اسلام او ښځه

لیکوال: نیک محمد نیکمل

26

اسلام د انسانیت په تاریخ کې ښځې ته هغه مقام ورکړی چې د جاهلیت په زمانه کې نه و موجود. په ډېرو پخوانیو ټولنو کې ښځه د انسان په توګه هم نه ګڼل کېده، خو اسلام هغې ته عزت، حقونه او کرامت ورکړل. قرآن کریم ښځه د کورنۍ د بنسټ ستنه او د ټولنې د روزنې مهمه برخه بولي.

نن ورځ ځینې غربي حلقې او کفري رسنۍ تل هڅه کوي چې د اسلامي نظامونو، په ځانګړي ډول د اسلامي امارت، پر ضد دا تور تکرار کړي چې ګواکې اسلام ښځې ته حق نه ورکوي. حال دا چې حقیقت بل ډول دی. اسلام ښځې ته د مور په توګه تر ټولو لوړ مقام ورکړی دی، تر دې چې رسول الله ﷺ وفرمایل: «الجنة تحت أقدام الأمهات» یعنې جنت د میندو تر پښو لاندې دی.

اسلام ښځې ته د ملکیت حق ورکړی، د مهر حق یې ورکړی، د میراث حق یې ورکړی او د تعلیم دروازه یې هم ورته خلاصه کړې ده. د اسلام په تاریخ کې داسې ډېرې ښځې تېرې شوې دي چې د علم، تقوا او خدمت لوی مثالونه دي.

بی بي خدیجه رضی الله عنها د اسلام لومړۍ مؤمنه وه او د رسول الله ﷺ د دعوت تر ټولو ستره ملاتړې وه. بی بي عایشه رضی الله عنها د حدیث او فقهې له سترو عالمانو څخه شمېرل کېږي. همدارنګه ام عماره رضی الله عنها د احد په جګړه کې د رسول الله ﷺ دفاع وکړه، چې دا د یوې مؤمنې ښځې د جرئت او ایمان ښکاره بېلګه ده.

دا مثالونه څرګندوي چې اسلام ښځه د عزت، ایمان او مسؤلیت څښتنه ګڼي. هغه تبلیغات چې د اسلام پر ضد کېږي، ډېری وخت د سیاسي موخو لپاره وي، نه د حقیقت د څرګندولو لپاره.

په حقیقت کې که د اسلامي تاریخ پاڼې وکتل شي، نو ښکاري چې ښځه د اسلامي ټولنې نیمه برخه نه، بلکې د راتلونکو نسلونو د روزنې او د امت د بقا اساسي بنسټ دی. همدې حقیقت ته په کتو، اسلام د ښځې د عزت، حیا او شخصیت ساتنه د ټولنې د سلامتۍ لپاره اړینه ګڼي.
درنښت …. یارب 🤲🏻

د نړۍ کړکېچ او د اسلامي امت د ویښېدو اړتیا

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.