هغه شپه چې توري والوتل

طایر ځلاند

58

“هغه شپه چې توري والوتل”
( د کتاب د نړیوالې ورځې په مناسبت نثري نظم)
شپه
ارامه تېره شوه
کتابونه
د الماریو په تیارو کې
لکه زاړه شاهدان
چوپ پراته وو.

⸻
هیڅوک نه پوهېده
چې د کلمو ساه
ورو ورو
له پاڼو وځي
لکه بوی
چې له ګل نه بې‌ غږه جلا شي.

⸻
سهار
یو ماشوم
خپل کتاب پرانیزي
او سترګې یې
پر سپینو پاڼو ودریږي.
نه کیسه شته
نه نوم
نه هغه کرښې
چې پرون یې زده کولې.

⸻
ورو ورو
کورونه
له حیرانتیا ډکېږي
کتابونه ټول یو شان شوي
سپین
خاموش
بې‌تاریخه.
⸻
یو سپین ږیری
خپل لاس پر پاڼه ږدي
هغه غواړي
یو زوړ نوم را په یاد کړي
خو نوم
د ده له حافظې نه
لکه دوړه
پورته شي او ورکېږي.
⸻
په ښوونځیو کې
تخته لا هم ولاړه ده
خو هېڅوک نه پوهېږي
چې څه پرې ولیکي.
ښوونکي
د خپلو شونډو تر منځ
د تورو ځای لټوي
خو غږونه
نیمګړي راووځي.
⸻
ښار
کار کوي
خو نه پوهېږي ولې.
لارې شته
خو منزلونه
نور نوم نه لري.
⸻
خلک خبرې کوي
خو کلمې یې
د یو بل نه جلا دي
لکه ماتې مرۍ
چې اوبه نه شي ساتلی.
⸻
تاریخ
نور کتاب نه دی
هغه
یوازې یوه مبهمه ویره ده
چې څوک یې
تشریح کولای نه شي.

⸻
یو سړی
د یو زاړه دېوال مخې ته درېږي
هلته
د تېرو کلونو نښې وې
خو اوس
یوازې یوه خړه بې نومه مجسمه پاتې دی
لکه وخت
چې خپله حافظه بایللې وي.
ماشومان
لوبې کوي
خو کیسې نه جوړوي
د دوی خیال
د کرښو پرته
لار نه مومي.
⸻
او راتلونکی؟
هیڅوک یې نوم نه اخلي
ځکه چې نومونه
نور نه پاتې کېږي
ماښام راځي
یو څوک
یوه تشه پاڼه خلاصوي
او د ګوتې په سر
پر هغې یو نښه ږدي
نه حرف دی
نه جمله
خو یو پیل دی
⸻
ورو ورو
یو بل لاس
بله نښه پرېږدي
او بیا
یو بل.
⸻
شاید
توري له منځه نه وي تللي
شاید
هغوی
یوازې له موږ تمه لري
چې بېرته یې جوړ کړو.
⸻
او که موږ
دا زده نه کړو
نو موږ به
نه یوازې کتابونه
بلکې ځانونه هم
ورو ورو
هېر کړو

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320