افغاني چای؛ د کرنې نوې تجربه او لوی فرصت
افغانستان یو کرنیز هېواد دی او د دې خاورې حاصلخېزه ځمکه تل د ډول ډول حاصلاتو د تولید وړتیا لري. په دې وروستیو کې د هلمند ولایت څخه د شین چای د کرلو خبر د هیلو یوه نوې کړکۍ پرانیزي. ویل کېږي چې دغه تجربه بریالۍ شوې ده، چې دا نه یوازې د کرنې لپاره یو مهم ګام دی، بلکې د اقتصاد لپاره هم د پام وړ اهمیت لري.
افغانستان هر کال په میلیونونو ډالر د چای د واردولو لپاره بهر ته لېږي. که چیرې په هېواد کې د شین چای کرنه پراخه شي، نو دا به د وارداتو کچه راکمه کړي او د هېواد شتمني به په کور دننه پاتې شي. سربېره پر دې، د چای کرنه، پروسس او بستهبندي کولی شي سلګونو او حتی زرګونو کسانو ته د کار زمینه برابره کړي.
پخوا هم په خوست کې د چای د کرلو تجربه شوې وه او ځینې مثبتې پایلې یې لرلې. اوس که د هلمند تجربه هم بریالۍ شي، نو دا به نورو ولایتونو ته هم الهام ورکړي چې د اقلیم له مخې ورته مناسب نباتات وکري.
له اقتصادي اړخه دا کار د ځان بسیا کېدو لور ته یو مهم ګام دی، او له کلتوري اړخه د خپل وطن د خاورې تولید تل ځانګړی خوند لري. افغانان چې چای ډېر څښي، نو که دا چای د خپل وطن په خاوره کې وکرل شي، خوند به یې بې له شکه څو برابره زیات وي.
که دولت، بزګران او د کرنې متخصصین په ګډه کار وکړي، نو د افغانستان کرنه کولی شي د وارداتو پر ځای د تولید او حتی صادراتو پر لور حرکت وکړي. د هلمند د شین چای تجربه ښيي چې که اراده وي، نو د دې خاورې هره ټوټه د زرغون اقتصاد بنسټ کېدای شي.
درنښت….یارب🤲🏻
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.