ډاکټر محمد عثمان تره کی د دعوت سره په مرکه کې

مرکه کوونکی: محمدطارق بزګر

55

ډاکټر محمد عثمان تره کی د دعوت سره په مرکه کې:

 

د حکومتدارۍ مشروعیت نشتوالی، دیپلوماتیکه انزوا، او د شپږم ټولګي پورته د نجونو د زده کړو مخالفت، د طالبانو حکومت د ۲۱ مې پېړۍ د ارزښتونو پر وړاندې په یوه خطر بدل کړی

د عمراني پروژو پلي کول، امنیت او د پولي نظام ثبات باید د طالبانو د حکومت له مثبتو لاسته راوړنو وشمېرل شي

پاکستان په داسې دام کې بند پاتې دی چې خلاصون ترې سخت دی

د پښتون ژغورنې غورځنګ (پی ټي ام) د اسلام او افغاني ناسیونالیزم د یووالي یوه څرګنده نښه ده

 

یادونه: دا مرکه د دعوت مجلې په۲۵۵ ګڼه کې خپره شوې چې اوس د دعوت مېډیا ۲۴ لوستونکو او  مینه والو ته وړاندې کیږي.

دعوت ـ  تاسې د طالبانو د څلورو کلونو واکمنۍ وروسته، اوسنی وضعیت څنګه ارزوئ؟

ځواب :- طالبانو د کورنیو او بهرنیو مالي سرچینو د کمښت باوجود، د افغانستان د رغونی په برخه کې د پام وړ پرمختګونه کړي دي. د عمراني پروژو پلي کول، امنیت او د پولي نظام ثبات باید د طالبانو د حکومت له مثبتو لاسته راوړنو وشمېرل شي.

خو له دې سره سره طالبان نه دي توانېدلي چې خپلې مذهبي عقیدې د هغه نړۍ له ضوابطو سره چې پکې ژوند کوي، همغږي کړي: د حکومتدارۍ مشروعیت نشتوالی، دیپلوماتیکه انزوا، او د شپږم ټولګي پورته د نجونو د زده کړو مخالفت، د طالبانو حکومت د ۲۱ مې پېړۍ د ارزښتونو پر وړاندې په یوه خطر بدل کړی.

دعوت ـ  د سیمې د ځینو هېوادونو نږدې دیپلوماتیکې اړیکې له طالبانو سره څنګه توجیه کوئ؟

ځواب :- دا اړیکې په ټیټه کچه مطرح دي (د روسیې له استثنا سره) او دوه دلیلونه لري: یو اقتصادي او تجارتي اړتیاوې، او بل وېره.

            ـ  اقتصادي اړتیاوې په دې معنا چې افغانستان د مرکزي او جنوبي آسیا ترمنځ د ترانزیت اجباري لاره ده.

            ـ  وېره ځکه چې ګاونډیان او د سیمې هېوادونه د طالبانو تر واک لاندې خاوره د داعش او القاعده په څېر د افراطي اسلامي ډلو د احتمالي ودې بستر ګڼي او اندېښنه لري چې دغه ډلې د طالبانو له کنټرول څخه ووزي.

دعوت ـ  داسې ښکاري چې د ۱۹مې پېړۍ لویه لوبه اوس د ۲۱ مې پېړۍ په پېچلي جیوپولیتیک تعامل ورګده شوې ده. آیا طالبان د دې وړتیا لري چې د سیمې او نړۍ له زرنګو، زورورو او حریصو سیالانو سره ښه لوبغاړي شي؟

ځواب :- په هغه موده کې چې طالبان واکمن دي، د سیمې د هېوادونو له یوې خوا او د سیمې څخه بهر هېوادونو له بلې خوا، ښکاره او پټ رقابت روان دی چی طالبان د خپل نفوذ ساحې ته راننباسي. له قراینو څخه ښکاري چې تر اوسه په دې سیالی کې د سیمې هېوادونه برلاسي دي: د روسیې له لوري د طالبانو رسمي پېژندنه، ماسکو فارمیټ ته د طالبانو بلنه، هند ته د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر بریالی سفر او ورسره د پوتین وروستی سفر هند ته (د ۱۰۰ میلیارده ډالرو د سوداګرۍ پراختیا تړون)، او له پاکستان سره د شخړې وروسته د افغانستان لپاره د چابهار بندر د لارې د کارونې آسانتیا برابرېدل، دا ټول د دې واقعیت نښې دي چې د روسیې، افغانستان او هند ترمنځ یو جیوپولیتیک مثلث د جوړېدو په درشل کی دی.

امریکا او اروپايي اتحادیه پخوا د قطر د دفتر له لارې د وضعیت څارنه کوله، خو اوس د اوکراین او غزې جګړو ته د زیات تمرکز له امله افغانستان څنډې ته پاتې شوی دی.

له سیمې سره نږدېوالی د جغرافیې له اجبار څخه اغېزمن دی. طالبان دا اړیکې ځکه غوره ګڼي چې هېڅ شرط ورسره نه وي تړلی. خو لوېدیځ هېوادونه د عادي اړیکو لپاره د نجونو د ښوونځیو پرانیستل او د اساسي قانون پر بنسټ د یو معیاري حکومت جوړول شرط ګرځوي، چې د طالبانو د رادیکالې ډلې لپاره د منلو وړ نه دي.

د دې پوښتنې په اړه چې طالبان د موجودې پېچلې جیوپولیتیک لوبې لپاره لازم ظرفیت لري که نه ؟ باید ووایم نه. طالبان تر هغه چې کار اهل کار ته ورنه سپاري او له دیپلوماتیک انزوا ونه وځي، په لوبه کې خپلواک اراده نه لري او د پروفسیونل لوبغالو په وړاندی مسلکي چلند نه شي کولای. طالبان د ذینفعو قدرتونو له خوا لوبې ته کشول کېږي.

دعوت ـ  آیا د پاکستان تجزیه ممکنه ګڼئ ؟

ځواب :- پاکستان د هغو هژمونیست قدرتونو په نظر کې چې دا یې رامنځته کړی، د خپل وجود منطق له لاسه ورکړی دی. پاکستان د سړې جګړې په شرایطو کې د اسلام په ټیکه دارۍ د دې لپاره وزېږېد چې د تودو اوبو پر لور د شوروي کمونیزم د پرمختګ مخه ونیسي. د سړې جګړې له پای او د شوروي د هژموني له منځه تلو سره، د کمونیزم پر ضد د پاکستان اسلامي رول هم پای ته ورسېد.

اوس لوېدیځ هڅه کوي چې پاکستان ته د چین د مهارولو نوې دنده وسپاري. پاکستان په دې لوري کې لومړني ګامونه اخیستي دي : په کراچۍ کې امریکا ته د پښتونخوا او بلوچستان د کانونو د مدیریت د مرکز د جوړولو وړاندیز، او له افغانستان شمال څخه تاجکستان ته دوه بریدونه چې چینایي کارګران په کی ووژل شول، دا ټول د لوېدیځ د باور د جلبولو هڅې ګڼل کېږي.

د پاکستان لپاره د چین او لوېدیځ ترمنځ د دیپلوماتیک انډول ساتل اسانه نه ښکاری. د چین پر ضد دریځ نیول، چې یوازینی ستراتیژیک متحد یې دی، د دې لامل کېږي چې پاکستان د خپلو ګاونډیو دښمنانو یعنی چین، هند، افغانستان او ایران له خوا په سیمه کې محاصره شي.

یوازینی انګېزه چې پاکستان ته د چین د نږدېوالي لپاره پاتې ده، له هند سره د دواړو ګډه دښمني ده.

پاکستان په داسې دام کې بند پاتې دی چې خلاصون ترې سخت دی.

چین د سیکیانګ ـ ګوادر دهلیز کې ۶۰ میلیارده ډالر پانګونه کړې ده. د دې دهلیز مسیر د پښتونخوا څخه تر بلوچستانه ناامن شوی دی.

پاکستان د ژوند او مرګ په دوه‌لارې کې ولاړ دی: که د سیکیانګ ـ ګوادر په دهلیز کې له ناامنۍ سره مقابله وکړي، په حقیقت کې د امریکا او لوېدیځو جیوپولیتیکي اهدافو سره مخالفت کوي، ځکه لویدیز د چین ـ پاکستان اقتصادي دهلیز په ناامنۍ کې لیوالتیا لری. که مقابله ونه کړي، د پاکستان د تدریجي تجزیې لاره هواریږي.

پاکستان په پښتونخوا کی د عملیاتو د نه ترسره کولو اسانه لاره یې دا موندلې چې د ناامنۍ پړه د افغانستان پر طالبانو واچوي او په افغانستان بریدونه وکړي. په لویدیز کی د طالبانو پر ضد د کرکې  فضا په افغانستان خاوره د پاکستان د تیریو زمینه برابره کړېده.

خو د پاکستان تجزیه په داسې حال کې چې ټی، ټی، پی او نور رادیکال اسلامي ډلې واک ترلاسه کړي او اټومي وسلو ته لاسرسی ومومي، د نړۍ لپاره د منلو وړ نه ده. له همدې امله دا احتمال شته چې امریکا او لوېدیځ د چین د مزاحمت څخه دډه وکړي او د پاکستان ملاتړ ته ودریږي. مګر دا چی د پاکستان د تجزیی پلان په افغانستان کی د یو منلي شوي او د لوېدیځ ستراتیژیک متحد واکمنې له لارې په مطلوب لوري رهبري شي.

په دې حالت کې د پاکستان د تجزیې کلید د افغانستان او پاکستان د طالبانو په لاس کې ده: که په افغانستان کې یو مشروع او په نړیواله کچه پېژندل شوی حکومت رامنځته شي او له سیمه‌ ایزو او نړیوالو شریکانو سره په ستراتیژیکه همکارۍ کې قرار ونیسي، د پاکستان د تجزیې لاره به هواره شي.

 په دې شرط چې افغان طالبان د نجونو د ښوونځیو د تړلو له لجاجت څخه لاس واخلي او د

پښتون تحفظ غورځنګ په ملاتړ سره د لوېدیځ پام د ډیورند کرښې داعیې ته راواړوي. په دې توګه به پاکستان د خپلو واکمنانو د منافقت او شیطنت قرباني شي.

دعوت ـ  ایا افغان طالبان د پاکستان د ناامنۍ  له فرصت څخه په سمه توګه د ګټې اخیستنې توان لري؟

ځواب :- هو! خو یوازې هغه وخت چې یو معیاري حکومت جوړ شي چې د افغانستان د خلکو او نړیوالې ټولنې غوښتنې پکې په پام کې نیول شوې وي. مهم ټکی دا دی چې د پاکستان د احتمالي سقوط مخکې باید د جهاد وسله وساتل شي او د هغې د فتوا مرجع په اساسي قانون کې معلوم وي.

که طالبان په هوښیارۍ سره له رامنځته شوې فرصت څخه د ډیورند د قضیې د حل لپاره ګټه وانخلي، نور به د خپل نظام د بقا لپاره چې نه کورنی مشروعیت لري او نه نړیوال پېژند هېڅ دلیل ونه لري.

د اسلام د ترویج ادعا د طالبانو د بقا دلیل نه شي کېدای: په افغانستان کي پرته له کمونیستي دورې، ټول نظامونه د اسلام د تعالیمو پر محور جوړ شوي وو.

د ډیورند کرښې معضله که نن د طالبانو له خوا حل نه شي، هېڅکله به حل نه شي.

دعوت ـ د پاکستان د هوايي بریدونو په اړه څه ویل لرئ؟

ځواب :- په دې اړه څو مهم ټکي د یادولو وړ دي :

            ـ  پاکستان د خپلې تمې خلاف په افغانستان کې له داسې حکومت سره مخ دی چې بشپړه خپلواکه بهرنۍ تګلارې لري: له هند سره چې د پاکستان تاریخي دښمن دی د دوستۍ له دریځه چلند کوي. دا دریز د پاکستان لپاره د منلو وړ نه دی. پاکستان تمه لرله چې له افغانستان څخه د ستراتیژیک ژورښت په موخه د یوه تحت‌الحمایه هېواد په توګه ګټه پورته کړي.

            ـ  طالبان د دیپلوماتیکې انزوا له امله نه دي توانېدلي چې د افغانستان دفاعي ظرفیت هغه کچې ته ورسوي چې د خپلواک دفاع وړتیا ولري. همدا امنیتي تشه د پاکستان د تېري زمینه برابره کړې ده.

            ـ  په اوسنیو شرایطو کې طالبان د پاکستان د راتلونکو بریدونو د مخنیوي لپاره دوه لارې لري

۱ –  له هند سره لا ژور ستراتیژیک نږدېوالی.

۲ ـ  له نړیوالې ټولنې څخه د پاکستان د اټومي زیرمو د کنټرول په مقصد د مرستې غوښتنه.

په دې حالت کې باید د طالبانو حکومت په رسمیت وپېژندل شي او د سیمې او نړۍ له ذینفعو قدرتونو سره د ستراتیژیکې همکارۍ زمینه برابره شي.

له یاده ونباسو چې په افغانستان د نړیوال پوځي ائتلاف د یرغل یو هدف دا هم و چې له افغانستان څخه د پاکستان د اټومي زیرمو د کنټرول لپاره د یوې اډې په توګه کار واخیستل شي. د طالبانو په واکمنۍ کې یو ځل بیا د پاکستان د اټومي وسلو د کنټرول اړتیا د نړۍ لپاره مطرح شوې ده.

که د پاکستان اټومي ځواک بې‌اغېزې شي، د افغانستان پر وړاندې د پاکستان ګواښونه پای ته رسېږي او سیمه به د ترهګرۍ د صادرېدو له شرنه خلاصیږي.

باید وویل شي چې افغان طالبان تل اړتیا نه لري چې د پاکستان بریدونو ته په نیغه ځواب ورکړي.        ټی، ټي، پي پی د طالبانو په استازیتوب په اتومات ډول، پرته له دې چې د کابل اشاری ته انتظار وباسي یا له کندهاره فتوا صادره شي، د پاکستان بریدونو ته ځواب وايي: د  شمالی وزیرستان وروستی موټر بم برید په افغانستان کي د پاکستان د وروستیو هوايي بریدونو په بدل کې ترسره شوی و.

دعوت ـ د پښتون تحفظ غورځنګ (پي ټي ام) راتلونکی سیاسي ژوند څنګه ارزوئ؟

ځواب :- (پښتون تحفظ غورځنګ) د افغانانو د تاریخي مبارزو محصول دی چې د ډیورند کرښې دواړو غاړو کې د بهرنیو یرغلګرو او کورني استبداد پر ضد رامنځته شوې دي. دا غورځنګ د اسلام او افغاني ناسیونالیزم د یووالي یوه څرګنده نښه ده.

که افغان طالبان، ټی، ټی، پی او پښتون تحفظ غورځنګ (پي ټي ام) په یوه سیاسي ائتلاف کې سره یوځای شي، د ډیورند په دواړو غاړو کې یوه ستره ځواکمنه جبهه رامنځته کیږي چې کېدای شي د سیمې د نقشې په بدلون کې د افغانستان په ګټه وکارول شي. په دې شرط چې افغان طالبان او د هغوی عقیدوي متحدین د جهاد داعیه له افغاني ناسیونالیزم سره وتړي او د ۲۱ مې پېړۍ له اصولو سره روغه وکړي.

دعوت ـ د هغه ډلو په اړه څه نظر لرئ چې ځان افغان نه ګڼي او د افغانستان د نوم د قومي جوړښت له امله د افغاني هویت منکر دي؟

ځواب :- د هویت بحران د اوږدو جګړو له پایلو څخه دی. په افغانستان کې په تېرو پنځوسو کلونو کې داسې حکومت نه و چې له اراذلو او اوباشو سره د ملي ارزښتونو د دفاع له دریځه چلند وکړي. په بڼ کې چې باغوان نه وي، طبیعي ده چې واښه او هرزه بوټي وده کوي. یوازې د باغ خیشاوه کولای شي د باغ سلامتۍ تضمین کړي.

« افغان » یوازې یوه کلمه نه ده؛ افغان د ویاړونو ډک تاریخ، د مقاومت او جهاد غږ، د آزادۍ ډیوه، د استقلال مورچل او د یوه غني فرهنګ بستر دی چې بې‌هویته لندغرو ته پکې ځای نشته.

د “افغان” اصطلاح له لسمې میلادي پېړۍ راهیسې په دودیز ډول د هغو ټولو خلکو لپاره کارېدله چې د آسیا د زړه د غرونو په لمنو کې اوسېدل. د شلمې پېړۍ په پیل کې د اساسي قوانینو له رامنځته کېدو سره، “افغان” د تابعیت (ملیت) د حقوقي پوښښ په توګه په اساسي قوانینو کې شامل شو. له هغه وروسته دا اصطلاح د افغانستان پر ټولو قومونو یعنی پښتون، تاجک، بلوچ او نورو اطلاق شوه. د تابعیت سلبول په ډېرو هېوادونو کې د جزا په توګه یاد شوی دی. اوس چې یو شمېر ماجراجویان د ملي هویت په انکار سره ځانونه مجازاتوي، د افغانستان د پاکولو کار لا اسانه کېږي.

افغانستان یوازینی هېواد نه دی چې د یوه قوم په نوم نومول شوی وي. په اروپا، آسیا، امریکا او افریقا کې داسې هېوادونه شته چې د کورنیو تعاملاتو له امله د واکمن قوم نوم پر ټول قلمرو ایښودل شوی. څو بېلګې :

اروپا :

            . د فرانک قبیلې نوم د «ګول» له فتح وروسته پر فرانسه کېښودل شو

             د انګلس قبیلې نوم پر انګلستان کېښودل شو.

             د دانو قبیلې نوم د دنمارک نوم شو.

             د سرب قوم نوم پر سربستان کېښودل شو.

             د سلاو قوم نوم پر سلواکیا کېښودل شو.

             د سوار قبیلې نوم د سوېډن د هېواد نوم شو.

             د پولان قبیلې نوم د پولنډ نوم کیښودل شو.

             د وزک قبیلې نوم وروسته په روسیه بدل شو.

             د تورسیک قبیلې نوم په اونوغور بدل شو چې وروسته هنګري ترېنه جوړ شو.

افریقا :

             د اتیوپس قوم نوم د په ایتوپیا کی کیښودل شو .

             د سومال قوم نوم د سومالیا هیواد نوم شو.

آسیا :

 تاجکستان، ازبکستان، قزاقستان، قرغزستان، ترکیه، ترکمنستان، مغلستان، او افغانستان ټول قومی نومونه لری..

امریکا :

            . د ازتک قوم نوم د مکسیکو د نوم په حیث وپیژندل شو

قفقاز او منځنی ختیځ :

            . ارمنستان، ګرجستان، عمان  ټول د قبایلي نومونو څخه اخیستل شوي

په دې لیست کې یوازې د لویو او پېژندل شویو هېوادونو نومونه یاد شول. د کوچنیو هېوادونو نومونه عمداً پرېښودل شوي دي.

هیله ده چې د ملی هویت څخه منکر کسان د قومي تعصب او جهالت له خره څخه راکښته شي. که نه، افغانستان به خپل نااهل اولادونه د عزر ائیل لاس ته وسپاري.

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.