ښکاري او شيشکه

هاجره حرکت

26
ښکاري او شيشکه
يو و او يو نه و، په يو کلي کې يو ښکاري له خپلې کونډې مور سره اوسيده، چې دا کلی د يو لوي ځنګل خواته پروت و او ښکاري نوی واده کړی و.
څه موده وروسته د ښکاري ميرمن چې ميندواره وه، د خپل ماشوم د زيږون پر مهال يې ژوند له لاسه ورکړ او ماشوم يې بې موره نيا ابۍ ته پاتې شو.
نياابۍ يې په خپل لمسي ډيرې خوارۍ کولې، مدام به يې نازاوه او چې کرار کرار رالوي شو، نو به يې پر خپلې اوږه کښينولې او د کلي پر پټيو او شنو پولو به يې ګرځاوه.
ښکاري پلار ته يې خپل يوازنۍ زوي ډير ګران و او تل به يې ورته رنګا رنګ      مارغان په جال کې نيول او د خپل زوي د خوشالۍ لپاره به يې ميوې هم کورته راوړلې.
په همدې ډول وختونه تيريدل او دا هلک کرار کرار لویده. ښکاري چې به مدام د زوي په فکر کې و، يوه ورځ چې د ښکار په نيت له کوره وتلی و، نو يې د ځنګل په منځ کې د نښتر له لوړې ونې يو راښکته شوی جال وليده، چې له وړاندې ورته د ښکاري پام شو.
ډير ژر يې د ونۍ خواته ځان ورسوو او وې ليدل، چې په راښکته شوي جال کې، يو وړوکی ماشوم پروت دی.
ښکاري ډير ژر ځان په ډير زيار او خواريو د ونې پورته خاښونو ته ورسوو، د نښتر د ونې پاڼې اغزنې وې او د ښکاري مړوندونه او لاسونه پرې سوري شول. سره له دې يې دغه ماشوم چې د څوو مياشتو و، په غيږ کې ونيوه او له ونې يې راښکته کړ.
په دې ورځ يې ښکار پريښود او دا ماشومه چې يوه ښکلې جينۍ وه، له ځان سره کورته راوړه. خپلې مور ته يې داسې وويل:
ابۍ جانې! دا دی زما زوي خوازک خور نه درلوده، الله پاک خور ورکړه. بيا يې ماشومه د مور په غیږ کې ورکړه. خوازک هم ډير خوشاله شو او نيا ابۍ ورته ماشومه خور په غيږ کې ورکړه، خو خپل ښکاري زوي څخه يې تپوس وکړ:
اي زما بچيه! دا دې له کومه کړه؟ ښکاري خپلې مور ته ټوله کيسه وکړه، چې دا ماشومه جينۍ له څومره خطري ځاي نه، راښکته کړې او کور ته يې د خپل زوي لپاره، چې خور ولري راوړله. مور يې ورته وويل:
زوي جانه! دا خو هسې هواي خبره نه ده، دا جينۍ به د چا لور وې او له کومه ځايه به د ځنګل دومره لوړ نښتر ته چا خيجولې وې.
ښکاري وويل: مورکې! هغه دې نه دي اوريدلي، چې وايې:
زما دې مڼه وي، که د ولې يا چنار د ونې وې،هم وې دې کنه…
خو مور يې انديښمنه وه او ښه خبره دا وه، چې د جينۍ سره لس جوړې جامې او نور اړين توکې هم په دغه جال کې ايښودل شوي وو.
 په دغه ورځ کله چې، د ښکاري مور غوښتل ماشومې ته جامې بدلې کړي، نو لا حيرانۍ واخيسته، ځکه چې د ماشومې د پښو پنجې شاته او دواړه پوندې مخې ته وي. دغه راز ماشومه ډيره ښکلې وه، خو د سر ويښتان يې ډير ګڼ او ډير اوږده وو، چې په دومره کم عمر کې داسې اوږدو او ډيرو ويښتانو حيرانه کړه. ورسره د لاسونو او پښو نوکان يې هم لکه د لويانو په څير اوږده وو.
د ښکاري مور خپل زوی ته وويل:
اي زويه! دا ماشومه راته بل ډول ښکاري، د بنيادم په څير نه ده. ښکاري وويل:
ابۍ ته هسې په دې ښکلي ماشومې کې خبرې راباسې.
مور يې زياته کړه:
راشه په خپله يې وګوره او بيا يې ورته د جينۍ نوکان، ويښتان او پښې ښکاره کړې. ښکاري وويل:
 مورکې! دا خو هم د الله پاک پيداوار دۍ، زما زوي خوازک که پوه شي، بيا به ترينه وويريږي. مور يې ځواب ورکړ:
ځه بيغمه اوسه، لمسې مئ نه ډاروم، زه به خپله خواري ورسره کوم او کيداي شي، چې يوه سمه جينۍ رالويه شي.
ورځې شپې تيريدلې او لس کاله وروسته هم په دې جينۍ کې کوم خاص بدلون نه ښکاريده، چې ښکاري پلار او نيا ابۍ يې په ډير غور سره څارله.
وختونه روان و او دا جینۍ چې له دولسو کلونو واوښته، نو په څيره او بدن کې ښکاره بدلون راښکاره شو، ورسره د دې په خوي او عادتونو کې هم. لکه ډير کله به يې په ځنګل کې منډې وهلې او يا به یې ځنګلي څاروي او مارغان رانيول او کله به يې هم هغوي څيرل او خامه غوښه به يې خوړله.
خوازک چې اوس له خپل ښکاري پلار سره، ملګری او تل به يې د ښکار غوښې کورته راوړلې، خو خور چې دوي شغله بلله، هغې به خامه غوښه خوړله او يا به ډير کله په ځنګل کې ورکه وه.
په همدې ډول څو موده تيره شوه او کله چې شغله څوارلس کلنۍ ته ورسيده، نو يې راټينګول او پر کور کښينول لا ستونځمن شول. یو کال وروسته، خوازک او پلار يې په ښکار پسې له کوره وتلې و، چې نيا ابۍ يې د شغلې د واده  خبره ،د يو لري خان له زوي سره  کړې وه. کله چې دا دواړه پلار او زوي کورته راغلل، نو يې مور ورته داسې وويل:
اي زما بچيانو! د هغه وړاندې کلي خان چې ډير زورور دی او زموږ کلیوال ترينه هم ويره لري، د هغه زوی زموږ شغله په ځنګل کې لیدلې پرې مين شوی دی، ما هم ورته پرته له کوم ځنډه هو وويل، سبا ته هغوي د واده نيټې ټاکلو لپاره راځي.
خوازک بيا هم د خپلې خورد واده کولو پلوی نه و، خو پلار او نيا ابۍ يې ورته وويل:
تر اوسه مو د کلی  اوسیدونکو ته د شغلې په هکله څه نه دي ويلي او دا ښه خبره ده، چې زموږ کور له کليوالو ګوښه او ځنګل ته نږدې دی. ځکه شغله هر څه چې کوي، هغوي پرې نه خبريږي او د دې کارونه ټول د انسانانو له کړنو سره سمون نه لري.
  دا خان دوي زورور خلک دي، ګوندې شغله په خپل کابو کې راولي، ځکه زموږ ټول چرګان او څاروي يې راته په يو ډول وژلي او غوښې ورته خوړلي دي. خوازک چې تر اوسه د شغلې د داسې کارونو په هکله نه پوهیده، چوپ پاتې شو.
نيا ابۍ ورته داسې کړه: خوازکه زويه! تا خو په ښکار کې پلار شاته کړی او ته مخکې يې، نو پريږده، چې خور دې الله پاک جوړه کړي او دا شتمن خلک به ورسره مرسته وکړي، چې داسې ناشولته کارونه ونه کړي.
همدا و، چې په ټاکلې ورځ د خان دوي له خوا د واده ورا راغله او شغله يې د واده په ښکلې جوړه کې خپل کلې ته په سره ډولۍ کې وېوړه.
هغه کلې د دوي له کلې وړاندې په يوه تنګه دره کې پروت و او د کليوالو تګ راتګ ورسره نه وو. ښکاري او مور سره يې د شغلې په هکله يو ډول ويره وه، چې نه يې غوښتل د هغې په لور لاړ شي.
همداسې شپې او ورځې تيرې شوی، تر څو يو کال پوره شو. د يو کال په موده کې خوازک څو ځلې غوښتل چې د شغلې کلي ته لاړ شي او د  حال پوښتنه يې وکړي، خو پلار او نيا ابۍ به يې مخه نيوله، چې اوس کرار کښينه، که شغلې ته موږ ورياد شو، په خپله به راشی.
لا څو موده نوره هم تيره شوه، چې بله ورځ د خوازک د صبر کاسه ډکه شوه او له پلار سره ښکار ته لاړ نه شو، په دې بهانه چې سر يې خوږيږي. پلار يې چې ښکار پسې له کوره ووت، خپلې نيا ابۍ ته يې داسې وويل:
نن زه هرو مرو د شغلې کلي ته ځم او احوال به يې راوړم. نيا ابۍ يې هر څومره چې راګرځوو، خو خوازک ونه منله. نو يې ورته وويل:
پلار دې خپل دواړه تازي سپې له ځان سره وړي دي او ستا سپي تړلي ولاړ دي. زه به ستا لار څارم که راته حالت خطري ښکاره شو، نو به دواړه تازي سپي درپسې ايله کړم.
بيا يې خوازک ته اته دانې غوزان ورکړل او داسې ورته وويل:
دا غوزان ستا له نيکه نه چې هغه هم ښکاري و، پاتي دي، چې غوزان لوي کمال لري، ټول څلويښت دانې غوزان وو، چې ستا  پلار او نيکه ترې په سختو حالاتو کې ګټه اخيستې ده، اوس ستا وار دی، بيا يې ورته د غوزانو په هکله لار ښوونې وکړې او خوازک رخصت شو.
ورځ له نيمايې واوښته چې خوازک د شغلې کلي ته ورسیده. خو په کلي کې د ژوندون کومه نښه ونه ليده، چوپه چوپيا وه، تر څو د هغه خان لوي کلا مخې ته ورسیده. په زړه کې تير شول:
لکه چې شغله خور مې په ريښتيا شیشکه وه او د کلي بنده ګان يې يا خوړلي او يا تښتيدلي دي.
ناببره يې ويرونکې غږ واوريده:
اي زما خوازکه وروره! تر اوسه کوم خوا ورک وې. خوازک چې پر خپل اس سپور و، ښکته شو، هغه يې وتړه او شغلې ته يې وکتل.
پر ټول ځان يې ويښتان ودريدل، ځکه چې د شغلې سترګې سرې وې، ويښتان يې تر پښو رسیدل او څيره يې ډيره ويرونکې وه.
خوازک هر لور ته پام وکړ، هيڅ ژوندی سری نه ښکاريده. شغلې خوازک ته کړه.
ته په دې ديره کې پر کټ کښينه زه راځم.
خوازک کښيناست او شغله ښه شيبه وروسته را وګرځيده، بيا يې له خوازک نه پوښتنه وکړه. وروره! د اس دې څو پښې وې؟ خوازک کړه:
اس خو څلور پښې لري او زما د اس هم څلور پښې دي. د شغلې خوله په وينو ککړه وه، په غصې سره يې وويل:
نه درواغ مه وايه! ستا اس درې پښې درلودې. خوازک سمدستې وپوهيده، چې خبره خرابه ده، نو يې کړه:
 هو سمه ده، درې پښې لري. لږه شيبه وروسته يې وويل، زه به ورشم، چې اس اوبه کړم. په همدې ډول يې د اس بله پښه پرې او وخوړه. بيا يې په ستنه پوښتنه وکړه، ورورکه! ستا اس څو پښې لري.خوازک وويل: زما د اس درې پښې دي. شغلې وويل: نه درواغ مه وايه! ستا اس دوه پښې لري. خوازک وويل، سمه ده دوه پښې لري.
په همدې ډول يې دوه درې ګړۍ وروسته، ټول اس وخوړ بيا راغله، له خوازک نه يې پوښتنه وکړه:
ورورکه! تا اس درلود؟
خوازک کړه، هو ما اس درلود، خو پښې يې نه وې او پر سینه ښويده.
شغلې کړه:
خوازکه! تا هيڅ اس نه درلود. خوازک وويل سمه ده، ما هيڅ اس نه درلود. بيا يې شغلې ته وويل:
خورې ته به هم تږې يې او زه هم تږی شوی يم، که له هغه پورې چينې نه راته اوبه راوړې. شغله هم ډيره تږې وه او خوازک ورته د اوبو جام نه، بلکې غلبيل په لاس کې ورکړ او شغله په منډه د چينې په لور روانه شوه.
چينې ته د رسیدلو سره سم، لومړی په خپله پر چينه ورپريوته او ټر ډيره يې اوبه وسکلې، ورپسې يې غلبيل په اوبو کې ښکته کړ، چې ډک شو، بيا يې راپورته کړ، خو غلبيل به بيا خالي شو. په همدې ډول يې هڅه کوله غلبيل له اوبو ډک کړي.
کله چې شغله له سترګو وړاندې شوه، نو خوازک د خپل اس احوال واخيست، چې يوازې پوټکې سراو کولمې يې پاتې وې.
بيا يې د خپل کور په لور په خغاسته پيل وکړ. دومره په چټکۍ يې منډې وهلې، چې په خپله هم ځانته حيران و. له ورايه ورته د ځنګل ونې ښکاريدې او دی د درې په منځ کې په تنګه لار کې په منډه روان و.
اخوا يې نيا ابۍ شيدې په کټوه کې پر اور کيښودې، چې هغه خوټکيدې او دې به هره شيبه کتلې، تر څو چې په شيدو کې د وينو څاڅکې پيدا شول، هماغه و، چې دواړه تازي سپې يې ورپسې ايله کړل.
سپې لکه د باد والوتل او د شغلې د کلي په لور روان شول.
په دې شيبه کې شغله قاريدلې د ورور خوازک پسې راورسیده او له لرې ورته غږ کړ:
خوازکه! زه دې تيرايستلم او ته راځنې تښتې. په ډيرې چټکۍ د خوازک خواته نږدې کيدله. دلته خوازک ته د نيا ابۍ خبره ورياده شوه، چې غوزان پر لاره ځانته مخامخ ګوزار کړي. همدا کار يې وکړ، تر څو چې شغله رارسیده، نو خوازک اته دانې غوزان په لار خپل مخ ته، ګوزار کړل.
غوزان، پر ځمکه له وليدلو سره سم، پر لار کتار لوي نيالګي شو او خوزاک سمدستي نيالګي ته وخوت.
دلته شغله راورسیده او پر خپلو تيرو غاښونو  يې په يوه شيبه کې نيالګی راچپه کړ. مخکې له دې چې نيالګی پر ځمکه ولويږي، خوازک بل نيالګي ته ټوپ وواهه.
هغه يې هم راچپه کړ، خوازک دريم نيالګي ته ټوپ کړ، په همدې توګه اوه دانې نيالګي د شيشکي شغلې په غاښونو پرې شول.
 خوازک ځانته وکتل چې اوس به يې شيشکه خور وخوري، خو د سپو غپا رانږدې شوه او په وروستۍ شيبه کې، خوازک له شيشکې وژغوره. خوازک هم د سپو په مرسته شغله شيشکه په رسیو کلکه وتړله او د تور ځنګل ونو منځ کې پريښوده.
پاي

هستۍ پر لمن تندر

 

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.