له ایران سره د امریکې او اسرائیل جګړه څلويښت ورځې د مخه د اسرائیلو د حکومت په لمسه پیل شوه. د اسرائیلو لومړي وزیر د امریکې ولسمشر تیر ایسته او هغه یې دې ته راضي کړ او هغه یې وهڅولو چې په ایران بریدونه وکړي. هدف دا ؤ او داسې یې فکر کولو چې د ایران رژیم به په یوه اونۍ کې سقوط وکړي خو داسې ونه شول ، د ایران رژیم او ملت مقاومت وکړ . د ایران رهبر خامنئي او په لس هاؤ نور مشران او.چارواکي شهیدان شول، په زرهاو ایرانانیانو هم د شهادت جامونه وڅښل خو تسلیم نه شول او نه هم وتښتيدل.
ایران د اسرائیل په خاوره د زرهاو راکټونو او بې پیلوټه الوتکو حملې وکړې او د اسرائیلو حکومت او خلک یې له سترو خطرونو سره مخامخ کړل.
ایران همدا شان د خلیج په هیوادونو د راکټونو او بې پیلوټه الوتکو حملې وکړې ، په دې هیوادونو کې یې خلک پریشان او وارخطا کړل. د ایران د حکومت دا دلیل وړاندې کولو چې په دې هیوادونو کې د امریکې نظامي اډې دي او له دې هډو څخه په ایران یرغل کیږي. اسرائیل او امریکې غوښتل او کیدای شي دا یې پلان ؤ چې خلیجي عرب هیوادونه له ایران سره په جګړه کښې داخل کړي. خبره دا ده چې دې هیوادونو نه غوښتل او نه هم غواړي چې په جګړه کښې داخل شي همدا سبب ؤ چې دې هیوادونو جګړې ته د داخلیدلو هڅه ونکړه.
که دا جګړه اوږده شوې وې، که اسرائیل او امریکې د ایران اقتصادي زیر بناوې له منځه وړې وې نو له دې سره به ایران په خلیجي او عربي هيوادونو کې اقتصادي زیربناوې له منځه وړې وې له دې سره به په خلیجي هیوادونو کې د اوبو او بريښنا ستونزه پیدا شوې وې، او ددې ستونزې سره به په دې هیوادونووکې د میشتو خلکو ژوند له خطر سره مخامخ شوی وې . حالات ډیر نازک او خطرناک وو.
د منځني ختيځ څلويښت ورځنۍ جګړې د نړۍ په اقتصاد منفي تاثیر وکړ، د تیلو بيې اسمان ته وختلې ، په اسیایی، اروپايي او اروپايي هيوادونو کې د تیلو بيې لوړې شوې، د خوراکي او ارتزاقي توکو په بيې هم لوړی شوې .
د امریکې او ایران تر منځ د اوربند څخه پس دواړه هیوادونه د بري خبرې کوي، د امریکې ولسمشر او نور چارواکي وايي چې جګړه امریکې وګټله ، د ایران چارواکي وایی چې دښمن ماته وخوړله او ایران جګړه وګټله .
زما په اند یو طرف هم جګړه نه ده ګټلې، جګړه زیان او تاوان رسوي، ایران ته اقتصادي او ځاني تاوان ورسید، امریکا هم په اقتصادي لحاظ زیانمنه شوه، د امریکې نوم او مقام ته په نړۍ کې زیان ورسید.
په دې جګړه کې دایران خلکو مقاومت وکړ ، خلکو قرباني ورکړه، خلکو شهامت ښکاره کړ. د ایران روحي مشر شهید شو او ورسره په سل هاؤ نورو چارواکو ځانونه له وطن څخه قربان کړل. دا د ایران او د ایرانیانو لپاره ستر ویاړ او وقار دی.
د اوربند د تړون په اړه ښايي چې د پاکستان رول هير نه کړو، پاکستان منځګړتوب وکړ، د پاکستان د حکومت هلې ځلې د تقدير وړ دي، همداشان مصر، ترکیې، قطر هم منځګړتوب کړی دی، چین هم په ایران فشار راوستلو چې اوربند وکړي . د اوربند په برخه کې د چین د حکومت هڅې د تقدير وړ دي.
دننه په امریکا کښې هم په ټرامپ باندې د خلکو او کانګرس فشارونه وو چې جګړې ته د پای ټکی کږدي ، اروپايي هيوادونو هم غوښتل چې دې بې نتیجې جګړې ته د پای ټکی کیښودل شي. اروپائیانو دا خبره کوله چې د هرمز د تنګي مشکل دې د خبرو او مذاکراتو له لارې حل شي ځکه چې د هرمز د تنګي پرانیستل د زور له لارې او د جګړې له لارې امکان نه لري.
عربی او اسلامی هیوادونه باید له درانه خوبه راويښ شي، ټول عربی او اسلامي هیوادونه باید په دې پوه شي چې پرته له اتحاد او اتفاق څخه یې وجود خطر کې دی، دا هیوادونه باید خپل دوست او دښمن وپيژني او داسې لار او پالیسي غوره کړي چې راتلونکې یې په امان کې وي. خلیجي هیوادونه هم ښايي چې له درانه خوبه راپاڅيږي او په خپلو کښې سره کیني او د راتلوونکي لپاره پالیسي جوړه کړي. یا به یو کیږو یا به ورکیږو.
همدا شیبه چې دا لیکنه کوم دړکویټ په وخت ددماڅپښین یوه نیمه بجه ده ، تر اوسه پورې د اوربند با وجود د ایران له خوا په ، دبی او نورو خلیجي هیوادونو د راکټونو او بې پیلوټه الوتکو حملې کیږي ، د خبرونو په اساس د کویټ د تیلو په ذخیرو حملې شوي او ډیر مالي تاوان یې رسولي دی.
نور بیا
په درنښت
فضل الله رشتین
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.