه د فانی دنیا په عمر او په ژوند کې یې وفا نه لیده ،د ځانه سره وغورید او وې ویل :یو ځو ورځي زما د ژوند به پاتي وي او یا نه ،خو دا شیبی او لحظی باید چې په غمونو کې تیر نه کړم ،نو په کار ده چې خوشحاله اوسم ،او په خپل مسکا نور هم خوشحاله وساتم ، ځکه زما د عمر ډیری لږی شیبی پاتي دي ،
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
د زړه آواز
یو اوچت غـوندی پرواز وم ، خــو چــا ونه لیدم
د دردمــــنو د زړه راز وم ، خـــــو چا ونه لیدم
د زمان له ســترګوپټ ، د دنـــیا په یوه ګوټ کې
معرفـت د ورشـــــو باز وم ، خــو چــا ونه لیدم
په وینا کې می د درد ، د هر چا وو ، د زړه درد
صاحبدل غوندی همراز وم ، خــــــو چا ونه لیدم
عاجزۍ اوښکي می تل رواني دي ، له ســــترګو
یو لمبه د ســـوز و ګداز وم ، خـــــو چا ونه لیدم
د زړه دردونه ویني ، دردمن می په ویــــــنا کې
د هر چـــــــا د زړه آواز وم ، خو چــــا ونه لیدم
مست شانی یو ســـــازوم ، له ځنګلونو وم ،وتلی
په تارونو کې ، شـــــــهباز وم ، خو چا ونه لیدم
څوک په قدر زما پوه نشول ، دې ماحـــــول کې
د پردې شــــاته پټ ساز وم ، خو چـــــا ونه لیدم
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
لمره !
ته د خدای تعالی یو لوی او عظیم نعمت یې ،چې ، د دنیا په مخ او ګوټ ګوټ کې ظلمتونه او تیارې په تا رڼا کیږي ،بلکه ډیر یو لوی طاقت او قوت د ځمکي د پاره یې، او د ځمکي د اوسیدونکو د پاره یې ،تا د ډیرو کلنو راهیسي ،چې انسانان یې په خپل فکر او هوش سره اندازه او اټکل نه شي کولای ، د دې ځمکي پر مخ خپلي زرینې وړانګي پلنې کړي دي ،او جهان ته دي روښنایي ورکړې ، له بی حسابه کلنو راهیسي هر سهار ستا زرینې وړانګي ،په کنډرنو،غرونو،په لوړو څوکو او ځنګلونو پر سر لګیدلي ،ته دي خالق یوه ډیره لویه معجزه یې ،ستا له رویه هم ډیر مظاهر د قدرت عیان کیږي ، ستا حکمت ته ډیر محقیقین په حیرت کې دي ،
تا عالم ته روح بخښلی ،ستا وړانګي نه یواځي ځمکي ته بلکه ډیرو نورو ستورو ته هم رسی ،زمونږ د کیهانی نظام د عجائیبو نښه ته یې ، بشر په دومره پرمختګ او ترقی سره ،تر اوسه په دي نه دي پوهیدلي چې په تا کې څه اسرار موجود دي ، او په تا کې څه دي ،دا هم ستا د لوی والي او عظمت نښي دي ، ته د اسراو ډکه یوه خزانه یې ،او لاینحله معما ،چې ډیر فلسفي ذهنونه ستا د اسرارو د کشف په لاره کې ستړي شول ،خو ته هماغه هره ورځی ځان ښایي او خپل دنده چې رَب درکړې ،هغه خپل ستورو ته وړاندی کوې ، ډیرمحقیقین ستا اسرارو ته په ګونډو دي ، تا خپله رڼا په ګنهکار او بی ګناه یو راز شیندلی ده ، ته پس له خالقه د سخاوت یو بله نمونه یې ، ستا د دي لا ینحله معما او پټو رازونو د کشف په لار کې د بشر د ابتدا نه تر اوسه پوری ، ډیرو فلسفیانو خپل سوچونه کړي او فکرونه سټړي شوي ، خو څوک نتیجی ته نه دي رسیدلي ، مونږ نه پوهیږو چې ته څه یې ، او تاکې څه دي ،او داسي بی پایانه انرژی او قوت یې، چې نه ختمیدونکی ده ،
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
د وختونو آئینه
داســي پړاونو د ژوندون څـــــــخه ، تیریږمـــــــه
زه چې په دي عصــــر ، او وخـتونو کې اوسیږمه
نه غواړم چـــې نور دا کرغیړنۍ ، څـــیری ووینم
ځم د دوی له څنـــګه ، په یو ډاک کې دیره کیږمه
وینمه جــــــلوې د دیو و دَدَ په ، مـــذهبی جــــامو
زه د داسي خلـــــــــکو په مـــاحول کې نه ځایږمه
ډک چې شي زړګۍ می ، د رحمت له دریابونو نه
هله لکه پرخـــــــــــــــه ، پر ګــلونو راوریږمـــــه
درک د عاجزۍ می ، دومــره روح سره ټړلی دی
چې پټ لدې عـــالمه ، د خپل ځــان سره ژړیږمه
کاږم له غرقاب ځینې ، د میني ، او مانا ګــــــوهر
زه چې کله کله ، په خـــیالونو کــــــــې ، ډوبیږمه
هسی په ګــــلونو کې ، د خـــپل ژوندون فنا وینم
پوه یم چې د ګل په څـــیر ، په یو مهال رژیږمه
وینــــمه جمال د حقــــیقت ، په هــــغه دَم کې زه
کله د خــــودۍ و آئــــــــــینې ته چې ، ودریږمه
تل بخښم رڼا د حقــــــیقت ، و تــــیاره زړونو ته
زه لکه وږمـــه په هر ګلــــشن کې ، راخوریږمه
کله چې د زړه خبری واورم ، صاحبدل له خولی
هلته په محفل کې لــکه،ګل په شان ، غــــوړیږمه
اوس هم په درشل د امتـــحان کې ، پاتي شوی یم
ځکه خو له ســختو ګړنــــــګونو نه ، تــــیریږمه
زړه کې می د میني محـــبت دي ، ترانــــې پرتې
ځکه د دردمـن زړګي له ســـــوزه می ، غږیږمه
ځم لدې محــــــــفله ، په ژړا او په سلــــګوسلګو
خدای خبر د چــــا به ، پس له مــرګه زه یادیږمه
ځمـــه چــــې نور وځـــــم ، نفرتونو دنیاګۍ څخه
پرانـــیزم عـــــالم ته غیږ ، او ټولو نه ځــاریږمه
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
د عبرت ګذر ګاه
له ســترګو می د اوښــــکو دریابونه ، لـــکه باران ځي
چې وینمه له مخي می ، څــــه خواږه خواږه یاران ځي
د عبرت نښـــي به نور څـــه وي ، ګذر ګــاه کې د دنیا
یو په یو چې مو لــه مخي ، هره ورځی آشــــنایان ځي
پښــیمانه د هفــــــــــتو ، مـیاشتي ورځـــــو او د کـــــلَویم
ځکه هر لمحه د خولي نه می ، آهـــــــونه او افغان ځي
بی قدرۍ او بی ارزۍ کې ، ښه وخــتونه رانه تیر شول
چې د عمر په بازار کـې ، اوس هر څه رانه ارزان ځي
په ویره ویره درومومم ، په هـــر ګرزونې ، او پیچومو
چې دیوان په قـــــــــافلو کې ، په څیره کـې د انسان ځي
چې په لاره تیریدل ، ښـــایسته ښــــــــــــــایسته ، مخونه
اوس د وهم دې کـــــــوڅو کې ، اهرمن او شیطانان ځي
د عزلت په ګوټ کې ناست یم ، له هر څه نه بی پروا یم
خو قدرت د هنـــګامو پســـــــي ، څــــــو تنه نادانان ځي
هر مشرب د سر بازۍ ، د خــــود فروشو ، خاصه نه ده
د وطن په میــــــنه مست هم ،څو بیــــخوده ، عاشـــقان ځي
لا به ډیری جــــــنازې ، د معرفت دلـــــــــته کې ، وشي
که تیارو کــــــــــــې مو د جــــــهل ، د علم طـــالبان ځي
دښمــــــنانو په خپل پوهه ، ښـــه وختونه مـــــــهار کړي
هر لمحه زمونږ له مـــــــخي ، فرصــــتونه د دوران ځي
دا آرمـان به مــــــو دسولي ، په هیڅــــــــــکله پوره نشي
چې د اَمن فیصــلي ته ، بیســــــــواده شــــــــوده ګان ځي
د ضمیر او د وجـــــدان له محکمی نه به ، خلاص نه شو
که نا هیلي مـــــــو له دَر څخه ، بی وزلي او خواران ځي
د ګلـــــــــونو په اســرارو پوهیـدل هم ، کـــــــــرامت دی
پوهـــــــیدو د دغي رمــــــز ته ، تل تر تله بلـــــبلان ځي
دا چـــــا راته وژلي ، دا د دي لارې مشـــــــــــــــــعلونه
چې په تورو تروږمو کې مو د هــــیلي کـــــــــاروان ځي
خاوندان د علــــم وفـــــن یي راته ټـــــــــوله زندۍ کړي
خامخـــــــا به د قسمت و فیصــــلي ته ،لیونــــــــیان ځي
څوک مــعراج د انســـــانیت هم، معرفت په رڼا غـــــواړي
څوک له خپل جهل او جها لـته ، په لاره د حــــیوان ځي
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
لمره !
ته د خدای تعالی یو لوی او عظیم نعمت یې ،چې ، د دنیا په مخ او ګوټ ګوټ کې ظلمتونه او تیارې په تا رڼا کیږي ،بلکه ډیر یو لوی طاقت او قوت د ځمکي د پاره یې، او د ځمکي د اوسیدونکو د پاره یې ،تا د ډیرو کلنو راهیسي ،چې انسانان یې په خپل فکر او هوش سره اندازه او اټکل نه شي کولای ، د دې ځمکي پر مخ خپلي زرینې وړانګي پلنې کړي دي ،او جهان ته دي روښنایي ورکړې ، له بی حسابه کلنو راهیسي هر سهار ستا زرینې وړانګي ،په کنډرنو،غرونو،په لوړو څوکو او ځنګلونو پر سر لګیدلي ،ته دي خالق یوه ډیره لویه معجزه یې ،ستا له رویه هم ډیر مظاهر د قدرت عیان کیږي ، ستا حکمت ته ډیر محقیقین په حیرت کې دي ،
تا عالم ته روح بخښلی ،ستا وړانګي نه یواځي ځمکي ته بلکه ډیرو نورو ستورو ته هم رسی ،زمونږ د کیهانی نظام د عجائیبو نښه ته یې ، بشر په دومره پرمختګ او ترقی سره ،تر اوسه په دي نه دي پوهیدلي چې په تا کې څه اسرار موجود دي ، او په تا کې څه دي ،دا هم ستا د لوی والي او عظمت نښي دي ، ته د اسراو ډکه یوه خزانه یې ،او لاینحله معما ،چې ډیر فلسفي ذهنونه ستا د اسرارو د کشف په لاره کې ستړي شول ،خو ته هماغه هره ورځی ځان ښایي او خپل دنده چې رَب درکړې ،هغه خپل ستورو ته وړاندی کوې ، ډیرمحقیقین ستا اسرارو ته په ګونډو دي ، تا خپله رڼا په ګنهکار او بی ګناه یو راز شیندلی ده ، ته پس له خالقه د سخاوت یو بله نمونه یې ، ستا د دي لا ینحله معما او پټو رازونو د کشف په لار کې د بشر د ابتدا نه تر اوسه پوری ، ډیرو فلسفیانو خپل سوچونه کړي او فکرونه سټړي شوي ، خو څوک نتیجی ته نه دي رسیدلي ، مونږ نه پوهیږو چې ته څه یې ، او تاکې څه دي ،او داسي بی پایانه انرژی او قوت یې، چې نه ختمیدونکی ده ،
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
((عجیبه خلک دي سړی ورته حیران پاتي شي))
تیره اونۍ د ننګرهار د شینوارو په ولسوالي کې ډیره سخته د موټر بم چاودنه وشوه ، چې په هغي کې ګڼ شمیر مړه او زخمیان شول د ماشومانو نه کتابونه او بکسی خوری وری هر خوا پرتی وي ،، نو په جمله کې د یو ابتدائي مکتب د وړوکي ماشوم په خپل ځاني خط کې دا جمله لیکل شوي په لاس خلکو ته ورغله چې پرې لیکل شوي وو ،
عجیبه خلک دي ، سړی ورته حیران پاتي شي )) دې ماشوم به ډیر څه غوښتل چې ویې لیکي ، خو اوس یې هم ډیر څه ، په دې یوه مصره یا جمله کې رسولي ، خو د دردمنو پرې ډیر زړه خوږ شو ،شاعرانو د همدي جملي پسي وار په واره شعرونه وتړل ، او نشر ته یې وسپارل ، زما په فیسبوک کې چې کوم شاعران راسره ملګري دي ، د یو څو کسانو می ولوستل ، سخت پرې ودردیدلم ،د هغوي چې راسره ملګري نه ول ،د هغوي نه بی خبره پاتي شوم . خو د دي تر څنګه ما هم طبع آزمایي وکړه ، او دا څو کر خي مي د کاغذ په مخ راوستلي ، دې ګلالي ماشوم لا هیڅ هم نه وو لیدلي ، خو خپله دي جمله کې یې یو کتاب خبري پریښودی ، په رښتیا هم دوي ، مکتبونه وسیځل ،په جوماتونو کې انتحاري حملي وشوی ، په عامه ځایونو کې چاودنۍ وشوی ،په ښارونوکې چاودنې وکړی ،په موټرونو او نور ځایونو کې یې بمونه ځای پرخای کړي او چاودنې یې کړي دي، لوی پلونه پلچکونه یې الوزولي ، په ګنه ګوڼي ځایونو کي یې چاودنې کړي ،په روعتنونو او اداراتو کې یې انتحاری حملی کړی ،او دا د دوی د ترهګریز عملیاتو شمیر تر زرهاوڅخه هم واوښته
عجیبه خلک دي سړی ورته حیران پاتي شي)
د معـــرفت څخــه چـې لیری ، هرانســـــان پاتي شي
داسي مخــلوق به تل په ژوند ، لــکه حیوان پاتي شي
ښکلي سپـــــــیڅلي انســـانان ، له مکـــتبونو ، وځـي
زمونږ په برخــه ، تل جـــاهله ، انســـانان پاتــي شي
غدۍ چې راشي ،رانه یوســی ، زړه ضمیر خاوندان
له مونږه ښکلي ښکلي ولاړ شي ، خودیوان پاتي شي
د فرشتو غوندی څیري مو کړي ، د خــــاورو لاندی
ښــکلي تالا شي ، راته ســوټي د ډیران پاتــــــي شي
هغه کارونه کـــــړي ،جــامه کې د مذهــــــب طالبان
چې مکارۍ کې په حیرت ، ورته شیـــطان پاتي شي
سپینو جــامــــو کې خپل ظاهره ، مســلمان جوړوی
((عجیبه خلــک دي سړی ورته حـــیران پاتي شي))
دښـــمن یې زړونو کې، د حورو وسوسې ګډې کړي
دې بی خبرو ته بیا دین ، او نه ایمــان پاتـــــــي شي
په بــمو والوزوی ، زمــــونږه ګلالي مـــاشـــــومان
د بورو میندو ته د غم څیري ، ګریوان پاتــــــي شي
د ټول بدن غړي توټي ، په هــــرې خـــوا وي برتي
له چا ټکری ، له چـا نتکی ، له چا پیزوان پاتي شي
په جومـــــــاتونو ، مکــــتبو او په عــامه ځــایو کې
داسي ځای نشــته ، چې ترې خلک په امان پاتي شي
خدای د برباد کړي ، د خـیرن ضمیر باطن خاوندان
چې نه یې بوټۍ د طالب ، نه پاکــــستان پاتــــي شي
بشردوســـتان د نړۍ ،ټوله دي په دې متـــــــــــــــفق
چې ځمکي سر کې ، هر وګړی ښه انسان پاتي شي
څه حالت دی بشر دوســــتو ، تاسي یې وینئ که نه؟
څنــګه په اَ من دې حـــالت کې مکتـــبیان پاتي شي؟
چې د جــــاهل په لاس مـــو وژني ،معرفت پتنــګان
مونږ ته به څنګه دې وطن کې هوښــیاران پاتي شي
که واکداران د دي لړۍ ،زیـاتي نور غــــم ونه کړي
د معرفت به دلــــــته څـــنــګه ، لارویان پاتي شـــي
راځئ چـــې وکَرو ، راتلونــکو ته په لارو ګـــــلان
چې نوي نســـل ته وطـــــــن مو ګلســـتان پاتي شي
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
ادبی ټوټه
ځان جوړونه
که ډیری سختی دا روزګار پرتاسو راولي ،بیا هم هماغه یواځینۍ لاره د مهربانۍ و نیسئ ، خپل شخصیت د ننه ضمیر باطن ته د بدو اعمالو په تر سره کیدو بدلون مه ورکوئ ، کوښښ وکړئ مهربانی، او زړه سوی ولرئ ، او په نورو کې هم د محبت او زړه سواندی او عاطفی احساس وروزۍ په زړه کې ځای د محبت ډیر پریږدئ ،ځیني د روزګار په سختو کې خپل شخصیت ته بدلون ورکوی ،یعنی بیا هغه مهربانه کس نه وي ، لکه چې پرون وو ، انسان باید پرځان ډیر کار وکړي ، تر څو خپله یو ښه او بی سارۍ شخصیت د ځانه څخه جوړ کړي ، مونږ باید یو نمونه اوسو ، تر څو زمونږ په لیدلو ، نور زمونږ څخه د ځان جوړونۍ درس واخلي ،مونږ باید آ دې عوامو په اصطلاح په ډزو کې هم مهربانی پرې نږدو ، او خپل ضمیر او باطن بدل نه کړو ، د مهربانی څخه د نوي نسل په ذهنونو کې ډیر ښکلي خاطرات پاتی کیږي ، په مهربانۍ کې زړونه یو بل ته نږدې کیږي ،او نوی نسل چې مونږ ووینې نو زمونږ نقش قدم ځي ، او دا به یو لوی درس راتلونکو ته پاتي شي،
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
آګست ۲۰۱۶
د معرفت شمعي
په دې ویاړم چې ټول روښانفکرانو د علم او معرفت څراغونه نیولي ،او دا تیارې غواړي رڼا کړي ، د ټولو هڅه دا ده چې د تورو ضمیرونو او زړونو خاوندان د معرفت په څراغ روښانه کړي ، ځکه زمونږ دا ټولي بد بختۍ او ستونزی ، د جهالت او نادانۍ څخه سر چینه اخلي ، مونږ باید یواځي د لیک او لوست په سرحد کې ونه اوسو،د لیک او لوست د سرحد نه لږ آخوا واوړو،یعنی لږ نور هم خپل فکرونه روښانه کړو، او ډیر مسائل درک کړو ،او د جهانی تقاضا سره علم زده کړو ، مونږ د علم او معرفت په حصول سره کولای شو ، ډیر لیری راتلونکی د زړه په سترګو ووینو ، زمونږ پخواني د درد خاوندان او زمونږ غمخواران تل د علم او معرفت په جامه سمبال ول ،د دوی د نیک احساس او لوړ احساس پایله وه ، چې دوی به د مستبدو او نا عاقبت اندیشه حاکمانو او چارواکو د کړنو څخه ځوریدل ،او نیوکي به یې په دوی کولي ، دا وجه وه چې دیر خطرناک زندانونه دوی سره وګالل د هغوي هم لویه اندیښنه داوه چې،د وطن سیاست دوی د وطن د خیر او صلاح په لاره بوځي .او د وطن اولاد د علم و فن څخه لري پاتي نشي ، اوس مونږ په خپلو سترګو وینو چې زمونږ د یو شمیر نا آګاهه خلکو څخه دښمن زمونږ د وطن د تخریب د پاره څومره د ځان په ګټه ، ګټه اخلي ،اود دغي بیسوادو او نالوستو څخه کار اخلي ، نو مونږ په باید رتلونکی نسل روښانه کړو ، ، دا د معرفت شمعی باید روښانه کړو ، ځکه دښمن و هغه کرغیړن دیو ته ورته دی ، چې د رڼايی څخه تښتي ، او خصوصأ چې په دې وروستی ورځو زمونږ ټولو خلکو ته خو لا څه چې دنیا ته ښکاره شوه ، چې د دښمن ډیری حملي ، په تعلیمی مراکزواو په تکړه او بیداره خبریالانو باندی وي ، لکه د کابل پوهنتون ،او ډیری تعلیمی مراکزو چې د هغی جملی څخه د کوثر تعلیمی موسسه ،او پر خبریالانو برید ، پرتکړه خبریالانو،لکه یما سیاوش موتر بمب برید، پر الیاس داعی د آزادۍ راډیو خبریال موټر بمب بریداو داسي نوري واقعي، نو لازمه ده چې د تعلیم او تربیه د حصول په برخه کې زیاته پاملرنه وکړو ،
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
لنډه کېسه او خاطره
زما د یوه ملګري د خاطرو څخه
عربی لوڅه نڅا
هلکان په کوټه کې ناست ول ،او لوی ټلویزیون د یوې لوئی پردې یا سکرین سره د دوی مخی ته چالان وو ، او یو عربی مسته او لوڅه نڅا په کې راغله ټول ځلمیان ورته چپ کښیناستل د بلي کوټي څخه چې سپین ږیري په کې ناست ول ، نو د کور مشر محمد دین اکا د هلکانو کوټي ته سر ورښکاره کړ ، یو شیبه په تلویزیون کې د لڅي نڅا ته حیران پاتي شو ، نو په بله کوټه کې یې ناستو سپین ږیرو ته غږ وکړ ، چې هلکانو راځئ (ډیر ځل به سپین ویرو د یو د بل د خوشحالۍ د پاره او د دې د پاره چې ځانونه ورته ځوانان ښکاره شي یو بل ته به یې هلکه خطاب کوو)سپین ږیري د محمد دین اکا د غږ سره ژر ژر بلي کوټي ته راغلل ، محمد دين اکا بر سر کښیناست او یو خوله نصوار یې د لاس په ورغوې کې واچول ، خو د فلم تماشي محمد دین اکا دومره سخت بخت کړ ،چې تر ډیره یې نصوار په لاس کې پاتي شول ، او حیران حیران یې د تلوزیون پردې ته کتل وروسته نصوار ته یې کپ ورکړ او خولي ته واچول ،او خپلي خپې یې په آرامه وغزولي ، لکه چې په بی چوکیه او بی ټکته سینما کې ناست وي ، ډډه یې ولګوله او داسي خیال کې لاړ لکه په هماغه کاباره کې چې دی په خپله ناست وي ،هلکانو د کوټی برق هم مړ کړی وو ، کوټه نیمه تیاره شانی وه ، نور مشران او همزولي یې تر څنګ ناست ول ، خپلي تسبیحي اړولي او د فلم په تماشه بخت ول ، دین محمد اکا په خپل ځوی سلیم باندی ورږغ کړ ، چې سلیمه ځويه : آوړاندی بله کوټه کې ما ما دې یواځي ګوښۍ ناست دی ، ورځه ورته نارې کړه چې د هلکانو کوټي ته راشی چې ساعت یې تیر شي ،سلیم خپل ما ما ته نارې کړې ، ما ما یې د راننوتو سره کوټي ته سترګي په ټلویزویون ښخي کړي وي ، او خپلو خپو ته هم پام نه وو ، د راننوتو سره سم یې چینکې او پیالې واړولې ، او په قهر هم شو ، چې دا کوم فلان او بستان شوي ځوي دلته ایښي ، د تماشی ، له شوقه بر سر پر بالښت کښیناست هلکانو او مشرانو وخندل ،فلم څه کم دوه ساعته دوام وکړ ، او ټول مشران ورته غلي ناست ول ، چا ساه هم نه ایستله ،په مجردی چې فلم خلاص شو ، ټول مشران پاڅیدل او وي وئیل : بند کړې تلویزیون د دوي دې خدای بیخ وباسي د دې فخشا سره
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
د آرمانونو راتلونکی
د ښــکلا ګانو دې وطــــــــــن کې ، نندارې وینمه
د بلــــــــــــــبلانو په هر لـــــــوري ، ترانۍ وینمه
بیا به زرغون شي ، په اورونو ســوځـــیدلی وطن
د ســـوکالۍ په دې چمــن کې ، نښــــانې ویـــــنمه
د تـــیرو شــوو زمــانــــــــو ، راته نکـــلونه وایي
دې ویرانو کې هیري شـــــــوي ، افســــاني وینمه
خدای خبر بیا دې، په وعدو کې څه بدلون راغلی؟
چې د راتلو دې ، په سلـــګونو ، بهــــــــانۍ وینمه
بیګا دې بیـــا ، د هوســــونو شـــــوګیری کړی ده
چې نن دې ســـترګي ، لـکه ډکي پیــــــماني وینمه
د تور ضـــــمیرو کــــوردلانو، ناپـــــوهی د لاسه
د معــــــــرفت د غــــاړي هار، دانۍ دانۍ ویــنمه
منم چې یو ورځ به سر تاج شې ، د دنیا وطـــــنه!
زه حقیقت کې دغـــه ښـــــکلي ، زمانې ، وینـــــمه
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
د هیلو څرک
ناهیلي ګوره نشــــــئ ، امیـــدونه دي په مخ کې
منزل و رسیدو ته ، زحــمتونه دي ، په مــخ کې
د سوکالۍ دي ښـکلي ورځي ، زمونږ په انتظار
غوړولي په دې لاره ، ګلـــونه دي په مــــخ کې
هغوي ته چې کرکي ،او نفــرتونه زړو کې پالي
د میني محـــبت هم ، پیــــغامونه دي په مخ کې
منم چې دا مزل به، په ســــکروټو په اغزو وي
په نصیــب مو له ازله ، بهارونه دي ،په مخ کې
په متین عزم اوچـت کړئ ،په همت خپل قدمونه
چې دلته هر قــــدم کې ، رباتــونه دي په مخ کې
د کرکي نفـــــــــرتونو، دا تیارې به هم رڼا شــي
له هرې تیارې شـــاته ، سهارونه دي په مخ کې
زمان د روڼ سهار زیری ، په بار باری ،رالیږي
تکړه شئ چې د هیــلو ، کاروانونه دي په مخ کې
خوشحـــالیو کاروانو ته، لږ پاتـــي واټــــــــــنونه
د خوښیو مو قسمت کې ، اخترونه دي په مخ کې
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
د فیسبوک د ملګرو څخه اخیستنه او په پښتو کې یې ژباړه د ملایانو د پاره د پند او عبرت او د عصری علم او فن د هڅونۍ احساس ورکول
هغه ورځ چې امیر کبیر وژړل
۱۶۸ کاله د مخه لمړنۍ واکسیوناسیون د امیر کبیر په فرمان پیل شو ، یو څو ورځي وروسته یې امیر کبیر ته خبر ورکړلو ،چې د ایران دیني علماوو یعنی ملایانو په هیواد کې داسي پرو پاګنډه خپره کړي ده ، چې د واکسین د وهلو یا اخیستلو په ذریعه پیریان د انسان په وینه کې ننوځي ، امیر کبیر حکم وکړو چې، هر څوک واکسین نه کوي ، باید پنځه تومانه جریمه ورکړي ،خو د ملایانو د خبرو اثر په خلکو کې ډیر زیات وو ، هغوي چې پیسي درلودلي او بډایان ول ،هغوي پنځه تومانه ورکړل ،او د واکسین د اخیستلو څخه یې ځانونه معاف کړل ،هغوي چې هیڅ نه درلودل په کورو کې پټیدل ، وروسته د یوه مودې نه څو تنه یې د امیر کبیر محضر ته راوستل ،چې د هغوي ماشومان د واکسین نه اخیستلو له وجهي د چیچک په مرض اخته او بیا مړه شوي وو ، امیر کبیر د حاضرینو به مخکي په ژړا پیل وکړ ، مرزا آقا خان په ورو امیر کبیر ته نژدی شو او وي ویل : چې د دوي بچیان خو د دوي د خپلي نادانۍ په وجهی مړه شوي ،امیر کبیر وویل : د دوی د نادانۍ مسوول هم مونږه یو ، که مونږ په پوره اندازې سره مکتبونه جوړ کړي وای ،نو ملایانو به خپل د ټګی او مکر څادر ټول کړی وای ، په ریښتیا چې د ملتونو د پرویتو او غورځیدو او وروسته پاتي کیدو دوران هغه وخت پیل شو ،چې د سالم تفکر ځای (تقلید)،او د کوښښ او تلاش ځای( دعا )،او د لوړو آرزوګانو د تصوراتو ځای( قناعت) او د رسیدلو او پرمختګ د ارادۍ ځای (قسمت) ونیو ،
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
د معرفت وږمې
زه چې کله ډوب شمه ، د ناز په خــیالونو کې
لاړ شمه ، بیا ورک شمه په خپلو جهانونو کې
کله شــــم ژورې ته ، او کله شمه ، هسکې ته
کله غوپه وخـــورم، د فـــطرت په دریابونو کې
څوک به می راورســي، انداز د خــــیالونـــو ته
زه چې ژورسـوچ کې ، وزنګیږم، په ټالونو کې
نه وړي بیخودی می، د مستۍ او د جنون په لور
زه نه یمه خود کې؟ یا څه چل دی، شرابونو کې
کله د غــــرقاب ځیني وباســـــم ، د معنی ګوهر
کله شمـــه ورک، د سمـــندر ، په توفــانونو کې
ویني حقـــــیقت کې ،عارفان می عـــاجزۍ مقام
کله چې ډوبیږمه ، د اوښـــکو ســــــیلابونو کې
هغه کیفیت هم ، چې په درک د عاجزۍ کې شته
کله یې مــــوندلی شـــي شاهان ، په محــلونو کې
زه لـــکه د ګل په څـیر، وږمې د محــــبت شیندم
هر لوري یې لیږم ، په شــــعرونو پیــغامونو کې
زه چې حکمــــــتونه، په هـر پاڼي د ګلـشن ویــنم
څوک یې میندی نشي ، په نســـخو او کتابونو کې
بوی د معــرفت می لـــه وینا، صـــاحبدلان اوري
زه یمـــــــه دیره، لــــکه وږمـــه لا په ګــلونو کې
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
شفقت او مهرباني د ماشومانو په وړاندی
زمونږ کړه وړه ، نیغ په نیغه په ماشومانو اثر کوي ،زمونږ هر قدم ماشومان په خپلو خلاصو سترګو ویني ،او په راتلونکو کې زمونږ د کړه وړه نقش قدم ځي ،که مونږ ماشومان و نازو او ماشوم ته د هڅونۍ روحیه و بخښو ،نو ماشوم ، دا دستور زمونږ نه زده کوي ، او په راتلونکو کې دا سلوک د خپلو راتلونکو ماشومانو سره کوي ، ماشومان زمونږ څخه هر څه زده کوي ،د نزاکت فهمۍ نه نیولی تر د وینا ترتیب او آدابو پوری ، زمونږ د حرکاتو سکناتو څخه درس اخلي ،زمونږ دیری حرکات دوی د نظر لاندی لري ، نو په کار ده چې د ماشومانو په وړاندی ډیر حساس و اوسو ، مونږ باید لویه حوصله او مهرباني ولرو ، چې زمونږ څخه ماشومان د مهربانۍ درس واخلي ،مونږ باید زړه سوی ولرو ، چې زمونږ څخه ماشومان د مهربانۍ او درس واخلي ،مونږ باید زړه سواندی ولرو، چې ماشومان زمونږ څخه د زړه سواندۍ درس واخلي ،که ماشومان خپل مشران او لویان د لویو ارواحو خاوندان وویني ،نو د هغوي کړه وړه د یاده نه وباسي ،او د هغوي په لارو روانیږي ، د ماشوانو په ذهن کې باید د مشرانو ډیري ښي خاطرې پاټي شي ، څومره چې مونږ خپلو ماشومانو ته درانه ښکاره شو ، په هماغه اندازه د دوي په روحیه مثبت اغیز کوي ،مونږ باید د ماشومانو په وړاندی د تجربو او زده کړی څخه ډک ښکاره شو ،هغومره چې مونږ درانه او ستانه د خپلو ماشوانو په مخ کې ښکاره شو هغومره ماشومان زمونږ نه حیا کوي ، ماشومان په لویانو کې ډیر لوی عظمت ویني د مشرانو مهرباني هم ، د کشرانو مهرباني د راتلونکو کشرانو په هکله زیاتوي ،زمونږ نزاکت فهمی او ظاهري کړه وړه ، تر ډیره د ماشومانو په ذهن کې پاتي کیږي ،او د ماشو پر ذهن مثبت اثر غورځوي ،نو په کشرانو مهربان اوسئ ،او په ډیرو سختو حالاتوهم ، خپله مهرربانی او شفقت د لاسه مه ورکوئ ،
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
کال ۱۳۷۷پیښاور
د نفس هوی
یوتن په خپل مینــځ کې، بیدار نه لرو
له عـــلم وفــن نه خـــبر دار، نه لرو
رسوا رسوا، په دې جهــــان ځکه یو
چې یو ريښـــتنی ، فدا کــــار نه لرو
په بیـدردۍ کې مـــو وطن، ورانیږي
ځکــــه د ســولي طــرفـــدار، نه لرو
چې څوک پرې فخر او ویاړ وکاندي
داســـي یـو وړ، د افتـــــــخار نه لرو
د نفس هــوی په ګونډو کړي ، یاران
یو تن صــاحب د ، اختیـــــار نه لرو
لاره د حل مونږ نه شوه، ورکه نوره
داسي څـــوک چې وښیي لار نه لرو
چې په تدبیر خـــپل اعتمـــاد ولــري
یو با تدبیر ، سیاســـــتمدار نه لـــرو
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
ادبی ټوټه
د روح او ځان په ورشو کې
زړه په څه روښانه کیږي ؟ د معرفت او پوهی په ویناوو، په هغه ویناوو چې د معرفت او پوهنې د سیوري لاندی وي،یعنی که یو څه خبری یا ویناووي سړی واوري ، چې په هغه کې د معرفت څرک وي ،نو د انسان زړه او دماغ ته سکون ورځي،یعني ښي خبری او معنی داره خبري دي چې د انسان زړه روښانه کوی ،کله کله د یو صاحبدل استاد چې د درد او تجربو خاوند وي او په خپلو شاګردانو زهیر وي،د هغي خبري هم ښي لګیږي ،ځکه د هغي سره د وطن او د وطن د بچیانو د راتلونکی غم وي ،او د ډیرو لویو آرمانونو لورینه یې په زده کوونکو وي ،نو ځکه د داسي استاذانود درد د کېسو په اوریدو سره په انسان کې د درد د احساس قوه پیاوړي کیږي ،او د هغو خبرو څخه چې ترې د پوهنې او معرفت بوی راخیژي ،د سړي روح او روان پرې تازه شي ،د ښو خبرو مثال لکه د ګل وږمې دي ،چې روح او دماغ پرې تازه کیږي ،ډیر ځله انسان د همدې لویانوله خبرو نه د حقیقت خواته لاره پیداکوي ،د بیدارونکو او انتباهی خبرو او ویناوو څخه انسان ټکان خوری ،او بیداره کیږي ،یانې په خود راځي او د تعلیمی،تربیوی،او اخلاقي ویناوو څخه انسان تعلیمی، تربیوی، او انتباهی درس اخلي ،او د هغوي د ویناوو څخه چې فکرونه یې د عوامو د سطحی نه اوچت دي او لوست او ذاتي هوش یې هم اوچت دی ،نو د هغوي ویناوي هم په او چته سطحه کې وي ،چې هر څوک پرې نشي پوهیدلای، یعنی هرڅوک یې په معنی او مفهوم نشي رسیدلای ،هغوي په خپلو ګهرباره ویناوو سره، مونږ د روح او ځان په ورشو ګانو کې ګرخوي ،او دا د عارفانو خاصه ده ،په کوم لید چې هغوي دنیا ویني شاید چې زمونږ د لید سره توپیر ولري ،د لته د شیخ ابولحسن خرقانی له ویناوو څخه څو مثاله وړاندی کوم.
د شیخ ابوالحسن خرقانی له ګهر باره ویناوو څخه
شیخ ابوالحسن خرقانی وایي: چې دوه کسانوځواب ماته سخت د خودۍ ټکان راکړ،لمړی یو فاسد انسان چې زما له خوا تیریده او ما خپلي جامې ترې راټولی کړی چې په هغه و نه لکیږي ،د خبرو او احوال اخیستلو په وخت کې ماته یې یوه خبره وکړه او وې ویل چې ای شیخه خدای خبر چې سبا به زمونږ حال څه وي ،شیخ ابوالحسن خرقانی وایي : دې خبری ماته سخت د خودۍ ټکان راکړ،
دوم : یو ډیر مست چې کله به غورځیده او کله ودریده ،په یو خټینه کوخه کې (د خټو ډکه)چې د اوبو او خټو نه ډکه وه بی باکانه تیریده ،وایي ما پرې ورږغ کړه ،چې ګوره خپو ته دې پام کوه چې و نه ښویږي ،ده راته وویل :که زه وښویږم شیخه باک نه لري ،پام چې ته ونه ښویږي چې تا پسی به یوه لویه ټولنه دروښویږي،
بل ځای شیخ ابولحسن خرقاني په خپل ګهرباره ویناوو کې وایي : کله چې یو عالم سهار وختي له خوبه پاڅي هغه د خپل علم د زیاتولو په لټه کې وي ،او کله چې زاهد پاڅي هغه د خپل ایمان د زیاتولو په فکر کې وي ،خو کله چې ابوالحسن له خوبه پاڅي : نو هغه د یو انسان د زړه د خوشحالولو په لټه کې وي
د نلسن ماندلا زرینه وینا ده چې وایي :فرق زما او زما د زندان د ساتونکی په څه کې دی پوهیږئ ؟ کله چې هغه زما د زندان د کوټې کړکۍ خلاصه کړي ، هغه تاریکي او غم ویني ، او زه هیلي او امیدونه یانې رڼا ګانې وینم ، نو ستاسو لید ډیر مهم دی ښه لید ولرئ ،
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
د رحمت پراخه غیږه
دښمني چـې تا د حـسن، او ښـــکلا کړه
شیخه! تا په مــونږه تنـــګه دا دنیــا کړه
ته کینې او نفـــرتـونو ، زهر شــــیندې
زهـرجــــنه دې د مینې، دا فضــــا کړه
ته په خوب او خیـالو کې ، تیارې وینې
ما په میـنه کې ، د زړه خــونه رڼا کړه
ته یې نه وینې رحــمت پراخـــه غــیږه
ما د زړه په ســترګو دې ته لار پیدا کړه
ما یـې پریښـــوده هـر څــه د ده ، کرم ته
د غضــب و آیـــتونو ته می، شــــا کـړه
ستا بی روحه وینا ، نه کښـینې په زړونو
چې قیــــمت قـدر دې ټیــټه ، د وینـا کړه
تا له وچ غـــــروره دین او ایمان وســـو
ما د عجز لمـن ، خیشته په خپل ژړا کړه
حکمــــتونه می په دې ټکي کې یاد کړل
چې می مخه په خپل اصل او معنی کړه
د ګداز لمبو می ویښ، صاحـــبدلان کړل
چې می شپه دا ستا په مینه کې، سبا کړه
ثنا خوان دې زه (نادر)هم په هـر ځـای یم
چې بلبل په څیر می ، ټوله شــپه ثنا کړه
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
لنډه کیسه
ژباړه:
سید عبیدالله نادر
محمود بیضاوي
محمود بیضاوي وایي چې د پلار او مور سره می ګرمه خدای پامانی وکړه ، او د یو لیری ملک ته د سفر په نیت د کار وبار په خاطر روان شوم ، او ولاړم دوه درې کاله وروسته لږ لږ زما وخت رانژدې کیده ، چې وطن ته ولاړ شم ،خو د مخه له هغي، د دوستانو څخه یو تن راته احوال راکړ ،چې زمونږ کور ته غله راغلي ول ، او زما د پلار او مور څخه یې د هغوي خر غلا کړی ،د پلار می چې په خره باندی ډیر لاس سپک وو ،نو ورته یې تشویش کاوه،د قضا نه غل بازار ته تللی ،او ډیره زیاته خریداری یې کړې او دا یې په خره بار کړي ،چې میوه غله او دانه هرڅه په کې شامل وو ،نو بار د خره تر شا پروت وو ، غل د یو کار د پاره د پاره د بازار هغه بل اړخ ته تیر شوی ،د یو څه ضرورت د او کار په خاطر، خر څرنګه چې د خپل د خاوند کور لاره ورته معلومه وه ،او د بازار څخه پوهیدی چې څرنګه کورته ولاړشي ،نو د کور خواته یې حرکت کړی ،او د خاوند کور ته رسیدلی او د معمول په طور یې دروازه په سر باندی وهلي ، او د کور انګړ ته ور داخل شوي ،چې په دي کې مور می خر ولیده ،او پر خپل خاوند یې ژغ کړی ،چې وه سړيه ! ځوی خو دي په دوه درې کاله کې هیڅ هم را ونه لیږل، خر چې دوه درې ورځي ورک وو ، د دوهره لویو بارونو او سوغاتونو سره کور ته راغی ،
د فیسبوک د یارانو څخه په اخیستنه اود فارسی ادب څخه څخه پشتو ادب ته او د پښتو ادب په اوړو کې اغږلي
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
ادبی ټوټه
ته چی لاړې
ته چی لاړې بیا زه په هغه کوڅه تیر نه شوم ،ځکه د کو څي په لید لو به ،ستا یادونه په زړه شول،او ستا یادونه به می سترګو ته ودرید ل . ستا یادونو به زما د هجر وهلي زړه پر هارونه تازه کول .د کوڅی او هغه کور د لید لو سره چی ته به کې اوسیدی زما په سترګو کې به اوښکي راوغړیدی . او ستا ښکلي خاطرې به زړه ته و دریدی او زما د اوښکو باران ته به یي نور هم زور ورکاوه . خو ته لکه عنقا ، د کوه قاف د غرونو شاته پناه شوی .او ډیر لیری ملکو ته ولارې . او ستا ارمان اوس مونږ ته په زړه شو.زمونږ د مجلس خوږوالی او تود والی به تا وو. او ستا هغه بی آزاره،بی خاره ټوکي،چی د حساد ت د غشي د وارولو نه لیری وو. د هغی یادول ما نور آزاروي اوس هغه کوڅه هغه خوبایي نه لری چی ته به په کې اوسید لی د هغی کوڅي زینت هم په تا وو . اوس زه ډیر په نا امیدی سترګي غړوم چي ګوندی یو صاحبدل لکه تا غوندی پیدا کړم . او خپل دردونه ورسره شریک کړم .خو افسو س چی دا هغه آرزو ده چی دلته نه تر سره کیږي.
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
د یو ښه اصولِ تدریس په هکله
د ټوپک پرځای بچیانو ته قلم او کتاب لاس کې ورکړئ ، دوی د جګړې او شخړو پرځای د علم او معرفت خواته وهڅوئ ، ځکه مونږ د دوی د روښانتیا مسوول یاستو ، د دوی د بیدارولو او جرأت ورکولو حق پر مونږ دی ، مونږ باید خپلي تجربی دوی سره شریکې کړو ،چې په راتلونکي کې دوی ته د لارې څراغ وګرځي ،چې دوی زمونږ او خپلو تجربو په رڼا کې ،د یو روښانه راتلونکی په لور درانه او استواره قدمونه کیږدي ، باید د جنګ او جګړې نه په انتباه کې دوی ته لنډې کیسی ، وجیزې ، ادبی ، تعلیمی ، تربیوی ، او یا هغه مطالب هم چې د اَمن او سولي پیغام په کې نغښتی وي ،او دا مطالب باید تل تعلیمی ، تربیوی ،اصلاحی، اخلاقی ،انتباهی ، او د علم او معرفت د پاره د هڅونې بڼه ولري ، په کار ده چې د داسو مطالبو سره د دوی ذهنونه آشنا کړو ،او د داسي مطالبو څخه په تدریسی مطالبو کې ډه ډه وکړو لکه (با با ټوپک لري ، ما ما ټو پک راوړ،دا دا ټوپک په اوږه راغی،ما ما په ټوپک جهاد کوي ) داسي متنونو څخه چې دوی د جنګ او بربادۍ خواته هڅوی ډه ډه وکړو ، دوی ته باید د ښه تعلیم او تربیی تر څنګه د زړور تیا جرأت او اوسیلی درس ورکړو ، ځکه زمونږ ننې لویه بدبختي د تعلیم او تربیی ضعف دی ، او د یو نا سالمی تربیی زیږنده ده یانې د تعلیم او تربیی بڼه زمونږ په هیواد کې ډیر ضعیفه ده ،په کار ده چې ، د تعلیم او تربیی سیستم په عصری علومو بدل کړو ،په دې لاره کې مونږ مجربو او فدا کاره استادانو ته هم ضرورت لرو .چې شپه او ورځي د نه ستړی کیدونکو کوششونو تر څنګه په زده کونکو هر اړخیزه مهربانی ولري ،چې د ښه مطالبو د پیدا کولو سره چې په اصول تدریس کې موجود دي، نور مطالب هم چې د روښانتابه بڼه په کې وي پیدا کړي، چې د زده کونکو زړونه او ذهنونه پری روښانه کړي ،یانی مطالب هغه مطالب واوسي چې د وخت او زمان ورته اړتیا ده ،چې هغه مطالب علمی ، تربیوی ، اخلاقی ، اصلاحی ، انتباهی تصوفی ، فلسفی ، او د علم او معرفت په هڅونه کې اوسي
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
ادبی ټوټه
د الهام مرغکۍ
مودې وشوي ، چې تا په خپلو خیالونو کې نه وینم ،نور کله به ناڅاپه لکه یوه کوچنې مرغکۍ زما دزړه په ګل بوټو او ښاخونو آخوا اودیخوا را الوتې ، او زما د زړه ښاخونه به دې وخورول ، ته به کله چې راغلی نو ډیری نوی او تازه نوښتونه به دې د ځانه سره راوړل ،کله به دې د معنویاتو له دنیاګۍ څخه یو معنوي روح او کله به دې د عشق او مستۍ له کوڅو څخه د عشق او مستۍ شور او جنون د ځانه سره راوړ ،کله به دې دردونه راکړل ،او کله به دې د میني احساس کې داسي ډوب کړم چې له ځانه به بیګانه شوم ،موده وشوه چې د خپل د خیالونو په ورشو ګانو کې تا نه وینم ،ستا په راتلو به زما مشام ته لکه د ګلونو وږمې راتلي زه به پوه شوم چې ته راغلې بلها موده وشوه ،چې زما د روح په بڼ کې ستا څرک نه لیدل کیږي ،تا تیر یادونه راوړل تا به زما شعر ته ګلونه راوړل ،تا به داسی غنچې راوړلي چې په هغه باندی به د هر صاحبدل روح او دماغ تازه کیده ،زه اوس د ناامیدۍ په سوچونو کې ډوب ناست یم خو د دې ورشو ګانو ، ګلونو ، او ښکلو منظرو نه الهام نه اخلم ،
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
ستاسودرک
هر څوک د دې توان نه لري ، چې بل انسان له دننه ضمیره څخه درک کړي ، یا وپیژني د انسانانو د درک او دهغوي د نیتونو د درک د پاره هم خاص مخاطب په کار دی ،کله په خپل کورنۍ کې هم تاسی څوک نه پیژني ، یعنی څرنګه چې تاسي یاست،او تاسي په خپله کورنۍ کې هم ځان بیګانه احساسوۍ ،په کومه بڼه چې تاسي په خپله یاست او یا تاسي سره نیک او بد تصورات موجود دي ، او یا هغه څه چې په تاسی کې دي ، هغه هر سړی نه شي لیدای ،او ستاسي د ضمیر او د باطن د روښنایی درک نه شي کولای او یا هغه نه شي احساسولای او دا درک هغه کسان کولای شي ، چې تاسي د زړه له کومی پیژني ،او تاسي سره روحي تړون لري ،ځیني وخت په ټولنه کې سړی خپل ځان ډیر یواځي احساسوي
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
د وصل رویباران
کله کله می زړه ته، ستـــا یادونه رارســــــــیږي
د وصل دې هر وارې ډک جــامـــونه رارسیږي
د مخ په پلوشــــو دې چې ، خیــالونو کې ډوبیږم
د نیمی شپی می زړه ته ، بـــــــیا آهونه رارسیږي
نا هیلي له خزانه، دلته چــیری هــــــــم چې نه شئ
چې زیرۍ راته شـــوی، بهـارونه رارســــــــــیږي
تیارو پســـــــي هر کله ، د رڼا هیلي هم شـــته دی
له هرې تــیارې وروسته ، ســهارونه رارســـیږي
د وصل رویـــباران هم، په دي لارو کې روان دي
نا هیلي چــیری نشـــئ ، پیـــغامـــــــونه رارسیږي
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
یو اصلاحی نیوکیز تعلیمی تربیوي مضمون
زمونږ د وخت د مکتب استاذان
زمونږ د وخت د مکتب استاذان د دې له پاره چې خپله ټیټه معلوماتی سویه و پوښي ،نو په صنف کې به یې وهل او ټکول زیات کول ،او ډیر وخت د درس به هم په همدې کې ضایع شو ، او دا به د دې لامل وګرځیده ،چې د شاګردانو زړه د ښوونځي څخه تور شي ،ځینو به صنف ته د راننوتو سره سم وهل او ټکول پیل کړل ، د تش سبق د نه زده کولو په بهانه، او یا په یوه بله بهانه ، په همدې راز به تل وهل خوړل ،چې دا به د زده کونکو روحی مورال او جرأت هم کموو ،او د بلي خوا به ډیری د هغی مضمون څخه خوابدی شول ،څرنګه چې د دولتی ماموریتونو له وجهی ډیر خلک به له یو ولایت نه بل ولایت ته لاړل ،هلته به یې خپل ماشومان مکتب کې داخل کړل ،نو ځیني ولایتونو کې به ښه استادان هم ول ، چې د هغوي معلوماتی کچه به هم اوچته وه ، او ډیر مهربانه به هم ول ، په تیره به د یوې ښي کورنۍ هم ول ،هغوي چې وهل ټکول کول د هغوي څخه به مونږ هیڅ هم نه زده کول ځکه د دوی په خپله څه نه وو زده ،خو دا نا آګاهه او بی خبره استادان به په دې نه پوهیدل چې دوی په خپل دې سلوک او رفتار سره ،ټولنې ته څومره تاوان رساوه،
په ځینو مکتبونو کې په ولایاتو او کابل کې چې زه پیښ شوم ،او ما لوست وکړ ،داسي استادان هم ول چې د استاذۍ دندی سره یې مینه درلوده ، او د هغوي معلوماتي سویه او کچه هم اوچته وه ، دا به ډیری داسی استادان ول ،چې معیشتی سطحه د ژوند به یې څه نا څه ښه وو ،د دوی به آفاقی معلومات هم زیات ول ، نو د دوی څخه به مونږ ډیر څه زده کول ، او دا د دي ښکارندویي کوله، که استادانو ته معیشتی ژوند او روزګارښه برابر شي نو بدون له شکه به دوی د معارف د اولاد په تربیه کې ډیر کوښښونه وکړي ، او خپلي نیمګړتیاوې به هم پوره کوی ،
لنډه یې دا چې زما په اند، که په راتلونکی کې هم داسي وشي ، چې ځیني استادان چې معیشتی ژوند یې لږ ښه دی او تر یوې اندازې پوری خود کفیله دي ،او په ترڅ کې د معلمۍ د دندی سره خورا مینه لري ، او پلتونکي خلک کې ، چې یانی خپل ازدیاد د معلوماتو کې هم کوښښ کوی،چې د زده کونکو د پاره ګټور پًریوځي، نو داسی استاذانو ته دې وخت او موقع ورکړل شي ،د ماشوم وهل ټکول په ښوونځي یا مدرسه کې د ماشوم په روحیاتو نیغ په نیغه اثر غورزوی ،او ماشوم ډیر کم جرأته مینځ ته راځي ، استاد باید دې ته متوجه اوسي ، چې په راتلونکې کې ډیری ستونزی او مبارزې د زده کونکې په وړاندی دي ،چې د دي لوی واټن او اوږده لارې د پاره او سختو لارو د پاره د ماشوم جرأت او زړور تیا هم شرط دي نو که زده کونکی په وهلو او ټکولو خپل اخلاقی جرأت د لاسه ورکړي ،نو په دي طور یو بی خبره استاد یا معلم ټولنې ته خیانت کوي ، ښه استاد په خپلو ښه معلوماتو ورکولو سره ښه اصولِ تدریس سره او ښه اخلاقو سره د تل له پاره د زده کونکې په ذهن کې پاټي کیږي ،او د استاد کړه وړه ، سر مشق ګرځوي ، مونږ ته ښايی چې د زده کونکو د پاره د ادب او نزاکت پوهیدنې مثال او نمونه وګرځو، تر څو نور زمونږ څخه د انسانیت او نزاکت پوهیدنې درس واخلي ،مونږ باید د زده کونکې په وړاندی هغه قوانین چې انسانیت پرې ډډه لګوي مراعات کړو ،زمونږ کړه وړه باید زدهکونکو ته نمونه او مثال وي ،او زمونږ د ظاهری وضع څخه هم ډیر څه درک کاندی ،نو د وړو بچیانو به تر ډیره په ذهن کې پاتي شي ،ځکه دوی د عمر ډیره اوږده مرحله په مخ کې لري ،نو په په ښه اخلاقو ښودلو سره به هغوي زمونږ نقشِ قدم ولاړ شي ،کوم ښه عادات او خواص چې مونږ یې لرو د دي څخه به هغوي پیروي وکړي ، او دا د اخلاقو درس به خپلو راتلونکو نسلونو ته پریږدي ،نو د قدرمنو استاذانو څخه می هیله دا ده چې په خپل تدریسی مضمون څخه به غیر د زده کونکي د ښه روزنې په خاطر لږ آفاقی معلومات ولری ، چې د زده کونکو د پاره ګټور تمامیږي
«««««««««««««««««««««««««««««««««««««
د ۲۰۲۲ کال د اپریل میاشت
انجونو ته د تعلیم حق ورکړئ ، او مشوری ومنئ
د دې اتو میاشتو په موده کې چې د طالبانو اسلامی امارت په نامه حکومت مینځ ته راغلی ،ورځ تر بلي ورځی د مأیوسۍ او ډیری د پریشانۍ کیسې د افغانستان څخه اورو ،او دا نه یواځي له یوه ځایه او محل څخه خو عمومی داسي حالات روان دي ،څرنګه چې د ډیرو کورنیو سره چې په داخل کې ټول دوستان او مونږه اړیکي نیولي اونیسو یې ، هغوي د حالاتو نه سخته نا هیلي ښودلي ، او د وضع او حالت څخه ډیره اندیښمند دي ، دوی په دې اتو میاشتو کې دا واضحه وښوده ، چې دوي خپل حکومت په بین الاقوامی ، اسلامی ، او بشری قوانینو ، په اساساتو ، ټینګول نه غواړي ،دوی غواړي چې په زور حکومت وکړي ، او دلیل یې هم همدا دی چې، ټول افغانستان خلک پخوانۍ ملی بیرغ غواړي ، او دوی خپل بیرغ ټینګ کړی ، چې دا د اکثریت په خلاف یو کار دی ، ټول غواړي چې جنیکي یا انجوني دي تعلیم وکړي ،او دوي انجوني تحصیل او کار ته نه پریږدی په داسي حال کې چې اکثریت خلک د انجونو د تعلیم پلوي دي ، دي کې هم دوی خپله سر زوری ښايي او ورځ تر بلي د خلکو اندیښنه زیاتوی ،په داسی حال کې چې د اتو میاشتو څخه زیات د طالبانو په حکومت اوښتی دی ،تر اوسه هیڅ هیواد دوی په رسمیت نه دی پیژندلي ، حتی عربستان او پاکستان چې ، د دوی تیر حکومت يې په رسمیت پیژندلی وو ،دوی هم تر اوسه په رسمیت نه دی پیژندلی داخلي سیاست خو تر اوسه خراب دی ، او خارجی پالیسي او سیاست هم ډیر خراب دی ، په ډیرو مسائلو کې دوی د ځپل هماغه سر زورۍ اړخ نیولی دی ، ټوله دنیا او زمونږ پوه خلک همدا لارښودنه ورته کوی او دوی د هیڅ چا ناوری ، چې دا بل اړخ د جهالت دی
د دوی د دا اعمال داسي ښکارندویی کوی چې دوی د ترهګرو سره نه اړیکې پری کول غواړي او نه یې پرې کوی ،دوی غواړي په دنیا باندی ځان په زوره په رسمیت وپیژني ، دوی د هر څه د پاره د دې د پاره چې خپلي نا جایزی خبری ته مشروعیت و بخشي ، نو د دین او مذهب سپر مخي ته کړي ،د نو روز او نوی کال ورځ هم چې د پخواه یو عنعنوي رسم دی په دې کې هم دوی دلیل او دلایل وايي چې دا په مذهب کې منع ده ، نو هماغه زما مخکینۍ خبره چې په هره مسئله کې دوی یو ځل د مذهب سر ور په غوټه کړي ،او خپلي خبري ته د دوی په تصور مشروعیت و بخشی ،د ډیوه ده راډیو په اساس (د بشری حقونو د څار سازمان د ناروی د کډوالو شورا او نورو نړۍ والو سازمانونوهم خپل غبرګونونه څر ګند کړي ،ملګرو ملتنو ، امریکي او نړی والو ټولنې دا وروستی ګام د نړۍ سره د شویو ژمنو نه سر غړونه او په شا کیدل بللي ، ) بیاهم د ښځو د حقوقو فعاله ملاله یوسفزۍ وايی چې : ( نن یې یوه هیله درلوده ،چې هغه افغانی انجوني چې ښوونځي ته ځي ،بیرته به کورو ته نه لیږل کیږي ،طالبانو په خپل ژمنو عمل نه دی کړی ،دوی به اوس بیلي بیلي پلمی لټوي ،چې انجونی له زده کړو راوګرځوي ،)نو په دې توګه ټول همدا وايي : چې انجونو ته د تعلیم حق ورکړئ ،
که مونږه د نورو په شان یواځي د نیوکو لاره غوره کړو ، او د وتلو لاره هم ونه ښایو ، او یا پرې هیڅ پوه نه شو ،نو دا به ښه نه وي، نو ښه مشوره دا ده چې په ټوله نړۍ کې انجونې د تعلیم او زده کړې حق لري او تعلیم کوي ، نو دوی باید ښځو ته د زده کړی او کار حق ورکړي ،دوی به رسمیت پیژندني ټه د دنیا له خوا یو څه نژدې شي ، ملی بیرغ څرنګه چې ټول پخوانۍ ملی بیرغ غواړي ، نو ملی بیرغ دې بیرته ځا پر ځای شي ،خلکو ته د خپلو ملی ورځو د نمانځنې وخت ورکړ شي ،فکر کوم چې دا به دومره سخت کار هم نه وي خو په شرط د دې چې دوی ته يې باداران اجازه ورکړي ،خو دوي به رسمیت پیژندنې ته نژدې کړي ،بل خپلو ژمنو ته د عفو عمومی په هکله ژمن پاتي شي ، او هغه خود سره طایفه او ډله چې خود سرانه ، د دوی په نوم زورونه کوی، او حالات نا امنه کوی ، هغوي چې د امنیت په نوم بد امنی راولي دا ډله دخپل صفوفو څخه لیری کړي ،د ښځو د کار کولو سره به نیم پیکر د ټولنې په کار ولویږي ، د پرمختګ لارې به پراخي شي ،د بهر میشتو افغانانو سره خپلی اړیکې ټینګي کړي ،، خبریالانو ته آزادی د بیان ورکړل شي ، خو بیا هم خپله خبره تکراروم ، که باداران یې اجازه ورکوي ،دا به یو څه د دوی اعتبارات زیات کړي ،ځکه د دوی سر زوری به په هر کار کې زمونږ خلک نا هیلي کړي ، او بل دوی باید خپل هغه خلک د سیاست لمړي صف ته مخکی کړي ، چې پوی خلک وي ، او سخنور وي ،بله موضوع دا چې دا میدیا وګوري چې د دوی په هکله څه ویل کیږي چې د هغی په اساس دوی ځان کې اصلاحات راوړی ، تر اوسه خو داسي ښکاره شوي ، چې دوی دا میډیا او اخبارونه نه لولي ، ځکه بی حسابه لیکنې د دوی په هکله کیږي ،ځکه د دوی د څو تنو د مرکو څخه چې یې په میډیا کې کړې ، چې د دوي ځیني غړي په قر قرو او لافو راغلی د دوی د خبرو دا وا ضحه ښکاریده چې دوی د میډیا نه په کلی صورت بی خبره دي او یا تړلي استخباراتي کړۍ دوی ته دنده ورکړي ،چې دا و نه لولي ، او دوی د بهر نه بی خبره ساتل کیږي .نور څه د وئیلو به ډیر وي ،ځو دومر وایم چې دوی باید د تیری دوری څځه عبرت اخیستی وای که دوی آزاد او مستقل خلک وای ، ځکه تیره دوره ډیر لوی عبرت د دوی د پاره وو او دی ،
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
رنګین خیالونه
د بهار ښکلا ده ، هرې خوا د ګلونو نندارې دي ،سمه او غر په رنګینو ګلنو او سبزو پوښلي دي ، د ګلونو وږمې د نسیم په لاس هرې خوا خوري دي چې د هر انسان احساس را پاروی ، د نو روز د نوی کال ورځي دي ،او هره خوا سمسوره ده ،په چمنونو کې زاڼي او بتې ناستي دي ،او آخوا او دیخواه ګرځي ،د سبزې تازګی وږمو چاپیریال یې په سر اخیستی دی ،او د شاعر او ادیب زړه تخنوی ، او شعری احساسات یې راپاروی ،زه په خیالونو کې ډوپ یو ورشو ته مخامخ ناست یم ، چې ډیر لیری یې د جګو ونو په سرونو، بازان تاو راتاویږي ، او یو ښه منظر کشی یې کړي ده ،خو زه د وطنه څخه لیری د دنیا په دې ګوټ کې ګوخی او یواځي ناست یم ، اوپه داسی حال کې د خپل د وطن د سمسورتیا سوچونه کوم ،چې د هجرت په ما ډیر کلونه اوښتي ،
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
د خود بینۍ او ځان لیدني په هکله
تکبر او غرور دی چې انسان د ځان لیدنۍ او خود بینۍ خواته راکاږي ،یعنی داسي انسانان به غیر د خپل ځان نه بل هیڅ څوک نشي لیدلای ،صرف په خپل ځان کې ورک وي ، د عاجزۍ نښي نښاني په کې هیڅ نه ښکاري د شاعرانو لیکوالانو او د دین د عالمانو له خوا ډیر څه د اصلاح له پاره په دي اړوند شته ، چې انسان تنبه کوي . او انسان ته عبرت درس ورکوي . خو ځیني انسانان دومره په خپل ځان کې ورک وي ، چې دا ټکي پرې اثر نه کوي ، په دي هکله د انتباه او درس د پاره ، د خواجه عبدالله انصاری رحمتالله علیه دي شعر ته چې وايي :
عیب است بزرګ بر کشــیدن خود را
وزجمـــــــله خلق بر ګزیدن خــود را
از مردمـــــک دیده ، بباید آمـــوخت
دیدن همه کس را و ، ندیدن خـود را
لکه څرنګه چې خواجه عبدالله انصاری په دي شعر کې د ځان لیدني په هکله ښه درس ورکوي ، داسي نور شاعران او ادیبان هم ، په خپل وار د عاجزۍ په هکله په خپل متنونو کې داسي ټکي لري .
زَړې خاطرې
په دې کوڅــــو کې می ، خیالونه ورک دي
زما د مــــــینې، تصــــویـــــرونه ورک دي
دلته پرتې دي ، زمـــــا زَړې خــــاطـــــرې
زمــا د ځــــوانۍ ، دلته خـــوبونه ورک دي
د دي خـــټیـــــنو ،دیـــــوالـــــونـــــو لاندی
زمــا د کلـــــــنو ، ارمــانــــــونه ورک دي
په دي ورشــــو او منــــــظرو ، د کلـــــــي
د تیر وخــــتونــــو ، بــــــهارونه ورک دي
په دغـــه خـــــاوره او ایرو د ډیـــــــــــران
یو څو غمي، او څــــو لالــــــونه ورک دي
د خــــود فروشـــــــو ، اقـتــــــــدار نشه کې
له تــکبره ، تـــــرې ځـــانـــــونه ورک دي
په دي بد رنګه، او ســـر کش ماحـــول کې
د محــبت مـــونږ نه ، ښــــارونه ورک دي
د بـــی باکانـــــو، د غفـــــلت پایـــــــله کې
مونږ نه ، خواږه خواږه وختونه ورک دي
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
د غرُبت حال
څوک به جوړ کاندی ، ذرې ذرې وطــن زما
دا د ســـــــترو ارمانــونو، ډک ګلـــشن زما
په غُربت کـې می تـــیریږي ، شـــپی ورځي
څوک به وګـــــــنډی ، په دې دیار کــفن زما
په هر ځــای کې مو، د تن ټــــوټې پرټې دي
څوک به ټول کړي دا قطرې قطرې بدن زما
بی رُخۍ په حال می، شـــپي ورځي تیریږي
په غُربت کې به، څــوک وکــاندی دیدن زما
خــــدایه داســـي، امـــــــن راولې وطـــن ته
چې آرام می شي وجود کې روح او تَن زما
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
آمریکا کلفرنیا می ۲۰۲۲کال
د محبت له خونده نه شو خبر
لکه پتنګ په سرو لمبو کې شـــــو ورک
د نیمو شـــپو ،په تیارو کې شــــــو،ورک
څوک مو ضـمیر له حـــــاله، نه شو خبر
لکه نســـیم هره ورشــــــو کې شو ورک
د زړه له کـــــومی ،چـــا ونه پـــــیژاندو
لکه وږمه ، په ګـــــلابو کې شـــو ورک
د عاجــــــــزۍ لاره ، دنــــیا کړه خـــپله
مونږ د خپل ځان په نندارو کې شو ورک
جهـــــــان عمـــــل کې ، تحـــول راوړی
مونږه په تشــــو خیالو کې شـــــو ورک
لاړې فــضــــــــا ته، مدنــــــیت انګازې
مونږ د وحشت په ځنـګلو کې شو ورک
نړۍ د عـــــــــلم ، په وزرو الـــــــوزی
مونږه د جهل ، قافـــلو کې شــــو ورک
د محــــــــــبت له خونده نه شــــو خبر
هسی د کرکې ،فلســــفو کې شــو ورک
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
آمریکا کلفرنیا ۵/۱۲ /۲۰۲۲
د سترو آرمانو سولي ته
د هجر شپـــي دي ، چې تــیریږي ته به کــــله راځې
زړه می بی تا نه نه صـــبریږي ، ته به کــــله راځې
بشـــره دې اوس هــم ، د خــیالونو په ټالو کې زانګي
د فراق شـــپی دي چې اوږدیږي، ته به کـــله راځې
د انتــظار لمــــحودې تت کړو، رانه نور د ســترګو
زړه می په تا پســـي ځــوریږي، ته به کــــله راځې
دې ځوانیمرګ تسل هم نه کړو، زمونږ زړونه قرار
په بی صــبری عمــر تـــــیریږي ،ته به کــله راځې
سلګۍ سلګۍ باندی تـــیریږي، دا لمـــحې د ژوندون
بهــــیرد اوښــکو نه ودریـــــږي، ته به کـــله راځې
د آرزوګــــــانو، آرمــانونو، او د هـــــیلوغـــــــوټۍ
دلتـــه په ویـــــنو کې لمبـــــیږي، ته به کــــله راځې
په طوفــانــــو د سمــــندر، او د وحشــت، په څــــپو
د آرمــانو بـــــــیړۍ ډوبـــیږي، ته به کـــــله راځې
د نفرتونواو د کرکې ، په لمـــبو کې ســـوځــــــــــو
چــاپـــیره اور له مونږ تاویـــــږي، ته به کله راځې
زمونږ د ســــتروآرمانـــونوســـولي، چــیرته لاړې؟
ســـترګي مو تا پســـــي ړندیږي، ته به کـــله راځې
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
د زړه غوټي
په دې ماحــول کې اوســیدلی نه شــم
کرکــجن حــــالات دلته لیــدلی نه شم
بارونه وړمه ، د فــراق ځــــان سره
خو بـــیدردانو ته یې ، وئـــــیلی نه شم
دردونه ډیر دي، په زړګي راســــــــره
له ډیره غمـــــه، ژړیـــدلی نه شــــــــم
غــوټۍغــــوټۍ دي،نا وئــیلي قیـــصی
چا ته د زړه غــــوټي ، سـپړلی نه شم
هر یو تړلي ، د دښــــمن په لـــــــکۍ
اوس اعتبار، په چــــا کولی نه شـــــم
چې د زخمی زړګي پر هر شـــم ملهم
داسی دردمن دلته، میــــندلی نه شــــم
هغه غـــــوټۍ ، د ارمانـــو یمـــــه زه
چې دې چمن کې غــــــوړیدلی نه شم
د لیــــــونو په لاس، مهـار لـــــویدلی
ځکــه مـنزل ته، رســـــیدلی نه شـــــم
کرکـــــترونه، د خـــندا ویـــــــــــــنمه
په ډاګه چـــا باندی ، خــــــندلی نه شم
چیرته روانه قــــــافـــــله ده، د ژوند؟
په دې اسرارو، پوهــــــیدلی نه شـــــم
چې می خوږمن زړګی په درد راولي
داسي کېســــي نور، اوریدلی نه شــــم
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
کال ۲۰۱۷کلفرنیا
د معرفت جو هر
په ځپل احساس څـوک پوهولی ، نشم
چــاته دردمـــن زړګی ،ښـــودلی نشم
په زړه لـــــرمه ،ناويـــيلی قــیصـــی
غـوټي د زړه چــاته ، ســـپړلی نشــم
یم لاروی ، د بــیدردۍ ، د کـــاروان
دا خپل احســاس ، چـا کې لیدلی نشم
دی انســاني احســاس په زړه راسـره
خـپـل انســاني احسـاس وژلـی نشــم
هـــومــره حـالاتــــو،کــــړولی یمــــه
چي په آرام زړګـــي ، ژړلــی نشـــم
چي وي جـــوهر د مــعرفت ورســره
یو صـاحـــبدل دلتــه،میــــــندلی نشـم
چي پري ماتیږي د دردمـــنو ،زړونه
داســي یو حرف چــاته، وييلی نشـــم
د زړه ســـکون ، رانه حـــالاتو وړی
ځـکه په ډکـه خــوله خنــــدلی نشــــم
چي چیرته و نشـي احســـان له لاسـه
اغـــزي د چــا مـخ ته کرلی ، نـــشم
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
د بیدارۍ وږمې
د زړه په ســترګوړندیدو نه ،نه لــیدل ښه دي
له بی کیفــــیته خـــندا نه،ژړیــدل ښــــــه دي
چې اشــــارو د زمــانې نه، عــبرت نه آوري
بیا له دا هســــی اوریـــدو نه، کڼیدل ښــه دي
چې په درست عمر،د چا په درد کې دوا نشي
داسي حیـــات او اوسـیدو نه ،ورکیدل ښه دي
چې متانت خپل، په مقام او چوکی نه ســــاتي
داسي مقام نه خــــو له سره ، پرزیدل ښه دي
د ضدیت په خره سپاره به،تر څـــو مونږه یو
مصلـــحتونو ته هم غاړه، ایښــــودل ښــه دي
د پرَدو له غلامۍ ، او بد شـــهرته څـــــــــخه
په خپل جونګړه کې عمرونه، کړیدل ښه دي
هغه بنیاد د ماڼۍ ، چې له شروع نه وي کوږ
د بی بنــــــیاده آبادۍ خو، نړیدل ښــــــــه دي
هلته چې وي ، معـــــــنویاتو او د فــضل مقام
د معرفت وږمې له ځـــانه خــــورول ښه دي
لویي ګــــذار کړو ، ذلت او نا پوهۍ کندې ته
له خپل غرور او تکبر نه ، کــوزیدل ښه دي
محبت او د اظهار تندی ، مخــــــلوق له پاره
لکه غوټۍ په څیر هر چاته، غوړیدل ښه دي
چې یې وږمې د بیدارۍ،هر چمن کې نه وي
داسي ګــــلونو غــــوړیدو نه، رژیدل ښه دي
چې په کلام کې د شاعر، د ویښتیا څه نه وي
داسي وینا او له لیـــکلو، نه لیــــــکل ښه دي
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
د طالبانو کړنې
د اسلام په نوم که داســــــــي مو چلند وي
زمونږ چاري به په ټول عمر کې شنډ وي
د جهان، له ســـــیالیه به شـــــــــئ وروسته
که همداســــــي مکتبونه ســــتاسي بند وي
معنویاتو له مقـــــــــامه به محـــــروم شئ
که ککړ مو خـــــیالات په داسی ، ګند وي
نړیوال به نه ودریږي ســــــتاسو خوا کې
که د علم لار کې ټول اعمال مو خنډ وي
که غرور له خره نه کـــوز نشئ ، یارانو
طنابونه به د عـــــمر ســــتاسي ، لنډ وي
د پرَدو حـاجـــت نه، وباســــــئ، ځـانونه
د خیرات به مـــو تر څـــو نیولی پنډ وي
که په سر کې مو زَره عقل و شعور وي
نو دا څو کرخي به زما تاسي ته پند وي
««««««»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
عاجزۍ
که سرونه په ګریوانه کړو ځپل ښکته
عا جزۍ به ، مونږ ته ولګیږي، پته
سمندر د معرفت به له مونږ جوړ شي
خواهشات، که چیری ووهو، په لته
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
د امن او د سولې ترانې
زما په خیــــالو کې،راحـــــــــــــتونه دي بـــیده
خوبو کې د هــــوس می، تعـــــبیرونه دي بـیده
رقیبه په ظاهر صــورت می تیر نه شـي ته بیا
په دې ورانه بــــیدیا کــې بهـــــارونه دي بـیده
تل ګرځــم، کهکشان کې، د خـــیالونو په اوږو
زمــا په تصــور کـــــې، جـهـــانونه دي بــیده
تیریږي ســـتا له غــمه، دا زمــا ټوله ژوندون
زما ســـوی ګوګل کې، ســــتا غمــونه دي بیده
دا ستا د سترګو یاد،په هر ځای راسره مل وي
شوخۍ کې ستا د ســــترګو، آفــــــتونه دي بیده
رسا قد و قــــامت دي هــــــم، فتنې راپاڅـــوي
چې دي قد و قــــامت کې ،قـــــیامتونه دي بیده
لا تر اوســـه ، لاروی یم د میني د کــــــاروان
نصیب کې می د لارې ، منزلونه دي بــــــــیده
تصویر دي لا تر اوسه، خاطرو کې ده ژوندۍ
زما په تصور کې ، ســـــتا یادونه دي بـــــــیده
ظاهره خـــــاموشۍ می، چې تیر نشــــی زاهده
دریاب کې د زړګي می، طــــوفـــانونه دي بیده
بی ســـوز و ســـازه نه یم، په کاروان کې د فنا
چوپتیا کې د ګــــوګل می، فریادونه دي بــــیده
چې د اَمن او د ســولې ، ترې نه خیژي ترانې
دردمن زړه کې می داسي، پـــیغامونه دي بیده
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
در اقتفای این شعرِ شاعر مشهور ایران (مهدی سهیلی)
هم سخن بسیار دیدم ، همرهُ همدل کجاست؟
عالم از دیوانه بُر شد ،مردمِ عاقل کجاست؟
مرد صاحبدل
غرق در طوفان وهمیم ،ای رهروان، منزل کجاست؟
می نشــیند کشـــتی ما، ګـــوشــه ای ساحل کجاست؟
غافلـــــند این راهـــــــــیانِ ،از خـــدا و صـدقِ دین
مرد مومن، مرد حـق یک مرد صاحبدل کجاست؟
از فراسـت تا کــــند تشــــــخیص، درد و رنج ما
مَرد با فهــم و درایت، رهـبرِ عــــاقل کجـــــاست؟
از فـــــتاوی های نا حــق، خـــون عــــالم ریختند
آنکه بطلان بر کِشَد، بر این همــه باطــل کجاست؟
سروی آزادی کـه داند ، رســـمِ عشـــق و عاشقی
با نګـــــاهـی عاشـــــقانه ،تا رباید دل کـــــجاست؟
آنکه سیرِفــــکر او ،باشــــد چـــو کوتل هــــا بلند
آن سخن پرداز و معانی دان ، چون بیدل کجاست؟
آنکه خـــواند رنـــــج ما را، از ورا، ناصـــــــیه
آن رفیق نکته رس، یک همــدمی هــمدل کجاست
تا رهـــــاند زورق ما ، از طلاطــــم هــــــا و بیم
مرد روشــــندل کـجا شد آن شهی ، عادل کجاست؟
بارِ غم هــا تا کَــــــشَد، با برد بـــاری و ثــــــبات
بار بردارِ چون ما ســیه بختان را، محمل کجاست؟
سید عبید الله نادر
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
شرح د حال
راته ښکلی زړه ضمیر ،او خپل نظر کړې
په حکمت او معــــرفت می، مـــنور کړې
چې جـهان د حقـــــیقت په کې ښـــکاریږي
کیفــــیت د بیــخودۍ نه می، خـــــبر کړې
مودې وشـــوی، تورتموکې ، زه اوسیږم
دغه شپی د تورتمــونو می، ســــــحرکړې
چې حاصل راته سکون،د زړه هر دم شي
وحشــــتونو له توفــــانه می، بـــهر کړې
چې د زغم څلې می ، جګه تر آسمان شي
اوســیله می، داســـــي لوړه لکه غر کړې
چې مو زړونه ، له هر خوا نه شي راجمع
دا خواره واره راغونډ، په یو محور کړې
بی قیــــمته کــــاڼي، مــــا ، درته راوړي
ربه! ته یې را بدلي ، په ګـــــوهر کړې
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
آګست ۲۵ کال ۲۰۲۳
پندونه او نصیحتونه
په هر حال له خـــپله ځـــانه خــــبریدل ښـــه دي
معــــنویاتو ته له عـــــجزه، رســــــیدل ښـــه دي
تغــــافــــل هــم په دي چـــــمن کې په کار نه دی
د ګلــشن په رمــــوزاتـــو پوهـــــــیدل ښـــــه دي
یو شیــبه چې مودردمــــن، زړونه پرې آرام شي
په خپل حــال باندی چوپـــتیا کې ژړیدل ښــه دي
په علـــمی پلـــــټون تحـــقـــیق او په څــــــــیړنو
د خلقــــت په پټ اسرارو پوهـــــیدل ښــــــه دي
چـــې جــــلوې د معــــرفت نه ویــــني،په پاڼــــو
له لیدو د داسي ســــــترګو، ړندیدل ښـــــــــه دي
چې د علم په حــــصول مــــــو تنده شــــــي ماته
د فطرت په رمـــــوزاتو، ګـــرویږل ښـــــــه دي
تر څــــو به تغــــــافل کړو ، د دنــــــیا په اشارو
له دیوان د معـــــرفته ، څـــــه لوستل ښـــــه دي
چې نـــــشه د انـــــــتباه یې ، په لـــید کې نه وي
له دا هسی لــــید کـــتو نه ، نه لـــــیدل ښـــه دي
د د نیـــــــــا واړه پـــــندونه ، نصـــــیــــحـــتونه
له بد لــــون د زمــانې نه ، اخیــــــستل ښــه دي
چې د حــق خبری ، پرې وا نه وری هیــــڅ کله
له دا هســـي اوریـــــدو نه ،کــــــڼیدل ښـــــه دي
وســـــیله چې د معیشـــت، دین او مــذهب کړي
هم د داســــي انســـــانانو، خـــــو رټل ښـــــه دي
د کُل جهان چې د خـــــــالق پرې، رضــا نه وي
هم د داســــــي نظــــامـــــونو، پرزیدل ښـــه دي
جهالت په خـــره سپاره به، تر څــــــو مونږه یو
د لويي او تکــبر نه، کـــــوزیـــــدل ښــــــه دي
چې په نشــــه کې د قدرت ځــــانونه ورک کړي
له دا هسی مقـــــامو ځــــــیني، لویدل ښــــه دي
چې رســــوا د عام و خاص په ټول جهان نه شو
هم د هسی ځـــان ځانۍ څـــــــخه وتل ښــــه دي
چې بخــــشایش تندی مو خلاص وي و هر چاته
لکه پرخـــه پر ګــــــلونو غـــــوړیدل ښــــه دي
چې یو شــان مونږ کې ، احساس د همدری شي
د باران په څـــــیر یکــسانه وریدل ښــــــــه دي
جوړ به هـــیڅ نه شــي ، دا زمونږ له خاموشیه
د دا هــسي کښــیناستو نه پاڅــیدل ښــــــــه دي
که نا هـــیلي مــــو ،غُټۍ شــــي د آرمــــــانونو
د داهسی غـــــوړیــــدو نه ، رژیـــدل ښـــه دي
د سید حــــسن غــــوندی دردمــنو په څــــیر(۱)
د خپل وطن په درد و غم کې کــــړیدل ښـه دي
ژړا شـــیون چې یې په ټـــــول عــمر شعار وو
په وطن د ده په شــــان هــم، ژړیدل ښـــــه دي
چې کاروان د علم و فــن نه ، وروســـته نه شو
قافلې د مـــــــــدنیت ته، رســــــیدل ښــــــه دي
چې ســـــیالۍ د ټول جــــهانه ، پاټي نه شــــــو
خپل بچــــــیان په علم و فـــــن سمبالول ښه دي
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
د وطن د یو نامتو شاعر ادیب لیکوال او نظامی شخصیت ، او د خپل وخت ډیرلوی مخور شخصیت مرحوم جنرال سید حسن خان(حسن) چې کله کله به یې شیون هم تخلص کاوه د هغه مرحوم د وطنه ځار وطنه په شعر کې یودوه بیتو ته اشاره ده ،چې د ډیرو زمانو راهیسي هغه شعر د وطن د مئینانو وردِ زبان ګرځیدلی او عنوان یې دی( وطنه ځار وطنه) ،د هغه مرحوم دا لاندی دوه شعرونو ته اشاره ده ،
غمونه ستا می شو، په زړه باندی انبار وطنه
وطنه ځار وطنه
ستا په کړاو کې می وجود شو ټول بیمار وطنه
وطنه ځار وطنه
په همدې شعر کې بل ځای وایي:
ستا احتیاج ووضرور
کړم نا علاج و رنځور
د عندلیب په دستور
راته فریاد شو منظور
زه سید حسن ژړا شیون می شو شعار وطنه
وطنه ځار وطنه
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
روحاني درویش
درویش چې په روحاني مستۍ کې ډوب او د ګډا په حال کې وو ،ځینو ظاهر بینو خلکو چې د ده تماشه کوله ، د درویش دا حالت د هغوی په طبع نه یواځي دا چې موزون نه وو بلکه د نزاکت څخه لیری ښکاریده ،نو خلکو درویش ته وعظ و نصیحت پیل کړچې دا کار د ده د شأن سره مناسب نه دی ، درویش چې په روحانی شور او مستي کې ډوب وو ،او خبری یی هم د عالم معنی نه سرچینه اخیستی ، نو خلکو ته یی ووییل:چې تاسي محرم نه یاست او د پردې شاته یاست .او زه د پردې دې خوا یم ،که دا عالم چې زه یی وینم ، تاسي یې هم ووینئ ، نو زما دا شوراو مستي به هیره کړئ ځکه تاسي د ځان ځانۍ د عالم نه لا تر اوسه نه یی راوتلي ، او حقیقت خواته مو مخه نه ده کړی ،
سید عبیدالله نادر
««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««
د فیسبوک د یارانو نه اخیستل شوې او د پښتو ادب په اوړو کې اغږل شوي
د شاهي قصر ترکان
یو پاددشاه د خپل ملاحظاتو له وجهی یی چې د خپل شاهی قصر په ترکان په وړاندی یی درلوده ،نو په هغه ډیر غوصه شو.او امر یی وکړ چې سبا یی اعدام کړئ ، او هغه ته یی هم ووییل: چې سبا اعدام یې ،خواره کوټی په خپل حال ډیر غمجن او خواشینۍ شو.نو چې کله د کور په پلو رهي شو ، د دنیا غمونه یي په اوږو بار سول ،ډیر غمجن کورته ورغی ، خو ټوله شپه نارامه وو ،او خوب نه ورتی .ټوله شپه به لالهنده په دي خوا او آخوا اوړیدۍ ،ښځي یي چې ډیره با تدبیره ، عابده او د لیري لید خاونده وه ،چې د میړه حال ته یی پام سو ، نو ډیریی زړه پرې درد وکړ ، او میړه ته یی ووییل :بیده سه لکه هره شپه داسي بیده شه ،خدای تعالی یو دی ، او دعظمت او جلال خاوند دی ،او د هغه د رحمت دروازې او د رحمت غیږه تل خلاصه وي ،مه ناامیده کېږه په پروردګار ډاډه شه ، تر سهاره پوري خدای مهربان دی ، ډیر بدلون به راسي ،د ښځي د دې خبرو په اوریدو سره یې دومره زړه آرامه او تسل شو ،چې وار د واره یی سترګي درنۍ شوې ،او خوب هم ورغی او په کراره بیده شو ،خو سهار وختي د پادشاه د عسکرو د خپو د آواز سره په اوریدو په ډیره اندیشنه راویښ شو .چې په همدي شیبه ور وټکید ،او دی په داسي حال کې ورجګ شو ،چې خپلي ښځي ته یی د پشیمانۍ او افسوس په نظر کتلي ،ور یی خلاص کړ او خپل لاسونه یي د تسلسم په نښانه عسکرو ته د مخه کړل ، عسکرډیر سخت حیران شول او وي وییل :مونږ د دي پاره راغلي یو چې پادشاه مړ شوی دی ،او ته ورته تابوت جوړ کړې ، د سړي په سترګو کې د امید څرک ځل وواهه ،او زړه ته یی د تسلی فرشته ننوته ،نو عسکرو پسي په داسي حال کې رهي شو ،چې د عذر خواهۍ په انداز یی شاته خپلي ښځې ته وکاته او نور یې د عسکرو د قدمونو پسي ګامونه پورته کول او رهی شو ،او په ژور سوچ کې ډوپ لاړ ،او د خپلي میرمنۍ دا آواز یی تر غوږ شو ،چې د شپی ورته وییلي وو: بیده سه لکه هره شپه داسي بیده شه ،خدای تعالی یو دی ، او د عظمت اوجلال خاوند دی ،او د هغه د رحمت دروازې یو په یو خلاصي وي ، او دهغه د رحمت غیږه ډیره پراخه ده ،مه ناامیده کیږه په څیښتن تعالی ډاډه شه ،تر سهاره پوری خدای مهربان دی ډیر بدلون به راسي
د فارسی حکایاتو څخه په پشتو ژباړه
ژباړن :سید عبیدالله نادر
حکایت دی چه وایي یو پادشاه یو درویش او فقیر،بی ګناه زنداني کړخو د شپی یي خوب ولید .چې غریب زنداني بی ګناه دی .پادشاه دستور ورکړ او زندانی یی خوشي کړ او هغه یی ځان ته رووغوشت او ډیر یی نوازش کړ . او هغه ته ووییل چی زما نه یو حاجت وغواړه ، درویش وویل : هغه خدای چې په نیمه شپه کې یی ته د خوبه راویښ کړي ،ترڅو ما آزاد کړي ،او تا ته یی د عبرت ټکان درکړ ،دا ډیره د نامردۍ خبره ده ، چې زه د هغه درګاه پریږدم ، او د بل چا له درباره څخه څه وغواړم .
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
د نزاکت پوهیدنۍ یو نوی مضمون،د لیري لید خاوند
سپین ږیری چې په ډیر متانت او دروندوالي په لاره کې روان وو نا څاپه ودرید ، او مخامخ یي کتل لاروی چې یی تر شاه روان و، هغه هم ورته ودرید او ترې یی و پوښتل با با څه ګوري څه دي ولیدل ،چې ناڅاپه ودریدی : سپین ږیري ځواب ورکړ .دا مخامخ کارغه ګورې چې د لار سر ډنډړکي کې اوبه څکې ما سوچ و کړ که مخامخ پرې ورشم زما څخه به وډاره شي ،او وا به لو ځي ، نو ودریدم چې ښه اوبه و څښي او په آرامه بیا زه خپل تګ ته دوام ورکړم ،ما د ځانه سره ووییل: سبحان الله انسانیت ته څومر لارې شته ،نو زه هم د هغې سپین ږيري په پیروي ودریدم تر څو هغه کارغه اوبه وڅښي ،او یو ډیر لوی درس می د نزاکت پوهیدنۍ او اخلاقو واخیست ،
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
ادبی مضمون
د روزګار مکتب
نیک بخته هغه څوک دی ،چې د دنیا څخه د عبرت ټکي راټول کړي .او خپل زړه او ضمیر پرې روښانه کړي ،انسان باید هغه څه زده کړي ، چې په راتلونکي کې ورته سر مشق وګرځي ، ځکه زمانه په خپل دروند رفتار سره ډیر ځله داسي څه مخي ته راوړي ،چې د عبرت بین نظر هغه وینې ،د چا چې د زړه سترګي روښانه وي ،او نور ترې سطحي تېریږي ،نو ښه به هغه وي،چې خپلې عبرت بیني سترګي پرانیستلی ،او د عبرت غوږونونه خلاص و نیسو ،او د زړه په غوږونو هم یو څه واورو او یا خپل فطرې استعداد هم په کار واچوو .نو د حضرت بیدل علیه رحمه د دي شعر په مصداق چې که انسان خپل فطری هوش او فکر په کار واچوی نو کتاب او قلم ته ضرورت نشته ،نو د سترګو په پرانستلوسره د ځمکی او آسمان په اسرارو یو څه پوهېدای شو ،او هغه شعر دا دی :
هوش اګر باشد کتاب و نسخهء در کار نیست
چشم واکردن زمین و آســـــمان فهمیدن است
ځکه د زمانې د رفتار د نتایجو درس په هیڅ مکتب کې نشته ،زمانه په خپل رفتار سره شاته ډیر لوی او عظیم درس او تجربه پریږدي ،چې هغه مونږ په هیڅ مدرسی یا مکتب کې نشو زده کولای ،
د فارسی شاعر مشهور رودکی وینا ده چې
هرکه ناموخت از ګذشت روزګار
نیز نامــوزَد ، زهیچ آمــــوزګار
د روزګار د پند او نصیحت نسخه د هیڅ طبیب سره نشته ،نو ځکه زمان ډیر لوی استاد دی ،هغه څه چې د زمان څخه زده کوو ،او هغه تجربي چې د زماني د ګذشت څخه لاس ته راوړو ،هغه په کتا بونو کې نه شو موندلای ، زما یو شعر دی چې زما د شاعرۍ پیل هم د دي شعر څخه وییل کیږي چې د دي بحث سره ښه اړخ لګوي هغه دا دی :
لدې دومره کتـابو می هیـــــــڅ یاد نشو
لکه دومره می چی یاد شو له روزګاره
نادر
،نو په کار ده چې په خپل اړخونو په رڼو سترګو نظر واچوو.
د رڼو ســــترګو خــاوند دلته په کار دی
چې اسرار د دې چمن ورته ښکاره شي
نادر
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
نادر
******************* د ظاهري بڼي سره خپل وینا سمبالول
انسان ته ښايي چې د خپل عبا او قبا او یا د خپلو ظاهری جامو په سمبالښت سره خپلي خبري سمی وکړی ، او یا خپلي خبری د خپلي سپیني جامو سره پاکي او ښي اوکړي ،ځکه که دانسان خبری نا سنجیده وي ، د انسان د وقار د پلي خوا نیمه خوا په هوا کې پاتي کیږي ،نو د حضرت بیدل د شعر په مصداق د هر چا سره باید سنجیده خبري وشي .
لکه چې وايي :
با هرکه هر چه گويي ،سنجیده بایدت ګفت
تا کـــــفهء وقــــــــــارت پا در هوا نـــباشد
سړی باید هغه خبری وکړي چې په زړونو اثر وکړي ، نو باید د فارسي د دي شعر په مصداق سره که سړی چپ پاتي شي غوره ده ،ځکه چې د بی رنګه او بی بویه غوټۍ خلاصیدل یا غوړېدل ، به غیر د رسوایي نه بل څه نه دي ،هغه ښه ده چې بی هنره لاس په لسټوني کې وي ، او د لستوڼی نه بهر نه شي،
شګفتن غنچه یی بی رنګ وبو را می کند رسوا
همان بهــــتر که دست بی هنر در آســــتین باشد
دا به شه وي چې لکه د ګل په څیر انسان په خاموشۍ کې د معنی وږمی وشیندي .
لکـــه ګل یمه خـــاموشه په ظـــــــــاهر کې
خو وږمی می د سخن ، هر خوا خوري دي
نادر
ځکه چې د فارسي په یوه بله وجیزه کې چې په یو لوی ضرب المثل هم بدل شوی داسي راغلي.
(تا مَرد سخن نګفته باشد ، عیب و هنرش نهفته باشد )
نو انسان ته کله په ځای خاموشي ډیر وقار بخښي ، نو دا هم باید سړی د یاده ونه باسي ، چې انسان تر د امکان یو حده پوري که د خولي نه دُر او ګوهر نه شي ورولی ،نو خپل ځان هم سپک نه کړي ،
داسي مه ګڼه چوپتیا می ،چې په هیڅ هم نه پوهیږم
لکه ګل په خــــــامـــوشۍ کې ، په هزارژبو ویږم
ځکه هغه حالت ډېر ناوړه دی چې انسان ته دا وبریښي چې په فلان مجلس کې ما د نزاکته څخه لیري خبری وکړې ، او اوس زمانه کې خو خبری هم ثبتیږي او سړی د خپلو خبرو څخه منکریدلای هم نشي ،او پیشیماني بیا ګټه نه لري .ځیني د دي له پاره چې ځان ته یو کاذب شخصیت ورکړي ،نو په خپل ویناوو کې پر له پسی په هر چا نیوکي کوي او دې ته متوجه نه وي چې په یو وخت کې په هر چا نیوکی کول د دوی خپل شخصیت د سوال لاندی راولي ، کیدای شي یو کس به وي چې دنورو خلکوهم نیوکي ورباندی وي ، ولي د هر چا په هکله درسته خبره نه ده . او د سړي د تېر شووو خبري هم د اعتبار څخه غورځوي ، او حتی مونږ حاضرینو ته غیر نورمال ښايي، نو دي ته باید پام ولرو چې خپل خپره په ډیر احتیاط او سنجیده باید پیل کړو . د حضرت حافظ د دي شعر په مصداق :
بر بساط نکته دانان خود فروشي شرط نیست
یا سخن دانسته ګو ای مرد عــــاقل یا خموش
د وطن د یو دردمن شاعر شهید جنرال سید حسن (حسن) چې کله به یې (شیون) هم تخلص کاوه د هغه مرحوم دا څو بیتونه به ډیر زمونږ په بحث اړخ ولګوي هغه بیتونه دا دي :
په ظاهر لـــــباس که سپین سپیــــــڅلی بریښې
زه دې ویــــــنم په باطن باندې تــــک تور یې
کــه په کپ او په کــــالر وي عــلامـــــــــه یې
که په علم او هنر وي ، د خـــــــــره ورور یې
که په خوله وي ، قوم پرست او وطن خواه یې
په عمل باندې ، کم بخــــــــته د پـــــــیغور یې
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
سیدعبیدالله نادر
غنیمت وختونه
وخت په چټـکي ، له مخــــــــي مو تیریږي
زمانـــه، د چــا د پاره ، نه ودریــــــــــږي
خو افسوس ، زمونږ په حال باندی همدا دی
چې په قدر ، د زمان، څــــــوک نه پوهیږي
نادر
دا یو څرګند حقیقت دی ،او ټولو ته ښکاره ده چی مونږ د وختونو څخه ښه ګټه نه ده اوچته کړی .حتی که وختونه زمونږ په ګټه هم راغلي ،خو مونږه تری ښه استفاده نه ده کړی .یعني وختونه مو نه دي مهار کړي .یا دغفلت له وجهی او یا هم د کم استعدادۍ له وجهي، فرصتونه او وختونه زمونږ له لاسه د عوامو په اصطلاح په مفته کې تللي ،
وخت غنیمت دی ،خو له لاسه وځي
ژرشه چې وخـت په تیریدو دی ګله
تبـاه برباد له جهــــالته یـــــو مـونږ
دغه دوران، د پــــــــوهیـدو دی ګله
خو بر خلاف دښمنانو ډیر د وختونواو فرصتونو څخه ښه ګټه اوچته کړی، او هغوی د وختونو په قدر تر مونږ ښه پوهیدلي،اوپوهیږي ،یعني حالا تو څخه یی دخپل ملک او خلکو د پاره ښه کار اخیستی .نو راځئ چې د فرصتونو او وختونو څخه ښه ګټه پورته کړو ،او شرایط د خپل په ګټو وڅرخاوو ،د زمان څخه ښه استفاده وکړو ،لکه دا نورو ملکونوپه شان ، خصوصا ګاونډیانو چې کړې او کوی یي .
دښمـــــنانو په خپل پوهه ، ښه وختونه مهار کړي
هر لمحه زمونږ له مخي ، فرصتونه د دوران ځي
نادر
په اوسني شرایطو کې د خپلو سترګو په وړاندي ښه وینو،چې زمونږ د چارواکواو رهبرانو څخه ښه وختونه په تیریدو دي .او باید مونږه هم و خت څخه د خپلو خلکو او خپل ملک د خدمت د پاره تری هغه ګټه اوچته کړو چې لازمه ده .مونږ په دي څلورو لسیزو کې د خپلو سترګو په وړاندی ولیدل ،چې دښمنانو هغه کوم موقف چې مونږ دنیا ته درلود، د هغی نه په استفادې سره یې خپل ملک او خپلو خلکو د پاره کار او خدمت وکړ ، او خپل ملک او وطن یې آباد کړ ،او لا تر اوسه هم لګیا دي ،خو برخلاف مونږ او زمونږ رهبرانو او مشرانو د دي فرصتونو څخه هغه استفاده چې لازمه وه،و نه کړه ،همدا وجهه وه چې زمونږ مصیبتونه ، او کړاونه ورځ تر بلي زیات شول ،اومخ په زیاتیدو دي ،د دي له پاره چې دښمن خپل پروګرام په خپل زړه او په خپل خیر مخکي بو ځي ، نو زمونږ د مشرانو په مینځ کې یې هم بی اتفاقی واچوله زمونږ ساده مشران یو تر بله سره وغورځیدل ،هغه کوم وختونه چې دوي د سوکالۍ او رغاونۍ د پاره درلودل هغه یې هم د لاسه ورکړل ،په دي څلورو لسیزو کې ډیر وختونه داسي راغلل چې زمونږ په ګټه ول ، مګر مونږ ترې ښه ګټه او چته نه کړه ، د ۲۰۰۱د سپتمبر څخه وروسته هم حا لات زمونږ په ګټه څرخیدلي ، د دنیا په یوه لویه پیمانه مرستي مونږ ته راغلې ، ټوله دنیا مونږ سره ودریدله ، خو مونږ دلته هم وختونه نه دي مهار کړي ،
خواږه وختونه ، انتظار کاږي زمونږ
خوند له وختونو اخیستل دي په کار
چې پس له دي شي دا وختونه مهار
د غنیمت وخت رانیول دي په کار
نادر
مونږ د څلورو لسیزو د دي حالاتو څخه هیڅ درس او تجربه وا نه خیسته ، د رودکی د فارسي د دي شعر په مصداق :
هرکه ناموخت از ګذشت روزګار
نیز ناموزد ، ز هــــیچ آمـــوزګار
رودکی
که زمونږ د ګاونډی ملک کې حالات خراب شول ، او ټولو دنیا د ترهګرو د روزلو په سر وغنده ،لکه دریاب په شان هغه مرستی یې پرې بندی کړې ،او تحریمونه یې پرې جاري کړل ، بیا هم ، مونږ د خپلی ګټی کار مو د خپلو خلکو او ملک د پاره ترې وانه خیست ،ډیر لوی لوی مثالونه د عبرت د اخیستو مو مخي ته راغلل خو مونږ ترې عبرت وانه خیست ،
هره پاڼه د تاریځ ، د آزمایښ بابونه ســــتایي
ګذرګاه کې د عبرت لوی ، مثالونه دي راځي
د ګاونډیانو په کور دننه مو لګیا دي ، انقلابونه راروان دي ،او دنیا یي ټول یواځي پریږي خو بیا هم مونږ د دي حالاتو څخه په خپله ګټه ترې کار نه شو اخیستلای ،یعنی دا هغه وخت دی ، چې مونږ یی په خپله ګټه و څرخاوو ، دغه او اوس اوس دا څو ورځو کې زمونږ د بل ګاونډی ، ایران خارجی اړیکی ، مخ په شلیدو دي ، او داخلي اړیکي یې هم ښه نه دي ، یانی د قوی بحران سره مخامخ دي ، ، خو مونږ بیا هم حالات نشو مهارولی ،خپله کمزوری هم په دي کې ښایو ، څومره چې ځان کم زور وښایو ، په هماغه اندازه وروسته پاتي کیږو ،یعنی لازمه ده چې د شرایطو سره سم ځانونه جوړ کړو ،او یا خپل سیاست د زمان په مطابقت سره وکړو ،د جهاد د پیرڅخه باید ټولي چاری د جهاد مونږ په لاس کې نیولی وای ، خو د جهاد د کاروان رسۍ هم مونږ خره د لکۍ پوري وټړله ، ، د جهاد او مقاومت پوره صلاحیت باید زمونږ د خلکو سره وای نه د ګاونډی ملکو سره پاکستان هر هغه افغانی شخصیت چې دوی ته مطلوب نه وو ، د خپلو تربیه شوو مسلکي جلادانو په واسطه له مینځه یوړل ، چې د ټولو نومونه اخیستل به په دي مختصر کې یې د ځاییدو امکان نه وي ، په هغه وخت کې هم باید زمونږه مشرانو احتجاجونه کړي وای ، خو متأسفانه داسي ونه شول ،اوس هم حالات داسي روان دي چې باید مونږ ورته سیاسي تدبیر ولرو ، اګرکه تر یوه حده ښه ګته اخیستلی هم شوي ، یعني دا چې پاکستان لارې بندې کړي او د طورخم د لاررې څخه نوري ، مظبوطي لارې پیدا کړې او لا لګیا یو پیداکوو یې هم ،دا یوه لویه لاسته راوړنه بولم .خو آخوا پاکستان په ډیره یوه کمیدي ډرامه کې ، امریکییان ، او عربان وغولولول ، او د دوي څخه یې ډیرې پیسي ټر لاسه کړې ، دا هم د دوی د ځان په ګټه د دوی په تصور یو ښه سیاست وو ، او اوس هم په همدې کار لګیا دي ،او دې مداریتوب ته دوام ورکوي ،او په هغه لاس ته راوړو پیسو باندی د تروریزم د مضبوطولو د پاره کوښښ کوي ، مقصد د خپل بقا او نجات د پاره هر راز کوششونه کوي ،لکه څرنګه چې د اور په لیکه کتاب کې پرویز مشرف لیکلي ،او وایي :(د پاکستان د بقا او نجات د پاره مو، د افغانانو په وینه تویونه دریغ نه کاوه ، او په افغانانو کې مو د ورور وژنۍ افکار ځکه روزل چې پاکستان با ثباته پاتي شي ،که څه هم د افغانانانو په زړونو کې ،د جنتونو ارمانونه او وسوسې وي ،خو مونږ ته د خپل هیواد پاکستان بقا مهمه وه ) نو د دې خبري څخه دا ښکاره کیږي ، چې دوي د فرصتونو څخه ډ خپل وطن او خلکو په ګټه استفاده کړې ، او کوي یې ، نو مونږ ته په کار ده چې د ګاونډي مشرانو د تګ راتګ په هکله زمونږ وطن ته ډیر پام ولرو ، ځکه د دوي تګ راتګ که څه هم د سولي د راوستو په خاطر وي ، بیا هم په کې خپلي ګټي په نظر کې نیسي ، یعنی خباثت په کې مو جود وي ،چې دي ټکي ته زمونږ چارواکي باید پوره پام وساتي
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
زمونږ ذهنیت او د دنیا د خلکو ذهنیت د خپلو راتلونکو له پاره
زمونږ د خلکو لید د راتلونکي نسل په هکله ، د پرمخ تللي هیوادونو په پرتله
د د نیا د خلکو ذهنیت دا دی ،چې راتلونکي نسل د سوکالي د پاره ډیر خدمتونه وکړي ،او ډیری آسیانتیاوي برابري کړي .پرته له دي چې د همدي وخت او زمان خلک چې په کښي ژوند کوي ،دوی په خپله ډیری ستونزي ګالي ،خو له بده مرغه زمونږ په وطن کې د کم سواده خلکو څخه په تیره دا اورو ، چې هر څه کیږي ، همدا اوس دي په مونږ ښه وي ، یعني په مونږ دي ښه تیره شي ،اوس چې مونږ خوشحالي او آرامي د دي وطن ونه وینو، په راتلونکي نسل دي خدای اور ولګوي ،په داسي حال کې چې داسي نه ده ، مونږ باید ډیر لیري راتلونکی په نظر کې ونیسو ،او د راتلونکو نسلونو د پاره خدمت وکړو ،او آسانتیاووي وربرابري کړو .د موضوع د بلاغت او ښه رسوني د پاره به فکر کوم ، دا لنډه کیسه بسیا وي ،
وایي چې یو پادشاه د ښکار په نیت مخ په سارا تللی وو ،په لاره کې یی یو غریب اوډیر زوړ سړی ولید ،چې میوه داره نیالګي کری ،او ده هغه نیالګی کره ،چې هغه ډیر عمر پس حاصل ورکوي ، نو پادشاه ورته رانږدي شو ،او په ټوکه یی ورته ووییل :دا نیالکی چې ته یی کرې ،پر دي ډاډه یی چې د دي حاصل به وخوري ،په داسي حال کې چې دا ونه زنډ وروسته حاصل ورکوي ،دنیا دیده سپین ږیری د معرفت په رڼا کې ډیر ښکلی ځواب ورته ورکړ. او وي وییل :ډیر ځله پخوانیو وکرل او مونږیی میوی وخوړي ،نو مونږیی کرو تر څو راتلونکی نسل یی وخوري . پادشاه چې په خپله هم زړه یی د معرفت په نور روښانه وو دا خبره یی ډیره په زړه ښه ولګیده ،او د عبرت ټکان یی وخوړ او خبره یی خوشه شوه ،دومره یی خوشه شوه چې سم دلاسه یی سپین ږیري د پاره د یو شاهانه خلعت او بخشش امر ورکړی ،سپین ږیری ډیر سخت کټکټ په خندا شو ،او ډیر یی وخندل ، پادشاه تري نه پشتنه وکړه چه څنګه دي وخندل ، ! روښان ضمیره سپین ږیري ، داسي ځواپ ورکړ : چې د نورو نیالګي پس د ډیرو کلنو حاصل ورکوي ، زما نیالګي همدا اوس حاصل ورکړو ،پادشه په خپل هم په خندا شو او نوره هم دا خبره پری ښه ولګیده ،او د نور بخشش امر یی هم ورکړو ،که نورو د راتلونو نسل د پاره خدمت کړی وای مونږ به په دي حال نه وو. د وطن د یو دردمن شاعرسید حسن(حسن) شعر د ی چې وایی :
کــه نوروآســـایش او آرام غــــــــــواړې
ګهوارې غوندی د ځان کړیدل زده کړه
د الهام فرشته
پریږده چی د ګلبوټي د لاندی په هوسا خاطر پریوځم ،او خپل د پریشانه خیالونو تناب د کاییناتو په دي پراخه نظام کې وغزوم ، مګر داسي به وي چي یو ځل په ژور سوچ کې په خود راشم ،او په خپل حال وژاړم ،ځکه په خپل حال ژور سوچ کول د عبادت نه کمه نه ده ، ولی چې هره شیبه ، هره لمحه ،او هره لحظه ،د خدای تعالی په قدرتونو،او عظمت ژور سوچ کول ،دا په خپله لوی عبادت دی ،پریږده چي لږه شیبه په معنویاتو کې ځان ورک کړم ،چیرته لاړې ای د معنویاتو او الهام فرشتۍ راشه یو ځل ما هم د بیخودۍ خواته بوځه .
«««««««««««««««««««««««««««««««««««««««
د حالاتواثرات زمونږ د وړو بچیانو په وړو ذهنونو کې
دومره زمونږ لوی او واړه د ډزو او باروتوپه هوی کې د سا ایستني سره عادت شوی ، چي که اوس د ماشومانو مخي ته د امتحان او انتخاب په طور ،قلم ،کاغذ،کتاب، او د علم او معرفت وسایل او تر څنګه یی مرمۍ، ټوپک کلاشنکوف ،راکټ او آوان کیږدو،او ماشومانو ته ووایو، چي د دي څخه یو وټاکئ نو د ماشومانو لاسونه بی اختیاره ،د ټوپک مرمۍ ،راکټ او کلاشینکوف خواته اوږدیږي اودا ځکه چې څلویشت کاله په دي وطن کې جنګ روان دی ، او اوس هم دا تحمیلي جنګ ، دوام لری ، زمونږ ماشومان اوځوانان د یو چا د مرګ د کلیزی مراسم په ځای د دي چی د یوې غونډی په ترڅ کې ونمانځی نو زمونږ ځوانان یي په ډزو نمانځی په داسي حال کې چې د ډیرو خلکو د ډزو څخه نفرت دی .او ډیرو خلکوته د دي ډزو څخه روحي تکلیفونه پیدا شوی .او پیدا کیږي ،ځکه د کال ۱۳۷۰نه تر ۱۳۷۴ کلنو په موده کی د سیاسی مشرانو د خپل مینځی جګړو اثرات لا تر اوسه زمونږ د خلکو په ذهنونو کې پاتي دي ،
د خاطرو ډیوه
نور زما د تصور په تل کې ستا د خاطرو د ډیوۍ رڼا مخ په تتیدو ده ،او اوس ستا د مخ تصویر څرنګه چی به پخوا هره لمحه هره شیبه زما د ذهن په آسمانونو کې ځلیده .اوس زما د خیالونوپه ورشو کې ستا انځور نه ښکاری داسي ښکاری چې نور د تل لپاره زما د ذهن او زړه له دنیا څخه ته وځې، په حقیقت کې د زمانی سټریااو ناخوالو زما په ذهن کې ستا دتصویر مخی ته پرده غوړولی ده ،اوس په خوبونو او خیالونوکې هم نه راځې ستا د ښکلي مخ رڼا اوس زما د تصور په دیوالونو رڼا نه غورځوی ،څومره چي د خیال غیږه پراخوم ، او لیری لیری واټنو ته نظر زغلوم ،ستا تصویر نه ویینم ،ډیر کلونه دمخه به شپه اوورځ زما په تصور کې ګرځیدې .
د زړه خبري
لکه څرنګه چي د یو طبیعی منظری ښکلا چې ډیره ښه په زړه پوری منظره وي او د هغی په لیدلو د انسان روح او روان تازه کیږي نو هماغسی د هغي منظری تازه اومعطره هوا چې د ګلونود وږمو سره نغښتی ده ،د انسانانو د ماغونه تازه کوی .او زړونه یی روښانه کوی ،نو د صاحبدل وینا هم د هماغسی منظری په شان د انسان روح او دماغ تازه کوی .او وینا یي په زړونو اثر کوی .لکه څنګه چی د عمر تر پایه هغه منظره د انسان د خاطر څخه نه ووځي ، او تل د انسان په یاد وي ، نو د صاحبدل وینا هم د انسان په زړه کې پاتي کیږي ،د پند آمیزه خبرو څخه یي انسان پند اخلی ، او د انتباهی څخه یی انسان ټکان خوری او په خود راځي ،یعني انتباه تری اخلی ، او د مجلس د نزاکت فهمی څخه د نزاکت فهمۍ درس اخلي ، د حافظ دا شعر به بده نه وي چی ډیر ښکلی د صاحبدلانو په باره کې وایي :
ګر سنګ از حدیث بنالد ، عجب مدار
صاحبدلان حکایت دل خوش ادا کنند
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
د غربي ادبیاتوادبی پارچه د فارسي ژباړي څخه ژباړه :ژباړن سید عبید الله نادر
او که هغه یو ورځ بی خبره او ناڅاپه ، را شي ، هغه ته څه ووایم ؟
ورته ووایه چې زه د مرګ تر دَمه د ده په انتظار وم ، که یې زه و نه پیژندلم او بیا یې هم زما نه د تازه څیزونو پښتنې وکړې ؟ هغي سره خبري وکړه او د خور په شان د زړه درد ورسره وکړه ،شاید په زړه کې ډیر غمجن وي ، او د یو همدرد په لټه کې وي ،او که پشتنه وکړي چې ته چیرته یې ،هغه ته څه ځواب ورکړم . ځما دغه طلايي ګوتمۍ هغه ته ورکړه او هیڅ ځواب مه وایه ، که سوال وکړي چې ولي تالار خالي او چپ دی ؟ دا خاموشه څراغ او خلاصه دروازه ورته وښایه ، ورته ووایه چې ما په شونډو کې مسکا درلودله ،ویریږم که داسي و نه وايي نو اوشکي په سترګو کې واړوي ،
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
د حضرت ابوالمعانی بیدل یو بیت ته ژوره کتنه
ګوشي مروتی کو کز ما نظر نپوشد
دست غریق یعنی ، فریاد بی صداییم
ابوالمعاني بیدل
بده به نه وي که د چا د زړه درد او فریاد د مردانګی او مروت په غوږونو واورو، او د هغه د زړه حال د هغه د تندي او صورت څخه یا روحیاتو درک کړو ،ځکه د حضرت بیدل په دغه شعر کې څوک چې په اوبو کې غرقیږي هغه فریاد او چغي نه شي وهلای ، نو دلته د روښان ضمیره انسانانو نه دا تمه کوي ، چې د مردانګۍ او مروت په غوږونو ،له ستوني څخه دا ناوتلی فریاد واوري ،یعنی انسان ته ښايي چې هغه وخت باید د یو اړ انسان مرستي ته ورسیږي او لاس نیوی یې وکړي ، چې هغه ورته ضرورت لري ،مونږ تل داسي وخت کې د یو خیر کار د پاره دانګو ، چې هغه انسان نور برباد وي ،یا بلکل غرق شي ، نو د حضرت بیدل د دي شعر څخه داسي ښکاري ،چې د زړه سترګي خلاصي او د عبرت غوږونه اوریدونکي و لرو ، پورتني شعر کې مطلب دا دی ، که هغه غریق چې د ډوبیدو په حال کې دی ، د هغي پورته کړی لاس چې فریاد د خولي نه شي ویستلای درک کړو ، او ځان په موقع ورته ورسوو ،یعني د مروت او مردانګۍ غوږونه دومره اوریدونکی وساتو چې داسی حا لاتو ته په خپلو اوریدونکو غوږونو نظر واچوو ، او یا خپل نظر ونه پوښو ،یانی منظور دا دی چې داسي حالات په ټولنه کې راځي چې د هغی درک په پوره اندازه یو دیده ور انسان کولای شي او د کلام د بلاغت د پاره فکر کوم دا د قدرمن عزتالله ځواب شعر هم ضروری وي چې وایي :
چې غوږونو نه د سترګو کار وانخلي
ړانده کله عــدالت باندی ، پوهـــیږي
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
««««««««««««««««««««««««««««««««««««««
د ځان په نندارو
نه په رمز او اشـــــارو دي ، دغــه خلــــــک
غولــــیدلي ، په عمرو دي ، دغـــه خلــــــک
نه راخــــــــــیژي ، له دوی نه بوی ، د معرفت
پاتي شــــوي ، په تیارو دي ، دغــــــه خلک
ځان ځانۍ کې دي ډوب شوي ، په ټول عمر
د خپل ځـــــان په نندارو دي ، دغه خلـــــک
د ارواحو په شان ګرځي ، ځمکي ســــر کې
لکه ، مړو، جــــــنازو دي ، دغــــه خلــــک
مدنیت آثار یــــې نه ښـــکاري ، څــیرو کـې
پاتي شوي په تیارو دي ، دغـــه خلــــــــــک
پرمخـــتګ او ترقــــۍ ، په لار کـــــې وینو
چې روان په ډیر نخــــــــرو دي، دغه خلک
«««««««««««««««««««««««««««««««««««
که آباد دغه وطن غواړئ
لاســونه ورکړئ ، د کــار شئ
و خــوارانو لره ، یارشــــــئ
تر څــو به مو وي ، جنـــګونه
بیا دسـولي ، طــــــرفدار شــئ
په کـــــږو لارو، به څــــه ځئ
نو راځئ ، په سمـــــه لار شئ
د نفــــــــاق بزرونه ، پریږدئ
د وحدت د باغ ، مالـــــــیارشئ
دسیسي ، له هرې خــــــــوا دي
شــنډولـــــو ته ، بـــــیدار شئ
چې دښــمن مو، دوطـــــن وي
د هغــــــو د پښـــــو، خار شئ
جهــــــــالت ځیني ، بـــهر شئ
بیا هـــــدف ته مو هوښیارشئ
د پردو غـــــــلامی ، پریږدئ
د خپل وطن ، غمــــخوار شئ
که آباد دا وطـــــــن ، غواړئ
نو راڅـــئ کار ته ، تیار شئ
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
ناکامورا ووژل شو
خو نوم یې د انسانیت ته د خدمت په کتاب کې ثبت شو
عبادت نه یواځي تســـــــبیح وییل دي
په اوږو د ټول عالم بارونه وړل دي
ناکامورا د ډیر لیري وطن او ملک څخه یعني د جاپان څخه مساپرد پښتنو وطن ته خدمت د پاره راغلی وو ،که څه هم د دې وطن د خلکو په ژبه بلد نه وو ،خو دخپل د صادقانه خدمتونو د تر سره کولو په واسطه یې د زمان په ډیر کم وخت کې د خلکو په زړونو کې لار پیدا کړه ،او ډیر محبوب شو ،
په ښه خوی باندی تسخیر شي تمام زړونه
له بد خوی څخــــــــــه پیدا شي ، نفرتونه
د سمسورتیا او بیا رغاونۍ یې ډیری افساني پریښودې ، چې نمونۍ یې ژوندی پرتي دي .نور خلک یې هم ډیر د کار د پاره وهڅول ،ده به په کراتو او بار بار د همت د درس ورکولو په خاطر و نورو ته ، بوجي ګاني به یې په خپل شاه واړولي او وړلي به یې په داسي حال کې چې ده ، د یو رییس په صفت کار کوو،او د خپلي موسسي رییس وو ،د ده په زرګونو تصویرونه چې په فیسبوکونواو میډیا کې خپاره شوي ،دی خړ پړ ګرد وهلی د کار په جامو کې ښیي ،تجملي لباسونو نه بیزاره ښکاریده ،ده چې کومی مټی او پیڅي د کار د پاره بډ وهلي وي ، ډیر خلک یې تنبه او بیداره کړل ، ډیرو ته یې د خودۍ ټکان ورکړ ، دده په راتګ ډیر ځایونه ګلستان شول ،یو یو اغزی به یې د لارې څخه لیری کاوه او پرځای به یې ګلونه کرل ،زما د دي شعر په مصداق:
اغزن ماحول په ګلستان د معرفت شو بدل
د مصلحت قـــــــدم چې هلته د دانا ورسید
د زمان په ډیر کم فرصت کې ،د ده صادقانه خدمتونه هم نه یواځي زمونږ خلکو ته بلکه ټوله نړۍ ته محسوس شول ،او دي خپل ځان و عالم بشریت ته د یو ریښتني خدمتګار په توګه وښوده ،او ښکاره یې کړ ،په دي ټول پوهیدل چې داکټرتیتسوناکامورا د دي وطن یو صادقه زړه سوانده خدمتګار دی ، نو له همدې وجهي خلکو ته ډیر ګران وو ، او خلکو ډیر نازاوه او خلکو به ورته له ډیره نازه کاکا مراد وییلي، د خلکو په زړونو کې یې دومره ځای نیولی وو چې ،
د عرفی د دي شعر په مصداق :
چنان با نیک و بد خو کن که بعد مردنت عرفی
مسلمانت به زمــــزم شوید و هندو بســــــوزاند
د ده بی ترسه خدمت په دي لاره کې د اوږدو کلنو په دوران کې په داسي نا مساعده شرایطوکې داسي وښوده ، چې غواړي لارې رڼا کړي خو که په ده هرڅه وشوه ، دی پرې پروا نه لري ،د صاحب شاه صابر د دي شعر په مصداق چې وایي :
مونږ د ځان نه یو ، په ځان نه یو ، صابره
مونږ دې وسوځـــو ،خو لارې دي رڼا شي
د خدمتونو ښکاره نښه یې دا هم ده ،چې یو ځلي د افغانستان جمهور رییس ښاغلي اشرف غني ځان ته وباله ، او ډیر یې تقدیر کړ ،او دا د ده دوژلو څخه لږه موده دمخه وشوه ،او د ده د احترام د پاره ده ته لورینې په خاطر ده ته یې د افغاني تابعیت ورکړ ، کاشکي د دي کار سره د هماغي ورځي څخه د ده امنیت نور هم ټینګ نیول شوی وای ، خو زمونږ حکومت او چارواکو په ډیر تأسف سره باید ووایم ، چې هیڅ راز پاملرنه یې ونه کړه ، همدا وو چې څو ورځي وروسته د داکتر اشرف غنی د قدردانیو څخه د ده د خدمتونو څخه د خپل زړه سوانده او مهربانه پنځه تنه ساتونکو سره په جلال آباد کې د وطن د آبادۍ آو سمسورتیا د دښمنانو له خوا ووژل شو ،د ده دا پلان وو چې د کنړ د سند اوبه مهار کړي ، او تر یو څه حده بریالی شوي هم وو ، خلک پرې ډیر نازیدل او ویاړ یې کاوه ،خو له بده مرغه د بی قدرۍ او بی ارزۍ دنیاګۍ ته راغلی وو ،
بی ارزۍ نه دا ماحـــول راته سور اور شو
لکه پروت چې په مجمر ، د سور انګار یم
نادر
دي کار مونږ د جاپان سوله دوسته خلکو د پاره و شرمولو، د جلال آباد امنیت هم ډیر زیات خراب وښودل شو ، او د ټولو خلکو اندیښنه زیاته شوه ، چې په رڼا ورځ کې داسي یو سړی لکه غر راوپرځوی ، د دي دومره عظیم خدمتونو سره ، نور عادی خلکو خو هیڅ د ژوند تضمین نشته دی ، په پوره ګمان سره چې داکټر تیتسو نا کامورا د کنړ د سیند د اوبو په خاطر وژل شوي ، ځکه هغه نه غوښتل چې دا اوبه ضایع شي ، او د هغه کوشش دا وو ، چې دا اوبه مهار کړي ،او په دي ورځو او وروستیو کلنو کې ،د پاکستان (آی ،اس آی) دا هڅي وي ، چې زمونږ د بندونو د جوړولو خنډ وګرځي ،او یا بندونو د جوړولو د پاره خنډ جوړ کړي ،او دا کار زمونږ ګاونډی ایران هم کاوه ، او کوي یې ، د ده وژل یې د داسو کسانو په واسطه تر سره کړل ، چې د هغو ماغزه یې مینځلي وو ،دوی دومره د ځان نه غافل خلک ول ، چې د ناکامورا تر مرګ وروسته د دي لوی عالم او دنیا غبرګون ته به هم نه وي کتلي ، چې یواځي خو په دي فیسبوکونو کې څه حال دی ، چې سړی حیران شي نوره میډیا خو پریږده ،آیا چې دا بی ضمیره به ورته حیران شوي نه وي، او که نه ، ، د داسي بی ضمیره او تور وجدان خاوندانو باندی دوي دا وژني تر سره کوي ، ولي که د لږ وجدان او ضمیر خاوند وي ، چې د خلکو دا غبرګږن ته وګوري نو پښیمانه به شي ، دوي ته اوس دا هم جهاد ښکاري ، چې ما جهاد کړی ،علامه اقبال چې د شاعری او فلسفي افکارو په څنګ کې یو لوی عالم د دین هم دی ، نو داسي فرمایي :
دین کافر فکر تدبیرو جهاد
دین ملا فی سبیل الله فساد
خدای تعالی دي دي آدم رویه غولانو ته د حضرت بیدل په وینا یعني دي ، بی حاصلانو ته چې هیڅ ترې نه حضول کیږي ، یا پو هه ورکړي او یا نا څاپه او ناګاهه مرګ لکه چې په دي بیت کې وایي :
پرُاست آفاق از غولان آدم رو ، چه ساز است این
به این بی حــاصلان یا دانشــي ، یا مرګ ناګاهی
بیدل
، په آخره کې ناکامورا ته دا وییل غواړم ، آرام بیده سه ستا خړ پړ ګرد وهلی صورت به هیڅ وخت او هیڅکله د دردمنو د زړونو نه و نه وځي ،ستا ځای د دردمنو په زړونو کې دی ،
د مذهب بنیاد پرستو ، د انسان خونریزی بند کړئ
لوی مذهب انســــــانیت دی ، محبت لویه سجده ده
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
زه او خیال
چې ســـاقي په لاس کــــــــې راکړله ، جـــــــامونه
رانه هیر یې کـــــــــړل ، د تیر عــــمر غــــــمونه
کرۍ شــــــــــــپه ده ،او ټــــــــــولي ده ، د رندانو
زه او خـــــیـال ،او د بد مســــــــــــــــتو آوازونه
چــــیرته لاړې ، ای زمـــا فلســــــــــفي خـــــیاله
راشه وســــــــــپړه ، د نوي ژوند بابــــــــــــــونه
یو ځـــــــــل بو می ځــــــــه لــه خوده ، بیخوديه
چې هجران لمــــــــبو می زیات کــړله ، دردونه
د هســــــــتي په معـــــــــــما ، باندی پوه نه شوم
څوک به وي چې راته راکـــــــــــړي ، ځوابونه
هومره پوی یم د عبرت په دې صــــــــــحرا کې
زمانه ښــــــــــــایي هر چـــــــاته ، بیل رمزونه
هسی ورک، یو څو شیبي شوم په خپل ځان کې
تصـــور کې چــــې می کېښوده ، ګــــــــامونه
ځینو لاره ، په حـــــالاتو کــــــــــــې کړه ورکه
ځیني ورک کړل ، په لويي کې خپل ځــــــانونه
نه پوهـــــــیږم دا د چــــا ، د پـــــــښو آواز دی
چې می زړه ته رارســـــــــــــــیږي ، پیغامونه
چې یې زړه په معرفت ، روښـــــــــانه نه وي
هیڅ تأثیر به پرې و نه کړي ، دا نظــــــــمونه
تربـــــیت مــــــــــو بنیادي ، ســـمول غواړي
که نه ټول عمر به مـــــــونږ یو او جنــــګونه
معرفت کې به ، ټول ســـــــــــیمه ګلستان شي
که مونږ وکرَو ، په لارو کې ، ګـــــــــــــلونه
ظلمتونه ، او تیارې به شـــــــــي ، نور ختمې
که روښــــانه کړو ، د لارې مشــــــــــــعلونه
انسانیت به خپل ، معراج ته ورســــــــــــیږي
له کینو نه که مو وژغـــورل ، خــــپل زړونه
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
دردمند مهربانان
د بیکسانو غمـــــخواران چــــــیرته دي
هغه سپیــڅلي انســــــانان چـــــیرته دي
کړي چې احساس زمونږ د زړه دردونه
داسي دردمند صـــــــاحبدلان چیرته دي
خدمت چې وکړي ، په ریښــــتیا د وطن
داسي زړه ســـوانده ، خادمان چیرته دي
چې له خوبونو د غفلت مــــو کړي ویښ
دي ګلســتان کې ،بلبلان چــــــــیرته دي
بیا چې د سـولي زیری راوړي مونږ ته
د دي چـــــمن عـــندلیبان چـــــــیرته دي
ټوله نړۍ چــې ، په وینــــــــا پوهــــوي
داسي دانا ســـــخنوران ، چــــــیرته دي
چې د غرقاب نه دا کشــــــتۍ ، و کاږي
هاغــــــه دردمند مهربانان چــــیرته دي
چې په پرهر زړونو مــــو کیږدي مرهم
داسي دردمنه ، آشــــــــــنایان چیرته دي
د زړه آئینه
بی خودۍ کې می خبر ، له خــپله ځـــان کړې
فصــاحت راته په برخــــــــــــه ، د بیان کړې
چې د زړه په ســـــترګو، ووینم اســــــــــــرار
آئینې ته می د زړه ، هـــر څـــــه عـیان کـړې
تجـــلی د معرفت چـــې ، په کــــــې ویـــــــنم
په حکمت کې داسي زړه ، راته روښان کړې
چې په زړه کې یې ، دټول جـــــهان وي مینه
داسي لوړه مرتبه، د هر انســــــــــان کړې
چې په سپینو جامو پټ او زړه یې تور وي
را نه لیري له نظــــره ، دا دیوان کـــــړې
چې جاري په کې ، تل ســتا وي صــفتونه
داســي ژبه په ثنا ، راته ګـــویان کـــــړې
شاعرته الهام
شاعر ته ښه ده ، چې هــجران وویني
یا دوطــــن ، یا د جـانان ووینـــــــــي
جوړ له انســــانه شي ، دریاب د عـلم
چې محرومیـت په دي جهــان وویني
په هر انســان کې ، دا د عجز نښه ده
چې کم له ټولو نه خـپل ځـــان وویني
د ژوند په قدر هم هــــغوي پوهــیږي
چې یا تنګـــسه ، او یا زندان ووینــي
د شـاعر شــــــعر هم غـځوني وکړي
چې په فریاد کــــــې بلبـلان ، وویـني
د زړه احسـاس باندی ، ځوریږي هله
چې په ماحـــول کې ، بیدردان وویني
په تصور ورته الـــهام شی د شــــعر
چې ښـکلی مخ د خپل جــانان وویني
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
««««««««««««
د روڼ نظر خاوندان
هغوي چې د معرفت په روښانه او روڼ نظر ،او د زړه په سترګو د دنیا اشارات ویني ، او د عبرت ټکي ځیني اخلی ،یعنی کشفیات ورته کیږي ، نو ځان د دنیا په کیفیت او ماهیت ښه پوهوي ، دوي په خپلو ګرویږنو سره د دي ټکي په معنی پوی شوي دي ، چې د دنیا ّهیڅ کار او ګذر د زمانی د تیز بین نظر د پاره به غیر د اشاراتو نه بل څه نه دي ، زمانه په ځپل رفتار کې ، ډیر څه د عبرت د خاوندانو د پاره لري ، چې نکته رسه دماغ یې نیولی شي ، او غافل انسانان ترې په تغافل تیریږي ،نو د انسانیت د پوړیو ته د رسیدود پاره د دي مرتبو او پوړیو څخه تیریدل ،او دا مراحل پی کول هغه څه دی ،چې په حقیقت کې ، د یو انسان څخه کامل انسان جوړوي ،هغوي چې د روح او ځان مشام ته یې د معرفت بوی رسیدلی وي ،او د زړه سترګي یې د معرفت په نور روښانه وي ، او د اسرارو پلتنو ته په خلاصو سترګو ، او د دنیا اشارات په خلاصو او پرانستلو سترګو ګوري ،هغوي چې د معنویاتو په وزرونو ځانونه یې حقیقت ته رسولي ،هغوي چې د زړه او حال خاوندان یې ،د کلام څخه روح اخلی ،هغوي چې د علم په حصول سره د زړونو په تیارو کې مشعلونه روښانه کوي ، هغوي چې په وینا کې یې ډیر لوی د انسانیت او محبت درس پروت دی ،د دي اشاراتو څخه یې ډیر څه زده کړي وي ،او اخیستي وي ،
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
ځان جوړونه
که ډیری سختی دا روزګار پرتاسو راولي ،بیا هم هماغه یواځینۍ لاره د مهربانۍ و نیسئ ، خپل شخصیت د ننه ضمیر باطن ته د بدو اعمالو په تر سره کیدو بدلون مه ورکوئ ، کوښښ وکړئ مهربانی، او زړه سوی ولرئ ، او په نورو کې هم د محبت او زړه سواندی او عاطفی احساس وروزۍ په زړه کې ځای د محبت ډیر پریږدئ ،ځیني د روزګار په سختو کې خپل شخصیت ته بدلون ورکوی ،یعنی بیا هغه مهربانه کس نه وي ، لکه چې پرون وو ، انسان باید پرځان ډیر کار وکړي ، تر څو خپله یو ښه او بی سارۍ شخصیت د ځانه څخه جوړ کړي ، مونږ باید یو نمونه اوسو ، تر څو زمونږ په لیدلو ، نور زمونږ څخه د ځان جوړونۍ درس واخلي ،مونږ باید آ دې عوامو په اصطلاح په ډزو کې هم مهربانی پرې نږدو ، او خپل ضمیر او باطن بدل نه کړو ، د مهربانی څخه د نوي نسل په ذهنونو کې ډیر ښکلي خاطرات پاتی کیږي ، په مهربانۍ کې زړونه یو بل ته نږدې کیږي ،او نوی نسل چې مونږ ووینې نو زمونږ نقش قدم ځي ، او دا به یو لوی درس راتلونکو ته پاتي شي،
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
د معرفت شمعي
په دې ویاړم چې ټول روښانفکرانو د علم او معرفت څراغونه نیولي ،او دا تیارې غواړي رڼا کړي ، د ټولو هڅه دا ده چې د تور ضمیر او زړونو خاوندان د معرفت په څراغ روښانه کړي ، ځکه زمونږ دا ټولي بد بختۍ او ستونزی ، د جهالت او نادانۍ څخه سر چینه اخلي ، مونږ باید یواځي د لیک او لوست په سرحد کې ونه اوسو،د لیک او لوست د سرحد نه لږ آخوا واوړو،یعنی لږ نور هم خپل فکرونه روښانه کړو، او ډیر مسائل درک کړو ،او د جهانی تقاضا سره علم زده کړو ، مونږ د علم او معرفت په حصول سره کولای شو ، ډیر لیری راتلونکی د زړه په سترګو ووینو ، زمونږ پخواني د درد خاوندان او زمونږ غمخواران تل د علم او معرفت په جامه سمبال ول ،د دوی د نیک احساس او لوړ احساس پایله وه ، چې دوی به د مستبدو او نا عاقبت اندیشه حاکمانو او چارواکو د کړنو څخه ځوریدل ،او نیوکي به یې په دوی کولي ، دا وجه وه چې دیر خطرناک زندانونه دوی سره وګالل د هغوي هم لویه اندیښنه داوه چې،د وطن سیاست دوی د وطن د خیر او صلاح په لاره بوځي .او د وطن اولاد د علم و فن څخه لري پاتي نشي ، اوس مونږ په خپلو سترګو وینو چې زمونږ د یو شمیر نا آګاهه خلکو څخه دښمن زمونږ د وطن د تخریب د پاره څومره د ځان په ګټه ، ګټه اخلي ،اود دغي بیسوادو او نالوستو څخه کار اخلي ، نو مونږ په باید رتلونکی نسل روښانه کړو ، ، دا د معرفت شمعی باید روښانه کړو ، ځکه دښمن و هغه کرغیړن دیو ته ورته دی ، چې د رڼايی څخه تښتي ، او خصوصأ چې په دې وروستی ورځو زمونږ ټولو خلکو ته خو لا څه چې دنیا ته ښکاره شوه ، چې د دښمن ډیری حملي ، په تعلیمی مراکزواو په تکړه او بیداره خبریالانو باندی وي ، لکه د کابل پوهنتون ،او ډیری تعلیمی مراکزو چې د هغی جملی څخه د کوثر تعلیمی موسسه ،او پر خبریالانو برید ، پرتکړه خبریالانو،لکه یما سیاوش موتر بمب برید، پر الیاس داعی د آزادۍ راډیو خبریال موټر بمب بریداو داسي نوري واقعي، نو لازمه ده چې د تعلیم او تربیې د حصول په برخه کې زیاته پاملرنه وکړو ،
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
ادبی مضمون :
د زړه سوی نمجنو سترګو ، سوز او ګداز په هکله
د زړه سوی او سوز او ګداز په هکله ډیرو شا عرانو د معنی نه ډکی رنګیني مصری او شعرونه وئیلي ، او په ادبی نثرونوکې هم،د اوښکو ډکو سترګو ستاینه ډیره شوي ،د اوښکو ډکو سترګو درلودل ، یعني خپل عا جزۍ درک کول ، دا هغه کار دی ، چې دا لوی نعمت دیرو لږو او د ګوتو په شمیر انسانانو ته خدای تعالی ورپه برخه کړی ،د دغو رنګینو ځینو بیتونو یادونه په فارسی او پښتو ادب کې دلته کوو ،
د دي بیت شاعر اګر که راته معلوم نه دی خو په واقعیت سره یو ډیرښه د معنی نه ډک او رنګین بیت دی ، :
اګر این است مژګانی ترِ من
نخواهد آفتابِ محشرم سوخت
که زما سره دا د اوښکو ډکی سترګي وي ،نو خدای خبر که د محشر لمر هم ما وسوځوی ،د دي معنی دا چې په دنیا کې داسي سوز او ګدازکې یې ژوند تیر کړی وي ، یعنی د خپلي عاجزۍ درک یې کړي وي چې تل ژړه غونۍ وي، اوبیا یې خپل انجام ته په پام کې نیولو سره یې په دنیا کې ښه ښه کارونه تر سره کړي وي ، او په ځان باوری وي ، یو ایرانی شاعر په نامه د عاقل هنر ور خان په خپل یو بیت کې ډیره ښه دي موضوع ته اشاره کړي ده ،
فیض آب دیده ، نتوان یافت در آب ِ وضو
کاش زاهد را به جای ریش مژګان تر شود
عاقل هنرور خان
یعنی د نمجنو سترګو یا اوښکو فیض او برکت د او داسه په اوبو کې نشته ، وایي کاشکی د زاهد د ږیري پر ځای باڼه لمده شي ،یعنی منظور د سوز او ګداز درلودل دي ،او دي معنی دا چې لمدی سترګي او یا چشمِ تر ولري ،د دي مراد زړه سوی او د اوښکو ډکي سترګي ولري ،او د عاجزۍ لمن نیول دي ،
په یو بل بیت کې حضرت بيدل رحمت الله علیه وايي :
از محیط رحمتم ، اشکِ ندامت مژده ایست
یارب این نومید را ،محروم چشمی تر مکن
بیدل
بیدل وايي چې د رحمت د دنیا یا محیط څخه زما د پشیمانۍ یوه اوښکه ده چې تا راکړی ،او دا ما ته یو زیری دی، نو وایي یاربه ! ما د لمدو سترګود فیض نه، مه محروم کوه ،ما په خپل دوه بیتونو کې ،چې د سوز او ګداز په هکله او د عاجزۍ په هکله دی ، داسي وئیلي :
د محشر د لمر به تاو هم ، ماته نه وي
که زما سره وي دا ، نمجنې سترګي
نادر
او بیا په دا بل بیت کې د سوز او ګداز په هکله :
په یوه نفس به سوړ د محشر لمر شي
که دا خپل سوز او ګداز راسره مل وي
کله کله چې د عاجزۍ د درک مرحلی ته نژدی شوی یم ، او کراتو می د عاجزی نه عبرت اخیستی نو بیا دا بیت می وېیلی دی:
ټول کتاب می د ګناهونو شو کنګال
هغه دَم چې په خپل اوښکو لمبیدلم
نادر
بل ځای بیا حضرت بیدل وايي ، چې زمونږ بیدردی هم ، د دي فلک یا آسمان لاندی عجیبه ده ، چې د لوګي په کور کې یو خو زمونږ باڼه لامده نه دي ، یعني مطلب دا چې په دنیا کې ډیر داسی ، صحني وینو او زمونږ تر مخي تیریږي ،چې د ژړیدو وړ دي ، خو زمونږ سره دومره سوز او درد نشته چې زمونږ سوز او ګداز راوپاروی ، او یا زمونږ په باړخوګانو د عاجزۍ اوښکي جاري شي ،او هغه شعر دا دی ،
:بيدردۍ ما زیر فلک سخت غریب است
در خانهّ دودیم ، کسی را مژه تر نیست
بل ځای حضرت بیدل :
و هغه زاهدانو ته چې خپله تقوی او زاهدی د نورو پر مخ راوباسي ، نو زاهد ته وايي ، چې ته و هماغه سل دانی تسبیح ،یانی وايي چې هر څوک یو مقصد لری په دې دنیا کې ، چې د زاهدانو مطلب ډیری اړخ ریا او فریب دی ،نو وایي چې : زما یوه قطره اوښکه توئیدل ،او ستا د ټول عمر زحمت ،یعنی زما یو سوز او ګداز او ستا ټول عبادت ، یعنی چې لانده بانه او سوز د زړه لرم
برو زاهد ، که هر کس مقصدی دارد درین وادی
تو و صد سبحه جولانی ، من و یک اشک غلطیدن
بيدل،
بیا وایي ، د خود بینه او مغروره زاهد په سترګو کې ، څه رانجه او څه خاوري ،هیڅ فرق نه لري ،ځکه د ژور لید د کیفیت څخه لکه د رانجو کڅوړه خالی دی ، یعني هغه لید چې زړه او ظمیر یې روښانه کړي ورسره نشته ،
به چشمِ زاهد خود بین ، چه توتیا و چه خاک
که از حقیقت بینش ، چو سرمه دان خالیست
پایله دا چې یو درد من او د خدای تعالی په مینه او محبت کې غرق انسان ته دا ښایي ، چې تل سوز او ګداز ولری ،او نمجنې سترګي ولري ، او هره شیبه او هره لمحه په خپل حال متفکر وي ، هغوي چې په دي لاره تللي دي ، ډیر حقایق د ژوندون ورته ښکاره شوي ، ،یعنی هغوی چې لمدې سترګي لري دا واضحه ده چې غرور نه لري ، او د فاني دنیا بی وفا یي ویني .او تل زړه سوی او ترحم لري .
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
سټړی روح
هر شیبه د درســت عـــالم غـــمونه خورمه
په اندیښــــنو کـې، خـــپل عمر تـــیرومـــه
دې غــدۍ کې ، نا کــــراره ژوند د لاســـه
ستړی روح می ، په کالبُد کې ګـــرځـــومه
په دې لارو او کــــــوڅــو ، د انتـــحار کې
زه قطرې قـطرې ، بدن راټـــــــولـــومــــه
د راتګ غـــــم چې می ، ونه کړې مـرګيه
زه په خپله خـــوښه ، ســــتا لـور ته درځمه
عاجزۍ اوښکي می راغلي ، تر ګــــریوانه
په خپل اوښکو می ، پرهـــــر د زړه ګنډمه
چې د درد په ویــــــنا ، زړونه یې دردیږي
ځم هـــغو ته ، خــــپلي اوښـــکې تــــویومه
چې ګـــوهر د معــــرفت ، دلـــــته پیدا کړم
سمـــندر کـــــې د معنی ، غــوپۍ وهمـــــه
معرفت د ورشــــو باز وم ، حقیــــــقت کې
خــو د زړه په ســــــــترګو ، چــا ونه لیدمه
د پاڅون چې یوه څرک یې وي ضــمیر کې
داســي خـــلـــک له غــــفلته ، ويـــــــښومه
د وطـــن فراق اوږې ، زمـــا درنې کـــړې
چې کلــــونه د بیـــــلتون ، بارونه وړمــــــه
که هر څو له هرې خوا ، تیارې خورې دي
دا تــــــیارې ، په معــــــرفت رابد لومــــه
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
سید عبید الله نادر
د رحمان با با په پیروی
چې می مینه خدای، په تا باندی پیدا کړه
ترکه ما په هــــغه ورځ خپله رضا کړه
د رحمت پراخه غیږه
مذمت ، چـې تا د حـسن، او ښـــکلا کړه
شیخه! تا په مــونږه تنـــګه دا دنیــا کړه
ته کینې او نفـــرتـونو ، زهر شــــیندې
زهـرجــــنه دې د مینې، دا فضــــا کړه
ته په خوب او خیـالو کې ، تیارې وینې
ما په میـنه کې ، د زړه خــونه رڼا کړه
ته یې نه وینې رحــمت پراخـــه غــیږه
ما د زړه په ســترګو دې ته لار پیدا کړه
ما یـې پریښـــوده هـر څــه د ده ، کرم ته
د غضــب و آیـــتونو ته می، شــــا کـړه
ستا بی روحه وینا ، نه کښـینې په زړونو
چې قیــــمت قـدر دې ټیــټه ، د وینـا کړه
تا له وچ غـــــروره دین او ایمان وســـو
ما د عجز لمـن ، خیشته په خپل ژړا کړه
حکمــــتونه می په دې ټکي کې یاد کړل
چې می مخه په خپل اصل او معنی کړه
د ګداز لمبو می ویښ، صاحـــبدلان کړل
چې می شپه دا ستا په مینه کې، سبا کړه
ثنا خوان دې زه (نادر)هم په هـر ځـای یم
چې بلبل په څیر می ، ټوله شــپه ثنا کړه
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
یادښت : شعر په کومو طرزونو کې چې سندر غاړو ویلي هماغه خپل موسیقیت لري ،تاسي ټول کولای شئ، چې په ټولو هغه طرزونو کې چې سندرغاړو ویلي دي تاسي دا شعر ووایئ :
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
د بیدارۍ وږمې
د زړه په ســترګوړندیدو نه ،نه لــیدل ښه دي
له بی کیفــــیته خـــندا نه،ژړیــدل ښــــــه دي
چې اشــــارو د زمــانې نه، عــبرت نه آوري
بیا له دا هســــی اوریـــدو نه، کڼیدل ښــه دي
چې په درست عمر،د چا په درد کې دوا نشي
داسي حیـــات او اوسـیدو نه ،ورکیدل ښه دي
چې متانت خپل، په مقام او چوکی نه ســــاتي
داسي مقام نه خــــو له سره ، پرزیدل ښه دي
د ضدیت په خره سپاره به،تر څـــو مونږه یو
مصلـــحتونو ته هم غاړه، ایښــــودل ښــه دي
د پرَدو له غلامۍ ، او بد شـــهرته څـــــــــخه
په خپل جونګړه کې عمرونه، کړیدل ښه دي
هغه بنیاد د ماڼۍ ، چې له شروع نه وي کوږ
د بی بنــــــیاده آبادۍ خو، نړیدل ښــــــــه دي
هلته چې وي ، معـــــــنویاتو او د فــضل مقام
د معرفت وږمې له ځـــانه خــــورول ښه دي
لویي ګــــذار کړو ، ذلت او نا پوهۍ کندې ته
له خپل غرور او تکبر نه ، کــوزیدل ښه دي
محبت او د اظهار تندی ، مخــــــلوق له پاره
لکه غوټۍ په څیر هر چاته، غوړیدل ښه دي
چې یې وږمې د بیدارۍ،هر چمن کې نه وي
داسي ګــــلونو غــــوړیدو نه، رژیدل ښه دي
چې په کلام کې د شاعر، د ویښتیا څه نه وي
داسي وینا او له لیـــکلو، نه لیــــــکل ښه دي
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
د اسلام په نوم که داسي مو چلند وي
زمونږ چاري به په ټول عمر کې شنډ وي
نړیوالو له سیالیه به شئ وروسته
که همداسي مکتبونه ستاسي بند وي
معنویاتو له مقامه به محروم شئ
که ککړ مو خیالات په داسی ، ګند وي
نړیوال به نه ودریږي ستاسو خوا کې
که د علم لار کې ټول اعمال مو خنډ وي
که غرور له خره نه کوز نشئ ، یارانو
طنابونه به د عمر ستاسي ، لنډ وي
که په سر کې مو زره عقل و شعور وي
نو دا څو کرخي زما به لکه پند وي
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
د اَمن او د سولي ترانې
زما په خیــــالو کې،راحـــــــــــــتونه دي بـــیده
خوبو کې د هــــوس می، تعـــــبیرونه دي بـیده
رقیبه په ظاهر صــورت می تیر نه شـي ته بیا
په دې ورانه بــــیدیا کــې بهـــــارونه دي بـیده
تل ګرځــم، کهکشان کې، د خـــیالونو په اوږو
زمــا په تصــور کـــــې، جـهـــانونه دي بــیده
تیریږي ســـتا له غــمه، دا زمــا ټوله ژوندون
زما ســـوی ګوګل کې، ســــتا غمــونه دي بیده
دا ستا د سترګو یاد،په هر ځای راسره مل وي
شوخۍ کې ستا د ســــترګو، آفــــــتونه دي بیده
رسا قد و قــــامت دي هــــــم، فتنې راپاڅـــوي
چې دي قد و قــــامت کې ،قـــــیامتونه دي بیده
لا تر اوســـه ، لاروی یم د میني د کــــــاروان
نصیب کې می د لارې ، منزلونه دي بــــــــیده
تصویر دي لا تر اوسه، خاطرو کې ده ژوندۍ
زما په تصور کې ، ســـــتا یادونه دي بـــــــیده
ظاهره خـــــاموشۍ می، چې تیر نشــــی زاهده
دریاب کې د زړګي می، طــــوفـــانونه دي بیده
بی ســـوز و ســـازه نه یم، په کاروان کې د فنا
چوپتیا کې د ګــــوګل می، فریادونه دي بــــیده
چې د اَمن او د ســولې ، ترې نه خیژي ترانې
دردمن زړه کې می داسي، پـــیغامونه دي بیده
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
در اقتفای این شعرِ شاعر مشهور ایران (مهدی سهیلی)
هم سخن بسیار دیدم ، همرهُ همدل کجاست؟
عالم از دیوانه بُر شد ،مردمِ عاقل کجاست؟
مرد صاحبدل
غرق در طوفان وهمیم ،ای رهروان، منزل کجاست؟
می نشــیند کشـــتی ما، ګـــوشــه ای ساحل کجاست؟
غافلـــــند این راهـــــــــیانِ ،از خـــدا و صـدقِ دین
مرد مومن، مرد حـق یک مرد صاحبدل کجاست؟
از فراسـت تا کــــند تشــــــخیص، درد و رنج ما
مَرد با فهــم و درایت، رهـبرِ عــــاقل کجـــــاست؟
از فـــــتاوی های نا حــق، خـــون عــــالم ریختند
آنکه بطلان بر کِشَد، بر این همــه باطــل کجاست؟
سروی آزادی کـه داند ، رســـمِ عشـــق و عاشقی
با نګـــــاهـی عاشـــــقانه ،تا رباید دل کـــــجاست؟
آنکه سیرِفــــکر او ،باشــــد چـــو کوتل هــــا بلند
آن سخن پرداز و معانی دان ، چون بیدل کجاست؟
آنکه خـــواند رنـــــج ما را، از ورا، ناصـــــــیه
آن رفیق نکته رس، یک همــدمی هــمدل کجاست
تا رهـــــاند زورق ما ، از طلاطــــم هــــــا و بیم
مرد روشــــندل کـجا شد آن شهی ، عادل کجاست؟
بارِ غم هــا تا کَــــــشَد، با برد بـــاری و ثــــــبات
بار بردارِ چون ما ســیه بختان را، محمل کجاست؟
سید عبید الله نادر
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
جادوګره مسکا
هلته چې د ګرم بازارپه ګڼه ګونه کې مو سره ولیدل ،او یو بل باندی مو سترګي خوږي ولګیدی ،لږ سره دواړه پښه نیولي شو،او تم شو،ته راته مسکۍ شوي ،او زه هم تاته په مسکا شوم، څو واري د بازار هغه سر او بل سر ته ولاړواو د خلکو د کاروان او ګڼې ګوڼې سره به بیرته راوګرځیدو،او بیا به مو سره ولیدل ،او یو بل ته به مسکا شو . خو مونږ یو بل ته په زړه کې معلومه وه ،چې په داسي یو یاغی ښار کې ،اظهار د میني او محبت کول ستونزمن او ګران کار دی ،دا می یاد نه دي ،چې څو ځله په همدې بازار کې ښکته او پورته لاړو ،بیا به بیرته راغلو او بیا به سره مخامخ شو ،خو تا څو ځلي په غلچکۍ سترګو او کتوسره، زه سر تر پایه ولیدلم ،چې زه په دي پوه شوم .نه پوهیږم د هغي ورځي وروسته د دي کوڅي او بازار نه په وتلو سره، زما د زړه نه سکون او قرار کوچ وکړ ،ځکه هغه جادوګره مسکا به هر ځل زما ذهن ته راتله،او زه به یې بې اختیاره د همدې بازار خواته راوکاږلم ،د هغي نه وروسته زه هر کله د هماغی مسکا په یاد همدې بازار ته راځم ،او راتلم ،خو افسوس چې نه ته راغلې او نه هغه مسکا ما بیا ولیده ،بازار وو د بازار ګڼه ګوڼه وه د بازار ګرمی وه خو ستا مسکا نه وه ،ګمان کوم چې ته د ښاپیریو د ښار نه زما دزړه د وړلو له پاره دلته راغلې وي ،
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
د ســـاقی او د ډک جــــام خــــوبونه وینم
په نشــــو کې د ناکام خـــــــوبونه ویــــنم
پیاله ډکه کړم بیا لاړ شـــــم، بیــخودۍ ته
د ســــحر، او د ماښــــــام خــــوبونه وینم
په څــــپو د سمــندر کې، هر خــــوا اوړم
د ســـاحـــل په دود آرام خـــوبونه ویـــــنم
آرامی د درســـــت وجـود رانه فرار کړي
هـغه وخـــــت چې د انجـــــام خوبونه وینم
د مخلوق خـــدمت ته مــلا می ده چورماته
خو خـــــلوت کې د احـــرام خـــوبونه وینم
سوکالۍ په تمـــه، شـــپی ورځـــي تیریږي
هره شـــــــپه هم د پیــــــــغام خـوبونه وینم
بی باکانو دی، وحشت ملک کې خور کړی
ځکه هر شــــیبه سر ســـــــام خوبونه وینم
سید حــــسن په څیر،وطن په دردو غم کې
ســــوکالۍ، د خــــــپل د قام خــوبونه وینم
ګهواري غـــوندی د ځـــــــان په کړیدو یم
خـــو د نورو، د آرام خـــوبـــونه ویــــــنم
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
هغه ګوهرچې زه یې د لټون پسي یم
نه پوهیږم چا او څه شي، زما د خیال تسلسل وشلاوه، ځکه هغه زما تصور ته راغلي وه،زه د سمندر غاړي ته په ډیر چوپتیا کې ناست وم ، او د خیالاتو په اوږوډیر لیري واټنونو ته تللی وم ،ظاهرأ سترګي می د سمندر په څپو ښخي کړې وي ، خو روح او فکر می بل ځای وو ،یو وخت لکه د سینما پردې د سمندر څپې می د سترګو نه لیري شوي ، ځان ته می پام راواوښت دومره پوی شوم، چې زما تش کالبد دلته ناست دی ، او روح او خیال می بل ځای کې دی ،او زه په خپله د سوچونو په دریابونو کې لاهو یم ،او د یو بی خیاله سمندر په څپو کې لاس او خپې وهم ، ځکه ما نه یو قیمتی ګوهر ورک دی، او زه د هغي په لټون پسي د سمندر په ژورو کې غوپې وهم ،
هوکې !هغه ګوهر چې ما نه ورک دی ، او زه يې په لټون پسي یم ، هغه وطن دی
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
فیض د سحر
نه پوهــیږم،چي تصـــور راته د چـــا ورســــــید
چي می دمـاغ ته دهـــــوس،بوی د سبا ورســــید
له کیــفیت نه دســـــحراوفـــــــــیوضاتود قــد س
دمحــــبت پیــغام می زړه ته، له آشــــنا ورســـید
چي د معنـی په عـالمونو خــپل پرواز کړم اوچت
ســیردخیـــال ته مـــی،وزرونه دهمـــا ورســـید
دعبـادت نه کـمه نه ده ،ژورســـوچ په خپل حال
دغــه ارشــــــاد له رمــــوزاتو،د دنــــیا ورسـید
هـلتـه چي ورک وم په سوچــونو دهســتي او فنا
یا ربه! څنــګه ستــــا پیــغام زړه ته زمـا ورسید
اغزن ماحــول په ګلــستان ،د مــــعرفت شو بدل
دمصلــــحت قــــدم چي هلـــته، د دانـا ورســـید
چي خار وخس څخه راټول کړم،دعبرت نښاني
د زړه غوږونــوته می،ټــــکي د معــنی ورسید
رمز د وینــاوو،په خپل مینځ کــي دبلبل او دګل
پیــام د دواړو زمــا ذهــن ته رســا ،ورســــــید
رندان له خـــپلو طــالو،ډکي پیـــــالي وڅښـــلي
د ســاقي تشــــه پیــمانه شوه ،چي په ما ورسید
زمـــاني هرې خـوا و ټولوته خــندا غـوره کړه
ماته په ټول ژوندون ،په ویر او په ژړا ورسید
سیدعبیدالله نادر
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
آګست ۲۵ کال ۲۰۲۳
پندونه او نصیحتونه
په هر حال له خـــپله ځـــانه خــــبریدل ښـــه دي
معــــنویاتو ته له عـــــجزه، رســــــیدل ښـــه دي
تغــــافــــل هــم په دي چـــــمن کې په کار نه دی
د ګلــشن په رمــــوزاتـــو پوهـــــــیدل ښـــــه دي
یو شیــبه چې مودردمــــن، زړونه پرې آرام شي
په خپل حــال باندی چوپـــتیا کې ژړیدل ښــه دي
په علـــمی پلـــــټون تحـــقـــیق او په څــــــــیړنو
د خلقــــت په پټ اسرارو پوهـــــیدل ښــــــه دي
چـــې جــــلوې د معــــرفت نه ویــــني،په پاڼــــو
له لیدو د داسي ســــــترګو، ړندیدل ښـــــــــه دي
چې د علم په حــــصول مــــــو تنده شــــــي ماته
د فطرت په رمـــــوزاتو، ګـــرویږل ښـــــــه دي
تر څــــو به تغــــــافل کړو ، د دنــــــیا په اشارو
له دیوان د معـــــرفته ، څـــــه لوستل ښـــــه دي
چې نـــــشه د انـــــــتباه یې ، په لـــید کې نه وي
له دا هسی لــــید کـــتو نه ، نه لـــــیدل ښـــه دي
د د نیـــــــــا واړه پـــــندونه ، نصـــــیــــحـــتونه
له بد لــــون د زمــانې نه ، اخیــــــستل ښــه دي
چې د حــق خبری ، پرې وا نه وری هیــــڅ کله
له دا هســـي اوریـــــدو نه ،کــــــڼیدل ښـــــه دي
وســـــیله چې د معیشـــت، دین او مــذهب کړي
هم د داســــي انســـــانانو، خـــــو رټل ښـــــه دي
د کُل جهان چې د خـــــــالق پرې، رضــا نه وي
هم د داســــــي نظــــامـــــونو، پرزیدل ښـــه دي
جهالت په خـــره سپاره به، تر څــــــو مونږه یو
د لويي او تکــبر نه، کـــــوزیـــــدل ښــــــه دي
چې په نشــــه کې د قدرت ځــــانونه ورک کړي
له دا هسی مقـــــامو ځــــــیني، لویدل ښــــه دي
چې رســــوا د عام و خاص په ټول جهان نه شو
هم د هسی ځـــان ځانۍ څـــــــخه وتل ښــــه دي
چې بخــــشایش تندی مو خلاص وي و هر چاته
لکه پرخـــه پر ګــــــلونو غـــــوړیدل ښــــه دي
چې یو شــان مونږ کې ، احساس د همدری شي
د باران په څـــــیر یکــسانه وریدل ښــــــــه دي
جوړ به هـــیڅ نه شــي ، دا زمونږ له خاموشیه
د دا هــسي کښــیناستو نه پاڅــیدل ښــــــــه دي
که نا هـــیلي مــــو ،غُټۍ شــــي د آرمــــــانونو
د داهسی غـــــوړیــــدو نه ، رژیـــدل ښـــه دي
د سید حــــسن غــــوندی دردمــنو په څــــیر(۱)
د خپل وطن په درد و غم کې کــــړیدل ښـه دي
ژړا شـــیون چې یې په ټـــــول عــمر شعار وو
په وطن د ده په شــــان هــم، ژړیدل ښـــــه دي
چې کاروان د علم و فــن نه ، وروســـته نه شو
قافلې د مـــــــــدنیت ته، رســــــیدل ښــــــه دي
چې ســـــیالۍ د ټول جــــهانه ، پاټي نه شــــــو
خپل بچــــــیان په علم و فـــــن سمبالول ښه دي
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
د وطن د یو نامتو شاعر ادیب لیکوال او نظامی شخصیت ، او د خپل وخت ډیرلوی مخور شخصیت مرحوم جنرال سید حسن خان(حسن) چې کله کله به یې شیون هم تخلص کاوه د هغه مرحوم د وطنه ځار وطنه په شعر کې یودوه بیتو ته اشاره ده ،چې د ډیرو زمانو راهیسي هغه شعر د وطن د مئینانو وردِ زبان ګرځیدلی او عنوان یې دی( وطنه ځار وطنه) ،د هغه مرحوم دا لاندی دوه شعرونو ته اشاره ده ،
غمونه ستا می شو، په زړه باندی انبار وطنه
وطنه ځار وطنه
ستا په کړاو کې می وجود شو ټول بیمار وطنه
وطنه ځار وطنه
په همدې شعر کې بل ځای وایي:
ستا احتیاج ووضرور
کړم نا علاج و رنځور
د عندلیب په دستور
راته فریاد شو منظور
زه سید حسن ژړا شیون می شو شعار وطنه
وطنه ځار وطنه
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
د معرفت جنازې
یو څوک می لوړ پرواز، او الـوتو ته نه پریږدي
قلم له لاســـــه اخــــــــلي، کــتابو ته نه پریږدي
بمونه راته کیږدي، محـــراب او په منـــــبر کې
د میني خـــورولو، پــــــیغامــــــو ته نه پریږدي
زهرجنه په هـر خـــوا کړي، فضـــا می د وطن
د ســولي فلســــــفی، او خـــــیالو ته نه پریږدي
و باســـي له وطـــــنه، جـــــنازې د مـــــعرفت
انجوني مو تعـلیم، او مکــــــتبو ته، نه پریږدي
تړي راته هـــر لوري ، دروازې د مــــــعرفت
ځوانان مــــو د پوهنـــــې، ارادو ته نه پریږدي
سازونه د مطرب هم،حـــــرام ګــنې مذهب کې
رباب له لاســـه اخلي، او نغـــمو ته نه پریږدي
احســـاس د حـریت مو زلمیانو کې دوی وژني
ځوانان مو له غفــــلته ، ویښیدو ته نه پریږدي
له بیــــــخه ورانــــوی راته،بـــــنیاد د معرفت
د علم و فن رڼا هم، خــوریدو ته ، نه پریږدي
شړي مو له ګلـــشنه، خـــوش الـــــحانه بلبلان
بلبل هم په چـــمن کې ترانــــــو ته نه پریږدي
د ښایســــته ګـــــــلونو، وهی دلــــــته سـرونه
یو ګل د امـــیدونو،غـــــوړیدو ته، نه پـریږدي
باران که درحــــمت وي د دوي په لاس نادره
یو څاڅکی د رحمت هم ،وریدو ته نه پریږدي
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
آمریکا کلفرنیا المیدا د ۲۰۲۳ کال د آګست میاشت
د انجونو د ښوونځیو د پرانیزلو هیله د ټولو افغانانو ده ، ځکه د دي درې کالو په موده کې د دنیا د هرګوټ څخه او په افغانستان کې دننه ټول همدا ناری وهی ، چې د انجونود ښوونځیو ورونه پرانیزئ ، او د انجونو قیمتی وخت مه ضایع کوئ ،خو طالبان د هیڅ چا نه اوري ،او له خپله ځانه یو استقلالیت هم نه ښايي ،خلک له دي موضوع څخه د نا هیلۍ خواته روان دي ،هیله ده چې دا موضوع ژر او په همدې کال کې ۱۴۰۲کې ، حل وفصل شي ، او هیله مند یو چې نوی کال ته د خیره د انجونود ښوونځيو دروازې پرانستل شي، زه چې فکر کوم د ټولو دنیا د ګوټ ګوټ څخه چې یادونه به یې مشکل کار وي ،چې د ټولو سرچینو ذکر وشي ،او د تمام جهان کې د افغانی او غیر افغاني خپرونو یادونه دي وشي ،د هرې خپرونې د نوم سره به ګران کار وي ، خو دومره په وضاحت سره وئیلی شم ، چې د دنیا د هر ګوټ څخه افغانانو چې په هر ځای کې ول ، د طالبانو دا کار وغنده او دوی (طالبان)تر اوسه په خپل ضدیت ولاړ دي، او په خپرونو او نشراتو کې هم سخت غبرګونونه د دوی په دي عمل وښودل شو،او لیکنې یې په ټول افغاني او غیر افغاني خپرونو کې پرتي دي ،او دا به به د تل له پاره پراته وي ،هیله ده چې د دوی کوڼ او ړوند وزیر د اطلاعاتو او فرهنګ دا غبرګونونه د طالبانودرنو غوږونو ته ورسوی،چې دا تر اوسه نه دي شوي ،دوي باید د تیری دوری څخه عبرت واخلي ،د رودکی د دي شعر په استناد:
هرکه ناموخت از ګذشت روزګار
نیز ناموزد زهیــــچ آمـــــوزګار
رودکي
او یا زما دا شعر
له دي دومره کتابو می هیڅ یاد نشو
لکه دومره می چې یاد شو له روزګاره
نادر
تر اوسه د دنیا د ډیرو مصلحینو له خوا دا هم ورته په څو څو ځلي او بار بار په غوږونو وهل شوی ، چی ګورئ په پنځه څلویښتو څه کم و زیات اسلامی هیوادونو کې د انجونو مکتبونه خلاص دي ،او تاسي د انجونو مکتبونو ورونه تړلي، خو د دوی به آ خپله اصطلاح د دوی سرونه پري خلاص نه شول ،هیله ده چې سږ کال طالبان یو ټینګ تصمیم ونیسي ، او د استخباراتي شبکو د غلامۍ نه ځان آزاد کړي ،نو دوي ته چې متحجره ډله ویل کيږي ، نو دوی ته بیا په اصطلاح زور ورکوي، ځو دا چې په خپله یې په خپلو کړنو ثابتوئ دي متوجه نه یاست خو دي ته هم باید متوجه شئ ، چې تاسي په دي کړنو سره ټوله دنیا ته یوه متحجره ډله ښکارئ ،تاسو په خپله دا کار کوئ ،او ځانونه یوه متحجره ډله ښایاست ،نو هیله ده چې د راتلونکي د روښانتیا له پاره او د حساسیتونو د درک سره په دي موضوع کې ځانونه د دي شرم څخه نور وباسئ ، او دي ته متوجه شئ چې په ټوله نړۍ کې ستاسو د کړنو په خلاف څومره غبرګونونه شودل کیږي ،او دا هم تاسي ته لوی شرم دی چې همغه ملکونو چې تاسي یې وجود ته راوستئ ، او تاسي یې جوړ کړئ او تقویه کړئ ، او اوس هم تقویه کوی مو،تاسي په رسمیت نه پیژني ، ځکه تیر دور یو دوه اهلِ غرض ملکونو چې تاسي یې په رسمیت و پیژندلي ،لکه پاکستان، او سعودي عربستان، اوس هغوي هم تاسي په رسمیت نه پیژنې ،ځکه د رسمت پیژندنې په اعتباراتو کې تاسي د هغوي اعتبارات هم په مخکه ووهل ، او تاسي اوس د عصمت قانع په وینا خپلي خویندي او میندي مو د کمڅو نه رانیولي دي ، او ډبوئ یې ، او ټوله دنیا ته زور ښایاست چې تاسي په رسمیت وپیژني ، که خبری وي خو همدا دي چې ما ولیکلي او دا ټول افغانان او جهان یې تاسي ته لیکي او وایي، نور د لیک د اوږود والي څخه معافی غواړم ، او د حضرت حافظ په دي بیت سره خپله لیکنه ختموم
حافظ وظیفه تو دعا ګفتن است وبس
در قید آن مباش که نشنید یا شنید
حافظ
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
رنګین خیالونه
د بهار ښکلا ده ، هرې خوا د ګلونو نندارې دي ،سمه او غر په رنګینو ګلنو او سبزو پوښلي دي ، د ګلونو وږمې د نسیم په لاس هرې خوا خوري دي چې د هر انسان احساس را پاروی ، د نو روز د نوی کال ورځي دي ،او هره خوا سمسوره ده ،په چمنونو کې زاڼي او بتې ناستي دي ،او آخوا او دیخواه ګرځي ،د سبزې تازګی وږمو چاپیریال یې په سر اخیستی دی ،او د شاعر او ادیب زړه تخنوی ، او شعری احساسات یې راپاروی ،زه په خیالونو کې ډوپ یو ورشو ته مخامخ ناست یم ، چې ډیر لیری یې د جګو ونو په سرونو، بازان تاو راتاویږي ، او یو ښه منظر کشی یې کړي ده ،خو زه د وطنه څخه لیری د دنیا په دې ګوټ کې ګوخی او یواځي ناست یم ، اوپه داسی حال کې د خپل د وطن د سمسورتیا سوچونه کوم ،چې د هجرت په ما ډیر کلونه اوښتي ،
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
زَړې خاطرې
په دې کوڅــــو کې می ، خیالونه ورک دي
زما د مــــــینې، تصــــویـــــرونه ورک دي
دلته پرتې دي ، زمـــــا زَړې خــــاطـــــرې
زمــا د ځــــوانۍ ، دلته خـــوبونه ورک دي
د دي خـــټیـــــنو ،دیـــــوالـــــونـــــو لاندی
زمــا د کلـــــــنو ، ارمــانــــــونه ورک دي
په دي ورشــــو او منــــــظرو ، د کلـــــــي
د تیر وخــــتونــــو ، بــــــهارونه ورک دي
په دغـــه خـــــاوره او ایرو د ډیـــــــــــران
یو څو غمي، او څــــو لالــــــونه ورک دي
د خــــود فروشـــــــو ، اقـتــــــــدار نشه کې
له تــکبره ، تـــــرې ځـــانـــــونه ورک دي
په دي بد رنګه، او ســـر کش ماحـــول کې
د محــبت مـــونږ نه ، ښــــارونه ورک دي
د بـــی باکانـــــو، د غفـــــلت پایـــــــله کې
مونږ نه ، خواږه خواږه وختونه ورک دي
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
د غرُبت حال
څوک به جوړ کاندی ، ذرې ذرې وطــن زما
دا د ســـــــترو ارمانــونو، ډک ګلـــشن زما
په غُربت کـې می تـــیریږي ، شـــپی ورځي
څوک به وګـــــــنډی ، په دې دیار کــفن زما
په هر ځــای کې مو، د تن ټــــوټې پرټې دي
څوک به ټول کړي دا قطرې قطرې بدن زما
بی رُخۍ په حال می، شـــپي ورځي تیریږي
په غُربت کې به، څــوک وکــاندی دیدن زما
خــــدایه داســـي، امـــــــن راولې وطـــن ته
چې آرام می شي وجود کې روح او تَن زما
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
آمریکا کلفرنیا می ۲۰۲۲کال
د محبت له خونده نه شو خبر
لکه پتنګ په سرو لمبو کې شـــــو ورک
د نیمو شـــپو ،په تیارو کې شــــــو،ورک
څوک مو ضـمیر له حـــــاله، نه شو خبر
لکه نســـیم هره ورشــــــو کې شو ورک
د زړه له کـــــومی ،چـــا ونه پـــــیژاندو
لکه وږمه ، په ګـــــلابو کې شـــو ورک
د عاجــــــــزۍ لاره ، دنــــیا کړه خـــپله
مونږ د خپل ځان په نندارو کې شو ورک
جهـــــــان عمـــــل کې ، تحـــول راوړی
مونږه په تشــــو خیالو کې شـــــو ورک
لاړې فــضــــــــا ته، مدنــــــیت انګازې
مونږ د وحشت په ځنـګلو کې شو ورک
نړۍ د عـــــــــلم ، په وزرو الـــــــوزی
مونږه د جهل ، قافـــلو کې شــــو ورک
د محــــــــــبت له خونده نه شــــو خبر
هسی د کرکې ،فلســــفو کې شــو ورک
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
آمریکا کلفرنیا ۵/۱۲ /۲۰۲۲
د سترو آرمانو سولي ته
د هجر شپـــي دي ، چې تــیریږي ته به کــــله راځې
زړه می بی تا نه نه صـــبریږي ، ته به کــــله راځې
بشـــره دې اوس هــم ، د خــیالونو په ټالو کې زانګي
د فراق شـــپی دي چې اوږدیږي، ته به کـــله راځې
د انتــظار لمــــحودې تت کړو، رانه نور د ســترګو
زړه می په تا پســـي ځــوریږي، ته به کــــله راځې
دې ځوانیمرګ تسل هم نه کړو، زمونږ زړونه قرار
په بی صــبری عمــر تـــــیریږي ،ته به کــله راځې
سلګۍ سلګۍ باندی تـــیریږي، دا لمـــحې د ژوندون
بهــــیرد اوښــکو نه ودریـــــږي، ته به کـــله راځې
د آرزوګــــــانو، آرمــانونو، او د هـــــیلوغـــــــوټۍ
دلتـــه په ویـــــنو کې لمبـــــیږي، ته به کــــله راځې
په طوفــانــــو د سمــــندر، او د وحشــت، په څــــپو
د آرمــانو بـــــــیړۍ ډوبـــیږي، ته به کـــــله راځې
د نفرتونواو د کرکې ، په لمـــبو کې ســـوځــــــــــو
چــاپـــیره اور له مونږ تاویـــــږي، ته به کله راځې
زمونږ د ســــتروآرمانـــونوســـولي، چــیرته لاړې؟
ســـترګي مو تا پســـــي ړندیږي، ته به کـــله راځې
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
د زړه غوټي
په دې ماحــول کې اوســیدلی نه شــم
کرکــجن حــــالات دلته لیــدلی نه شم
بارونه وړمه ، د فــراق ځــــان سره
خو بـــیدردانو ته یې ، وئـــــیلی نه شم
دردونه ډیر دي، په زړګي راســــــــره
له ډیره غمـــــه، ژړیـــدلی نه شــــــــم
غــوټۍغــــوټۍ دي،نا وئــیلي قیـــصی
چا ته د زړه غــــوټي ، سـپړلی نه شم
هر یو تړلي ، د دښــــمن په لـــــــکۍ
اوس اعتبار، په چــــا کولی نه شـــــم
چې د زخمی زړګي پر هر شـــم ملهم
داسی دردمن دلته، میــــندلی نه شــــم
هغه غـــــوټۍ ، د ارمانـــو یمـــــه زه
چې دې چمن کې غــــــوړیدلی نه شم
د لیــــــونو په لاس، مهـار لـــــویدلی
ځکــه مـنزل ته، رســـــیدلی نه شـــــم
کرکـــــترونه، د خـــندا ویـــــــــــــنمه
په ډاګه چـــا باندی ، خــــــندلی نه شم
چیرته روانه قــــــافـــــله ده، د ژوند؟
په دې اسرارو، پوهــــــیدلی نه شـــــم
چې می خوږمن زړګی په درد راولي
داسي کېســــي نور، اوریدلی نه شــــم
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»

کال ۲۰۱۷کلفرنیا
د معرفت جو هر
په ځپل احساس څـوک پوهولی ، نشم
چــاته دردمـــن زړګی ،ښـــودلی نشم
په زړه لـــــرمه ،ناويـــيلی قــیصـــی
غـوټي د زړه چــاته ، ســـپړلی نشــم
یم لاروی ، د بــیدردۍ ، د کـــاروان
دا خپل احســاس ، چـا کې لیدلی نشم
دی انســاني احســاس په زړه راسـره
خـپـل انســاني احسـاس وژلـی نشــم
هـــومــره حـالاتــــو،کــــړولی یمــــه
چي په آرام زړګـــي ، ژړلــی نشـــم
چي وي جـــوهر د مــعرفت ورســره
یو صـاحـــبدل دلتــه،میــــــندلی نشـم
چي پري ماتیږي د دردمـــنو ،زړونه
داســي یو حرف چــاته، وييلی نشـــم
د زړه ســـکون ، رانه حـــالاتو وړی
ځـکه په ډکـه خــوله خنــــدلی نشــــم
چي چیرته و نشـي احســـان له لاسـه
اغـــزي د چــا مـخ ته کرلی ، نـــشم
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
پس له مرګه
په دې ورانـــــو میـــکدو کې ، یا به یمــــــــه یا به نه یم
د مالت په دې کــــــوڅـــــو کې، یا به یمـــــه یا به نه یم
زمانې هسی تیریږي ، خـــــدای خــــبر د چــــا به یاد یم
د دردمـــنو خــاطرو کــــــې، یا به یمـــه یا به نه یـــــــم
د دنیا په باغ و بڼ کې د مرغــــــــــانو به چغــــــهار وي
بلبــــــلانــــــــو ترانـــــو کې ، یا به یمـــــــــه یا به نه یم
چا به یاد یم که به نه یم ، په دې شــــــاړو مـــــــیرو کې
په دې ورانــــــــو ویرانـــــو کې ،یا به یمـــــه یا به نه یم
د بهار به ښي میلي وي،ســـــره غــــــونډ به وي ملګري
د یارانـــــــــو محــــــفلو کـــــــې یا به یمـــه ، یا به نه یم
چیرته ښخ به خوار و زاره ، په پرَدي ملکو کې پروت یم
په دې ورانــــو ادیرو کــــــې ، یا به یمـــــــــه یا به نه یم
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
د دردمنو حال
له هغــــی ورځي اخــــته په ظلم و زور یم
چې طــــالب کله راغلی ناســـــت په اور یم
زه ډوډۍ په کـــور کې نه لـــــرم،غریب یم
خپل کـــــور او خپل کــــهول ته د پیغور یم
زهیر کړی، دغــــه څو ورځي ژوندون یم
چې امسا ســــره ګرځـــــــیږمه، کمزور یم
قرض خاوند راغلی قرض راڅخه غواړي
بی وسۍ نه ،زه په فـــــــکر کې د نور یم
چې هیڅ کله دکاندار جیــــــب ته نه رسي
زه په جیب د زمـــانې کې هـــــغه پور یم
یو نیمڅی به پیدا نه کړې زما په کور کې
نه پوهــیږم چې زه کور او که په ګور یم
یوه چــرګـــــه می ،لا نه وي پـــــټه کړي
چې مختور د عالــمونو ، په خره سپور یم
د حــالاتو اندیښنو داســـی ، زهــــیر کړم
لکه ناست چې په تبی ، یا په تـــــنور یم
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
اغزن رباطونه
څه اوږده، اوږده،مــزلـــــونه دي او زه یم
چې په هر لوري ، جنګونه دي ، او زه یم
په قـــامت زمــــا د عمر، ســـــــر تر پایه
د هجـــــــران هــم ګړنګونه دي، او زه یم
لاروی د سخــــــتولارو یـــم، دي دَور کې
څه اغـــــــزنې رباطـــــونه دي ، او زه یم
د غمــــونو دریابـــــــونو کې، لاهــــــو یم
د دردونـــــو طـــوفــــــانونه دي، او زه یم
چې غلـــط کړم، خپل غمــــونه میکدې کې
د ســــاقی په لاس جــــامونه دي، او زه یم
نور یې نه شمـــه ســــاتلی، په ګــــوګل کې
اندیښنې دي ، پـــــټ رازونه دي، او زه یم
سوله رانـــغله او مـــــونږ پسی، ړانده شو
ســـر پر ســـر دلــته دردونه دي،او زه یم
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
زړونو کې د محبت ځای هم پریږدو
که د تیرو ورستو خاطرو په یادولو سره ،د راتلونکي نسل په زړونو کې کینه واچوو ، دا به هم صحیح کار نه وي ،د هغوي روح او روان په دې بد بختیو چې پر مونږ تیر شوي ،ککړ کړو ،تر دې به دا غوره وي ،چې ښه لاره او ضحیح لاره وښایو ، او تیرو تجربو نه انتباه واخلو ،ځکه چې په دې ګندګۍ کې چې څومره ډکي وهی هغومره بوی تری راخیژي ،نو راځئ چې لاس تر لاسه شو ،او دا تیاره ذهنیتونه د روښانتیا په مشعلونو روښانه کړو ، او زړونو کې د نفرت او کرکې پرځای لږ د محبت ځای هم پریږدو ،زمونږ زړونه د کینو زنګ وهلي دي ،باید دا زنګ لري کړو خپل زړونه د أئینې په شان صفا او روښانه کړو ، ځیني دوستان ډیر کوښښ کوی چې ځیني زړه بوږنوکي خاطری دوباره رایادې کړي ،د یو روښانه راتلونکي په خاطر دا هر څه باید مونږ هیر کړو ،او هم د یو روښانه راتلونکي له پاره نوی طرحی جوړې او وړاندی کړو ،
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
د علم په وزرونو
څوک په قطرې کې، د خلــــقت لـوی دریابونه ویني
څــوک په خپل پوهـه، په ذرې کې جــــهانونه ویني
څوک دي سپیرو خـاورو ته تل، په تغافل کړي نظر
خــــــاوند د عــــــــقل په کې واړه، اندامـــونه ویني
ځکه تیر شوي په دي خاورو دي ،مغرور تاجداران
چې دعــــبرت خاوند په کې ، ښـــکلي مخونه ویني
د عبرت بین نظر له پاره، د عــــبرت نــــــښي دي
خـاوند د حــــال د لته په روڼ نظر، حــــالونه ویني
په دي چـــمن کې ، د عـــــــبرت او انـتباه خاوندان
په هره پاڼه کې اســــــرار، او حکـــــــــمتونه ویني
چا ســـره نه وي ، د راتلونکي ، او ســــبا هم اټکل
څــــوک آئینې د تـــــجربـــــو کې، واټــــنونه ویني
دردمن د خــــــپلې پیرزویـــــــــــنې،لورینې په لید
په هر قـــــــدم کې دي وطن ته، بــــــهارونه ویني
یوه ډله ځـــــــان نه ، ناخـــــــــــبره قدرت په نیلي
په آئینې د تکبر کې ، خـــــــپل ځـــــــــانونه ویني
هغوي مدار د انســـــانیت ته ، له تحــــــقیقه رسي
چې خود سازۍ په ســخته لار کې زحمـــتونه ویني
د تلسکوپ په ســـــترګوتل ، د علم و فن خـــاوندان
په سلسلې کې د تحــــــــــــقیق، کهکــــشانونه ویني
منم چې یو ورځ به مو، وطن کې ستر بدلون راشي
ځکه د زړه ســــترګي می تل دا پیـــــــغامونه ویني
که مو انجونې او بچیان ، په ښـــه تعلیم شي سمبال
نو په رڼا د معــــرفت به مــــــــــــو، دردونه ویني
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
ستر آرمانونه
مونږ درنــو درنـــــو، بارونو ته پـــیدا یو
مونږه ســــترو آرمــــانونو ته پـــــــیدا یو
چې رڼا د مـــــعرفت هر خوا خوره کړي
مونږه داســـي لوی کارونو ته پــــــیدا یو
چې ورمیږ د غلیم مات په یوه سوک کړي
داسي کلکو، ګــــــذارونو ته پــــــــــیدا یو
چې په څو ټکو، بیدار کړي ضـــــمیرونه
مونږه داسي شــــعارونو ته پــــــــــیدا یو
چې اسـرار د دي چـمن ساتي په زړه کې
مونږه داسي پټ رازونــــو، ته پـــــیدا یو
چې د درد څریکه ،د زړه په غوږو اوري
مونږه داســــــي فریادونــــــو ته پــــیدا یو
چې د میني محــــبت ورکـــــــــوي زیری
مونږه داسي، پــــــیغامونو ته پــــــــیدا یو
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
د جانان خیال
لکــه پرخــــه، په ګـــــلونو کې اوســـیږم
د جانان خـــیال یم، په زړونو کې اوسیږم
نایابه یو ګـــــــوهر یم،په سمـــــــندر کې
په پراخـــــه دریابــــــــونو کې اوســـــــیږم
د ایرو په څــــــــــیر په ســـل ژبو خاموشه
د ســـــکروټو په ســــــــرونو کــې اوسیږم
د دردمنو زړو کې ځــای لرم پـــــــــوهیږم
زه د زړونو په ښــــــارونو کې اوســـــــیږم
چې می څوک پیدا کوی نشی، هیڅ ځای کې
زه په داســــــــي محـــــلونو کې اوســــــیږم
چــــیرته هـــم د ورکې نه یم په دي دَور کې
زه په لــــــوړو، خــــیالونو کې اوســــــــیږم
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
له ګیډې نه فتوې
چــور او تا لا کې ،له کورنو دروازې وباســـــئ
په بی رحمۍ له هرې کلي جــــــــــنازې وباسئ
همدا ادعـــــا کوئ، چـــې ملا مــو ده تړلې دکار
مونږ دا دی وینو چې د خلکو نه جــــامې وباسئ
پټ په خلوت کې ، له کارو نه مو خبر دي خلک
چې په ورو ورو کې له تســبو ځیني دانې وباسئ
د موسیــــقۍ له کیـــــفیت نه، بی خـــــــــبره ډلو
د انســــانیت له باغ و بڼ ځیني نغـــــــمې وباسئ
د معرفت له ساز و سرُ نه مو خوند وا نه خیستو
له خپل ځــانه په خپل رســـــــم، ترانې وباســـــئ
سپیځلي دین په مدعا باندی مــو، شـــک کړو پیدا
چې هر قـــدم کې له خپل ګیډې نه فــــتوې وباسئ
چې صداقت موپه رښتیاشي، ټول جهان ته ښکاره
ځانونه وڅــــــنډی، لسټنونو نه، پـــــیالي وباســئ
یوه ســالم نیوکه نه وي ، چــــا د خـــــــولي وتلي
چې ســـــم د واره ،بیا له جیب ځیني ټاپې وباسئ
چیرته چې وي د علم و فن، اود تعـــــــلیم خبری
لکه دیوان له رڼائی نه ، تاســـي خـــــپې وباسئ
تاته ښـــودلې دي دښــــــمن د بربادۍ درســـونه
چې مکتبو او جـــــوماتو ځــــــیني لمبې وباسئ
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
د یوې ادبی ټوټې په انداز کې
ډاکتر ناکامورا ته
ستا ګَرد وهلي څیره ، چې دوړې او خاورې پرې ناستي دي ،او دا ستا زحمت کشه څیره چې په ټولو تصویرونو کې لیدل کیږي ،او هغه تصویرونه چې مونږ ته په دي فانی دنیا کې له تا نه پاتي دي،په وضاحت سره ستا تصویرونه هم ستا د سخت کوشۍ سخت ځانۍ او کار سره د میني ښکارندویي کوي ، تا دي مظلوم ملت او قوم له پاره چې خپلې ریښی ریښی ګریوانونه نه شي راټولولای تا د دوی د خدمت له پاره په ډیر صداقت او ایماندارۍ سره خپلي مټي راونغاړلي او دوی ته دي خدمت وکړو ، چې نمونې یې پرتي دي ، خو نورو آرمانونو ته چا پرینښودي ،دوی به هیڅ کله ستا زیارکښ او خواری کښه څیره هیره نه کړي ،تر څو چې انسانیت وي ستا دا خدمتونه به له هیڅ چا هیر نه شي ،ستا سر ښندنه او فداکاری ډیره او تر هر څه لوړه وه ،او عملآ دي و ښوده ،ستا لورینه په دي خلکو تر مور او پلار هم زیاته وه ،ته یو بهادر او زړه ور انسان وي چې د اخطارونو او خطراتو با وجود هم تا خپل کار ته دوام ورکړی وو ، خو ستا دښمنان د خیرن ضمیر او باطن خاوندان دي ، چې هیڅ مذهب نه مني ،او د انسانیت په مذهب کې هم نه دي، او د معرفت وږمې او بوی ترې نه راخیژي ،ته د داسۍ خیرن باطن او تیاره ضمیرونو خاوندانو له خوا ووژل شوي ،چې د انسان په صورت کې تر دیو او دَدَ هم بد تر دي ، دوي د چا په ژبه او د معرفت په وینا او خبرو هم نه پوهیږي ،ستا د دښمنانو او د دي استخباراتي کړیو له پاره د سلیمان علیه السلام په شان انسان په کار دی ،ځکه هغه د حیواناتو په ژبه ښه پوهیده ،چې دا بی ضمیره پوه کړي ،دوي د انسانیت په ژبه نه پوهیږي
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
د ۲۰۱۹ کال د دسمبر پر څلورمه ارواښاد ډاکتر تیتسو ناکامورا چې په خلکو کې د کاکا مراد په نامه مشهوروو او یو جاپانی الاصله ډاکټروو، او خلکو په دي نامه نازاوه ، د ګاونډی استخباراتو له خوا د کنړ د اوبو د مهارولو په خاطر ووژل شو، چې په دي ورځي د جلال آباد د ښار امنیت یې هم ډیر ضعیف وښوده ، د دي دومره خدمتونو باجود چې ده کړي وو مهاله ده چې ګوندی دی دي افغانانو وژلی وي ،د ده قدرداني د افغانانو له خوا په ټوله میډیا کې مونږ وینواو نور یې هم شاهدان دي نو افغانان خو یې نه وژني، نو معلوم داره خبره ده چې ، د پاکستان د استخبارتو په اشاره او د دوی له خوا وژل شوی، ځکه ده غوښتل چې د کنړ د سیند اوبه مهار کړي ، د سمسورتیا او آبادۍ لوړ آرمانونه یې لرل ،چې هغي ته چا پرینښود، څو ورځي د مخه د ده د وژلو نه ډاکتر محمد اشرف غني ریس جمهور ځان ته وباله، او په یو مډال او افغانی تابیعیت یې ونازاوه ، دا مراسم می څرنګه چې په فیسبوک کې لیده ، نو هماغه ساعت می وویل : کاشکي اشرف غني د ده پرځای د ده پر امنیت باندی ټینګار کړي ، او زما داخبره د ناکامورا ووژل خو نوم د انسانیت ته د خدمت په کتاب کې ثبت شو په مضمون کې راغلي چې د ۲۰۱۹ کال نه راپدي اضافه د دیرشو خپرونو کې خپورشوي چې کاشکي اشرف غني د دي پر ځای د ده امنیت نور هم ټینګ کړی وای ،خو په ډیر افسوس چې دا کار ونه شو.
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
آ مهربانه زړه ســوانده ، د زړه سر مو څه شو
د سر سړی،آدیده ور او خـــوله ور مو څه شو
چې په وینا یې ، ټکــوریدل د درد مــنو زړونه
د خطابی او د میدان آ ســـخنور مــو څـــه شو
د بی قدرانو بی هـــنرو سره وخــــت تـــیراوو
چې د ماحوله وو واقف، آ با خبر مـــو څه شو
چې د پو هنې په ګــاڼه یې هم ، وینا وه سمبال
د خطابی په رمز خـــــبره سـخنور مو څه شو
چې استبداد ته یې سینه وه، لکه غـــر نـــیولي
د قام د پاره فدایی ، او لوی افــسر مو څه شو
زمونږ د زړه سر ، د ســـر تاج دا ســــــخندانه آشنا
چې یې هر چا په زړه کې ځای ووآ دلبر مو څه شو
چې معرفــت څراغ یې بل وو په ســــینه کې همیش
د علم و فن په نـــور روښـــان آ منور مو څـــه شو
چې په وینا کې وو بی ترسـه تر هر چا په دي دور
دا تر همـــه وو بهـــادر، او زړور مو څــــــــه شو
سید عبید الله نادر
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
بیدل او صائب
چې پیلي یې ، د سرو زرو په تارو کې دي لالونه
د معناوي یې ځای کړي، په منګي کې دي بحرونه
بل څه نه دي ،دا شــــعرونه د بیدل او د صائب دي
چې قطرې د معرفت څخه یې راایستي ، دریابونه
د علم و فن رڼا
چې دنیــــا ته پری ښـــکلا ده، دا د علم وفــــن رڼا ده
چې پرې زړونه رو ښا نیږي، صاحبدل د درد وینا ده
د رنځــــونو مســـیحا می، خــــدای ته ګوره رارسیږه
چې زمــــان په دي لمحـــو کې ، د دردونــــو انتها ده
سید عبید الله نادر
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
هغه څلوریځي چې په دې وروستیو کلونو کې ما وئیلي یعنی د ۲۰۱۵ نه تر ۲۰۲۲ پوري
خاورې شوی دي ، سرونه په فکرونو
په تحــــــــقیق د حقیــقت او ګرویږ نو
فلسفیانو ډیری شپی دي سبــــا ، کړي
د خلقت په اندیښنو ، او په ســــوچونو
««««««««««««««««««««««««««««
د دردمنو می په حــــال شـول ، قلم زړونه
چې احسـاس یی کړل ، زما د زړه دردونه
کاتبــــــان می د کرام ټول ، په ژړا ، کړل
چې له اوښکو نه می جوړ کړل ،دریابونه
«««««««««««««««««««««««««««
کله فـکر له سرحـــده ، آخوا تــــــیر شم
معنـویاتو په دنـــــیا کې، کله ډیر شــــــم
کله ځان راڅخه ورک په دې غوغا شي
کله داسي شي ، چې ځــانه څخه هیر شم
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
د زړه په ســــترګو، قدرتونه د سبحان ووینه
په روښــــــانه زړه ، حکمتونه دجهان ووینه
چې لویي او د غرور، له غلامۍ نه شې آزاد
د معرفت په نظر، یو ځلي خــپل ځان ووینه
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
څوک په لافو ځان ښودنه ، کړی سیالي
له ځان نه جوړ کړي، یو اتل د خـــیالي
د چا پرواز د مشرب دومره وي عاالي
چې خپـــله ډکه پیمــانه ویني ، خــــالي
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
له رنځونو او دردونو یمه، ستړی
د کلونو او عمرونو یمـــه، ستړی
د نیستۍ د سـختو لارو، لاروی یم
له منزل د عـدمونویـمه، ســــتړی
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
نه پوهیږم دې غوغا کې ، ولی ورک شو رانه ځان
چې شوم وروسته له دســــتور او له رواجه د زمان
دا غدۍ له هغـــي ورځـي شوه ، پر ما باندی خوره
برخلیک چې می په لاس شـــو، د جاهل او د نادان
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
له خپل ځــانه بیـــګانه کړم، محنتونو
څه بیخوده کړم، ماحول، لدې دردونو
که نه زه به د ادب دنـــیا وای ستوری
که یرغل راباندی نه وای، د غمـــونو
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
که صورت پرځای، هر چا لیدی خپل زړونه
معرفـــــت په آییــــنې کې، خـــپل ځـــــانونه
زهره چاود به له وحـــشته، هــــر سړی وو
که ښـــودلی، آیــــــــینې مـــو، ضــــمیرونه
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
د زړه لید
زه یې وینم ، د خــــــپل زړه په آئـــینوکې
شیخ یې نه ویني ، په قیام او په سجدو کې
زه یې وینم، د رحمــــــــــت پراخه غیږه
دی یې غواړي، د تســـــــبیحو په دانو کې
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
عاجزۍ
که سرونه په ګریوانه کړو ځپل ښکته
عا جزۍ به ، مونږ ته ولګیږي، پته
سمندر د معرفت به له مونږ جوړ شي
خواهشات، که چیری ووهو، په لته
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
د معنویت جوهر
له محــبت نه محــــــــبت شــــي پـــیدا
له نفرتونو نه ، نـــفرت شــــي پــــــیدا
د ماتـــــــیدو، هــــغه قـــامــونه نه دي
چې په کې فـکر د وحــــدت شـــي پیدا
هلــته روښـــان شـــي تـــیاره ذهـــنیت
چیرته چې نور د مـعرفت شـــي پـــیدا
انسان ته ښـــايي، چې یو هــوډ ولـري
له قــــوي عـــزم نه، همــت شي پـــیدا
چې شي سمـبال په علم و فن هر انسان
په کې ښکلا زیب او زیــنت شـــي پیدا
چــې یــې اثر د تربــــیت وي عـــــالي
په کې جــوهر، د انســـانیت شـــي پیدا
چې عالمی درد او محنت کړي احساس
په کې جوهر د معنویت شـــي پـــــــیدا
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
د معنویت څراغ
ښي خبری او په زړه پوری خبری او ویناوي چې د انسانیت جوهرپه کې ښکاري ، هغه ویناوي چې د انسان ضمیر او باطن ته ځلا ورکوي هغه ښکلي او زړه راښکونکي ویناوي چې د معنویاتو وږمې ترې راخیژي ،او انسان معنوي کیفیت تری اخیستی شي ،هغه په زړه پوری ویناوي چې له زړونو راخیژي آو په زړونو کښینې .
او هغه د لویانو او با تجربه خلکو ویناوي دي ،چې په زړونو کې یې څراغ د معرفت روښانه وي ،د هغوي زړونه د کرکي او نفرتونو څخه لیري دي .د هغوي په ویناوو کې یو پوره ډاډ پروت دی ، نو په کار ده چې د لویانوفیلسوفانواو پوهانو لنډي ویناوي آو په زړه پوري خبری واورو او که د لوستلو وي وي لولو . او د معنی په درک سره یې خپل زړونه روښانه کړو ،ما په خپله ډیر ځله د لویانو د معنی لرونکو وجیزو او لنډو ویناوو د لوستلوڅخه معنوي کیفیت اخیستی د معنویاتو مقام په خپل ځان کې روزل داسي وي ، لکه په سپورت او مشق سره چې انسان خپل بدن وروزي او غښتلی کړي ،نو د علم او پوهي او ښه ویناوو څخه په کیفیت اخستو سره کولای شئ روحي تقویه وکړئ . نو د دي د روزلو له پاره په کار ده هغه مطالب چې انسان ته درک او شعور ورکړي او روحی او اخلاقی مورال یې لوړوي ،هغه خبری د زړه په غوږو واوري ،او یا د لوستلو وي ، وي لولي د خپل معنوي لوړ والي په خاطر د خآن له پاره کار وکړي
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
د ازلیت جلوې
زه دي وینم چې د شــهباز هره نغـــمو کـې ته یې
په سُر او کیف کې د مـطرب، او ترانو کې ته یې
په هره پاڼه د چـــمن کـې دي، حکــمت لیده شــي
هم په ګــلونـــو د ګلشـن ،او په وږمـــو کې ته یې
په هره خوا کې دي خــوري دي، د عظمت جلوې
د طبـــیعت هره ورشــــو، او منـــظرو کې ته یې
په هر یو بــوټي د ګلــــشن کې ستا اسرار نغښتي
د بلـــــبل په ترانــــو، او په ســـــرودو کې ته یې
هلته چې د چـــــــا ورته فهم، او نـــظر نه رســی
په ټول جهان په کهــکشان . او سیارو کې ته یې
جــلوې دي پــتي نه دي ، عــارفــانو له نــــظره
هــــر مکان هـــره چـوپتیا،او خـــلوتو کې ته یې
ستا د بی شانه ازلیت نښي ، په هر څــه ښکاري
ته په زمان او په مــکان کهکــــــشانو کې ته یې
د معرفت په لید چې ، کله کړو خپل ځان ته نظر
په سترګو وینو،چې د زړونو په ښارو کې ته یې
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
یو لړ څلوریځي چې په دي وروستیو کښي وئیل شوي
خوار ایمانونه او عقیدې
چې د ښــــځو د بوټانو په کړســایي
په هر ځلي یې ماتــیږي ، اودسونه
زمـــــونږ د مــلایانو او زاهــــدانو
دومره خوار دي عقیدې او ایمانونه
د میني آیتونه
ځولي ځولۍ ګلونه په لمنو کې مــــــــو راوړئ
د میني آیــــتونه،په خپل زړونو کې مو راوړئ
چې زړونه شي ملهم، په ګوهرینو ټکو باندی
دا ټولي سره غونډ کړئ پیغامونو کې مو راوړئ
د محبت فضا
خپل ځـــانونه د یو بل ځـیني، قربان کړئ
نړیدلي خــــپلي خــــونې مـــو ودان کړئ
چې فضا د محــبت هر خــــــوا خوره شي
معرفت په شمعی زړونه مو روښان کړئ
د زړه سترګي
د زړه سترګي مو کړئ خلاصي، له خپل ځانه یو څه زده کړئ
له قـــانون د طبــــیعت ، اوله جـــــــهانه یو څـــــــــه زده کړئ
پټ اســــــرار دي دیره شـــوي ، هرې پاڼې د ګلــــــــــشن کې
د دنیا له حکمــــــــتونو، او دیوانه یو څــــــــــــــــــه زده کړئ
عاجزی
که سرونه په ګریوانه کړو خــپل ښکته
عاجزۍ به مونږته، ولګــــــــــیږي پته
سمندر د معرفت به له مونږ جوړ شي
خواهــشات که چـــیری ووهو، په لته
د مذهب په پوستینې
ژر به چا چا ته مونږ ورکړو ، د زړه ډاډ اوتسلیت
چې راخور دی د ماتم ســیوری هر ورځي په ملت
په جــامو د پرښـــتو ، او په پوستــــــیني د مـذهب
وینو هغه چاری ،چې ترې شـــرمیږي انســـــانیت
د رڼا په لور تګ
نور د درواغو نه په تنګ شوم، د ريښتیا پسي ځم
لدې تــــیارو نه ځـــــان وباســـــم، د رڼا پسي ځم
لاره د دین خو مـــــلایانو، په مــــونږ ورکه کړله
بس نو نور شرم دی، تر څو به هر ملا پسي ځم
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»×
د پېښور دوزخی ګرمی
د ګــرمۍ تاوونو کـــــور کړنو تـــنور
دَم می لاړلو له خپو، له ســــترګو نور
ګرانه یاره، له بازاره که راګــــــرځي
راته راوړه یو دوه درې خوشې انګور
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
دردمنو غمخوارانوته
دا چې مونږه نازوي، ته قدرمن یې
په زخمونو د عالم باندی، خوږمن یې
تیروي د عمر شپي، په اندیښنو کې
د وطن په درد و غم باندی غمجن یې
د بیباکانو خیر
تش تصور کې ، خپل سوچونه وهم
د ګل په سیوری کې خوبونه وهم
د بیباکانو نه، دا خیر دی پاتي
چې نن اوږده اوږده مزلونه وهم
د زړه داغونه
کاش په زړکي می داغونه نه وای
په تصور می ، ستا یادونه نه وای
کاشکي دنیا د نورو خلکو په شان
په دي غمګین زړه می دردونه نه وای
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
د صلاح لاره
فکرونه سره یو کړئ د اصلاح لاره پیدا کړئ
د ســتونزو د وتو نه ،د فــــلاح لاره پیدا کړئ
د جهل نه راووځئ، مصلحت ته غاړه کیږدئ
د علم په رڼا کې، د صلاح لاره پــــیدا کــړئ
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
زمونږ قصور
تقصیر مو دا دی، چې د هر یــو بد نام پـــسي څو
هر بی هـــنره او نا رسه، د هر خـــام پســــي ځو
تمیز د ښه او بد په ټول ژوندون کې مونږ ونه کړ
د هر جـــاهل د هر رهبر، او د امــام پـــسي ځــو
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
د مذهب په پوستینې
ژر به چا چا ته مونږ ورکړو ، د زړه ډاډ اوتسلیت
چې راخور دی د ماتم ســیوری هر ورځي په ملت
په جــامو د پرښـــتو ، او په پوستــــــیني د مـذهب
وینو هغه چاری ،چې ترې شـــرمیږي انســـــانیت
د رڼا په لور تګ
نور د درواغو نه په تنګ شوم، د ريښتیا پسي ځم
لدې تــــیارو نه ځـــــان وباســـــم، د رڼا پسي ځم
لاره د دین خو مـــــلایانو، په مــــونږ ورکه کړله
بس نو نور شرم دی، تر څو به هر ملا پسي ځم
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
ګوهریني ټکي
په دي غمـجن ماحـــول کې ګرځم، یو انســان لټوم
چې په ریښـــتني وي انســـــان، داسي جانان لــټوم
چې ورته وســپړې، د زړه او د ضـــــمیر رازونه
د زړه په درد داسـي آشــــــنا، او راز دان لـــــټوم
چې معـــنویت په کـــتو وویني ،دردونه زمـــــونږ
په رمــــوزاتو باندی پـــــوهه، دانایان لـــــــــــټوم
چې یې عالم ته نیت، له بڼې او تندي نه ښــــکاری
داسي دردمن داسي غمخوار، په زړه روښـان لتوم
چې د انســان له یو خبری ،ټول مضـــمون ولولي
له دردمن زړونــــــو با خـــــــــبره،نکته دان لټوم
چې په لیدو یې تازه کیږي، زمونږ روح او روان
زه هـــغه دُر هـــــغه ګوهر، هغه مرجـــــان لټوم
چې معنویت رڼا یې، ســــــترګو کې ځلیږي مدام
د معرفت په شمعی ســــــــوي ، پتـــــــنګان لټوم
چې د همت پروازیې جــګ، تر آســــــمانه رسی
زه هغـــه باز هغه شــــــاهین، هغه طـــیران لټوم
چې له فــــریاده د بلـــــبل ، لوړ الـــهامونه اخلي
زه د فـطرت په دبســـــتان کې، داسي ځوان لټوم
چې اشــارت د زمانی نه د عـبرت اخــــلي درس
په معرفت باندی سمــــــــبال ، یو حـکـمتدان لټوم
چې نا علاجه رنـځ نه ووځـي، دا ویده قــــــامونه
د رنځ عـلاج ته مـــــو دردمنه، طبــــــیبان، لټوم
چې اسـارت د دیو و دَدَ څـــــــخه مو وکاږي نور
هم یو زړه ســـــــوانده فـــــــداکاره،مهـــربان لټوم
چې د مــراد و سـر مـنزل ته، دا کشتۍ کړي سمه
په علمــیت، داســـــي ښـــاغلي، عـالـــــــمان لټوم
چې مو روښـانه کړي باطن، په ګــوهرینو ټــــکو
داسي دردمن ، په زړه خوږمن صــاحــبدلان لټوم
په هر اداُ چـــې د پوهـــــــنې وي ، وینایې سمبال
یو نکته فــــهمه، نکــته رســــــــه، ســـخندان لټوم
دې بی هـــــــنرو رانه ورکــــه کړله، لاره د ژوند
چې له خپل ځانه بیګانه شــوم او خــــپل ځان لټوم
د ځـــان ځــانۍ په بی درمــانه رنځ، اخـته قامو ته
د معرفت په روښـــــــــنايی ، ورته درمـــــان لټوم
چې تل روان وي د الفـــــــــت او محـــبت په لارو
دي بیدیا کې ،د اخــــلاص هـــــغه کاروان لـــــټوم
چې آئینې په شان روښــــان یې وي ظاهر او باطن
چې حــــــق په لاره وي روان داسي یاران لــــټوم
چې بیا ژوندي شي ، زمونږ تیر د عظمت وختونه
زه هغه وخت هــــغه دوران، هــــغه زمان لــــټوم
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
د حقیقت آئینه
راته ښکلی زړه ضمیر ،او خپل نظر کړې
په حکمت او معــــرفت می، مـــنور کړې
چې جـهان د حقـــــیقت په کې ښـــکاریږي
کیفــــیت د بیــخودۍ نه می، خـــــبر کړې
مودې وشـــوی، تورتمــوکې ، زه اوسیږم
دغه شپی د تورتمــونو می، ســــــحرکړې
چې حاصل راته سکون،د زړه هر دم شي
وحشــــتونو له توفــــانه می، بـــهر کړې
چې هر څه راته په روڼ نظر ښکاره شي
هغه تاج د معـــــرفت راته په ســـــر کړې
چې راکــــاږمــــه ګـــــوهر له دریــابونو
په ویــــنا د معــــرفت می هنرور کــــړې
چې د زغم څلې می ، جګه تر آسمان شي
اوســیله می، داســـــي لوړه لکه غر کړې
چې مو زړونه ، له هر خوا نه شي راجمع
دا خواره واره راغـونډ، په یو محور کړې
بی قیــــمته کــــاڼي، مــــا ، درتـه راوړي
ربه! ته یې را بدلي ، په ګـــــوهر کـــړې
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
ماهرو ساقي ته
سـاقی وړاندي دي پـــــیاله کړه،چې تـــیریږي زمانه
چې تیر نه شــي رانه عـــمر، ډکــــوه می پـــــیمانه
هوښیاری دي زمـــــانه کښي،پوهــانو ته عــذاب دی
خلاصــــوه می د دي عـقل له ځنـــــــځیر او زولانه
راډکه می پــیاله کړه،تر نازک لاســــــو دي ځارشم
چې ســـبا به له مـــــونږ پاتي، په دنــیا وي افـــسانه
مطربه!په رباب کې کړه،زړه پوري نغــــمې پورته
د بهار مستۍ نغــــمې دي په خـپل چـــنګ او ترانه
دا خروش د میکدې خو، ســــاقي د حسن زور دی
چې ساقی د ښـــکلي مـــخ دي، هــمه واړه پـروانه
دا اثر دی ســتا د مینې، چې له ځـــانه خـــبر نه یم
ګرځـــولۍ یم ســــتا مینې میـــــخانه په مـــــیخانته
دردونه د ماحـــول می، چې له ځانه څخه هیر کړم
پیمانې دي ســر پر ســـر کړه نور دي پریږده بهانه
نه یمــه راغلی په خــــپل خــوښــــه ، دي ولات ته
پناه کــــړی له ملکو یم، خـــپل قســـمت آب و دانه
د بدمستولاس کې پروت دی برخه لیک مود قسمت
آســـوده دلته هــــغه دی، چې مجــــنون وي،دیوانه
اثر په لــــیونو نه کړي، د دي خلـــــکو حـــالت هم
په دي حـال باندی ځوریږي ، تل عاقل او فرزانه
عالم ته د خیالونو، بیــــخودۍ کښي دومـــره لاړم
چې په څـــو ګامونو رســــم د خپل یار تر آستانه
فدایان د مــعرفت یـــــــو بچــــیان په عـلم روزو
تل مو ایښـــــي په دي لاره، خــپل سرونه نذرانه
زه نادر د حــسن له پـلوشـــــو یې الــهام اخـــــلم
ځکه ښــکاري هر کلام می، مســــتانه او رندانه
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
د مطیع الله تراب په مړینې
نه پوهیږم چې می ځــان لاړ که جانان لاړ
دومره پوه شوم چې دنیا نه لوی انسان لاړ
چـې مـــو زړونه په تدبـــیر د ده ،ډاډه ول
د دي جمعی نه یو داسي ښکلی ځـوان لاړ
چې یې تل د معرفــــت ســـره وه میــــــنه
دي ټولـــــني نه نن داســــــي ًقــدردان لاړ
چې وینا کښي یې د هرچــا د زړه درد وو
له بازار د عـــلم و فنه نکـــــــــته دان لاړ
له ارزښــــته به یې ، څــــــه ووایـــم تا ټه
یو ګوهر وو چې له لاسـه مــو ارزان لاړ
چې اسـرار د دي چـمن ورته ښـــکاره وو
له رازونـــــو نه خـــبر یــــو راز دان لاړ
چې په شـــونډو یې مسـکا وه ټول عالم ته
لدې چمه یو زړه ســــــوانده مــهربان لاړ
د مرګي نه یې پـــــــروا نه وه، هیــــڅکله
د اجل په لور بی ترســـه، خـــــرامان لاړ
په وینا چې یې، دردمن زړونه روښان ول
زمونږ له څنګه نن یو داسي ســخندان لاړ
زمــونږخــــوله وره، ســـخــــــنوره تراب
د وطــــن په درد وغم کښی بریــــشان لاړ
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
د قام دردونه
محبت په اوبـــــــو وکـــــــړئ اودســــــــــــــــونه
ځان نه لــــــیري کـــــــــړئ کیـــنې او نــــفرتونه
چې اســـــرار د دي جـــــهان سره آشـــــــــنا شئ
معرفت په نور روښــــــانه کړئ خـــــــپل زړونه
دښـمن هر ځای په کمین کښي مونږ ته ناست دی
غــــوړولي یې هـــــر لـــــوري دي دامــــــــــونه
د دنیا هیـــــــڅ اشــــارې بی څــــــــــه نه، نه دي
خـــار و خـــــس کښي یې پراته دي حکمــــــتونه
په خــپل ذاتي هــــوش او فــــــکر باندی واخــلئ
له رفــــتار د زمـــانــــــــــــــــې نه، عــبرتـــونه
ورځ تر بلې مونږ په ځمـــــکه کښي ښـــــــخیږو
خـــــــو دنیا فـــــتح کوی کهــــــکشــــــــــــانونه
په ګاڼه د معــــــرفت که ټــــــــول سمـــــبال شئ
نو به هله کــــــړئ احســــاس د قـــــــــام دردونه
بد بــختي مــو له هـــــغه ځـــــــایه پــــــیل شوي
چـې مـــو وتــړل د انـــجــــونـــــو مکتـــــبونه
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
زمونږ دردونه
مونږه پـریږدئ، چـــــې زده کـــــړو ســبقونه
معرفت په نور روښـــان کړو خــــــپل زړونه
چې په عـلم و پوهه جـــــوړ خپل مستقبل کړو
مونږ ته پرانــــــیزئ، د انــجونـــو مکــــتبونه
آ تر څـــوبه! په تـــیارو کښی مــــونږاوســیږو
مونږه پریږدئ ، چې روښــــان کړو مشعلونه
قیمتی وخــــت مــــــو د عــمر دی، تـــیریږي
مونږ له لاســه څـــخه وځــــــي ، فرصـــتونه
دي پر ځای چې په مونږ ټولي لارې بند کړئ
مونــږ ته راوړئ ،قلـــــمونه کــــــتابــــــــونه
حقیقت کښی زمــونږ ټـــــولو تمـــــــــه ،دا ده
چې روښــــانه کــــــړو په علم د زړه خـــونه
د مـــباح عـــلم له فیــــض او برکـــــــــــــــته(۱)
ټــول جـــهان کــړل مســـــخر کهکشـــــانونه
مونږه هـــره ورځ په ځمکه کښــي ښـــخیږو
د ســــبا ورځ ته مــــــــــو نشـــــــته، پلانونه
ګاونډۍ دی که انګــریزدی، که جــنګریز دی
دغه ټــــولو مونږ ته ایـــــښي دي دامــــــونه
د وحشــــت له مغـــارو نه مـــونږ یې ویـــنو
چې درګـــــرده رارســـــــیږي، فــرمـــانونه
چې د انجونو مکـتبونه ژر شـــئ بـند کړئ
زمـــونږ ومـنئ، فــرمانــــونه ، حکــــمونه
دا ویـــنا د دوي د لـــــوی عالي جـــناب ده
چې راوړي یې ملت ته ، لـــــوی غــــمونه
تکــــبر او د لــــــويي څخــــــــه ،راووځئ
مدنیت ته مو تیار کړئ ، خـــپل ځــــــانونه
د دي پـړه به عـــــــــمرونه وي پر تاســــو
چې مـــو مــړه کړله د عــــلم څــــــراغونه
د راتلونکی قضــاوت نه ځــــان بــهر کړئ
دلــــته کــــــیږدئ، په مدار هــم قـــدمـــونه
طالــــبان به زمــــونږ کـله هــوښــــیاریږي
چې احســـاس کـــړي د ملـــت واړه دردونه
چې جـــوهر د معـــرفــت ورســــره نه وي
اثر نه کا پــه چـــــــــا ډیر، نصــیحــــــتونه
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
د اقتدار بد مستي
په غرور کښي دومره ډوب یې ،چې له ځانه خبر نه یې
له رواج او له دســـــتور، د دي جهــــانه خــــــبر نه یې
نړۍ د معـــــــرفــــــت په کهــــــــکشـــانو دي ، نـنوتي
ته په خــــپله لویي ورک یې ، له کاروانه خــــبر نه یې
ورځ تر بلې د تحــــقیق بیړۍ کـــوزیږي ســـیارو کښی
ته د جهل په خمار کښي ، له آســـمانه خــــــــبر نه یې
تړلي مکتـــــــبونه دي، د تحـــــــــــــجر دي نــــــښانې
د علم او معـــرفــــت له نوم او نـــــښانه خـــــبر نه یې
تفسیر دي د قرآن دی ، د ځـــــــان په ګــــــټه راایستلی
د آیاتو لـــه حکـــــمت ، او له قــــــــرآنه خــــبر نه یې
د جهـــــل له مغـــــارو درته رالــــــــیږي، فــــرمانونه
له ارشاده د خپل خــدای او له فــــرمانه خــــــبر نه یې
فرصـــتونه دي یــــو بل پسـي له لاســــــه در نه وځي
قافلـــه در څـــــخه لاړه، ته ناځــــــــوانه خـــبر نه یې
د میني او محــــبت له کیـــــفیت نه بـــی خــــــــبر یې
ځان ځـانۍ کښی یې ډوب شـــوی له جانانه خبر نه یې
نظــــــامونه دي په مـخ کښي یو د بله پــــسي اوړي
عبرت نه اخلې له دې نه له دورانه خـــــــــبر نه یې
ټول ملت دي په روحی عذاب اخـــته کړلو کم بخته
د عذاب یو پریــــــښته یې له درمــانه خــــبر نه یې
اوریــــــــدل د مصـــلحت هم د ایمــــان یو پـــایه ده
بدمستۍ د اقتــــــدار کښي ،له ایــــمانه خـــــــبرنه یې
ګرځــــولی دي تعلیم دی ، تا مباح له خــــپلي ګیډې
د خلکو له امیدونو او آرمـــانه خـــــــــــــــبر نه یې
هرې پاڼې کې پراته دي د عــــبرت هم دفــــــترونه
ته له ډیرې نا پوهۍ له دي دیـــــوانه خـــــبر نه یې
د عمل بهار تــــیریږي ، ګړندی شــه لږ څه واوره
ته غفلت په خوب بیده یې، له خـــــزانه خــبر نه یې
د قدرت په نیلي سپور یې له انــــجامــــــه یې غافله
په سبا دي نظر نــشته ، له طوفـــــانه خــــبر نه یې
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
زما یو فارسی شعر
صدای دختران میهن
داد از حق بزنید و، نیـــتِ فــریاد کنید
ز خیر خـواهان جهان طلب امداد کنید
دشــــمنِ دیریـنه در پی بربادۍ ماست
طرح برهم زدن نقــشه ئی صیاد کنید
هر کجــــائید شما، ای هموطنان میهن
بهــرِ آزادی مـا نــاله و،بــــیداد کــــنید
اګر این کهنه اندیشان ندارند طــــرحی
قدمی پیـش نهید و، طرحِ نو ایجاد کنید
بهـــر آزادی این دخــترکانِ وطـــــــن
نیت خـرچ دهــــید و، همت فرهاد کنید
با سخنِ زشـت نسازید کسی دل آزرده
به دو حرفی دلِ غـمدیدهُ ما شــاد کنید
دختران مانده اند در ګروجــهل و ستم
طرحِ ایجــاد نمائید و هــمه آزاد کـنید
ای عزیزان ستم دیده و، دور از میهن
ګهه ګهی هم ز اســیران وطن یاد کنید
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
دبیدارۍ نغمې
د ځـــان لیـــــــدلو آئــــــینه په کــار ده
د تکـــــــــــبر مقــــــــــابله په کــار ده
چې معرفت په نور له ســـــتونزو وځو
مونږ ته یو داسـي، وســـــیله په کار ده
چې مونږ له خــــوبه د غــفلت پاڅـوي
د ویښـیدو داسي ، څـــــپه په کــــار ده
چې کاروانه ســـره یو ځــای شو مونږ
د علم و فــن سر قــــــافله په کــــار ده
چې تحجر له ژونده وځـــــــو، په ویاړ
د مدني ژونـــد ســلســـله په کــــــار ده
چې د ژوندون په حــکمتونو شــو پوی
د معرفـــــت یو جــــودانه په کـــار ده
چې ځان لدې غرقـــابه ،وباســـــو نور
مونږ ته مضـــبوطه اراده په کـــار ده
د زمانې نه مـو وانــه خیـــــستو درس
د انتباه مـونږ ته جټــــکه په کــــار ده
په جګیدویې چې، قامونونه کړي ویاړ
د ننګ غیرت داســي شـمله په کار ده
چې احســــاســـات د زلـــمو وپاروي
د ملالۍ داســــــی ټــــــپه په کـــار ده
چې داوودي نغمو ته لاړ شو له هوش
مونږ ته د ژوند داسي نغمه په کار ده
چې په خپل یو شرار مو محو کاندی
داسي یو ســــوزنده ،لمبه په کار ده
چې محبت پــیغام وي نغښتی په کې
د میني داســـــــي ترانه په کــــار ده
چې بـــنیادي بدلون د ځـــــان راولو
د بیدارۍ یــــو هنـــــګامه په کار ده
چې اســـارت د دیو و دَدَ نه وځــــو
د آزادۍ یـــوه نشـــــه په کـــــار ده
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
سید عبیدالله نادر
یو لړ واقعیتونه
نه پوهیږم چې په کــومی خوا روان یم
چې منزل ته نه رسږم سر ګردان یم
وروسته پاتي د دنیا له علم و فن یم
ایستل شوی، مدنیت له کاروان یم
له خپل حال او له ماضی نه خبر نه یم
په بد حال یمه اخته او پریشان یم
په هر ځای کې زما وینه ده تویږي
ښودل شوی نمرودانو ته ارزان یم
پټ دردونه دي له ځانه سره یې ساتم
خو د درد و خاوندانو ته ګویان یم
د اظهار ژبه می بنده کړه حالاتو
ځکه ګونګ په هر یو ټکي ،او بیان یم
معرفت شمعی په زړه کښي می بلیږي
زه په نور د معرفت باندی روښان یم
چې د علم او معرفت سره خلاف وي
زه و داسي حاکمانو ته حیران یم
چې ظاهر یې د انسان باطن یې دیو وي
زه له داسي انسانانو ګریزان یم
برخلیک باندی می، لوبی دي رواني
زه ور ګورم خو ژوندون ته حراسان یم
دا چې زه نکته چیني کړم د حالاتو
په دي وجهه په دردمنو باندی ګران یم
د تحقیق بیړۍ رسیږي کهکشان ته
زه له ډيرې نا چارۍ اخته په ځان یم
په چوپتیا می ګوره هیڅ وخت غلط مه شي
زه په خپله خاموشۍ کښي یو جهان یم
ګنج د زرو او ګوهر می دی، په کور کښي
خو آباده آبادۍ کښي زه ویران یم
د هر چا د درد احساس په خپل وجود کړم
ځکه هر چاته تر ډيره مهربان یم
په فانی ژوند می زړه هیڅ نه دی تړلی
چې فنا په نرې تار کښي آویزان یم
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
سید عبید الله نادر
پتره ګره!
مات زړه پتره کوی شــي، پتره ګره؟
دردونه پریـکوی شــې، پـــتره ګـره؟
ناهیلي مو دي زړونه او مات شــوي
نو ته یې،جــوړوی شــي، پتره ګره؟
اخته په رنځ د ځـــان ځــانۍ یو واړه
نو ته مو یو کــــوی شي ، پتره ګره؟
لــیری له غــوغا د دي دنــــیا نه یې
زمونږ حــالات لیـدی شې پتره ګره؟
زړونه مو زنګــونه د کیـــــنې کړي
ته یې صفــا کــوی شې، پتره ګره؟
خیري د باطن مو په ظاهر ښکاري
خیري مـو مینځی شـــې، پتره ګره؟
هر خــواته کیـــنې او نـفرتــونه دي
ته مینه خـــوروی شې ، پتره ګره؟
ډوبــیږو د وحــشت په ګـــــردابونو
ته مــو ترې ایستی شـې، پتره ګره؟
ډیر زړونه یـو بل نه مـــــروره دي
ته یې پخلا کــــوی شې، پتره ګره؟
دا تــــیارې نـــــفرتــــــونه او کینې
له زړونــو پاکــوی شې ،پتره ګره؟
نه دي پوهه شوي، د ښکلا په ژوند
نو ته یې، پوهوی شــې ،پـتره ګره؟
هر خــوا ته ټـــوټې مو اندامونه دي
بیا ته يې نښلوی شـــې، پــتره ګره؟
را می وړه پرهـر پرهــر بــدن تاته
ته یې راته ګـــندی شـــې، پتره ګره؟
مات زړونه می راوړي دي لمن کښي
ته یې پتره کــــوی شــې ،پتره ګره؟
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»۷
زما پیغام په لیکنو کښي
که هر ځومـره می، په شعر کښي رواني ده
خــو هماغـــومــــــره پرته پرې معــاني ده
نصــیحت او د پـــــندونو مجــــموعـــــه ده
د تعلـــــیم او تربــــیې، پری ارزانــــــي ده
خامخـــا به مـاتي ګـــــوډې هم په کښي وي
خـــو پــــــیغام یې اخــــلاقي او انســاني ده
نکته رســــو ته، عبرت ټـــکي په کښي دي
د کمـــال پرې تر یو حـــده، پریـــــماني ده
نزاکــــــت او د آدابــــــو په کښی درس دی
محبــــت فــضا یې، ټـــــوله نـــــــورانی ده
له هر اړخـــــه یې تـــشریح ده ډیره ګرانه
ځکه دا قصـــــــه اوږده او طــــــــولاني ده
خاوندان د زړه ترې اخـــــلي حکـــــــمتونه
د تعلـــــیم بــڼه یې ټـــــــوله جـــــــهاني ده
انتــــــباه او بیـــــــدارۍ دي ژانـــــــــرونه
تصـــوف کښي هم ،په خــپل حد، حیراني ده
د فـــاني د نــــــیا د زده کــــړو یو کـتاب دی
حقیــقت کښـــي په بل رنګ نکــــــته داني ده
د فــــنا خـــبر دارۍ دی، په هـــر ګــام کښي
د روزګار د چـــوپې خـــولې، ترجـــماني ده
په ګلــشن کښــــی د دنــــیا می په ټــول عمر
د بلبل په څـــیر، دګل نغــــــــمه خــــواني ده
د روزګــــار له صحـــیفو، او له کــــــــــتابه
یــو یـو درس دی، د عــبرت نکته خواني ده
په وړو باندی ټــــــینګار دی ، د پـــــوهــنې
له مشـــــــرانو شــفــقت، مهــــــــربـــاني ده
له تعلــــــیمه مـحــرومـیت د اولادونــــــــــو
دي ملت ســــره جــــفا ده، نا ځــــــــواني ده
بی تعلــیـمه چې اولاد د وطــــــــن نه شـــي
همــدې ټــکي ته می ډیـــره پریـــــــشاني ده
چې می تل له کـــوم شي ســر دی، ټــکولی
نالوســــــتی ده ، هــــغه جــهل او نـاداني ده
د یـــو ملک د تــــــــرقي کمـــال له پـــــاره
ضـــرورت هـــم، د ایـــثار او قربـــانــي ده
د حســـد او د کېـــــنې څـــــخه نــــفرت دی
غندل شوي په کښي هـــرځای ځان ځاني ده
چې پیغام د انسانـــــیت، هر چــاته ورکـــړم
خاورې کړې می، په دې لارکښي ځواني ده
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»۷۷
پراخه لید
مونږ د ښه لید او د زړه په سترګو لید سره په ډیرو حقایقو پوهیږو ،او پوهیدلای شو ،او یا د ډیرو حقایقو درک کولای شو ،که مونږ په روښانه نظر،د زړه سترګي خلاصی کړو نو کولای شو د خپل ضمیر تیاره کونجونه وګورو او خپل نقایص درک کړو ،د ښه لید له پاره سیاحتونه مشاهدات سفر او ریاضتونه او سختی ګالل او سیر و سلوک لوی اثر لري ،او دا د لوړو مدارجو ته د رسیدو لوړې پوړی دي ،او د انسان د معنی بشپرتیا لوی اثر غورځوی ،نو مونږ ته په کار ده چې د مطالعی او لوست تر څنګه ، تر یوه حده سیر او سفر ولرو او دا عمل ځان ته غوره کړو ،ځکه د مطالعی تر څنګه طبیعی او فطرتی ذکاوت او هوش چې د ګرځیدو راګرځیدو او سیر وسلوک د لارې لاس ته راځي وده ورکړو ،چې یانی کله کله مونږ و کړای شو ، چې غیر د مطالعی او تجربو د رڼا څخه خپل د طبیعی او فطری هوش او استعداد سره ډیر مسایل درک کړو ،ښه لید ښه سوچ او مثبت فکر کول هم باید له پامه ونه غورځوو ،چې باید هر کله په کارونو کې د مثبت لید خاوندان و اوسو ، او مثبت فکر ولرو ،او مثبت فکر درلودل له پامه ونه غورځوو یانی په هر کار کې مثبت لید ولرو د پوهو او د تجربو لرونکو خاوندانو ، د ژورو وینا وو نه هم یو څه زده کول په کار دي ،د لید واټن نوره هم پراخوی ،خو په دي کې ځای د شک نشته چې د سیاحتونو سفرونو سیر و سلوک او سختو او تندو ګاللو اثر پرې زیات دی ،
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
آمریکا کلفرنیا ۵/۱۲ /۲۰۲۲
د سترو آرمانو سولي ته
د هجر شپـــي دي ، چې تــیریږي ته به کــــله راځې
زړه می بی تا نه نه صـــبریږي ، ته به کــــله راځې
بشـــره دې اوس هــم ، د خــیالونو په ټالو کې زانګي
د فراق شـــپی دي چې اوږدیږي، ته به کـــله راځې
د انتــظار لمــــحودې تت کړو، رانه نور د ســترګو
زړه می په تا پســـي ځــوریږي، ته به کــــله راځې
دې ځوانیمرګ تسل هم نه کړو، زمونږ زړونه قرار
په بی صــبری عمــر تـــــیریږي ،ته به کــله راځې
سلګۍ سلګۍ باندی تـــیریږي، دا لمـــحې د ژوندون
بهــــیرد اوښــکو نه ودریـــــږي، ته به کـــله راځې
د آرزوګــــــانو، آرمــانونو، او د هـــــیلوغـــــــوټۍ
دلتـــه په ویـــــنو کې لمبـــــیږي، ته به کــــله راځې
په طوفــانــــو د سمــــندر، او د وحشــت، په څــــپو
د آرمــانو بـــــــیړۍ ډوبـــیږي، ته به کـــــله راځې
د نفرتونواو د کرکې ، په لمـــبو کې ســـوځــــــــــو
چــاپـــیره اور له مونږ تاویـــــږي، ته به کله راځې
زمونږ د ســــتروآرمانـــونوســـولي، چــیرته لاړې؟
ســـترګي مو تا پســـــي ړندیږي، ته به کـــله راځې
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
د حضرت ابوالمعانی بیدل یو بیت ته ژوره کتنه
ګوشي مروتی کو کز ما نظر نپوشد
دست غریق یعنی ، فریاد بی صداییم
ابوالمعاني بیدل
بده به نه وي که د چا د زړه درد او فریاد د مردانګی او مروت په غوږونو واورو، او د هغه د زړه حال د هغه د تندي او صورت څخه یا روحیاتو درک کړو ،ځکه د حضرت بیدل په دغه شعر کې څوک چې په اوبو کې غرقیږي هغه فریاد او چغي نه شي وهلای ، نو دلته د روښان ضمیره انسانانو نه دا تمه کوي ، چې د مردانګۍ او مروت په غوږونو ،له ستوني څخه دا ناوتلی فریاد واوري ،یعنی انسان ته ښايي چې هغه وخت باید د یو اړ انسان مرستي ته ورسیږي او لاس نیوی یې وکړي ، چې هغه ورته ضرورت لري ،مونږ تل داسي وخت کې د یو خیر کار د پاره دانګو ، چې هغه انسان نور برباد وي ،یا بلکل غرق شي ، نو د حضرت بیدل د دي شعر څخه داسي ښکاري ،چې د زړه سترګي خلاصي او د عبرت غوږونه اوریدونکي و لرو ، پورتني شعر کې مطلب دا دی ، که هغه غریق چې د ډوبیدو په حال کې دی ، د هغي پورته کړی لاس چې فریاد د خولي نه شي ویستلای درک کړو ، او ځان په موقع ورته ورسوو ،یعني د مروت او مردانګۍ غوږونه دومره اوریدونکی وساتو چې داسی حا لاتو ته په خپلو اوریدونکو غوږونو نظر واچوو ، او یا خپل نظر ونه پوښو ،یانی منظور دا دی چې داسي حالات په ټولنه کې راځي چې د هغی درک په پوره اندازه یو دیده ور انسان کولای شي او د کلام د بلاغت د پاره فکر کوم دا د قدرمن عزتالله ځواب شعر هم ضروری وي چې وایي :
چې غوږونو نه د سترګو کار وانخلي
ړانده کله عــدالت باندی ، پوهـــیږي
عزت الله ځواب
ریښتنې مینه
کومه ده هغه ریښیني مینه ، چې د دردمنو په زخمی زړونو ملهم کیږدي ،او زمونږسټړي جنګ زپلي او ستومانه زړونو کې ،نشاط او خوشحالي واچوي . کومه دی هغه د صاحبدل وینا چې زمونږ تیاره زړونه او ضمیرونه په خپل الهامی ویناوو روښانه کړي ،زمونږ زړونو ته د معرفت رڼا وبخښي ، او کومه دی هغه زمونږ د رنځونو طبیب او مسیحا چې زمونږ دا پټ پنهم د زړه دردونه احساس کړي ، او زمونږ په احساس کې شریک شي ، او کومه دی هغه د میني او محبت په رمز پوه یو درد آشنا ، چې مونږ له کرکي او نفرتونو څخه بیزاره او جلا کړي ، په مونږ کې د میني او محبت احساس راژوندی کړي ، او کومه ده هغه ریښتیني مینه چې زمونږ مرور زړونه پخلا کړي ، زمونږ د انتظار سترګي په کلنو د هیلو او امیدونوپّه دې بیدیا کې ،سپیني شوي ، خو زمونږ د خیالو نو سوله رانه غله .
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
د تورتمو شپې
دا وطن پــــــــوه او هـــنرور نه لري
په رمـــــز آشــــنا او با خـــبر نه لري
تیریږي ژوند په ډیر خوارۍ په مونږه
زمونږ وطن کې څوک اختر نه لري
د انسانیت یې له مـــدار یو، ایـــستي
ځکه په حـال مو څوک نظر نه لري
د آرزو د بڼ نیالـــــګي شـــــولو وچ
چې د مالـــــیار کوښښ، اثر نه لري
چاته مونږ یوســــو له دیوانو شــکوه
څوک مو له حال ځیني خبر نه لري
ډیري مو شـــپې په انتظار کړې سبا
د تورتـمو شپې مــو ســــحر نه لري
زمونږ د قام هم بدبخـــــتي هــمدا ده
چې قافلې ســــر کښي رهبر نه لري
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
زما وروستۍ څلوریځي
د دردمنو می په حــــال شـول ، قلم زړونه
چې احسـاس یی کړل ، زما د زړه دردونه
کاتبــــــان می د کرام ټول ، په ژړا ، کړل
چې له اوښکو نه می جوړ کړل ،دریابونه
«««««««««««««««««««««««««««
کله فـکر له سرحـــده ، آخوا تــــــیر شم
معنـویاتو په دنـــــیا کې، کله ډیر شــــــم
کله ځان راڅخه ورک په دې غوغا شي
کله داسي شي ، چې ځــانه څخه هیر شم
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
د زړه په ســــترګو، قدرتونه د سبحان ووینه
په روښــــــانه زړه ، حکمتونه دجهان ووینه
چې لویي او د غرور، له غلامۍ نه شې آزاد
د معرفت په نظر، یو ځلي خــپل ځان ووینه
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
څوک په لافو ځان ښودنه ، کړی سیالي
له ځان نه جوړ کړي، یو اتل د خـــیالي
د چا پرواز د مشرب دومره وي عاالي
چې خپـــله ډکه پیمــانه ویني ، خــــالي
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
له رنځونو او دردونو یمه، ستړی
د کلونو او عمرونو یمـــه، ستړی
د نیستۍ د سـختو لارو، لاروی یم
له منزل د عـدمونویـمه، ســــتړی
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
نه پوهیږم دې غوغا کې ، ولی ورک شو رانه ځان
چې شوم وروسته له دســــتور او له رواجه د زمان
دا غدۍ له هغـــي ورځـي شوه ، پر ما باندی خوره
برخلیک چې می په لاس شـــو، د جاهل او د نادان
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
له خپل ځــانه بیـــګانه کړم، محنتونو
څه بیخوده کړم، ماحول، لدې دردونو
که نه زه به د ادب دنـــیا وای ستوری
که یرغل راباندی نه وای، د غمـــونو
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
که صورت پرځای، هر چا لیدی خپل زړونه
معرفـــــت په آییــــنې کې، خـــپل ځـــــانونه
زهره چاود به له وحـــشته، هــــر سړی وو
که ښـــودلی، آیــــــــینې مـــو، ضــــمیرونه
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
د زړه لید
زه یې وینم ، د خــــــپل زړه په آئـــینوکې
شیخ یې نه ویني ، په قیام او په سجدو کې
زه یې وینم، د رحمــــــــــت پراخه غیږه
دی یې غواړي، د تســـــــبیحو په دانو کې
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
د مینې آیتونه
ځولۍ ځــولۍ ګـلونه ، په لمـــنو کې مـــو راوړئ
د میني آیـــــتونه، په خپل زړونو کې مـو راوړئ
چې زړونه شي ملهم، په ګــــوهرینو ټـــکو باندی
دا ټولې سره غونډ کړئ، پیغامونوکې مو راوړئ
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
د حکمتونو دیوان
د زړه سترګي مو کړئ خلاصی،له خپل ځانه یو څه زده کړئ
له قـــانــــــون د طبـیعت، او له جهـــانه یو څــه زده کــــــړئ
پټ اســــــــــرار دي دیره شـــوي، هرې پاڼې د ګلــــــشن کې
د دنیا له حکمــــــتونو او دیـــــــــوانه یو څـــــــــــه زده کړئ
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
د محبت فضا
خپل ځــانونه، د یو بل ځـــیني قربان کړئ
نړیدلي خـــپلي خــــوني مـــــو ودان کړئ
چې فضا د محـــــبت هر خــــوا خوره شي
معرفت په شمعی، زړونه مو روښان کړئ
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
بیدل او صائب
چې پیلي یې ، د سرو زرو په تارو کې دي لالونه
د معناوي یې ځای کړي، په منګي کې دي بحرونه
بل څه نه دي ،دا شــــعرونه د بیدل او د صائب دي
چې قطرې د معرفت څخه یې راایستي ، دریابونه
د علم و فن رڼا
چې دنیــــا ته پری ښـــکلا ده، دا د علم وفــــن رڼا ده
چې پرې زړونه رو ښا نیږي، صاحبدل د درد وینا ده
د رنځــــونو مســـیحا می، خــــدای ته ګوره رارسیږه
چې زمــــان په دي لمحـــو کې ، د دردونــــو انتها ده
سید عبید الله نادر
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
د صلاح لاره
فکرونه سره یو کړئ د اصلاح لاره پیدا کړئ
د ســتونزو د وتو نه ،د فــــلاح لاره پیدا کړئ
د جهل نه راووځئ، مصلحت ته غاړه کیږدئ
د علم په رڼا کې، د صلاح لاره پــــیدا کــړئ
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
زمونږ قصور
تقصیر مو دا دی، چې د هر یــو بد نام پـــسي څو
هر بی هـــنره او نا رسه، د هر خـــام پســــي ځو
تمیز د ښه او بد په ټول ژوندون کې مونږ ونه کړ
د هر جـــاهل د هر رهبر، او د امــام پـــسي ځــو
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
د مذهب په پوستینې
ژر به چا چا ته مونږ ورکړو ، د زړه ډاډ اوتسلیت
چې راخور دی د ماتم ســیوری هر ورځي په ملت
په جــامو د پرښـــتو ، او په پوستــــــیني د مـذهب
وینو هغه چاری ،چې ترې شـــرمیږي انســـــانیت
د رڼا په لور تګ
نور د درواغو نه په تنګ شوم، د ريښتیا پسي ځم
لدې تــــیارو نه ځـــــان وباســـــم، د رڼا پسي ځم
لاره د دین خو مـــــلایانو، په مــــونږ ورکه کړله
بس نو نور شرم دی، تر څو به هر ملا پسي ځم
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
زما وروستۍ یو بیتۍ
«««««««««««««««««««««««
یو نظر د صـــــــــــــــــاحبدل ، راته کیمیا ده
بی هنرو نه که هیر شـــــم ، پروا نـــــــــــشته
«««««««««««««««««««««««
بیا به بدن ، خاورې ایری شي زمونږ
ډیری به پاتي ، خاطـــــرې شي زمونږ
««««««««««««««««««««««««««
داچي خلک ویښوی، له درانه خوبه
دا زما دزړه آواز ، د ضــمیر غږ دی
««««««««««««««««««««««««
ټیټ می سر نشو ، هر چا ته په آسانه
که روزګار راسره وکـــــړله ، سپیتانه
««««««««««««««««««««««««««
په وجود کې ، روح اوتن راته ژړیږي
اشارت چي د رفتن ، راباندی ، کیږي
«««««««««««««««««««««««
داسي مه ګڼه چوپتیا می ، چي په هیڅ هم نه پوهیږم
لکــــه ګل په خامــــوشۍ کې ، په هزار ژبـــو وییږم
««««««««««««««««««««««««««««
که دي یو شیبه د ځان نه لیری ، پام شي
سر ومال به دي ، په دي چا رسو ، لیلام شي
«««««««««««««««««««««««««««
لټوم دي ، په هر نفس او په هر دم کې
کله مســــجد کله په دیر ، کله حرم کې
«««««««««««««««««««««««««
کله لاړ شم ، تصورکې آسما نو ته
کله نه رسی نظر می خپلو خپو ته
««««««««««««««««««««««««
لکه ګل یمـــــــه ، خاموشه ، په ظاهر کې
خو وږمی می د سخن ، هر خوا خورې دي
«««««««««««««««««««««««««««
د هما به جګ پرواز ، له ځانه هیر شي
که یي ولـــــیدو ، زمــــا دا اوچــــت پرواز
«««««««««««««««««««««««««
درست وجود می ، لکه خس راته ښکاره شو
لامبو زن ، چي په ګـــــرداب د کایيـــــنات وم
«««««««««««««««««««««««««««
هغوی په پټو ســـــترګو ځي ، مخ په جنت
چي د عالــــم په درد وغـــم ګالي محــــنت
«««««««««««««««««««««««««««
چې بی تــمی او مقــــصده ،مهــــــربان وي
خدای د داسي خلکو ،زړونوکې ،پنهان وي
««««««««««««««««««««««««««««««««
تر هغي به زمونږ سترګي ،څاري لارې
چې له غیــــبه راپیدا ، مـــــونږ کې دردمن شــي
«««««««««««««««««««««««««««««
د فارسی د شعر څخه ژباړه
که ووینېم ، چی د ړانده مخی ته څاه ده
راته چپ پاتي کیـدل ، ســــــتره ګناه ده
«««««««««««««««««««««««««««««
که عدم دی که هستي ده ،که نیستی ده
په دي یو ځـــــــــــای کې هم نشته ،هوساینه
«««««««««««««««««««««««««««
په تندي باندی یی رانه وستی زمونږ ګنجی
که روزګار هر څومره زیاتي کړلي، ستونزی
سید عبیدالله نادر
شوم اندیښنو ، او په سوچونو کې ، ډوب
چې په ټالونو ، ســــتا د خیال زنګــــــیدم
«««««««««««««««««««««««««««««
د انســــــانیت تمه لرمـــــــــه ، له انســـــانه هلته
چې د خنجر پر ځای انسان چیری په ګل ووهي
««««««««««««««««««««««««««««««««
درست غمونه د دنیا راڅخه هیر شول
مخامخ چې ،آئینې ته ، ستا د مخ شوم
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
ته می په نظم کې راوستې ، خو دا شوله عجیبه
ستا د زلفو په څیر تیر شو، زما عمر پریشانه
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
خپل علاج هغه طبیبه څخه غواړم
چې په درد د زخمی زړونو ، آشنا وي
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
د ماشوم په څیر، پیری کې هم پوه نه شو
چې دا چاري د دنیا ، لوبی د چا دي
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
په ښه لید کې به روښانّ ، خپل زړه او ضمیر کړې
که د خلاصي دریچــــی نه ، دا جــهان وویـــــــنې
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
په غوغا کې د عالم ، ځان رانه ورک شو
یو شیبه په خاموشۍ کې می ، ځان بیاموند
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
هرې خواته ، په کمین راته اجل دی
لکه اوښکه تر ګریوانه می مزل دی
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
زما د لنډو کېسو د ژباړو یو څو نمونې
د فیسبوک د یارانو نه اخیستل شوې او د پښتو ادب په اوړو کې اغږل شوي
د شاهي قصر ترکان
یو پاددشاه د خپل ملاحظاتو له وجهی یی چې د خپل شاهی قصر په ترکان په وړاندی یی درلوده ،نو په هغه ډیر غوصه شو.او امر یی وکړ چې سبا یی اعدام کړئ ، او هغه ته یی هم ووییل: چې سبا اعدام یې ،خواره کوټی په خپل حال ډیر غمجن او خواشینۍ شو.نو چې کله د کور په پلو رهي شو ، د دنیا غمونه یي په اوږو بار سول ،ډیر غمجن کورته ورغی ، خو ټوله شپه نارامه وو ،او خوب نه ورتی .ټوله شپه به لالهنده په دي خوا او آخوا اوړیدۍ ،ښځي یي چې ډیره با تدبیره ، عابده او د لیري لید خاونده وه ،چې د میړه حال ته یی پام سو ، نو ډیریی زړه پرې درد وکړ ، او میړه ته یی ووییل :بیده سه لکه هره شپه داسي بیده شه ،خدای تعالی یو دی ، او دعظمت او جلال خاوند دی ،او د هغه د رحمت دروازې او د رحمت غیږه تل خلاصه وي ،مه ناامیده کېږه په پروردګار ډاډه شه ، تر سهاره پوري خدای مهربان دی ، ډیر بدلون به راسي ،د ښځي د دې خبرو په اوریدو سره یې دومره زړه آرامه او تسل شو ،چې وار د واره یی سترګي درنۍ شوې ،او خوب هم ورغی او په کراره بیده شو ،خو سهار وختي د پادشاه د عسکرو د خپو د آواز سره په اوریدو په ډیره اندیشنه راویښ شو .چې په همدي شیبه ور وټکید ،او دی په داسي حال کې ورجګ شو ،چې خپلي ښځي ته یی د پشیمانۍ او افسوس په نظر کتلي ،ور یی خلاص کړ او خپل لاسونه یي د تسلسم په نښانه عسکرو ته د مخه کړل ، عسکرډیر سخت حیران شول او وي وییل :مونږ د دي پاره راغلي یو چې پادشاه مړ شوی دی ،او ته ورته تابوت جوړ کړې ، د سړي په سترګو کې د امید څرک ځل وواهه ،او زړه ته یی د تسلی فرشته ننوته ،نو عسکرو پسي په داسي حال کې رهي شو ،چې د عذر خواهۍ په انداز یی شاته خپلي ښځې ته وکاته او نور یې د عسکرو د قدمونو پسي ګامونه پورته کول او رهی شو ،او په ژور سوچ کې ډوپ لاړ ،او د خپلي میرمنۍ دا آواز یی تر غوږ شو ،چې د شپی ورته وییلي وو: بیده سه لکه هره شپه داسي بیده شه ،خدای تعالی یو دی ، او د عظمت اوجلال خاوند دی ،او د هغه د رحمت دروازې یو په یو خلاصي وي ، او دهغه د رحمت غیږه ډیره پراخه ده ،مه ناامیده کیږه په څیښتن تعالی ډاډه شه ،تر سهاره پوری خدای مهربان دی ډیر بدلون به راسي
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
د لیري لید خاوند
وایي چې ډیر یو غشتلی ځلمی ځوان په یو مست او ټکړه آس سپور وو ، او بیدیا ته یی مخه کړه داسي یو ځای ټه په خپل سفر ورسیده ، چې د بیدیا څخه په وتو کې وو نو د لیري څخه یوه ونه ورته ښکاره شوه ،چې د وني لاندي راورسید ګوري چې یو ګوډ د وني لاندي ناست دی ، ؛ګوډ ډیر په عذر او زاري خواست ترې وکړو چې ورسره مرسته وکړي چې معذور دی ،ځوان د خپل د آس څخه را کوز شو .او دا چې ډیر غښتلی وو ، ګوډ یی په دواړه لاسو جګ کړ او د آس پاسه یی کښیناوه ،ګوډ د وخت څخه په استفادی سره آس ته ممیز وکړ او لیري یی خپلي خپي وغزولي ،چې یعني ځان یی په ټګۍ وهلی وو ،ځوان پرې ورږغ کړه چې یوه خبره زما نه واږوره ،او هغه دا ده چې دا قیصه په خپل ټول عمر کې چاته ونه کړې ،او دا زما نصیحت دی تاته ،دا ځکه چې ځوان په خپل بیداره روح او دماغ ، او طبیعی استعداد سره چې خدای تعالی ورکړی وو ، د دي قیصي په منفي اغیز په انسانانو باندی پوهیده ،ځکه که دی ، دا قیصه خلکو ته وکړي ،نو د سخاوت او مردانګۍ تخم به ،په دوی کې محو او خلک به دي ته راوبولي چې د مردانګۍ ، سخاوت ، او فدا کارۍ تخم به د ټول عالم بشریت څخه ورک کړي .او خلک به جرأت و نه کړي چې چا سره مرسته وکړي
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
د فیسبوک د یارانو څخه په اخیستنی سره می ، د فارسی او پښتو ادب په اوړو کې اغږلي ده.د خدای تعالی د بی پایانه رحمت په صفت کې
باز آ باز آ هر آنـــــچه هســتی بازآ
ګر کافر و ګبرو، بت پرسـتی باز آ
این درګه ما درګـه ، نومیدی نیست
صد بار اګر توبه شـــکستی ، باز آ
ابوسعید ابوالخیر
د ګناهنو پیټي او درانه بارونو مې ، په اوږو دروند والی کوو ،چې غیبي غږ راباندی وشو،چې راشه دومره راشه ،چې زما دروازې ته نژدې شې ،هومره زما ور وټکوه چې ور دې پرمخ خلاص کړم .
ډیر مزل مې وکړ! یو شیبه روحی تلقین راته حاصل شو ،چې همدا ځای به وي ، خو هیڅ دروازه مې و نه لیده ،چې هر څومره مې د لټون سترګي پرانیستي هغه دروازه ښکاره نشوه ، نو د ستړي او ستومانه زړه نه مې غږ وکړ ، چې یاربه ! کومه دروازه وټکوم ،دلته خو هیڅ دروازه نه وینم ،غږ وشو او وي وییل :ما همداسي ووییل : چې ته راشې ،که نه ما هیڅ وخت د خپل رحمت دروازې ،ستا پرمخ نه دي تړلي ،هماغه وو ، چې د ډیر حیرته د ګناهونو درانه بارونه مې د اوږو څخه پر مځکه و غورځیدی ،او مخامخ تندی مې پرمځکه راغی ،او د سجدی په حالت پریوتم .چې یاربه ستا د رحمت د دریاب، څومره خلاصه غیږه ده ، چې هر نا امید چې هیڅ لاره نه لری هم همدې خوا راځي .
چه آغوش است ،یارب موجه ، دریای رحمت را
که هر کس ره ندارد هیچ سو ، سوی تو می آید
بیدل
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
د نزاکت پوهیدني یا نزاکت فهمۍ په هکله لنډه کیسه
نظام الملک د سلجوقیانود دربار وزیر وو ، چی په پوهه او دانایی کې ډیر مشهور وو ،او دا تر ننه پوری د هغی د علم وفضل او معرفت انګازی تر مونږ پوری رسیدلي ، وایی چې د ده عادت داسي وو چی چا به د خوړو څخه که څه هم چې ډیره لږه اوکم به هم وو ورته راوړ نو نظام الملک به د ناستو کسانو سره وویشل ،یوه ورځ یو بزګر د ده حضور ته دری داني بادرنګه ،چی په پخوا به یی د نوی ګل او نیک فال په نامه لویانو ته وړل کیدل ، او دا یو دود وو او اوس هم په ځیني ځیو کې رواج لري ،نو نظام الملک هغه دری واړه په یواځي وخوړل .پرته له دي څخه چه یي د ناستو کسانو په مینځ کې یی وویشي ،یو کس چي د ده په مخ کې لږ ګستاخ غوندی وو ،تری نه یي وپوښتل چی د ډی سبب څه وو ،چي دا نن یی د خپل عادت پر خلاف بادرنګ یواځی وخوړل او حاضرین یی محروم کړل ،نظام الملک ووییل :کله چې ما لمړی بادرنګ وخوړډیر تریخ وو ،او همداسی دویم او دریم ورپسي ډیر ترخه ول ،ما د ځانه سره ووییل : که دا دناستو کسانو په مینځ کې وویشم ،د دي د تریخوالي تحمل به هیڅوک و نه شي کولای ،او خامخا به شکایت وکړي ،او حیا د دي مانع وګرځیده ،ځکه هغه بزګر چې په یو امید راغلی وو هغه به ډیر ناهیلي شي او د شرمسارۍ احساس به وکړي
«««««««««««««««««««««««««««««««««««
د جنګ څخه په نفرت او کرکه کې
د یوه جنګي سر تیری د پند نه ډکه یوه کیسه،
نن مجبوره شوم ، چی د دښمن په یوه سر تیری باندی ډز وکړم ،کله چي پرمځکه راوغوځیدی ،نو د خپل د ښځي نوم یی واخیست او څو ځلي یی ږغ وکړ ماریا ،ماریا او زما د سترګو وړاندی یي ساه ورکړه ، یوه غاړکی یی په غاړه کې ځړیدلي وه ، چی د یوی ښځي او یوی ماشومی عکس په کې وو ،او په قوی ګمان سره چی همدا ماریا وه ،د ده ماینه یا ښخه ،باور وکړه چي د ځانه څخه می نور بد راغي ،او د جنګه څخه می ډیره کرکه ، اګرکه ډیر ځله به ما کوښښ کاوه چي د دښمن خپه په نښه کړم .او هغه هم په دي منظور چې دښمن زما د تعقیب څخه لاس واخلي ،خپلي اوچتي انساني همدردۍ او زړه سوانده دا اجازه نه راکوله ،چي انسان ووژنم ،او دا ځما عادت وو، چي هر کله به می دښمن د خپي له خوا ټپي کړ ، خو له بده مرغه څرنګه چي ما د دي سر تیری خپه په نښه کړه ،هغه نا څاپه سر ټیټ کړ او مرمۍ د ده په سینه ولګیده ،اوس به نو د هغي دا وړه ماریا څومره د دي انتظار وباسي ،او د ده ماریا به څومره شالونه او ګرمی جامی اوبدی ،او پلوری تر څو خپله ګذاره پری وکړي ، په دي تمه چي یوه ورځ به یی څښتن د جګړي څخه بیرته راوګرځي ، ماریا بیچاره به په دي هم نه پوهیږي ، چي د ده څښتن د باران د لاندی د آخری ځل له پاره د ده نوم په خوله واخیست ،د بشر بد ترینه فکر اوتصور جنګ دی ، ما په خپل ماشومتوب کې دا فکر کاوه ، چي مګر دا انسانان مجبور دی چی سره و جنګيږی ؟ او اوس ګورم هوکي ځیني وخت مجبور دي ،ځکه هغوی چي د جنګ دستور ورکوی ،د باران ،چقړو،خټو،یخنیو،ولږه ،او بی خوبیو د ستم لاندی نه دي ،او د مرمیو د بارانه څخه هم بچ دي ،او د ماریا د شنو سترګو د لیدو په آرمان نه مري .هغوی په خپل ګرمو کورونو کې په پستو فرشونواو بالښتونو ډډه لګولي وي ، او حلقه حلقه د سګروټو دودونه هوا ته غورځوی ،کاشکي می خپله سلاح یا وسله د هغه کسانو و سیني ته نیولي وای ، هغوی چي په خپل ګرمو کورونو کې ناست وي ، او ماشومان یي په لویو ،پراخوحوضونو کې لامبي او د نیا د ټولو نعمتونو څخه برخورداره وي ،او هغوی په ډیر قیمتي قلم ، لکه د ماریا په شان د زرګونوماریا ګانو د څښتنانو د مرګ حکم لاسلیک کوی.
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
ځیني قیصي که په هر منظور جوړي شوي وي خو انتباهی ، تعلیمي ، تربیوی ، او اخلاقي مخه لري ، خو په دي لنډه کیسه کې ، د انتباهي ، تعلیمی ، او تربیوی تر څنګ په آخره کې د هر دور فرعونانو د پاره یو پیغام لري ،د فیسبوک د یارانو څخه په اخیستنې سره ، ژباړن (سید عبیدالله نادر)
وایي فرعون د مصر پادشاه چې د خدایي دعوه یې کوله ، یوه ورځ یو کس د ده حضور ته راغی ،او د انګورو یوه خوشه یې ورته ورکړه ،او وي ویل : چې که ته خدای یې نو دا د انګورو خوشه په طلا بدله کړه ؟
فرعون اندیښمند شو ، او یوه ورځ مهلت یې ځیني وغوښت ، د شپی ځان سره په خلوت کې فرعون په دي سوچ کې وو ،چې څه چاره وکړي ، او ډیر عاجز پاتي وو ، چې ناببره د ده د خوب د کوټي ور وټکید ،فرعون غږ وکړ چې څوک یې ؟ یو ځل یې ولیده چې شیطان داخل شو ،شیطان په یو پسخند آمیزه لحجه ورته وویل : ته څنګه خدای یې چې نه پوهیږې چې د وره تر شا څوک دی ؟
وروسته د خبرو اترو څخه فرعون ورته خپل مشکل وویلی ،او شیطان د انګورو خوشه واخیسته ،او څه یې پرې وویل او په طلا یې بدله کړه ، وروسته فرعون ته په خطاب کې شیطان ووییل : چې ما په دې دومره توانایي او لیاقت سره د خدای تعالی د بندګۍ لیاقت نه درلود ،او ته په دې حقارت سره د خدایي دعوی کوې ،شیطان وروسته د دې خبرو څخه په ډیره بیړه د فرعون د کوټي څخه ووت .
فرعون پرې ور ږغ وکړ ،چې نو ولي دې انسان ته سخده ونه کړه ؟ تر څو د خدای له درګاه څخه و نه شړل شې ،شیطان ځواب ورکړ ، ولي چې زه پو هیدم چې د دوي په نسل کې به لکه تا غوندی کس پیدا کیږي ،
««««««««««««««««««««««««««««««««««
د شیخ ابو سعید ابوالخیر رحمت الله علیه یوه لنده کیسه
شیخ ابو سعید ابوالخیرعلیه رحمه چې زړه یې د معرفت په نور روښانه وو ، او د روښانه زړه او شور خاوندان یې ،د خپلو اشعارو څخه ښه پیژندلی شي ،چې هر شعر یې د صاحبدلانو زړونو ته رڼا بخښي .
نو وایي چې مشهور عارف شیخ ابو سعید ابوالخیر څو درهمه جمع کړي وو ، یا راغونډ کړي وو ، چې پر هغي د حج د فریضی د ادا کولو مصارف پوره کړي ،نو د یو کاروان سره یو ځای شو ،او داچې د سورلي د پاره یې وسه نه درلوده ،چې یو حیوان کرایه کړي ،په همدې ډول د کاروان سره یې په پښو مزل کوۍ ،تر څو کاروانیان د سټریا د رفع کولو د پاره یو ځای کې تم شول ،شیخ ابوسعید د لرګیو او خځلو د جمع کولو د پاره د کاروان په شا اوخوا کې بوخت شو ،د یوې ونی لاندی یې یو سپین ږیری کس ولیده ، چې جامی یې ډیری زړې او شلیدلي دي ،دهغي د احوال څخه یې پښتنه وکړه ،هغه ورته شرح ورکړه ، د احوال په پښتنو او ګرویږنو کې شیخ اوبو سعید دا ټکی یې د ده د وینا څخه درک کړ ، چې د بیکارۍ او خجالت له وجهی څخه خپلو بچیانو په وړاندی یې دلته پناه راوړي ، او څو ورځي کیږي چې ماشومان یې ، او دی پخپله وږی دی ، نو شیخ څو درهمه چې په ملا کې تړلي وو ،هغه یې راویستل ، او ورته یې ورکړل، اووې وویل : لاړ شه د خپلو بچیانو او خپل خرڅ دي پرې وکړه ،بینوا سړي ورته وویل: زما رضایت نه دی ،ځکه ته په سفر د حج کې یې او کم خرڅه کیږې ،تا ځان پوره بی خرڅه کړ تر څو زه د خپلو ماشومانو د پاره نفقه برابره کړم ،شیځ ورته وویل : زما حج ته وي ، او که زه اوه ځلي ستا له شاه او خوا(دور و بره) څخه وګرځم ،دا به ډیره غوره وي ،نسبت و هغي ته چې اویا ځلي د هغي بنا څخه تاو راتاو شم ،
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
د فیسبوک د ملګرو څخه یوه انتباهی تعلیمی ، او تربیوی کیسه د پښتو ادب په اوړو کې اغږلې
د نړۍ نقشه
وایي یو کس ډیر په ژوري مطالعي بخت وو ، او د اخبار مطالب هم یو دبل پسي په زړه پوري وو ،نو تر څنګه ناست یې یو ماشوم ،ډیری پښتنې ترې کولي ،شوخي یې کوله او سړی یې مطالعي ته نه پریښود ،نو سړی هم د دي د پاره چې ماشوم بخت کړي ، د همدې اخبار یوه بله ګڼه یې راواخیسته او اخبار کې چاپ شوي د نړۍ نقشه یې څیري څیري کړه ، او ماشوم ته یې ورکړه چې دا جوړه کړه ، غوښتل یې ګوندی په دي پلمه ماشوم بخت کړي ،ماشوم څیري شوي ټوټي واخیستی ،او نقشه یې ژر روغه کړه ،او سړي ته یې وښوده ،سړی حیران شو او ډیر په تعجب یې ترې پښتنه وکړه ،چې دا دومره ژر دي دا څرنګه جوړه کړه ؟ ماشوم ووییل : د نقشی تر شاه بنیادمانو عکسونه می سره ترتیب کړل ،او جوړ می کړل ،نو نقشه خپله جوړه شوه ،نو وایي ، ما دا انتباه ترې واخیسته ، چې که د ځمکي پر مخ د انسانانو ځایونه بدل کړو ،او هر څوک د خپل فهم او پوهی په اندازه په خپل ځایونو کښیناوو ،نو دا ستونزی به نه وي دا ستونزی له دي امله مونږ هم ګالو چې واقعی انسانان لا په خپل ځای نه دي نصب شوي ، یا نه دي کښینول شوي ،یعنی که انسانان اصلاح کړو ،او د علم او معرفت په ګاڼه یې سمبال کړو نو د ځمکي پر مخ به ډیري ستونزی حل شي ،
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»۷
د جنګ نه په کرکي او نفرت کې لنډه کېسه
اخیستنه د فیسبوک د ملګرو څخه
او ما خپله د پښتو ادب په اوړو کې اغږلی ده ، او د انتباهی کلیماتو په ګاڼه می سمبال کړې .
نور نه غواړم چې جګړې ته لار شم او جګړه وکړم ،او دا نیت می د دې د پاره نه دی ، چې د مرګ څخه ایریږم ،او یا د خپل ښځي او ماشومانو سره د مینې له وجهی ده.
که رښتیا رانه وغواړې ، او رښتیا راباندی ووایي وروسته له دي چې د دښمن یو سر تیری می ووژنه ، د هغه د جیبونو په پلټنه کې شوم ،او یو څو عجیب شیان می پیدا کړل ،چې د هغو په لړ کې ، یو کاغذ می بیاموند چې په وینو لړلی وو ،او پرې لیکلي وو (پلاره د هغي ورځي څخه چې تا یواځي پری ایښی یمه ،هر سهار تر د لمر ډوبیدو پوری په وره کې تا ته سترګي په لاره ولاړ یم ،پلار جانه ! په خدای که دا وار بیا راوګرځي ،او بیا راشې ،تا کلک په غیږ کې نیسم ،او نور اجازه نه درکوم چې بیا لاړ شی ) هماغه وو ، چې د وجدان غږ می واورید ،او په دې پوه شوم ،چې ما څومره عظیمه ګناه او خطا کړې ده،
دا به تر څومره لمر خاته او لمر ډوبیدو پوری د پلار په انتظار سترګي په لاره پاتي شي ؟ د خدای لعنت دي پر جنګ وي ،هغه جنګ په تیره چې داسی یو نیازبین ماشوم ،د پلار د مهر او محبت غیږی نه بی نصیبه او محروم ګرځوی ،
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
د ولی خان د یوکیسې په پلمه
د اسفندیار ولی خان د قیصو څخه ده، چې د خپل تره ، غني خان په هکله وایي :اسفندیار
ولی خان وایی زه د غني خان سره په کټ کې نژدې ناست وم ،نو هلک راغی ،او وي وئیل : چې یو ملا راغلی غواړي چې غني خان وویني ،نو غني خان ووئیلي :چې نه ځي دي ،پرې ږده،نو اسفند یارولي خان وایي :چې ما ورته ووئیل :چې کاکا دا ستا ولی د ملا سره نه لګي ، هغه ووئیل:چې زما د ملا سره هیڅ دښمنی یا فرق نشته ، صرف فرق دا دی ، چې ملا وایي خدای تعالی ، جبار و قهار دی ، زه وایم چې خدای رحمان او رحیم دی ، نو پر ځای د دي چې ته د هغي نه مونږ و ایروې ، نو مونږ پر هغه مئین کړه ، که ته وایي چې هغه جبار و قهار دی ، نو ته ما ایره یي ،که ته ووایي : چې هغه رحمان او رحیم دی ، نو ته ما مئینوې ، نو دي دواړو کې لوی فرق دی ، ، نواسفندیار ولی خان وایي چې ما خپل تره غني خان ته ووئیل : چې یاره هغه راغلی او درې ګنټي (ساعتونه) یې تیر کړي ، پرېږده چې راشي ، ملا راغی او په کوم کټ کې چې غني خان ناست وو،دی مخامخ ورته کښیناست، ، ، نو ملا یو رومال د جیبه څخه راویست ، او رومال یې پړاو(خلاص)کړ ، یو رومال او پر له پسي نور رومالونه یې خلاص کړل ،نو یو وړوکۍ کاغذ یې د ګڼو دستمالونو د مینځه څخه راویست ،نو هغه یې غني خان ته په دواړو لاسو، وړاندی کړ، او غنی خان ټه یې ووئیل : چې خانه! دوه نیم سوه رکعته نفل می کړي او ټول شپه می عبادت کړی ،او دا تعویز می تاته جوړ کړی ،چې د ټوپک ګولی به درباندی اثر نه کوي ، نو غني خان ټوپک ته لاس کړ ، نو ملا ته یې ووئیل : چې ملا ودریږه ، ملا دوه خپي خپلي کړې او دوه پردې کړی او ترپ یې وهل ، نو غني خان ووئیل : چې عجیبه سړی یې ماته وایي ، چې د ټوپک ګولي به درباندی اثر نه کوي ، چې ستا سر ته راغله بیا منډي وهې او ځغلې ،نو که دا ریښتیا وای نو ضرور به دي خپل ځان ته اول جوړ کړی وای ، د دي خوندورې کیسي په استناد ریشتیا هم ډیری ملایان په خپلو تقریرونو کې تل د خدای تعالی د قهر او غضب څخه غږیږي ،زما یوه خاطره رایاده شوه ، چې د هجرت په موده کې زمونږ د کورنۍ د یو تن مشرانو سره جومات ته ولاړو ، ملا په خپل تبلیغ کې سر تر پایه د خدای تعالی په قهر او غضب باندی وغږیده ، د رحمت خو ورسره هیڅ ټکي هم نه وو ،نو زمونږ دې مشر مخ رواړاوو ، او وي وئیل : کوم خدای چې دی یادوي د ده د خپل ذهن تخلیق دی ، او د دوی د مدرسو د استادانو تخلیق دی ، زه خو د خدای تعالی رحمت ډیر بی پایانه وینم ،خو یوه خبره یې ډیره ژوره وه چې د جومات نه بهر یې وکړه ، چې هغه قدرمنو لوستونکو سره شریکوم ،او وي وئیل : (د دي نه چې د دې ناصح بی اثره او بی روحه تبلیغ می واوریده که یو ساعت د ځان سره په خلوت کې ناست وای ،او په ژور فکر می د خدای تعالی په هستی او نظام می فکر کړی وای دا به ښه وای ،او خدای تعالی ته ورنژدې کیدم له دې نه چې دا بی روحه او بی تأثیره وینا او تبلیغ می واورید ) نو په کار ده چې د څیښتن تعالی په رحمانیت ، بخشایش او کرم په هکله هم و غږیږي ،ځکه د خدای تعالی د بخایش او کرم دریاب ډیر پراخه دی ، هماغه ده چې ، حضرت بیدل علیه الرحمه وایی : چې یاربه ! څه پراخه غیږه ده ستا د رحمت د څپو ، چې هر څوک هیڅ خواته لاره نه لري ، ستا په لور راځي ،
چې آغوش است یارب! موجه دریای رحمت را
که هر کس ره ندارد هیچ سو ، سوی تو می آید
دغسي متعصیبینو ته د ډیرو لوړو شاعرانو له خوا څه نیغ په نیغه او یا په کنایه کې وئیل شوي ، او یا اشارې شوي ،او د دي ټکي د پوهولو د پاره یې د لنډو کیسو ،انتباهي مطالبو ،تعلیمی ، تربیوي مطالبو څخه د روښانتابه د پاره کار اخیستی دی ،او دا ځکه چې دا تنګ نظران اصلاح کړي ،او خدای تعالی د بخشایش د پراخي غیږي نه یې با خبره کړي ،نو شاعرانو ،ادیبانو، پوهانو،د علم او معرفت خاوندانو ،متصوفینو، عالمانو د خدای تعالی د رحمت غیږه ډیره پراخه بللي ده،
نو په کار ده چې د خدای تعالی د کَرَم او بخشایش اړخ هم له پامه و نه باسو ،د عبدالباري جهاني دا شعر دی چې وایي :
ته یې د قهره له خـــلوته راوتلـــــی نه شې
ما د کرَم په طمع زر ځلي توبی ماتي کړې
د ټاریخ په اوږدو کې زمونږ لوی متصوفین ، او د دین عالمانو هغوي چې د مطالعی دنیا یې نسبت و یو عامی او بیسواده ملا په پرتله خورا ډیره او پراخه ده ، نو هغوي د خدای د رحمت او عام ایثار ډیر لوی صفت کړی ،حضرت بیدل فرمایي :هغه کسان چې خیره بینان دي ،یعنی چې په سترګو یې روښانه هر څه نه ښکاري ،نو درحمت غیږه ډیره تنګه وینې ، نو وایې چې ځمکه او آسمان یو عام ایثار او بخایش دی ، چې دا په خپله د خدای تعالی د بخشایش او قدرت ښکاره نمونه ده ،بیا نا امیدی څه په کار ، نو راځئ چې د رحمت د دي خلاصي دروازي نه نور دا د تهمت ګَرد جارو کړو ،
او هغه شعر دا دی :
بیا تا دی کـــــــــــــــنیم ، فـــردای قــــیامت را
که چشم خیره بینان تنګ دید آغوش رحمت را
زمین تا آســــــمان ایثار عام ، آنګــــاه نومیدی
بروبیم ، از درِباز کرَم این ګرد تهــــــــمت را
بیدل
حضرت ابو سعید ابوالخیر چې ډیر لوی او یو عظیم عارف دی ، په دې فارسی شعر کې د خدای تعا لی د رحمت څخه پدي شعر کې داسي یادونه کوي ،
ای سِر تو در سینه یې ، هر محرم راز
پیوســــته درِ رحمت تو ، بر همــه باز
هر کــــــــس که به درګاه تو آورد نیاز
محــــــروم ز درګاه تو ، کی ګردد باز
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
همدارنګه د ناصحانو د سوړ او بی روحه بحثونو په هکله چې هیڅ یو تعلیمي ، تربیوی ، انتباهی ، رنګ په کې نشته ، حضرت بیدل علیه الرحمه داسي وایي :
مرګ اهلِ سوز باشد ، حرفِ سَرد نا صحان
شمع را تیغ است بیدل ، جنبشِ دامان صبح
د ملنګ جان دا شـــــــعر هم ښه دی چې وایي:
چې زړه د ناصحانو وي ،ډک شوي له حسد نه
وینا کې تأثیر نه وي ، سامعان څه ملامت دي
په بل شعر کې شیخ ابوسعید ابوالخیر رحمت الله علیه وایې چې یاربه د کَرَم له نظره پر ما نظر وکړه ، پر ما نظر مه کوه ، د خپل په کَرَم نظر وکړه ،که هر څومره ستا د بخشایش لایق نه یم ،زما په ستومانه او پریشانه حال نظر وکړه ،
یارب ز کرم ، بر من درویش نګر
در من منــګر در کرم خویش نګر
هر چند نیم لایق بخــــــشایش ، تو
بر حال من خســــــته دلریش نګر
نو د خدای تعالی د فضل رحم او کرم په هکله بل ځای بیا شیخ ابوسعید علیه الرحمه په خپل یو بل شعر کې وایې : یعني چې یاربه ټولو تحفه د عود د لرګي چې یو خوشبویه لرګی دی ، راوړی ،معنی دا چې ټولو اعلی تحفه درته راوړي ، او ما د ولی لرګی راوړی ، چې یعنی ټولو با ارزشه ډالۍ تاته راوړي ،او ما هیڅ هم تا ته نه دي راوړي ، خو ما تور مخ او سپین ویښتان تا ته راوړي ، دا چې تا پخپله وئیلي چې نا امیدی کفر دی، نو ستا فرمان می وړی ، نو ستا حضور ته می ،امید اوهیلي راوړی ،
او په دي فارسي شعر کې یې داسي فرمائیلي :
عودم چـــــــو نبود ،چــــوبِ بید آوردم
روی ســـــــــیه و، موی ســـــپید آوردم
چون خود ګفتی ،که ناامیدی ، کفر است
فرمــانِ تو بُردم و ، امــــــــــــید آوردم
د امید او هیلی ډیر لوی او عظیم درس په کې پروت دی ،
په بل ځای کې بیا وايي چې د هر تیاره انسان زړه او ضمیرپری روښانه کیږي،نو شیخ ابوسعید علیه الرحمه په خپله دغه ګهر باره وینا زړونه روښانه کوي ،یعني چې د خدای تعالی د رحمت د دریاب ستاینه په کې ده ،چې هر څوک په هر مذهب او طریقت چې یې ، راځه زمونږ په لور راځه ، که کافریې که ،ګبر او بت پرست یې ،زمونږ دا درګاه د ناامیدۍ درګاه نه ده ، که سل ځله دي توبه هم ماته کړي وي ، نو بیا هم راځه
باز آ باز آ هر آنـــچه هستی باز آ
ګر کافر و ګبرو بت پرستی باز آ
این درګه ما درګه نومیـدی نیست
صد بار اګر توبه شکســـتي باز آ
ابو سعید ابوالخیر
بل ځای با وجود د دي څخه چې خپله ډیر لوي عارف زاهد او عابد دی، هغه زاهدان چې د علم او معرفت نه لیري دي نو خدای تعالی ته وايي: ، څومره چې ستا بی پایانه رحمت او کرم دی ، په دي صفت تا زاهد نه پیژیي ،هغوي چې بیګانه دي د آشنا په څیر چې د علم او معرفت خاوندانو ته اشاره ده تا نه پیژني ،نو خدای تعالی ته وايی چې تا ووئیل :چې د ګناه په صورت کې دي دوزخ ټه بیا یم ، نو دا هغه چا ته ووایه چې لکه آشنا چې ستا د رحمت غیږه پیژني، هغه ، تا ونه پیژني ،
زاهد به کَرَم ، ترا چـــو ما نشـناسد
بیګانه ترا ،چــــو آشــــــــنا نشناسد
ګفتی که ګنه کني ، به دوزخ بَرَمت
این را به کسـی ګو ،که ترا نشناسد
حضرت بیدل علیه الرحمه خو دومره اندازې ته د خدای تعالی د رحمت او بخشایش غیږه پراخه ویني ، چې وايی د دي ډومره پراخه غیږي د رحمت ته هماغسی د ګناه څخه ډکه لمن په کار ده ،د هغي حریم ته به غیر د ګناه څخه ننوتل هم ګناه کاری ده ،
محیط بحرِ رحمت ،دامن آلوده می خواهد
ګناه ناکرده رفتن ، در حریم او ګنهکاریست
بل ځای وايي : د عاجزۍ او بی حسابه قدرت په مینځ کې به څه حساب وي ،ته هماغه د رحمت بی پایانه دریاب یې او اوسه ،زه و هماغه ګناه کول
به جهان عجز و قدرت ، چه حساب دارد اینها
تو و صد هزار رحمت ،من و یک ګناه کردن
که په خلاصو سترګو انسان نظر وکړي ، نو د دي دومره عارفانو د کلام څخه دا جوته کیږي ،چې د پوره علم په حصول سره انسان خدای تعالی ته نور هم نژدي کیږي ،لکه د شمعی په څیر، د علم په لاره کې انسان باید ځان وییلي کړي ، تر څو خدای تعالی و پیژني ،
چو شمع از پی علم باید ګداخت
که بی علم نتوان خدا را شناخت
په پوره شناخت سره ،د نژدی کیدو با وجود د الله تعالی د رحمت دریاب هم د زړه په سترګو کتلی شي
د حضرت محمد (ٌص) وینا ده چې :د دین په اموراتو کې آسانه ونیسئ ،او سخت ګیره مه اوسئ ،زیری ورکړئ ، او مه بیزاره کوئ ، صحیح بخاری
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
د سعدی د ګلستان د حکایاتو څخه
یوه ډله د حکماوو څخه د کسری په دربار کې د یو مصلحت د پاره سره راغونډ شوی وو .
او خبری یی کولي بزر جمهر چی تر ټولو عالم او فاضل کس وو د ډلی څخه لیری او چوپه خوله ناست وو .نو د وزیرانو د ډلی څخه چي د مصلحت د ورکولو د پاره ناست ول ، بزرجمهر ته یي وویيل چي ولی زمونږ په ډلي کې نه راځې او خبری نه کوی . بزرجمهر وویيل : چې وزیران د طبیبانو په مثال دي طبیبان دارو نه ورکوی ، مګر مریض او نا خوښ ته. زه چي وینم ستاسو رایه د صواب په لاره ده نو ماته د حکمت نه لیری ښکاري چي پر دي موضوع باندی خبرې وکړم
««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««««
د سعدی علیه الرحمه د ګلستانه څخه ښکلي انتباهي ، تعلیمی، تربیوی کېسه
یو جهاندیده او د تجربی خاوند یو حکیم ،خپلو زامنو ته داسي پند او نصیحت ورکولو ، چې د پلار د زړه سرو هنر زده کړئ ، ځکه په ملک او دولت د دنیا هیڅ اعتبار نشته ، او نه دی په کار ، زَر او جواهر په سفر کې په خطر کې دي ،یا یې درنه غله وړي ،او یا درڅخه په مدار مدار مصرفیږي ،لیکن هنر روانه او زیږنده چینه ده ، او تلپاتي دولت دی ،که هنر مند د دولت څخه و غورزیږي ،د هغي غم نشته ،ځکه هنر په خپل نفس لوی دولت دی . هنرمند چې هر ځای ته لاړ شي ، قدرویني او پاس کیني ،بی هنره مړی ټولوي او سختي ویني ،
ژباړن : سید عبید الله نادر
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
د بیدارولو سزا
وایي چې یو چا په خپل ګاونډ کې ، چې یو ښکلی چرګ یې درلوده ،او سهار وختي به یې آذانونه کول ، یو څو ورځي د چرګ آواز وا نه وریدل شو ، نو ګاونډي یې د دي بل ګاونډ د چرګ د خاوند څخه پښتنه وکړه ، چې آ ستاسو دا ښایسته چرګ چې هر کله به یې سهار وختی بانګونه کول هغه څه شو ، ګاونډی د چرګ خاوند وویل : نورو ګاونډیانو شکایت درلود چې ستاسو چرګ سهار وختي آذانونه کوي ، او مونږه د خوبه ویښوي ،نو مونږ هم سر غوڅ کړ او حلال مو کړ ، نو وايي په حقیقت کې زه په دې په شوم ،چې څوک په دې وخت او زمان کې ،خلک د غفلت له خوبه ویښوي ،یا ویښول کوي ،د هغي سر غوڅیږي ،په تیره د دې قیصی خو ډیره عبرتناکه لړۍ ،زمونږ په استبدادي حکومتونو کې تیر شوي ،چې مونږ ډیر منور خلک وژل شوي ،او زمونږ تاریخ په دې ګواه دي ، چې یادونه یې په دې مختصر کې نه ځایږي ،او په اوس وختونوکې خو د پاکستان په پشتنو باندی د پاکستان د ریاست له خواه دا لړۍ روانه ده ،چې ټوله نړۍ یې د سر په سترګو ویني ،یانی ډیر خلک د ویښتابه په جرم وژل کیږي ،لکه څرنګه چې ډیر مشران د مخه وژل شوي او اوس هم دا لړۍ روانه ده ،
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
تربیوی تعلیمی انتباهی
د جګړې نه په انتباه او پند اخیستنه کې
لمړي جهانی جګړې لکه یو ډیره لویه او وحشتناکه بیماري په شان ، په نړۍ سیوری غوړولی وو ،او ټول جهان یې نیولی وو. یو تن سر تیری د جګړې په ډګر کې ، چې د پوره احساس او د زړه درد خاوند وو ،په ډیره هوښیارۍ او تیز نظر دي ته یې پام واوښت ، چې د ده یو ګران ملګری ،د تورو خټو ډک یو ډند کې د ډوبیدو په حال کې دی ،او د ژوند او مرګ سره لاس او خپي وهی ، نو په ډیره مهربانۍ یې د مشر افسر څخه اجازه وغوښته چې د خپل دوست د نجات یا ژغورنی د پاره اجازه ورکړي ،او ولاړ شي ،او هغه د دې لوی خطر څخه وژغوري ، مشر افسر ورته وویل: که غواړې لاړ شي ولاړ شه درته اجازه ده ،ولي د دي فکر دې هم کړی چې ارزښت یې لري او که نه ؟ ستا دوست احتمالأ شاید مړ شوي وي ،او ممکن ته خپل خوږ ژوند په خطر کې واچوئ ! د مشر خبرو په دې هکله ورباندی تأثیر ونه کړ، او سر تیری د خپل دوست د ژغورنۍ د باره ورغی ،او په ډیر یو معجزی په شکل یې ،خپل ملګری د دې خطرناکه ډنډ څخه راویست ،او په خپلو اوږو یې تر عسکری قشلي یا محله پوري راورسوی ،د سر تیری مشر ورته ورغی ،او هغه سرتیری چې په ډنډ کې غوزیدلی وو هغه یې معاینه کړ ، او په ډیر مهربانۍ او زړه سواند یې ،خپل سر تیري ته وکتل ،او وي ویل : ما تا ته وویل چې دا ممکنه ده چې د دې ارښت ونه لري ،ستا دوست مړ شوي ! او ستا په بدن کې هم زخمونه لیدل کیږي ،سر تیری وویل : صاحبه ! ارزښت یې درلوده ،د سر تیري مشر افسر وویل :منظور دې څه دی دا چې وایي چې ارزښت یې درلوده ،کولای شئ؟ دا راته ووایي؟سر تیری وویل بلی قربان:ارزښت یې درلوده ،کله چې زه ده ته ورسیدم دا تر هغه مهال پوري لا ژوندی وو ، نو پر ما یې ږغ وکړ چې جیمه! زه ښه په دې پو هیدم چې ته به زما مرستي ته راځې !!!
( د دې کیسی انتباهی اړخ دا دی چې ،هغه سر تیری چې د مرګ او ژوند سره یې لاس او خپی وهلي د انتطار سترګي د جیمز په لور وي ، او د جیمز د زړه کومی دا انسانی ترحم یې درک کړی وو ،او دا چې ورته وایي :چې جیمه! زه پوهیدم چې ته به زما د ژغورنۍ د پاره راځي ،یو خواته که د جنګ څخه کرکه او نفرت ښیي د بلي خوا د پوهی او معرفت خاوندانو ته دا پیام لري چې سر تیری ته جیم د نجات یو فرشته وه ،چې ده ته په سر وخت ورسیده ،او جیمز تر ابده د ده په ذهن کې پاتي شو ،د یو فدا کار او د نجات د پرښتي په لباس او نقش کې ، اګر که دې سر تیری د (جیمز) ملګري سا ورکړې وه، ، نو په کار ده چې په ذهنونو او زړونو لکه د نجات پرښتي داسي یادګارونه پریږدو ،)
لنډه کیسه ژباړه د فیسبوک د ملګرو څخه په اخیستنه او د پښتو ساده ادب په اوړو کښي اغږلي
ژباړن : سید عبید الله نادر
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
د سپي وفاداری
ډیر کلنونه دمخه می یو څو کاله په یوه ځای کې چې سارا او بیدیا وه تیر کړل ،یو زما ښه دوست چې پر ما مهربانه وو ، ما ته یې یو لوی خالي انګړ د یو ډیر قوی هیکل غټ او ژوړ سپی سره راوسپاره ،چې زه په کې ژوند وکړم ،څو کاله می خپل ډوډۍ د سپی سره نیمایي کوله ،او سپی هم زما ساتنه د غلو نه کوله ،تر څو یو ورځي سپی ناروغه شو ،د ده په وچود کې یوه لویه دانه ختلي وه ،چې هغه ورځ په ورځي لویده ،او چینجي یې هم کړي وو ،د سپي تکلیف هم زیاتیده زه مجبوره شوم چې د څارویو طبیب ته مراجعه وکړم ، طبیب سره می ولیده او سپی هم ورته وښوده ،طبیب ووئیل : چې دا زخم ډیر خطرناکه دی ،او دا سپی نه جوړیږي ،او د ده ساتل هم په کور کې خطر ناک دی ، یاني باید چې له کوره وشړل شي ،او یا ووژل شي ،ما موضوع د کور د سپي مالک سره شریکه کړه ،هغه د ده د وژلو نه انکار وکړ ،او له ډیره رحمدلي نه یې دې کار ته زړه ښه نه کړ، چې هغه وفاداره سپی ووژني ،نو ماته یې توصیه وکړه چې له کوره یې وباسم ،او خوشی یې کړم ،ما هم دا کار وکړ ،خو سپی د کوره نه واته ،او ځان یې ټینګ کړی وو ، وروسته چې په دې پوه شو چې د څه د پاره باید دا ځای پریږي ، نور یې ټینګار ونه کړ او په خپل مخه لاړ ،ډیره موده پس سپی راغی،د دخپلی پخواني پټي او مخفی لاری څخه انګړ ته راننوت ،په هماغه لاره چې هر کله به پټ راننوته ،سپی روغ رمټ وو ،نه پوهیږم چې په دې موده کې به ،د خپل خوراک او څښاک څرنګه کړي وي ،بیشکه چې خدای تعالی روزی رسوي او مهربانه ذات دی،زما خواته نژدې یو بل انګړ وو ،چې هلته هم یو ښه دوست اوسیده هغه راته ووئیل: چې په دې موده کې چې ستا سپی نه وو ،او ناروغ وو ،سپی به دشپی راته او ستا د کور مخي ته به یې پیره کوله ،او د مخه له دې چې سپیدې وچوي او سهار شي او څوک د ده د حضور نه خبرشي سپی به بیرته سارا ته ولاړ ،او دا ما په کراتو لیده چې سپی دا کار کاوه ،نو وایي ما د دې خبری نه د خودۍ سخت ټکان وخوړ او د خپل عمل نه چې دی به می په زورونو د کوره څخه ایسته پښیمانه شوم ،او د ځانه سره وشرمیدم ،او د سپی دې حده پوری وفادارۍ ته چې می پام شو دا هم راته شرم ښکاره شو چې بل انسان ته سپی خطاب وکړم ،او د سپی نوم په بده واخلم ،ځکه د مینې محبت او وفادارۍ په لاره کې سپی زما ډیر ښه استاد شو ،او ما د مینې او محبت درس ترې واخیست
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
په کیسه کې د وفادارۍ درس په ښه انتباهی انداز کې ،او د خپل عمل نه د پشیمانتیا په انتباهی او تعلیمی انداز کې ،ډیره ښه رسول شوی ، او د زړه سواندی او مهربانۍ درس هم په کې پروټ دی ،
د فیسبوک د یارانو او ملګرو څخه اخیستنه او د پښتو ادب په اوړو کې اغږلې شوي ، تعلمی ، تربیوی ، انتباهی ، او اخلاقی

لنډه کېسه
د سعدی علیه الرحمه د حکایا تو څځه
ژباړڼ : سید عبیدالله نادر
یو تن د بادشاهانو څځه په یو مرض اخته شو . چی د هغی ذکر یي هم نشو کولای .یوه ډله د یونان طبیبان په دي متفق شول . چي ددي مرض هیڅ دوا نشته . مګر د انسان زهره ، نو پادشاه امر وکړ ، د یو بزګر ځوی یي پیدا کړ . په کومو صفتونو چي حکیمانو او طبیبانو وییلی وو. د هغه مور او پلار یي په ډیرو بخشیشونو ، او پیسو ونازول ، او قاضی هم فتوی ورکړه ،د یو تن وینه تو یول د پادشاه د سلامت د پاره روا ده ، جلاد هم دده د مر ګ تکل و کړ . هلک مخ و آسمان ته پورته کړ مسکی شو . پادشاه پښتنه وکړه ، چی په دي حا لت کې څه ځای د خندیدلو دی ؟ هلک ورته ووییل د ځامنو ناز پر پلار او مور وي ،او دعوی قاضی ته وړل کیږي ، او د پادشاه څخه داد غوشتل کیږي . اوس پلار او مور می ددنیا د طمعی په خاطر ، زما وینه یي خرڅه کړه ، او قاضی هم د وژلو فتوی ورکړه ، او سلطان هم خپل سلامت زما په وژلو کې ګوری . نو به غیر د خدای څځه هیڅ پناه نه وينم . پادشاه د دي خبری د اوریدو سره سخت د عبرت ټکان وخوړ ،او د رحمت دیګ یي په جوش راغی . او په سترګو کې یي اوښکی راوغړیدی . او وي ویيل چي زما هلاک بهتره ده چی د یو بی ګناه وینه تو یه شي . نو خپل غیږ ته یی رانژدی کړ او په سر او سترګو یي ښکل کړ . او ډیر بی اندازه نعمت او مال یي ورته و بخښه . او داسي ویيل کیږي ، چی پادشاه په هماغه هفته کې ، روغ رمټ ، او صحتمند شو .
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
لنډه کیسه
د انوشیروان په زمانه کې ، یو ډیر لوی سودا ګر اوسیده ،چې د تجارت له لاري یې ډیر مال او دولت لاس ته راړی وو ، هغه چې د انو شیروان په وطن کې د غربت احساس کاوه ،نو ځان سره یې فکر وکړ چې خپل وطن ته لاړ شي ، لیکن بد خواهان چې د پادشاه په شا اوخوا راټول ول ،نو پادشاه ته یې د ده بد ګویي وکړه ،چې دا تجار ستا له برکته او د ښار له برکته چې دی ، په دي ښار کې اوسیده ،او تجارت یې کاوه ،دومره مال او پیسې یې پیدا کړي ، که دی لاړ شي ،نو نور تجاران به هم د ده لار تعقیبه کړي ،او لږ لږ به زمونږ د دیار رونق کم شي ،انو شیروان هم د هغوي خبره ومنله ،او سوداګر یې راوغوښت او ورته یې وویل :که غواړي چې لاړ شي ،نو ټول مال دې دلته پریږده او ته بی مال او جایداده لاړ شه ،سواګر وویل : څه چې حضور پادشاه وفرمایل د صواب په لار دي ،او د مصلحت نه هم لیري نه دي ،خو کوم څه او سر مایه چې ما ستاسو ښار ته راوړي وه، هغه په باد لاړه او برباد شوه،که حضور د پادشاه دوه برابره يې تاته راکړي شي ، نو ما د ټول مال څخه لاس ومینځه ،پادشاه په داسي حال کې چې ډیر حیران شوی وو ،ورنه پښتنه وکړه ،چې ای شیخه ! تا دې ملک ته څه راوړي وو ، سوداګر ورته ویل: ما ځوانی راوړي وه ،او دځوانۍ په قیمت می دا مال لاس ته راوړی ،زما ځوانی راته وبخښه ، او زما ټول مال در واخله ،انوشیروان د دې نازک ځواب نه په حیرت کې لاړ ، او هغه ته يې د ټوله شتمنې سره چې په دې ښار کې ګټلی وه ، د خپل وطن ته د تلو اجازت ورکړ ،
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
د فارسی ادب څخه ژباړه د ګوګل څخه اخیستنه
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
لنډه کېسه
یخه ډبره
یو شپون چې تل یې عادت درلود، چې په یوه ټاکلي ځای د ونې لاندی کښیناسته ،تر څو وکولای شي چې د خپلو پسونو څارنه په ښه ټوګه وکړای شي ، د ونې لاندی درې لویي ډبری وي ،چې شپون به تل د هغي لویو ډیرو څخه د اور د لګونې له پاره تری کار اخیسته او د ځان د پاره به یې چایی تیارولي ،هر واری چې ده به د ډبرو په مینځ کې اور وکړو ،نو دې ته به متوجه شو چې یوه ډبره به په کې سړه وه ، با وجود د هغي نه چې اور به روښانه او په زور کې وو ،خو دی په علت نه پوهیده ،او دې حکمت ته ډیر حیران وو ،او تل به یې پرې سوچ کاوه ،څو ځلي یې کوښښ وکړو که د ډبرو د ځای بدلون سره که څه بدلون راشي ، نو د ډبرو ځایونه یې څو ځلي بدل کړل ،خو بیا هم د زورور اور با وجود هماغه ډبره به سړه وه ،تر څو یو ورځي د خپلي ذهنې کنجاوۍ له امله و هڅول شو تر څو د دي ډبری د راز څخه خبرشي ،نو بله ورځ یې ځان سره یو کَلَند راوخیسته، او پر هغي یې ډبره دوه نیمه کړله، د ډبرې په مینځ کې یې په ډیر حیرت سره ولیده ،چې واړه موجودات لکه چینجي د ډبرې په مینځ کې ژوند کوي ،نو مخ یې د آسمان په طرف کړ ،په داسي حالت کې چې ټول صورت یې اوښکو پوښلي وو او وي ویل : ای مهربانه خدایه !ته چې د یو چینجی په هکله دومره اندیښنه لرې او دومره غمخواری کوې ،او د هغي د آرمتیا په فکر کې یې ،نو وګوره چې ماته دې څه کړي دي ،خو ما تر اوسه د خپل وجود ډبره ماته کړې نه ده ،تر څو زه په کې ستا نعمتونه ووینم،
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
د ماشومانو د پاره کېسه اخیستنه د ګوګل څخه ژباړن سید عبید الله نادر
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
لنډه کېسه
پادشاه او هوښیار وزیر
یوه پادشاه په سهوا په چاړه باندی خپله ګوټه پرې کړه ، شپه یې په دیر زحمت تیره کړه ،چې سهار شو وزیر یې راغی ،او تیره شوي کېسه یې ورته وکړه ،وزیر وویل چې په دې کې د خدای تعالی حکمت دی ،پادشاه په دي خبره غصه شو ،او وزیر یې زندان ته ولیږی وزیر وویل: په دې کې هم د خدای تعالی حکمت دی، ،د قضا او قدر د لوبو نه ،یو څو ورځي وروسته پادشاه د خپلو درباریانو سره یو ځنګله ته د ښکار د پاره ووته ،وروسته د یو څه ښکار څخه پادشاه د خپلو درباریانو څخه لیری پاتي شو او ځان یې د ځنګلیانو په یوه قبیله کې یواځي ولید ، ځنګلیانو پادشاه ګرفتاره کړ او د ونې پوری یې وتړه ،د ځنګلیانو دا رسم او رواج وو ، چې هر کال به یې په همدې ورځ یو سالم انسان د همدې ورځي په ویاړ قرباني کاوه ، خو د پادشاه ګوتي ته په لیدو سره پادشاه یې خلاص او رخصت کړ ، پادشاه چې د دې ګوټي د غوڅیدو په خاطر له مرګه خلاص شوي وو ، ډیر خوشحاله شو او شکرونه یې پر ځای کړه ،او د وزیر د حکمت نه ډک دې خبری ته متوجه شو ،چې هغه ویلي وو چې په دي کې د خدای تعالی حکمت دی ،پادشاه دربار ته د رسیدو سره ، وزیر یې له زندان خلاص کړ ، او خپل حضور ته یې راوغوښت ، او تريې نه یې عذر وغوښت .د مخه لدې چې وزیر رخصت شي نو پادشاه ترې پښتنه وکړه ،نو په دې کې څه حکمت وو چې ته زندان ته لاړې ؟ وزیر وویل : د دي حکمت دا وو ،چې زه به تل ستا په رکاپ کې وم ، که په دې ورځ زه درسره وای نو زه خو روغ او سلامت وم نو خامخا د دې قبیلي د لرغونې دستور په اساس زه وژل کیدم ،دا د خدای تعالی حمکت دی چې مونږ دواړو ته یې وښوده
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
د علم سره بی ساری مینه
سقراط حکیم د نړۍ ستر فیلسوف
وایي چې د نړۍ ستر فیلسوف او د لرغونې یونان ډیر مهم فیلسوف چې د حقیقت وئیلو په جرم ،د شوکران د زهرو ځښلو په جزا محکوم شوي وو ، او په زندان کې یې د خپل مرګ د نهايی حکم انتظار ایسته ،او لا تر اوسه یې قانوی تشریفات د دي حکم نه وو اجرأ شوي ،نو سقراط حکیم لګاوو د هندسې په زده کولو بخت وو ،د زندان ساتونکی چې د دې موضوع نه خبر شوي وو،ورته ورغی او په ډیر حیرانتیا یې ترې پښتنه وکړه ،چې ای سقراطه ! آیا په رښتیا داسي حالت د زده کړې وخت دی؟ سبا ستا د مرګ حکم صادر کیږي ،او ته غواړې هندسه زده کوې ،سقراط د سړی په ځواب کې وویل: باید پس له مرګه هندسه ووایم ها !
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
زما د یوه ملګري خاطره یا یوه لنډه د عبرت یوه کیسه
د مسافرۍ شپی او ورځي به موپه یوه ،کور کې په مختلفواو بیلو بیلوملکونود خلکو سره تیرولي ،چې د کاره به راغلو سره به راغونډ شو ،او د خپل د ورځني د سترګو لید حال او تجربی به موسره شریکولی او خوند به مو ترې اخیسته،ډیر ځله به د شپی سره کښیناستو او بانډارونه به مو سره کول ،زمونږ د بانډار د کیسو محتوا ټوله د دنیا په کارو بار په مادیاتو او د کارو بار د جوړولو ، او کله به مو ټوکي تکالي هم لرلی ، زمونږ یو ملګری چې ظاهرأ ډیر چپ او خاموشه وو ،په عین د حال کې خوش لباسه خوش صورته او پوه انسان هم وو ،او کله به یي داسي خبری کولي چې ډیر معنی داره به وي ،او د ده د ژور سوچ څخه یي سر چینه اخیسته ، او کله به مونږ د ده په لوړو خبرو نه رسیدو یانی نه پوهیدو ، د ده عادت داسي وو چې ډیر ځله به تر نیمو شپو ،یو ساقی خانه کې چې زمونږ د کور تر څنګه وو ،ناست وو او د څو جامونو د څخلو سره به یي ، خپله د سوچ سلسله نوره هم پسي وزغلوله ،د ساقي خاني ساقي او ټولو د میکدي ملګرو سخته عقیده ورته پیدا کړي وه ، چې کله به دی نه وو ، د ساقي خاني د ملګرو له خوا به یي ډیري پښتني کیدې ،که څه هم ده هم کارو بار درلود،سوچ وزګار هم نه وو، زمونږ د ځینو ملګرو سره چې دا توان وو او د ده په ویناوو یی سر خلاصیده هغوی به وییل : چې ډیر پوه سړی دی ، خو ذاتي او طبیعي پوهه هم ورسره د مطالعي څخه زیاته ده ، یوه شپه زمونږ د یو ملګري چې هغه هم په اصطلاح نیمه فلسفی وو ،زړه یي ډیر د ده د نیمو شپو ناستۍ ته په میخانه کې تنګ شو ،چې یعنی دی ولي خوب ته نه راځي نو ورپسي ساقي خانی ته ورغی ،وي لیدل چې فلسفي ملګری یی ډوب په اندیښنو کې ناست دی ،ملګری می وایي : ما ترې و پوښتل : چې نیمه شپه ده ، راځه بیده شه خوب وکه ؟ ده راته وویل : چې خوب خو همغه یو خوب وي چې سړی ټول عمر خوب کوي ، یعني قبر ته ابدی خوب ته یي اشاره وه ، او زیاته یي کړه :چې بیا به د عدم د خوبونو څخه ستړي یو .خوب ته ډیر وخت لاشته ،خو د ځان د سموني او جوړوني د پاره ډیر لږ وخت مونږته راکړ شوی دی ،او د یو څو وزرونو خورولو مهلت راکړ شوی .او دي لنډ مهال کې باید د همت وزرونه وشوراوو .تر دي چې تیره شوه بیا به ځان ته هم ونه رسو، څه رسې و جهان ته ، او همداسي د حکمت او پند نه ډک یو څو ټکي یي نور هم ووییل چی ماته یی سخت ټکان راکړ ،ځکه په ریښتیا هم که د غفلت له خوبه ځان وباسې، .او خودې خواته راځې ، نو په رښتیا چې هم باید بیداره اوسې ،زمونږ نه ډېر وختونه او فرصتونه په هوسایني او خوب کې تیر شوي ،که د معرفت سترګي خلاصوئ ،نو په رڼو سترګو ماحول ته نطر واچوئ ،یقین ولرئ چې عادی ستونزی خو به ژر تر ژره حل کړو ،بلکه په ډیرو نورو اسرارو او په پټو رازونو به هم خبر شو
لنډه کېسه
د یو سر تیري خدمت انسانیت ته
یوه واقعي کېسه چې د انسانیت عظیم درس په کې پروت دی،
وایي چې د شرقی آلمان یو سرتیري چې د اغزن سیم یوه برخه یې د یو ماشوم له پاره چې د خپلي کورنۍ څخه پاتي وو، وشلوله او هغه یې خپلي کورنۍ ته خوشی کړ ، دغه سرتیری د دومره انسانی کار سره سره، د وطن ته د خیانت په جرم پانسی شو ،دغه متن د ده د خاطراتو له دفتره څخه وروسته د ده له مرګه د ده له کوره څخه لاس ته راغلی ،چې یې لیکلي وو :کله کله انسان جوړیدل، یا انسانی اوسیدل هم لویه ګناه او جرم دی ،زه اوس په دې پوهیږم چې د یو بی ګناه او معصوم ماشوم چې د جنګ او جګړې قرباني شوی ،هغه ته د خدمت په جرم سبا سهار د مخه د لمر خاته څخه ما د خدای تعال حضور ته لیږي ،او ما خدای تعالی ته سپاري، خو زه په دي پوهیږم، چې انسانیت هیڅ کله نه مری ،خو په دي پوه شئ چې کله انسانیت لویه ګناه ده، د دي سرتیري مجسمه د دنیا په اویا ملکونو کې جوړه شوي، او ۳۱۷ کوڅې په دنیا کې د ده په ویاړ نومول شوي، او هغه ماشوم هم وروسته د ده د مرګه د یوې عظیمی خیریه موسسی بنسټ ایښودونکی په آلمان کې شو، چې د هغه سرتیري نیت او لر لید د عالم بشریت ته د خد مت په لاره کې ثابتوي، او انتباهی درس په دي لنډه کېسه کې پروت دی، نو د ځانه څخه انسانیت په یادګار پریږئ نه انسان ، ځکه د نسل په تولید باندی هر حیوان هم آشنا دی.
»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»»
د ګوګل د سر چینو څخه د فارسی څخه ژباړه ژباړن : سید عبید الله نادر
لنډه کېسه
د غله له پنده ډکه خبره او نصیحت
وایی چې ابو حامد بن احمد غزالی چې هر څه به یې په فکر کې راغله ،هغه به یې په دفترونو کې د یادښت په ښکل ولیکل ،یوه وخت د یو کاروان سره یو ځای په سفر کې وو ،او خپلي لیکنې او یادښتونه یې ټولي په یوه غوټه کې له ځانه سره اخیستې وي ،کاروان په لاره کې د غلو سره مخ شو ،غلو ټول کاروان لوټ کړ ،خو غزالي غلو ته مخ واړاوه ،او په عذر او زاری یې دوی ته وویل:چې دغه غوټه له ما نه مه اخلئ ،نور چې هر څه ستاسي په کار وي رانه یې واخلئ د غلو شک نور هم په دې خبره زیات شو ، چې آیا په دې غوټه کې به څه وي ،نو غوټه یې خلاصه کړه ،او بغیر د امام د لیکنو نه یې بل څه په کې پیدا نه کړل ،نو یوه غله ترې وپوښتل : چې دا څه دي ؟ امام ورته وویل : دا زما علم او تجربی دي ،دا رانه مه وړئ؟
غله وویل : هغه علم چې غل یې سړي نه یوسي نو داسي علم به د انسان څه په کار شي ،امام وایي : چې دي خبری پرما ډیر لوی اثر وکړ ، او ماته یې د خودۍ ټکان راکړ ،او تر دې می لوی انتباهی درس نه کله اخیستی وو ،او داسي پند او نصیحت می کله اوریدلی وو ،نو وروسته د هغي په دې تکل کې شوم ، چې علم ساتنه په خپل روح او د ځان په دفتر کې ثبت کړم، هوکی : لوی دفترد علم او معرفت د ثبت له پاره د انسان د سینې صندوق دی ښايي پوهنې او علم ته په خپل ځان او دماغ کې ځای ورکړو ، او د معارف او علومو کرنه هم باید د زړه په کروندې کې وکړو ،تر څو د هر رنګه ناخوالو او مصیبتونو نه لیری او په امان کې وي، او واقعی دارایي د انسان هم همدا ده ، او دا وو یو لوی پند او نصیحت چې ما د یو غله څخه واخیست.
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.