سور سری هلک (د ماشومانو کیسه)

هاجره حرکت

250
يو وه او يو نه و، د يوې شنې ويالې پرغاړه يو سمسور کلی ودان و، اوسیدونکو يې په کر کيلې ګوزاره کوله.
 په کلي کې يو ځوان بزګر ناببره ناروغه شو او په څو ورځو کې ومړ.
د بزګر څخه ښځه او دري بچيان پاتې شو، چې د ماشومانو مور له پخوا په يوه پښه ګوډه وه.
 کلیوالو ورته داسې بدله جوړه کړې وه:
بزګر مړ شو، ماندینه يې له بچو سره شوه پاتې
يو سور سری زوي لري او دوه یې لوڼه پر ملا ماتې
نه  کار او نه د کسب د وړو مور په پښه ګوډه
دا سور سری حيران ګرځي، په خبرو کې پسات يې
زوي یې چنارګل نوميده ايله د نهو کلونو و، چې سره ويښتان يې درلودل او د کلي خلکو ورته ځکه سور سری هلک وايه، دواړه لوڼه يې د اوه او څلورو کلونو په عمر کې وې.
د پلار له مړینې وروسته يې ورځ بده شوه، مور به يې له بزګرانو سره په کرونده کې کار کوو، خو د پښې درد له کبله يې، سم کار نه شو کولی او ډير کله به يې له کاره کور ته راشړله.
د بزګر مشر نهه کلن زوی د خپلې مور او دواړه خویندو په حال ډير زوریده او هيڅ يې له وسه پوره نه و.
يوه ورځ يې له ډيرې ولږې کولمې چنګيدې او په ډيرې انديښنې سره، سهار وختي له کوره ووت، پر لاره روان و، په دې انديښنه کې و، چې د خوراک له پاره يو څه ومومي، ناببره يې د لارې پر سر يو عجيب شانته غوز پیدا کړ.
هغه يې په لاس کې واخيست او د کلي سترې ويالي غاړې ته ولاړ، هلته يې په خاورو کې خښ کړ او داسې يې ورته وويل:
اي غوزه! تاته وایم ژر تيغ وکړه
چې بيوزله او ډير خوار يم
زه سبا درته راځمه
انسانانو يم تنګ کړی
کلیوالو يم رټلی
کار کولو اعتبار راباندې نه کړي
يو مړۍ پسې يوو وږي
خويندې دواړه مې ماشومې
مور مې ده راته ناروغه
زموږ ژوند راته وژغوره
پلار پرايښې يوو يوازې
دا شپې ورځې دي ناسازې
سور سری هلک په ستنه کورته راغی او سیده کروندې کې د مور خواته ورغی.
سهار چې د ويالې غاړی ته ولاړ، سترګې يې له ډيرې خوشالۍ او هم له حيرانۍ برندې شوې، چې وې ليدل په ريښتيا غوز يو لويشت لوړ شين تيِغ وهلی و.
له ډيرې خوشالي په ټوپونو شو، داسې ورته وويل:
تاته وايمه اي غوزه !
زه سبا سهار وختي درته راځمه
چې ستا تيغ یو شین نيالګی شي
او نيالګي نيولې وې شنې پاڼې
راته ونيسې غوزان
موږه واړه به یې وخورو
په مزو مزو مزو
خويندې، مور به شی خوشالې
دوې له ولږې دې بدحالې
سور سری هلک چې بله ورځ سهار وختي له خوبه پاڅيده، نو سمدستي يې د ويالې غاړې ته ځان ورسوو.
ګورې چې په ريښتيا شین تيغ يو نيالګی شوی او شنه واړه غوزان يې نيولي  دي.
 له ډيرې خوښۍ ورڅخه تاو راتاو شو او بيا یې ورته وويل:
سبا بيا درته راځمه
ستا غوزان چې ښه پاخه وي
زه به يې يوسمه خپل کورته
ماشومو خويندو، خپلې مورته
دوي سره زه مدام نهر يم
له کلیوالو لاس په سر يم
بله ورځ بیا سهار وختي سور سري هلک ځان د ويالې غاړې ته ورسوو او څه ګوري چې غوزان پاخه او شنه پوټکې ترينه لاندې د ويالې پر غاړه پراته دي.
ژر یې د ويالې پر غاړه پام وکړ او يو ګرد غونډسکي په څير تيګه يې پيدا کړه، هغه یې په جيب کې واچوله، د ونې سر ته وخوت.
 هلته پر خاښ کښيناست او لومړی یې غوزان ماتول، په خپله يې خوړل، چې ښه موړ شو، نو يې نور په جیبونو کې واچول او چې جيبونه يې ډک شول، بيا يې خپله لمن ورته غوټه کړه او هغه يې هم ترينه ډکه کړه، همدا و چې له ونې په کرار ښکته او کورته روان شو.
 په کور کې مور له کروندې راغلې وه، په مزدورۍ کې چې ورته بزګر غنم ورکړي و، لکه د نورو ورځو يې پر میچنه اوړه کړي و او له اوړو يې پر تبې پترې پخ کړې وې.
د خپل سور سرې زوي د راتګ لاره يې څارله، همدا و چې سورې سرې زوي د انګړ په دروازه کې راښکاره شو. د مور په لمن کې د سپينو غوزانو قلۍ او له جیبونو څخه يې هم په کې ورګډې کړې، چې لمن يې ډکه شوه مور يې حیرانۍ اخيستې وه، خو ډيره خوشاله وه او د خپل زوي سترګو ته يې کتل.
سورسري هلک وویل: ادې مورکې!
دا مې د خپل غوز له ونې درته راوړې دی.
مور بيا پوښتنه وکړه:
موږ خوارانو د غوزانو ونه له کومه کړه؟
سورې سري هلکه په داسې حال کې چې د خپلو خويندو په لاسونو کي د غوزانو قلۍ ورکولې او هغوي په ډير خوند د مور په لاس له پخ کړو تودو پتيرو سره خوړلې، وويل:
دا مې په خپله نياله کړې ونه ده. مور باور نه کوو، تر څو ټوله کیسه يې ورته وکړه او مور يې نه شوه منلی.
 بيا سورسری هلک له ځايه پورته شو او خپله مور، دواړه خويندې يې د ويالي پر غاړه خپلې د غوز ونې ته بوتللې.
دغه راز سور سري هلک هر سهار وختي د خپل غوز له ونې څخه ډک څادر غوزان راوړل او د دوي په کور کې اصلي خوراکي توکي همدا غوزان شول.
څو اونۍ تيرې شوې، يو سهار وختي چې دا هلک پاس په ونه کې د غوزانو په ماتولو بوخت و، يوه بوډۍ ښځه راښکاره شوه او د ونې لاندې ودريده، په داسې حال کې چې يوه تشه بوجۍ يې په شا وه، له لاندې يې پورته کتل.
هلک چې دا زړه ښځه وليدله، زړه يې پرې وسوزیده، چې ډير وږې،وږې يې پورته کتل.
سور سري هلک وويل:
 اي ابۍ څه غواړي؟ زړې ښځې په درديدلې غږ کې وويل:
ډيره وږې يم، يو څو دانې غوزان راته ښکته راګوزار کړه!
سورسري هلک دوه دانې غوزان، بوډۍ ته ښکته ګوزار کړل.
بوډۍ له ونې لاندې واښو کې لاس وواهه بيا يې، سور سرې هلک ته وږي وږي وکتل او داسې يې کړه:
 اي زویه! له دې سرو څڼو دې جار شم، دا خو لاندې د څاريو په خوشايې کې ککړ شول، ماته يو دوه دانې نور راګوزار کړه.
هلک بيا له ونې دوه دانې وشکول او بوډۍ ته لاندې ګوزار کړل. خو دا ځل بيا بوډۍ نارې کړې:
اي زويه! نه وينې چې دا بيا د سپي په بولو کې ککړ شول، دا ځل يې په لاس کې راښکته کړه، چې زه يې په لاس کې واخلم او ککړ نه شي.
هلک همدا کار وکړ او بوډۍ ته يې په لاس کې غوزان ښکته ونيول، خو له ښکته کيدلو سره سم بوډۍ هلک په ډير ځواک سره ښکته راښکه او په خپله لويه بوجۍ کې ننويست.
 هلک په نارو سورو پيل وکړ،ډير حيران شو، چې د بوډۍ په لاسونو کی ډير زور و او هغې، د هلک خوله په کلکه پټۍ وتړله، ورسره سم يې د بوجۍ خوله  ورپسې وتړله.
په چابکو قدمنو د کور په لور رهي شوه. کورته د رسیدلو سره سم يې په خپل داش کې اور بل کړ او له ځان سره يې په خوشالۍ خبرې پيل کړې:
دا دی، نن ماښامې مې تيار شو. تيره ورځ مې د جرنده ګړي لور راوتښتوله او نن مې سور سری هلک، د دوه ورځو سبا ناری، غرمه او ماښام ناری ته مې د نس توخه برابره شوه.بيا يې زياته کړه:
اي د ژرنده ګړي لور دومره درنده نه وه، خو دا هلک ډير دروند و، سمه يې ستړې کړم.  تر څو چې تنور ښه توديږي، زه به يو څو شيبې سترګې پټې کړم، چې ستومانې مې وځي.
 هماغه و چې په خپل کټ کې پريوته او له ډيرې ستومانۍ ژر سترګې پټې شوې، ويده شوه. په دې شيبه کې، سور سری هلک د کوټې ديوال په لغتو څو وارې وواهه، تر څو يو غږ پورته شو. ته څوک يې؟
سور سري هلک کړه، زه يم چنارګل، خو کليوال مې سور سری هلک بولي.
د ژرنده ګړي لور، چې خمارۍ نوميده وويل:
زه خمارۍ يم، ستا د کوټې په دې بل اړخ کې بندۍ کړې يم.او بيا يې زياته کړه:
ته پوهيږي! چې بوډۍ موږ ته څه منسوبه لري؟ چنارګل کړه:
نه پوهيږم، خو د اور تودوخه ډيره ده او د لمبو اواز راځي. ستا غږ سم نه اورم، جينۍ کړه:
غواړم زه او ته له دې ځايه وتښتو که نه وي، نو په دغه تنور کې به مو وريته کړي او د سړي خورې خوراک به شو. چنار ګل وويل:
زه هم پوه شوی يم، بله چاره نه لرو او بايد وتښتو.
خمارۍ کړه:
 چنارګله! ژر کوه، د کوټې قلف مات کړه او زه چې په کې بندۍ يم هغې کوټې دروازه هم باید پرانيزې.
چنار ګل کړه، د دروازې شاته مې تبرګې وليده، خو دروازه تړلې ده، څرنګه به دروازه پرانیزم.
 په همدې خبرو کې و، خمارۍ د چنارګل غږ واوريده، چې وې ويل:
 ته صبر کوه! دلته په کوټه کې يوه وړه کړکۍ ده، که هغه پرانيزم بيا ستا د خلاصون چاره هم کوم.
څو شيبې چوپتيا رامنځ ته شوه، خمارۍ هم له خپلې خوا چې په کړکۍ زور کړه، له هغې خوا سور سری هلک کړکۍ ټيل وهله، نو په اسانۍ يې پرانيسته او چنارګل له خمارۍ سره یو ځاي له کوټې راووتل.
 ډير ژر دواړه د سړي خورې له کوره بهر شو، د روان خوړ په لوريې په ځغاسته پيل وکړ.
 دوي له ډيرې ويرې په يوه سا منډې وهلې، چې د خوړ غاړې ته ورسیدل، نو ډير ستومانه شوې و او له يو ساعت څخه يې زياتې منډې وهلې وې.
له پله څخه تيرشو، چې خمارۍ پرې غږ کړ:
اي چنارګله! پام کوه چې اوس راپسې سړي خوره رارسیږي، ما او تا باید دا پول ونړاوو. چنارګل چې زيرک هلک و، سمدستي يې د پول په نړولو پيل وکړ. خو د پول نړول اسان ځکه و، چې يو څو لوي بشونه و، دواړو په ټيل وهلو اوبو ته ګوزار کړل.
چنارګل لا دمخه د ژرندې پل وليده، چې د خوړ پرغاړه پروت و، نو يې  خمارۍ ته وويل:
ستا دې پام وي، چې بوډۍ که راغله موږ به ورته ووایو،چې د ژرندې پل مو په غاړه کې واچوو او راپورې وتو. ځکه که يې په لاس ورغلو نو سمدستي مو په تنور کې سوزوي. په دي شيبه کې سړي خوره ساه نيولې راورسیده او ګوري چې سور سری هلک او خمارۍ دواړه د خوړ پورې غاړې کې ولاړ دي.
سړي خورۍ بوډۍ نارې کړې:
اي بچيانو! په کومه لار له اوبو پورې وتئ؟ خمارۍ او چنارګل په يو اواوويل:
ستا په خوا کې چې د ژرندې مات پل پروت دی، هغه مو غاړو کې واچوو او راپورې وتو.
سړي خورې هم هغه د ژرندې پل په غاړه کې واچوو او پر اوبو ورګډه شوه، اوبو لاندې ډوبوله او هغې نارې سورې جوړې کړې، چې ما وژغورئ، ما وژغورئ، خو د اوبو زور ډير و او  ډيره ژر يې ډوبه کړه، چې نارې يې هيچا وانه وريدې.
خمارۍ کړه:
 زه به مې د خپل پلار ژرندې ته لاړه شم، چې ډيره ورپسې کړيدلې يم. ځکه درې ورځې مخکې سړي خورې د ژرندې پر لاره ونيولم او په خپله بوجۍ کې واچولم.
سورسري هلک کړه:
زه خو يې همدا نن سهار ونيولم، خو دا دی اوس مازپښين مهال دی، زه به هم کور ته لاړ شم، چې مور به مې هر خوا لټوي. خمارۍ کړه:
ته صبر کوه! خپل پلار ته دې ورپيژنم چې ته څومره بهادر هلک يې.
خمارۍ چې د يوولسو کلونو په عمر کې وه، سورسرې هلک يې خپل پلار ته وروست. څه ګوري چې پلار، مور، خور و ورور يې ناست دي او ژاړي.
د خمارۍ په لیدلو ټول ډير خوشاله شول او خمارۍ خپل ژرنده ګړي پلار او مور ته وويل:
تاسې پوهيږئ چې نن زه دي، زوړور سورسري هلک وژغورلم. بيا يې ورته خپله کيسه وکړه، چې سړي خورې څخه په څه ډول وتښتيدل.
سبا ته په ټول کلي کې اوازه خپره شوه، چې له هغه وړاندې سيمې څخه راتښتيدلې سړي خوره همدا بوډۍ وه، چې اوس اوبو ويوړه او د دوي کلی ترینه سور سري هلک او د ژرنده ګړي لور خمارۍ وژغوره. سور سری هلک د ټول کلي پر اوسیدونکو ډير ګران شو او هماغه و چې ژرنده ګړي سورسري هلک ته وويل:
مازديګر مهال راځه ماسره د وړو ګوډي خوله نيسه چې وړه په کې اچوې نو زه به هم درته ښه مزد درکوم.
ځکه ټول کال خو ستا د غوزانو ونه تاته غوزان نه نيسي او په دې ډول سور سري هلک د خپلې مور او خويندو له پاره د ډوډۍ پيدا کولو لار وموندله.
پاي

 

د يو شاعر زړه ودريد او له زور و شوره ډک اواز چُپ شو

Donate د دعوت رسنیز مرکز مرسته وکړئ

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.