– جګړې او د هېوادونو ترمنځ شخړې د اقتصادي نظم، اقتصادي نظامونو او د یوې ټولنې د مصرف پر الګو څه اغېزې پرې باسي؟
دا پوښتنه په داسې شرایطو کې، چې زمونږ ګاونډي هېواد ایران کې جګړه څه نا څه پای ته رسيدلي او د نورو احتمالي نښتو د پیل امکان هم موجود دی، ځانګړی اهمیت لري.
د دغې پوښتنې د مناسب ځواب موندل پرېکړهکوونکو او پالیسي جوړوونکو سره مرسته کوي څو د جګړې په شرایطو کې د توکو، اجناسو او خدماتو د مصرف وضعیت او همدارنګه د اقتصادي شاخصونو انځور په ښه ډول درک کړي. د جګړې اغېزې پر لوی اقتصاد او د خلکو پر مصرفي چلند ډېرې پېچلې او څو بعدي وي. په عمومي توګه جګړه کولای شي د خلکو پر مصرف لاندې اغېزې ولري:
*لومړی) د عاید او پېرلو ځواک کمېدل:*
جګړه معمولاً د ناخالص کورني تولید (GDP) د کمېدو او د بېکارۍ د زیاتېدو لامل ګرځي، چې په پایله کې د خلکو د پېرلو ځواک راټیټېږي. دا حالت د غیرضروري توکو د مصرف د کمېدو سبب کېږي. که جګړه اوږده شي، د دوامدارو مصرفي توکو تقاضا بدلېږي او بیې یې هم له بدلون سره مخ کېږي.
*دویم) د مصرفي الګو بدلون:*
د جګړې پر مهال خلک زیاتره د لومړنیو او ضروري توکو لکه خوراکي موادو، درملو او روغتیايي توکو پر لور مخه کوي او د لوکسو او غیرضروري توکو مصرف کموي.
*درېیم) د بیو لوړوالی:*
جګړه معمولاً انفلاسيوني تمې (Inflation Expectations) پیاوړې کوي او د توکو او خدماتو د بیو د لوړېدو لامل کېږي، په ځانګړي ډول د اساسي او ضروري توکو بیې لوړېږي. د بیو له زیاتېدو سره مصرف کمېږي، ځکه خلک د توکو د لوړو لګښتونو د پوره کولو توان نه لري. په حقیقت کې بهرني ټکانونه اقتصادي تمې لا پسې پیاوړې کوي او د تمو زیاتوالی د بیو د لوړوالي او اقتصادي نوساناتو سبب ګرځي.
په وروستیو کلونو کې لیدل شوي چې انفلاسيوني تمې (که زیاتېږي او که کمېږي) پر اقتصادي متغیرونو ژور اغېز لري. انفلاسيوني تمې دې ته ویل کېږي چې خلک د راتلونکې یوې میاشتې، یوې اونۍ او یا یو کال مودې لپاره د انفلاسيون کومه کچه اټکلوي. دغه راتلونکې تمې د اوسنیو مهمو اقتصادي متغیرونو، په ځانګړي ډول مصرف باندې اغېز کوي.
د څېړنو پایلې ښيي چې د افغانستان په اقتصاد کې د عقلاني انفلاسيوني تمو اغېز په اوږدمهال کې پر مصرف مثبت او احصایوي مانادار دی. یعنې که د تمه کېدونکي انفلاسيون کچه یو سلنه لوړه شي، نو مصرف شاوخوا ۶ سلنه زیاتېږي. خو په لنډمهال کې د عقلاني تمو او مصرف ترمنځ ماناداره اړیکه نه لیدل کېږي.
همدارنګه د تطبیقي انفلاسيوني تمو اغېز پر مصرف مثبت او مانادار اټکل شوی. په دې معنا چې د تطبیقي تمه کېدونکي انفلاسيون یو سلنه زیاتوالی د مصرف د شاوخوا ۲ سلنه زیاتوالي لامل کېږي. په بل عبارت، د مصرف کشش د تطبیقي انفلاسيوني تمو په وړاندې ۲ سلنه اټکل شوی دی.
*څلورم) د توکو کمښت:*
جګړه کېدای شي د عرضې او تأمین په ځنځیر (Supply Chain) کې ګډوډي رامنځته کړي او د توکو د کمښت سبب شي، چې په پایله کې د مصرف الګو بدلېږي. خلک ممکن اړ شي چې بدیل توکي واخلي یا له ځینو توکو څخه تېر شي. دا وضعیت کېدای شي د بدن د ورځني انرژیکي اړتیاوو د نه پوره کېدو او د غذایي فقر د زیاتېدو سبب شي.
*پنځم) د ځانګړو توکو د مصرف زیاتوالی:*
ځينې توکي لکه وسلې، نظامي تجهیزات او امنیتي وسایل د جګړې پر مهال د لوړې تقاضا سره مخ کېږي. معمولاً د دولتونو د بودجې لویه برخه همدې برخې ته ځانګړې کېږي، چې له امله یې د عامه او ضروري توکو په تأمین کې کمښت رامنځته کېږي.
*شپږم) رواني اغېزې:*
د جګړې له امله رامنځته شوې ویره او نامعلوم وضعیت د مصرفوونکو چلند بدلوي. خلک د ضروري، غیر دوامدارو او دوامدارو توکو په پېرلو کې خپل چلند او تګلاره بدلوي. همدارنګه د خلکو چلند په موازي بازارونو کې هم بدلون مومي.
*اووم) کډوالي او د بشري پانګې کمښت:*
جګړه د خلکو د مهاجرت لامل کېدای شي، او په دې حالت کې د نخبهګانو او متخصصینو د وتلو بهیر هم شدت مومي. د بشري پانګې د کمېدو له امله د تولید مولدیت هم راټیټېږي.
*اتم) د سرچینو د تخصیص بدلون:*
پورته عوامل د تولید په بهیر کې د سرچینو د تخصیص جوړښت بدلوي، چې ښايي د اقتصادي کارایۍ د کمېدو لامل هم شي. په پایله کې، د جګړې اغېزې پر مصرف عموماً د غیرضروري توکو د مصرف کمېدل، د ضروري توکو د مصرف زیاتېدل، د مصرفي الګو بدلون او د بیو لوړوالی شاملېږي.
– ژباړه: صلاح الدين حمید
– د افغان اقتصاد پوهانو د څیړنې او ژباړې مرکز
سوسیالیستي خوب تقریبا پای ته رسېدلی دی
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
![]()
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.