ګل مرجان يې نه مني

حفیظ الله تراب

34

د کلي ډېر خلک ميداني کې په کټونو کې ناست وو، چې خيالي ګل له کټ نه پاڅېد او د بسم الله او سلام تر ويلو وروسته يې وويل:
ـ عزيزانو! زموږ د کلي يوه ستونزه نه ده . خراب سرک له يوې خوا، د کلينيک نه شتون او د څښلو د اوبو کمی هغه څه دي، چې له کلونو ورسره موږ او تاسې مخامخ يو. د خوشحالۍ ځای دا دی، چې وروسته له ډېرو کلونو ځينې ادارې دې ته تيارې شوي دي، چې د يادو کارونو په برخه کې مرسته وکړي، خو له دې سره موږ ته هم په کار ده، چې په دې برخه کې سستي و نه کړو او څه مو چې وس وي، هغه وکړو. د ټولو نه ډېر موږ ته يووالی مهم دی. اوس به شېر ولي خان تاسې ته مالومات درکړي.
شېر ولي خان:
ـ د ښاغلي خيالي ګل نه ډېره مننه. هغه، چې څه وويل بېخي سم دي، ادارې په يادو برخو کې په نږدې ورځو کې کارونه شروع کوي، خو بدبختي دا ده، چې ګل مرجان يې نه مني!
طلامامد ناڅاپي پاڅېد:
ـ ستا خبره بېخي سمه ده، هغه بله ورځ يې برناحقه له ما سره لانجه وکړه، يو ځل خو مې زړه و، چې په ورځ کې يې دننه کړم، خو بيا مې والاحوده کړه. ما ويل که اوس يې ووهم، خلک به وايي، چې مېلمه سره يې داسې ولې وکړل؟!.
يوه کليوال ترې وپوښتل:
ـ په څه خبره، ولې؟
ـ ياره پوره احمق انسان دی. ما ته يې وويل، چې دا ستا له پټې نه کله کله خړې اوبه زما پټې ته راځي، ته بايد اوبه پاکې کړې، دا نه منم.
دې خبرې ته يې زه حيران شوم او ورته ومې ویل، چې زه څنګه اوبه پاکې کړم؟ همدا اوبه دي، خړې دي او که پاکې د ټولو خلک پټيو ته همدا روانې دي. د ويالو اوبه چا پاکې کړې دي؟ زما د دې خبرې سره يې وويل، چې دا زه نه منم. زما پټې ته بايد خړې اوبه رانشي. نورې ګډې وډې يې هم ويلې، خو ډېره اوسېله مې وکړه.
خيالي ګل لا د هغه خبرو ته په حيرانۍ کتل، چې بل کس پاڅېد او ويې ويل:
ـ تېره يکشنبه مې ورته وويل:
ـ ګل مرجان صيب! ښه دی څو ورځې وروسته د خيره همدې ځای کې کلي ته سرک راتېرېږي. دا لويه لار به په سرک بدله شي. د دې پر ځای چې هغه خوشحاله شي، راته يې وويل:
ـ زه يې نه منم.
ورته ومې ويل، ولې يې نه منې؟
ـ ځکه يې نه منم، چې بيا به د سرک دوړي زما پټي ته راځي او زما دولې هېڅ خوښې نه دي.
دې خبرې ته يې هک پک شوم. نږدې مې ترې يو کړنګ تېر کړی و، خو خدای خير کړ.
خيالي ګل تريو تندی نيولی و، چې بيا پاڅېد او پوښتنه يې وکړه:
ـ دا ګل مرجان دی څوک؟ اوسه پورې خو ما په دې کلي کې د دې نوم نه و اورېدلی، بله دا د خبرو نه راته ډېر احمق انسان ښکاري.
شېر ولي خان ورته وويل:
ـ يوه مياشت کېږي، چې د مېرام ګل يو ورکوټی پټی يې اخيستی دی. کله کله راځي او د پټي په پولو ګرځي . بله نادوده يې دا ده، چې اوږد بالاپوش يې اغوستی وي، داسې ښکاري، لکه په مخ چې ډېر کريمان او سپېدې هم وهي. لوڅ سر يې نيولی وي او بيا هم ورته ځان بد نه ښکاري. لنډه به يې درته ووايم، چې ګل مرجان نه، د لانجو ک ـ.. راته ښکاري. د کومې ورځې نه چې راغلی دی، لکه د شړومبو مچ په هر شي کې کار لري او داسې ښکاري، چې ځان ته ډېر خوشحاله دی.
خيالي ګل:
زه حيران يم، چې تر اوسه ترې زه ولې خبر شوی نه يم. خدای دې وکړي، چې زه يې يو ځل ووينم.
د سهار لس بجې به وې، خلک لاکټونو کې ناست و، چې يوه هلک په لوړ غږ وويل:
ـ هغه دی ګل مرجان په پوله ګرځي!
ټولو له لرې وليد . خيالي ګل پاڅېد او له ځانه سره يې پنځه کسه نور هم بوتلل.
ګل مرجان په داسې حال کې، چې تور بالاپوش يې اغوستی و او په ناز ناز په پوله روان و، دوی ور ورسېدل. خيالي ګل ورته سلام وکړ، ګل مرجان موسکی شو:
ـ کی خير خو دی کنه کې په ما پسې تول څنګه لاغلئ!
خيالي ګل ورته په حيرانۍ لاندې باندې وکتل او بيا يې ورته وويل:
ـ ته ګل مرجان يې؟
ـ هو، کې زه ګل ملجان يوم.
ـ ما اورېدلي، چې ته سرک، کلينيک، حتی د څښاک د اوبو سره مخالفت کوې. د دې کلي خلک در نه شکايت کوي، چې ګل مرجان يوه ښه خبره هم نه مني، دا رښتيا ده؟
ـ هو، کې دا ځکه رښتيا ده کی ما سره مشوره ولې نه شوې؟
ـ خبره دا ده، چې موږ د دغې کارونو لپاره کلونه کلونه منډې ترړلې وهلي دي، دا څه نوې خبره نه ده. بله دا چې ته خو اوس راپيدا شوی يې . موږ لا تر اوسه پورې تا پېژنو نه، چې ته څوک يې؟
ـ زی که هر څوک يم، دلته د جايداد خاوند يم. اول کې پوښتنه ما سره بايد وشي.
د خيالي ګل ورته طبعيت خراب شو ورته ويې ويل:
ـ راځه د هغې ويالې سره سيوری دی د ونو لاندې به خبره وکړو، دلته لمر تېز دی. ټول د توت د ونې لاندې ودرېدل، چې خيالي ګل ورته وويل:
ـ اول خو ستا جايداد دومره جايداد نه دی، چې دومره لويه دعوه دې شروع کړې. د ميرام ګل نه دې خدای خبر پټی چېرته اخيستی. بله دا چې د خير په کارونو کې دومره خبرو ته څه حاجت دی؟
ـ بس کې ما درته وويل:
ـ کې نه زه کلينيک منم، نه سرک او نه کې د چا اوبه!
ـ ګوره! دا د کلي د ټولو خلکو ارمان و او دا ارمان يې اوس په پوره کېدو دی، سبا نه بل سبا خلک راځي او کار به شروع کوي. ګوره، چې څه لانجه جوړه نه کې!
– چې قطعه قطعه شم، څوک به را نه دا کارونه و نه کلي.
خيالي ګل ورته له غوسې سور واوښت او ورته ويې ويل:
ـ په سرک کې، په کلينيک او په پاکو اوبو کې ستا څه تاوان دی، چې نه يې منې؟
ګل مرجان لږ غلی شو او بيا يې وویل:
ـ په يو شرط يې منم.
ـ په کوم شرط؟
ـ شرط دا دی، چې په کلينيک کې به نيمايي زما کسان مقرروي. د سرک تېکه به ما ته راکوئ او پاکې اوبه مو خپل کار دی. که دا و نه کلئ، زه هېڅ هم نه منم.
د خيالي ګل ورته اعصابو نور کار پرېښی و، خو بيا يې هم اوسېله وکړه:
ـ ګوره ګل مرجان صیب! موږ د کلي خلک يو، ټېکه داران نه يو. د ټولو کارونو کول د ادارو کار دی او بيا ته يې څوک، چې مياشت دې لا نه ده شوې او هر څه کې غيرحق نيمايي برخه غواړې؟!
ـ درته و مې ويل، چې زه کې نور هېڅ نه منم. فاميده شد!
ـ اول خو ته شرمېږې نه، چې په دې لباس کې په کلي کې ګرځې. دې مخ او شونډو ته دې وګوره . په دې ويته خوله دې غټې غټې دعوې او لانجې شروع کړي. ځه ورکېږه، که بيا مې دې کلي کې ليدلی وې، په رڼا ورځ به درته د اسمان ستوري وښييم.
په داسې حال کې، چې کليوالو خيالي ګل له وليو نيولی و، ګل مرجان ورته وويل:
ـ کی ما پسې طيالې هم لاولې زه يې نه منم. دلته په هر شي کې زما کی نيم نيم حق دی.
خيالي ګل کليوالو ته وويل:
ـ اول خو په دې لباس کې دا سړی دې کلي کې د پرېښودو نه دی. بله دا چې دا انسان نه، د مغزو چنجی دی . د ده چاره له همدا اوسه پکار ده. دا خو نه په خبره پوهېږي او نه دليل مني. که دا سړی دلته پاتې شو، نو په ډېرو غمونو به مو واړوي.
بيا يې ګل مرجان ته په غوسې وويل:
ـ بس دی ډېره اوسېله مې درته وکړه. ګل مرجانه همدمره درته وايم، که سبا مې دې ځای کې ليدلی وې، نو نه به دې بيا دا بالاپوش وې او نه بل څه، ځه ورکېږه؟
د دې پر ځای چې ګل مرجان لاړ شي، هېڅ و نه وېرېد او په رشخند يې وويل:
ـ کې زما يوه دوکمه دلته کې وشکېږي، تاسې به خپل حال ته کی بيا وګولئ. زه هېڅ شی نه منم.
خيالي ګل ته نو نوره ډېره غوسه ورغله او کسانو ته يې وويل:
ـ اوس يې نو راونيسئ. د ده په هغه پلار يې اوس منم. د سترګو په رپ کې ګل مرجان په هوا شو. خلکو په لويه وياله کې څملاوه.د هرې غوپې سره به يې يوه رمباړه کړه. څلور پنځه ژورې ژورې غوپې يې ورکړې او د هرې غوپې سره به يې ورته ويل:
ـ اوس يې منې که نه؟ دوو کسانو د ګل مرجان کوټ وشکاوه. اوبه دومره ډېرې وې، چې پتلون ته ورته پرتوګ يې اوبو يووړ . ښه و، سور نېکر يې درلود.
لږ وروسته په داسې حال کې، چې ساه وتيګاه و، د خلکو له منځه په نېکر کې په منډو شو. خيالي ګل تر یوه ځايه ورپسې و، خو کله چې د باغ له دېوال نه ترې پناه کېده، نو هغه ورته وويل:
ـ څنګه اوس خو به يې منې؟ ته په چا اوښتى نه وې!
په داسې حال کې، چې د منډې سره د ګل مرجان له وجوده د اوبو يو نيم څاڅکې الوته، په اخري ځل يې په لوړ غږ ځواب ورکړ:
ـ که پوستکی هم را نه وباسئ، والله که يې ومنم.

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.