خيالي کرښه

فضل الله رشتین

52

افغانستان د ۱۹۴۹ کال د جولای په ۲۶مه اعلان وکړ چې دوی باور لري او په یقین سره وایي چې ډیورنډ کرښه یوه ‘خیالي کرښه’ ده او د دې پولې په اړه ټول تړونونه باطل دي. افغانستان تل دا ویلي او وایی چې دې هیواد هیڅکله د دیورند د خیالي ګرښې په اړه کوم تړون لاس لیک کړی نه دی نو ځکه ډیورند یوه خيالي ګرښه ده او حقیقت نه لري.
د ډیورنډ خيالي کرښه د پاکستان او افغانستان ترمنځ ۲۶۴۰کیلومتره اوږده پوله ده چې په ۱۸۹۳ کال کې د سر مورټیمر ډیورنډ او افغان امیر عبدالرحمن خان لخوا د برتانوي هند او افغانستان د نښه کولو لپاره جوړه شوه.
ولې افغانستان د ډیورنډ کرښه په رسمیت نه ده پیژندلې او نه به یې وپیژني. افغانستان استدلال کوي چې دا کرښه په خپل سري ډول پښتانه او بلوچ قبایلي ټولنې سره ویشلې، چې د پښتونستان د ازادۍ لپاره د اوږدې مودې غوښتنې لامل شوې.
د افغانستان او پاکستان تر منځ د ډیورند د خيالي ګرښې په سر جنجال اوسنيی نه دی بلکه دا جنجال ډیر پخوانی دی .
اوس وخت کې پاکستان وایی چې تحریک طالبان پاکستان TTP وسله وال د افغانستان له خاورې څخه فعالیت کوي او په پاکستان کې بریدونه ترسره کوي، چې له امله یې اسلام آباد، افغان طالبان هغوي ته د خوندي پټنځایونو په برابرولو تورنوي.
دا تورونه فکر کوم یوه بهانه ده ، اصل خبره دا ده چې اسلامي امارت هم لکه د پخوانیو حکومتونو دا خبره څرګنده کړې ده چې د ډیورند ګرښه خيالي ګرښه ده او په رسمیت یې نه پيژني. پاکستان په ٢٠١٧ کال کې د ډیورنډ کرښې په اوږدو کې کټارې لګول پیل کړل ، پاکستان وویل چې غواړي د ترهګرۍ، قاچاق او غیرقانوني تیریدو مخنیوی وکړي مګر افغان طالبانو یې مخالفت وکړ او پوله یې غیرقانوني وبلله . د پاکستان او افغانستان تر منځ د وروستیو اختلافاتو او ستونزو یو لوی لامل د ډیورند خيالي ګرښه ده.

د افغانستان د ارضي تمامیت یو محدود شمیر دښمنان لکه محقق وایی چې د ډیورند ګرښه مني، محقق و امثالهم د افغانستان د خاورې د ارضي تمامیت دښمنان دي ، دا خلک د خپلو شخصي ګټو لپاره ځانونه خرڅوي ، دوي دا کار پخوا هم کړی او اوس یې هم کوي. د محقق په اړه به یوه خاطره ولیکم
د ٢٠١٥ م کال ؤ ، زه په ابوظبی کې دافغانستان د سفارت سرپرست سفیر وم، زه له ابوظبی څخه کابل ته په رسمي سفر راغلی وم، په کومه ورځ چې بیرته ابوظبی ته تلم نو د کابل د هوايي ډګر په VIP صالون کې ناست وم، د صالون نه بهر ووتلم، کورم چې ډیر خلک ولاړ دي ، ما پوښتنه وکړه چې دا څه خبره ده، یو چا راته وويل چې محقق صاحب له سفر څخه بیرته راځي او دا خلک د هغه د استقبال لپاره راغلي دي ، ما چې ولیدل ټول کسان د هزاره وروڼو له قوم څخه وو . زه هم هلته ودریدلم، محقق صاحب راورسید له خلکو سره یې ستړی مشي کول ماته یې هم لاس راکړ په ځير ځير یې راته کتل چې دا خو د ده له قوم څخه نه دی . ما د هزاره وروڼو له یو مشر سره خبرې وکړې ما ورته وویل چې دا محقق خو په دولت کې لویه څوګۍ لري او ځانته رهبر وایی ایا نوموړی يواځې د هزاره قوم رهبر دی او که نه ځانته ملي رهبر وایی ؟
ما زیاته کړه چې ملي رهبر خو نه دی که ملي رهبر وې نو د نورو قومونو خلک به هم دده استقبال ته راغلي و. محقق د هزاره قوم په سر تجارت کولو ، هزاره قوم ته یې هیڅ نه دی کړي ؛ د هزاره قوم له نوم څخه یې د خپلې شخصي ګټې لپاره کار اخیستی دی. خپل عیش او نوش یې کړی دی، په وطن کې یې د قومونو تر منځ اختلافات پيدا کړي دي او د خپل ځان او کورنۍ لپاره یې ښه ژوند برابر کړی دی.
اوس چې دی د ډیورند ګرښه مني دا خبره له پخوا څخه دده په زړه کې وه، اوس غواړي ځان پاکستان ته نږدې کړي تر څو وکولای شي په راتلوونکې کې سیاسي ګټې لاس ته راوړي خو فکر کوم نوموړی تیروتنه کوي ، د افغانستان ملت هغه چا ته په ښه سترګه نه کوري څوک چې د وطن او خاورې دښمن وي. ما چې په دې څو ورځو کې په رسنیو او ميډيا کې د محقق خبرو ته د وطن دوستانو غبرګونونه ولوستل نو دا حقيقت څرګند شو چې د افغانستان وطن دوست خلک د ډیورند ګرښه نه مني او دا یوه خيالي ګرښه ګڼي.

اوربند

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.