بهر مېشتي افغانان؛ د مینې اړیکه او د ژوند ننګونې…!!!
کډوال افغانان د امید او ستونزو تر منځ📎
بهر مېشتي افغانان که څه هم د وطن نه لېرې ژوند کوي، خو د خپل وطن، کلتور او کورنۍ سره یې مینه لا هم ژوره پاتې ده. له همدې امله ډېر کسان هڅه کوي چې د خپلو اولادونو لپاره د وطن له کورنیو سره د نکاح او خپلوي اړیکه ټینګه کړي، تر څو د نسل، کلتور او دیني ارزښتونو تسلسل وساتل شي.
خو دا هم باید ومنل شي چې بهر مېشتي افغانان د ژوند له ګڼو ننګونو سره مخ دي. ډېری یې د کډوالۍ سخت ژوند تېروي، درنې او ستړې دندې کوي، له کلتوري فشارونو، اقتصادي ستونزو او د پردي چاپېریال له اغېزو سره مبارزه کوي. هغوی که څه هم کله ناکله لږه پیسه وطن ته استوي، خو تر شا یې د ډېرې خوارۍ او زحمت کیسه پټه وي.
له بلې خوا، د نکاح او خپلوي په موضوع کې رښتینولي او روڼتیا ډېر مهم دي. غوره ده چې دواړه لوري د یو بل د ژوند له حالاتو، امکاناتو او مسؤلیتونو څخه خبر وي، تر څو راتلونکی ژوند د باور او تفاهم پر بنسټ ولاړ وي.
په ټوله کې بهر ته تلل امتیاز نه، بلکې ډېر وخت د مجبوریت پایله وي. خو سره له دې، بهر مېشتي افغانان لا هم د خپل وطن، خپلې خاورې او خپل کلتور سره د مینې تار نه شلوي، او هڅه کوي چې دغه اړیکه د خپل نسل له لارې ژوندۍ وساتي.
درنښت… یارب🤲🏻
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.