يو وه او يو نه و، يو لوي ښار ته نږدي په يو کلي کې يوې ساده ښځې او يو ساده سړي سره واده کړی و، نو د کلي خلکو، ساده سړي ته، ايلا جان او ښځې ته يې بيلا جان نوم ايښې و.
دوي ډیر ساده او مهربانه وو او يوه ښکلې لور یې درلوده، چې د نږدي ښار پاچا زوي شهزاده، د دوی د کلي پر لار تيریده، غرڅنۍ وليدله او پرې مين شو، څو ورځې وروسته يې د دوي کور ته جرګه راوليږله.
د لور نوم دوي دواړو، په خپله خوښه غرڅنۍ ايښې و. کله چې د غرڅنې له پاره د پاچا د زوي جرګه راغله، مور يې ايلا جان، په بيړه د خپل کور بلۍ سر ته وختله او داسې يې نارې کړې:
اي د کلي خلکو! خبر شئ چئ غرڅنۍ لور ته مې بيا جرګه راغلې، تاسې دې خبر وئ ، چې لور به مې ډيره ژر واده شې..
لور يې د خپلې موراو پلار پر ستونزو پوهيده، ژر يې د کور دروازه وتړله، خپله مور يې له پورته بلۍ راښکته کړه، داسې يې ورته وويل:
اي مور جانې! د کلي خلک مه خبروه، دا ښه خبره نه ده، زما د نيا ابۍ خبره، مه هيروه! چې د خپل کور او جرګې خبرې خلک نورو ته نه وايې. ايلا جان د لور مخ مچې کړې او غرڅنۍ ته يې داسې وويل:
سمه ده لور جانې! زه به لاړه شم له ميلمنو سره به کښينم او ته ميلمنو ته چاي تيار کړه.
جرګه مارو چې د ايلا جان او بيلا جان، د ساده خبرو سره د هغې صداقت او ريښتينولې وليدله، هم يې د دوي ښکلې او هوښيارې لور غرڅنۍ، خبرې واوريدې، ډير ژر سره راضي شول او د پاچا له زوي سره يې، د غرڅنۍ واده کولو له پاره نيټه وټاکله.
غرڅنۍ چې کله د شهزاده ناوې جوړه شوه، نو يې د خپل پلار او مور له پاره ډيره انديښنه درلوده، چې اوس به دوي دواړو څخه لري وې او له حاله به يې نه خبريږي، خپل پلار او مور ته يې داسې وويل:
اي زما خوږو، پاک زړو او ساده پلار او مور جانې! تاسې تل مدام د خلکو خير غواړئ او د خپل ژوند په فکر کې نه ياستئ، خپل ځان او ژوند ته مو پام کوئ، هسې نه د کور سامان هم خلکو ته وبښئ او په خپله بيا نورو ته محتاج اووسئ.
ايلا جان او بیلا جان خپلې لور ته ډاډ ورکړ، چې ډير پام به کوي، خو بيا هم له خپلو ساده عادتونو، نه اوښتل او هر کله به يې د کليوالو له پاره يو داسې کار کوو، چې هغوي به ترینه ګټه واخيسته، خو په دوي به يې ښې ډيرې ملنډې ووهلې.
اوس چې ترينه ګرانه لور، غرڅنۍ واده شوه، ایلا جان او بيلا جان په کور کې يوازې پاتې وو.
څو مياشتې تيرې شوې، دوي چې ډير بيوزله او فقيران وو، د ژمې موسم په نږدي کيدلو سره يې، پريکړه وکړه، چې د خپلې لور ليدلو ته ولاړ شي.
د غرڅنۍ مور ايلا جان، بیلا جان ته داسې وويل:
ګرانه ايلا جانه! راځه چې د لور کورته مو لاړ شو، د ژمي سوړ موسم رانږدی شوی او موږ تر پسرلي بيا نه شو کولې چې خپله ګرانه لور ووينو.
بله ورځ سهار وختي، د غرڅنۍ مور او پلار سره روان شول او يوه ورځ وروسته د خپلې لور شاهي ماڼۍ ته ورسیدل.
کله چې لور غرڅنۍ يې، د خپل مور او پلار له راتګ خبره شوه، په ډيرې خوشالۍ يې هغوي په هغه ستر ميلمستون کي کښينول، چې د شاهي کورنۍ ميلمانه به په کي کښيناستل.
ماښام چې شهزاده راغی، له غرڅنۍ سره د هغې د پلار او مور روغبړ ته ورغی. ايلا جان او بيلا جان په يو اواز وويل:
اي زموږ د ګرانې لور شهزاده! له کله چې دې، زموږ ګرانه لور راڅخه بيله کړه اوس مدام زوريږو او تل راته ياديږي.
شهزاده کړه:
هرکله راشئ اوس خو دا کور هم ستاسې دی، چې کله مو زړه غوښته راځئ او موږ ستاسې په ليدلو ډير خوشاليږو.
ايلا جان سمدستې ځواب ورکړ:
وايې شهزاده! ته دا څه وايې، زموږ له پاره دا د شرم خبره ده، چې راشو او د زوم په کور کې واړوو. هغه ډير ټينګار وکړ، خو دوي په خپله خبره ټينګ ولاړ وو، چې ژر به روانيږي.
لور يې هم ډيرې زارۍ ورته وکړې، چې ډيره موده پاتې شي او ژمي ورسره تير کړي، خو دواړو په يو اواز وويل:
نه نه، موږ کله هم ستا په کور کې نه اوسیږو، بس چې د سفر ستړيا مو وځي، په ستنه خپل کور ته ځو.
د غرڅنۍ پلار او مور، دوه درې ورځې تيرې کړې او بله ورځ سهار وختي خپل کور ته روان شول. شهزاده لا د مخه خپلو نوکرانو ته امر کړی و، چې دوي دواړو ته، د ټول ژمې له پاره خوراکي توکي لکه، اوړه، غوړي، وريجې او نور خوراکي شيان د دوه اسونو په ګاډۍ کې ايښې وو.
په ګاډۍ کې د ژمې له پاره تودې کمپلې، دوي ته يې تودې جامې، پلار ايلا جان ته ګرم پټو او د مور بيلا جان، له پاره يې تود پشمي شال په کې ايښي وو.
غرڅنۍ او شهزاده غوښتل، چې د دوي نوکران ورسره تر کوره لاړ شي او دوي په خير خپل کور ته ورسوي، خو ايلا جان او بيلا جان هغوي له لارې را وګرځول او داسې يې ورته وويل:
ځه په مخه مو ښه، موږ په خپله لار لیدلې ده او اوس ستاسې تګ ته هيڅ اړتيا نه شته دی. همدا و، چې دوي دواړه د کور په لور روان شول.
دوي پر لاره څو ځلې دمه وکړه او په يو ځاې کې، چې له ګاډۍ ښکته شول، ګورې، چې زمکه وچه شوې او لوي درزونه په کې راغلي دي. بیلا جان سمدستي ايلا جان ته وويل:
اي تاته وايم د غرڅنۍ پلاره! وګوره د دې خوارکۍ زمکې ټټر څومره وچ شوی، چې درزونه په کې راغلي، راځه چې په دې غوړو يې غوړ کړو. ايلا جان وويل:
ته ريښتيا وایې ګرانې! که موږ يې وخورو او د دې خوارکۍ زمکې ټټر به په ټول ژمي کې وچ ککړ وي. نو يې، سمدستي ومنله او ټول غوړي يې پر زمکه واړول، په خپلو لاسونو يې پرې اوار کړل. هلته يې د ويالې په روانو اوبو کې،لاسونه ومينځل، چې له سړو سره نور هم کنګل شول، او بیا روان شول.
په همدې لاره کې روان وو، چې د سړې هوا له کبله يې غاښونه ګړچيدل او جامنې يې ګړبیدې، بيا دواړو، لغړو ونو ته وکتل، چې د مني سړې سیلۍ يې پاڼې توې کړې وې، دلته د بيلا جان زړه پرې وخوږيده او خپل ايلا جان ته يې وويل:
اي د غرڅنۍ پلاره! راځه چې دا تاوده شالونه له دغه سړو وهلو ونو څخه تاو کړو، چې خوارانې ډيرې يخ وهلې دي.
هماغه و، چې د غرڅنۍ پلار خپلې او د بيلا جان، ټولې تودې جامې راټولې کړې، له ونو يې تاو کړې او روان شول.
ورځ پاې ته نږدې کيده، چې دوي خپل کلي ته ورسیدل، هلته هم مازديګر و او ټول خلک د سړې هوا له کبله، په خپلو کورنو کې ناست وو. د کلي ستر ميدان په څنګ کې مهاجرو مرغيو شور ماشور جوړ کړی وو، چې ايلا جان بيا د بيلا جانې پام را واړوه.
اي ګرانې! راځه چې دا وريجې،هم دغه مرغيو ته واچوو، چې دوي يې وخوري. د حورانو کولمې به د سړې له کبله کړونجیږې.
هماغه وو، چې ټولې دانې يې ورته پر زمکه اوارې کړې، خو يوازې د غنمو اوړه ورسره پاتې شول.
د ماښام په تياره کې په خپل کور ننوتل او سبا په ټول کلي کې اوازه خپره شوه، چې د کلي خواته، نه يوازې ټول مهاجر مارغان، بلکې د کليوالو،چرګان او څاروي د غنمو په خوړو، اخته او ماړه شول.
هماغه وو، چې د ايلا جان او بيلا جان دا کارنامه هم د کليوالو په منځ کې د خبرو او خندا ګانو پلمه شوه.
پاې
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
DNB Bank AC # 0530 2294668 :د دعوت بانکي پته 
 NO15 0530 2294 668: له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب
Vipps: #557320 : د ویپس شمېره 
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
		د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
		له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668 
Account for international payments: NO15 0530 2294 668 
Vipps: #557320
 
			 
						
Comments are closed.