بی ساری محقق او بی همتا تاریخ پوه، جهانی
ته زما عرایض
ستاسی مقاله می (د هرات پاڅون یوازی مه پریږدۍ) ترعنوان لندی ولوسته.
زما اشتیاق دا و چی ګوندی تاسی به د هرات د مظاهری په ارتباط د کومی ثقه، غیرمنسلک او باوری منبع نه دقیق اطلاعات ترلاسه کړی وی او دا ثقه معلومات به د ټولو هغو وطنوالو سره شریک کړۍ چی زما غوندی د جریان د حقیقت او واقعیت او څرنګوالی او د مظاهری د اهدافو، رهبرۍ او ظاهری او مخفی انګیزو نه خبرکړی.
محترم جهانی صاحب!
تاسی څو بُعدی متبحر پوه اوعالم شخصیت، یوی مظاهری ته د قیام نوم ورکړی دی، د قیام مفهوم خو لمړی د مظاهری سره سمون نه خوری، مظاهری ته د قیام نوم ورکول یو ښه مثال هم دغوایی کودتا چیانو هغه ادعا وه چی خپلی کودتا ته یی د انقلاب نوم ورکړ.
د دوهم مثال نه ځان ژغورم چی د ښکنځلو او اتهاماتو، ښکار او یا هم سنګسار نشم.
قیام خو په عربی ژبه کی دریدل دی، لکه په لمانځه کی ولاړتیا، خو سیاسی قیام یو شعوری، هدفمند او پلانیزه شوی حرکت دی چی د یوه مطلقه او خود کامه حکومت (لکه په متحده ایالاتو کی د امریکایی شیخ غضب الله مطلقه واکمنی) نه د قانونی او حقوقی سر غړونی په صورت کی په منسجم ډول رهبری کیږی.
برسیره پردی، قیام د یوه منظم پروګرام او مترقی زعامت او لیدرشپ لاندی پلان او عملی کیږی.
موږ د اسلام په تاریخ کی د حسینی قیام یو مثال هم لرو چی ددی قیام هدف د اسلامی خلافت ژغورنه، د امت اصلاح او د امربالمعروف او نهی عن المنکراحیاء وه.
ثانیا پوه نسوم چی ستاسی مخاطب کسان یا ډلی څوک دی؟
او کوم خلک د قربانۍ او سر ښیندنی دپاره دعوت کوۍ؟
آیا ستاسی دا د قیام دعوت، ټول ملت ته متوجه دی يا ځانله د هرات شا او خوا سیمی وګړو او خلکو ته؟
او یا هم په غربی او متمدنو ټولنو کی فراری او بګیل جنرالانو، جهادی غدارانو او یا هم په شلو لارو روان او په اصطلاح روڼ فکران او د عالی تحصیلاتو خاوندان یا هغه تکنوکراتان چی د کرزی او غنی په مزدورو حکومتونو کی یی د وزارتونو او سفارتونو په چوکیو تکیه وهلی وه او ډالری معاشونه یی اخستل، هغه بی مسلکه ذوات چی د ناتو د اشغال نه منکر و، لکه بی ننګه افغان ملتی بګیل نیشنلستان؟
بله خبره دا چی، که تاسی په هیواد کی د شیخ غضب الله د غضب نه د خلاصون دپاره د هیواد سرتا سری قیام بلنه ورکوۍ، ددی قیام مشری باید کومه ډله په لاس واخلی؟
ستاسی په نظر هغه کسان یا هغه ډلی به چیری وی چی لکه غازی امان الله یا غازی نادرخان چی د وطن د سعادت، عزت، آزادی، ملی حاکمیت، داخلی او خارجی عام او تام استقلال دپاره هر نوع فداکاری، قربانی او ایثار ته حاضر وی او د امان الله خان او نادر خان په څیر د زعامت او قیادت، لیاقت، اهلیت او شهامت ولری ؟
په افغانستان کی د کرملن او کی – جی – بی او ګوډاګیانو د حکومت په دوره او بیا هم د شوروی د مستقیم اشغال په مرحله کی د ملت د اکثریت سترګی، د سردار صاحب د کودتا د حامیانو په ګډون، د روم خوا ته یعنی پخوانی مخلوع یا جبرا مستعفی پادشاه په لور وی. خو د ذیدخلو قوتونو فیصله د ملت د هیلو سره تضاد درلود.
د استاد عبد الستار سیرت د خاطراتو په استناد د بن د نا مشروع کنفرانس نه وروسته د متحده ایالاتو د دولت نماینده، پاد شاه ته اخطار ورکړ که ته وغواړی یا ونه غواړی ته مجبور یی چی بیرته افغانستان ته ستون شی یعنی د ایتالیی حکومت به د متحده ایالاتو په توصیه، تا مجبور کاندی چی د ایتالیی څخه ووځی.
پادشاه ورته وویل که د ایتالیی حکومت ما وباسی زه به سعودی عرب ته پناه ویسم.
د امریکی نماینده ورته وویل چی د سعودی حکومت به هم د متحده ایالاتو د حکومت د فشار لاندی، تا د خپلی خاوری نه وباسی.
هماغه و چی پادشاه په جبر او اکراه سره هیواد ته ستون کړی شو او دهغه نه د ربړی مهر په توګه د امریکی د ایجنت حامد کرزی د انتصاب دپاره کار واخستل شو.
مرحوم پادشاه، محترم مشر جناب احسان الله خان مایار صاحب ته په ارګ کی ویلی و چی زه هم د نصرالله خان په زندان کی یم.
(امان الله خان هم په استبدادی توګه خپل اکا، نصرالله د ارګ په زندان کی محبوس کړی و، او همالته وفات شو)
ګرانه استاد جهانی!
ستاسی محترم دا دعوت ماته د ایران د شهزاده رضا هغه دعوتونو ته ورته ښکاری چی د متحده ایالاتو نه یی د ایران مظلوم او محکوم خلک قیام، قربانی او ایثار ته تشویقوی.
ما ستاسی په مقاله کی ددی مظاهری په ارتباط صرف دوه کرښی ولوستی او هغه هم د دوی د جسارت ستاینه وه، نوری هماغه تکراری زړی خبری وی.
احمد جان هم لکه په کابل کی د ۶۰ کلونو دمخه د آب ولایتی د بوتل په څیر په جوش او خروش راغلی او د مضمون عنوان یی :«از سرک های هرات تا فردای آزادی» ټاکلی دی.
آزادی ؟
کومه او څرنګه آزادی؟
یوه معروفه وجیزه ده چی:
شتر در خواب بیند پنبه دانه
دده نه د سردار نوراحمد اعتمادی په دوره کی د میوندوال د مظلومیت حالت هیرشوی دی.
دده نه د سردار صاحب د کودتایی جمهوریت په دوره کی د میوندوال ستالینی شهادت هیرشویدی.
دده نه همدا اوس په متحده ایالاتوکی د امریکایی میرغضب، شیخ غضب الله د آزادی محدودیتونه هیر شوی دی.
د ده نه هیر شوی دی چی نیمه پیړی وشوه چی د ایران نا راضه خلک، په ایران کی د طالبانی امارت د مماثل نظام نه د موهومی آزادی او مدینه فاضله په هیله، شپی ورځی نه بلکه ثانیی شماری، هغه ایران چی د نړیوالو تعذیراتو او فشارونو سره مخامخ دی او دا دری میاشتی کیږی چی په نړیواله سویه د متحده ایالاتو او په منطقوی سطح د اسرائیلی جهنمی قدرتونو لخوا بمبارد کیږی.
څو میاشتی د مخه، سی – ای – ای او د موساد جهنمی سازمانونو په ایران کی د عمومی قیام تحریکات او تحرکات شرع کړل، چی په نتیجه کی د ایران مذهبی زعامت لخوا، څو زره وګړی په کی ووژل شول، خو متحده ایالات او اسرائیل تر نن ورځی پوری خپل شوم مراد ته ونه رسیدل.
سره لدی خبرو، احمد جان چی همیشه د علم او نبوغی پوهی مدعی دی کومه آزادی و نه لیدله.
بر سیره پردی هسی آزادی او دیمکراسی چی د بن د نا مشروع کنفرانس او سی – آی – ای د ایحنټانو (ک،غ وع) په نصبولو منتج شی، هغه آزادی نه بلکه د غلام، غلامی ده.
خو د احمد جان په نظر، آزادی به هغه مهال هیواد ته راشی چی د نظار شوری او ستمی جمعیت د حکمرانی د دوری په څیر، د پوهنتون مبارکی لوحی کښته شی او د ایرانی دانشګاه لوحی یی ځای ونیسی.
ایرانی اصطلاحات د وطنی معمولو او مروجو اصطلاحاتو سره تعویض شی
پښتنی کورنۍ د شمالی صفحاتو څخه وویستل شی اوزمکی او کورونه یی د شمال تاجکانو ته وسپارل شی.
او افغانی ملتی پښتو ژبه د فارس په اصطلاحاتو او فارس په ژبه تعدیل او تعویض شی.
یعنی هماغه خیانت، چی درانی ایران پرسته تیمورشاه د خپلی ملی او ملتی ژبی سره کړی وه.
محترم جهانی صاحب!
دریمه مقاله هم په دی مورد کی د محترم میرزاده صاحب ده.
د میرزاده صاحب په مضمون کی، تمهیدی خبری خورا فاضلانه او عالمانه او واقع بینانه بریښی.
که د میرزاده صاحب د تمهیدی عالمانه تحلیل نه تیر شو، د هغوی په مقاله کی د هرات د مظاهری په اړه یو پارګراف هم شته، په دی عبارت چی:
«اخبار روزهای اخیر میدیای افغانی ازاعمال اخلال ګرانۀ اجتماعی درهرات خبر میدهد که منجر به مداخلۀ توأم با اعمال زوراز جانب ارگان های دولتی تأمین نظم امنیت اجتماعی گردیده است، نمونۀ بارزی از نوع مطالباتی است که اخلال امنیت اجتماعی را در خود نهفته داشته است که عدۀ دانسته و یا ندانسته به این آتش اخلال وضعیت اجتماعی هیزم انداخته و مردم را بدین منظور تشویق میکنند و به این ترتیب بسترهای مناسب تحقق عملی مطالبات را مانع گردیده و فضای اعتماد عمومی را در کشور مختل میسازد.»
محترم جهانی صاحب!
د هرات د مظاهری په ارتباط یو روایت هم دا دی چی دا مظاهره د پخوانی جهادی غدارجنګ سالار، تورن اسمعیل په وسوسه ترتیب شوی وه.
هغه غدار جنګ سالار چی په جهادی دوره کی یی د ستنګر راکتونه ایران ته ور بخښلی و.
او هغه غدار جنګ سالار چی د خپل وزارت په دوره کی یی په ملیاردونو متر مکعب مفتی اوبه، خپلو ایرانی بادارانو ته اهداء کړی وی.
والسلام
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.