پښتو شاعري د خپل اوږد ادبي تاریخ په اوږدو کې د بدلونونو پر څو پړاوونو تېره شوې ده؛
داسې پړاوونه چې د ژبې د هنري ظرفیت د پراخېدو او د انسان د دروني تجربو د
بیان لپاره نویو لارو ته زمینه برابروي. د کلاسیکو غزلیزو دودونو څخه نیولې تر
ساده اوزانو، تر نوې شاعرۍ، دودیز نظم، او وروسته تر ازاد نظم پورې هر تغییر د یو
ادبي اړتیا، د زمان د بدلون، او د شاعرۍ د نوې غوښتنې ښکارندوی دی.په ځانګړي ډول، د یویشتمې پیړۍ له پېل وروسته، پښتو شعر د هغو تجربو کوربه شو چې د شاعرۍ له دودیزو چوکاټونو بهر د انسان د فردي احساس، رواني حالت، وجودي پوښتنو او د عصري ژوند د پېچلتیاوو د بیان هڅه یې کوله. په همدې بهیر کې شاعر ته یوازې د وزن او قافیې ساتل مسؤولیت نه پاتې کېدل، بلکې د مانا د تولید، د تصویرونو د جوړولو، او د ژبې د هنري جوړښت د بدلون مسوولیت هم ور زیاتېده .دغه نوې مرحلې د شاعرۍ تمرکز له ساده عاطفي بیان څخه د دروني تجربې، وجودي پوښتنو، رواني تضادونو او د انسان د باطني سفر په لور اړوي. معاصر شاعر د نړۍ د ظاهري رنګونو په ځای د انسان د دروني فضا لټون کوي، او د همدې لټون لپاره د استعارو، سمبولونو، تصویرونو او د ژبې د کاروانې پراخه شناخت تر ټولو مناسب هنري وسیلې ګرځي چې په حقیقت کې دغه بهیر د یوې نوې شعري ژبې د زېږېدو پېژندګلو له مونږ سره کوي؛ دا خبره زه ځکه کوم چې نوي موضوعات او په شاعرۍ کې د مانیز اړخ له پلوه تجربې ځان ته په خپله د بیان د پېرایې له پاره ژبه او د ژبې څرنګوالی ټاکي.
له یوې اوږدې زمانې راهیسې د پښتو په نوې شاعرۍ کې هغه شاعران ځانګړی مقام لري چې یوازې موضوعات نه بدلوي، بلکې د ژبې د جوړښت، د لید د زاویې، او د شاعرانه بیان د منطق لپاره نوې لارې پرانیزي چې د بېلګې په توګه مونږ د حمزه شينواري، سعید ګوهر، د اسحاق ننګیال او پیرمحمد کاروان نومونه په دې مورد کې یادولی شو.خو زمونږ په اوس مهالني شعري بهیر کې د تخليقي تجربو ددغه اوښتون مطالعه موږ ته دا توان راکوي چې پوه شو معاصر پښتو شعر څنګه د نړۍ له عمومي ادبي تحول سره اوږه په اوږه روان دی او څنګه د خپل وخت د انسان د فکري او باطني حالتونو لپاره نوی بیان رامنځ ته کوي.
د نړۍ په معاصر شعري تحول کې مطلق یوالی نشته، خو یو غالب تمایل په ښکاره ډول احساسېږي: شعر له لویوروایتونو، ثابتو ماناوو او یوبعدي احساساتو څخه د فردي تجربې، وجودي پوښتنو، تصویرونو او څو پوړيز معناوو لوري ته تللی دی؛ د انسان درونی حالت، د شعور او لاشعور ګډ حضور، او د ژبې د غیر محدود جوړښت منل د معاصر شعر هغه ګډې نښې دي چې په بېلابېلو فرهنګونو کې، که څه هم په متفاوتو بڼو، بیا بیا راڅرګندېږي. دا بدلون د دې ښکارندوی دی چې معاصر شعر د ښکلا تر څنګ د نړۍ د پېچلتیا، د انسان د اضطراب، او د واقعیت د څو اړخیزو لېدونو د بیان دنده هم پر غاړه اخلي.
په معاصر شاعرۍ کې «څو پوړیزوالی» د متن هغه ځانګړتیا ده چې په هغې کې مانا د یوې واحدې سطحې پر ځای د څو اړخیز ماهیت په بڼه څرګندېږي. دا څو اړخیزوالی د شعر د ژبې د غېر محدودې کارونې، د سمبولونو د پېچلتیا، او د استعاري جوړښت له لارې رامنځته کېږي. څو پوړیز شعر په ظاهره کې ساده ښکاري، خو د لوستونکي لپاره د بیا بیا لوستلو په وخت کې نوې ماناوې زېږوي. په دې ډول شعر کې لیدیزتصویر، غږیز ریتم، رواني حالت، فلسفي پوښتنې او ژور کلتوري اشارات ټول په جلا جلا بڼو خپل حضور لري. د څو پوړیزوالي موخه یوازې هنري پېچلتیا نه ده، بلکې دا د انسان د تجربې هغه تل راښکاره کوي چې په یو مستقیم او واحد تعبیر کې نه ځایېږي. په همدې دلیل،د مانا له مخې څو اړخیز شعر د معاصر ادبیاتو یوه مهمه ځانګړنه ګڼل کېږي، ځکه د متن پر سر د مانا د واک انحصار له منځه وړي او لوستونکي ته دا اجازه ورکوي چې د خپل ذهني او عاطفي حالت له مخې له هر اړخ سره یو نوې رابطه ټینګه کړي. د تخلیقي متن دغه څو پوړيزوالی یواځې په مانا پورې محدود نه دی بلکې جوړښت هم په خپل بر کې نیسي چې ورته د تخلیقي تجربې د جوړښت د څو رنګه اصطلاح کارولی شو؛ دغه ادبي بیان هغه وخت رامنځته کېږي چې په یوشاعرانه یا نثري متن کې د بیان او حس بیلا بیل کیفیتونه سره یو ځای شي. دا ډول پنځونه یوازې په مانا ولاړه نه وي؛ بلکې د غږ، ریتم، انځور، فضا، عاطفې، فلسفي تامل، ژبني نوښتونو او د هنري تخیل ګډ ترکیب جوړوي. په دا ډول هنري پدیده کې لوستونکی د یوې واحدې تجربې پر ځای څو بېلابېل حسي او فکري اړخونو ته نظر کوي، لکه د موسیقۍ په جوړښت کې چې بېلابېل سازونه ګډ غږ تولیدوي، خوټول یو واحد هنري جوړښت رامنځ ته کوي. دا ډول بافت لرونکی بیان د معاصر ادب یوه مهمه نښه ګڼل کېږي، ځکه د متن کیفیت بډای کوي، د لوستونکي د ادراک مشارکت زیاتوي او د شاعر یا لیکوال د تخلیقي امکاناتو پراخه ساحه ایجادوي.
د نړۍ په معاصر شاعرۍ کې په اغلب تحلیل یو څرګند تمایل د انسان د داخلي حالت، رواني پیچلتیاوو، او وجودي پوښتنو بیان دی. شعر له خپلو دودیزو چوکاټونو وتلی او د ژبې د جوړښت نامحدود حالت، د استعاراتي سمبولونو او څو پوړیزو مانیزو اوجوړښتیزو بڼو په مرسته د دروني تجربو ژور خو پراخه انعکاس وړاندې کوي. پښتو معاصر شعر هم د دغو نړیوالو تمایلاتو سره په همغږۍ کې خپل بدلونونه تجربه کوي، او له هغو شاعرانو څخه چې په دې بهیر کې فعاله برخه لري یو هم ځوان شاعر وصاف باسط دی.
د وصاف باسط شعرکې د انسان د رواني او وجودي تجربو انعکاس د څو اړخیزو معنوي او فکري لارو له مخې ترسره کېږي. د هغه نظمونه یوازې یو مستقیم احساس یا یوه واحده موضوع نه بیانوي، بلکې په یوه شعري فضا کې د مختلفو فلسفي، رواني، او عاطفي اړخونو ترکیب وړاندې کوي. په دې نظمونو کې د وجودي اضطراب، د ژوند د بېمعنا کېدو، او د فردي تنهائي پوښتنې د متن محور جوړوي، خو په ورته وخت کې د دې پوښتنو انعکاس د مختلفو ابعادو له لارې لوستونکي ته د څو اړخیزو تجربو زمینه برابروي.د نظمونو په جوړښت کې د سمبولونو لکه سایې، قبر، بیابان، او آئينې کارول یوازې د انځور لپاره نه دي؛ دا عناصر د انسان د دروني وېرو، رواني فشار او د ځان د نیمګړتیاو څرګندونه کوي. هر سمبول په متن کې د مختلفو معناوو وړتیا لري، او لوستونکی د متن د مختلفو پوړونو له لارې د شاعر د دروني نړۍ بېلابېل اړخونه تجربه کوي. په دې توګه، نظم د مانا په لحاظ څو اړخیز دی؛ یو اړخ یې د فکري پوښتنو سره تړلې دی، بل یې د رواني حالتونو بیان کوي، او بل د انسان د عاطفي یا روحاني ښکاره کوي.همدارنګه،د ژبې د بیان د وسعت سره یې په شعرونو کې د مانا انعطاف زیات شوی دی. د لوستونکي پام نه یوازې د ساده انځورونو یا بیانیو په لوربلکې د متن د ژور معنوي او رواني جوړښت په لور هم متوجه کېږي. د دې جوړښت په مرسته، شاعر توان لري چې په یوه نظم کې د بېلابېلو احساساتو، پوښتنو، او تجربو ګډ حضور څرګند کړي، پرته له دې چې متن یوازې د یوې سطحې یا یواځې یوه مانا محدود پاتې شي.
«بېآوازۀ چيغې»
زما په سوچونو کې
سپيان نه غپيږي
خو بيا هم زۀ له شوره ډېر وېرېږم
زما په بدن کې خاموشي
تېر کال مړه شوې وه
زما خاموشي د شور له ويرې مړه شوې وه
خو زما اوس هم
نه دي په ياد
چې دا شور د چا ؤ؟
زما؟
که زما د همزاد؟
يا زما د سائې؟
خلګ خو زما په ژوند کې هيڅ کله هم نه ؤ
خو نن بيا ډېره خاموشي ده
بېخي ډېره
دومره
چې شور ئې د اسمان پردې څيرلی شي.
(باسط وصاف، د بیابان په تورماښام کې، ۲۰۲۲م کال، کلاسیک خپرندویه ټولنه، مخ۶۶)
په دې نظم کې شاعر د شور او خاموشۍ د تضاد له لارې هغه داخلي تشنج او رواني فشار
انځوروي چې د انسان په وجود کې د ویرو، شکونو او ناپېژندل شویو احساساتو له امله
رامنځته کېږي. خاموشي دلته یوازې د چوپتیا حالت نه دی، بلکې د شاعر د یوې رواني
تجربې، د ځان له یوې برخې د پرې کېدلو یا د داخلي سکې د یوې نیمې متلاشي بڼې استازیتوب کوي.
په نظم کې د «خاموشۍ مړه کېدل» د یو داسې احساس تمثیل دی چې د شدت (شور) له امله له منځه تللی، خو بیا هم د شاعر په حافظه کې د دې شور سرچینه مبهمه پاتې ده. دا مبهم یاد د نظم د مانا مهم اړخ جوړوي، شعر موږ د شاعر د ذهن د هغو پوړو لور ته بیایي چېرته چې د وېرې، شک، او ځانتهنااشنا کېدو سایه شته، خو د دې سایې اصلي ریښه روښانه نه ده. دلته د «ما»، «همزاد» اوسائې» درېګونی ذکر د ځان د څوګونو هویتونو، رواني ټوټې کېدو او د داخلي نوروخودونو» رمز ښيي.
نظم د دې پوښتنې تر سیوري لاندې حرکت کوي چې د دې شور سرچینه څوک دی ایا هغه خپله شاعر دی، که د هغه د همزاد یوه برخه، که د هغه د سایې هغه نیمه چې تل ورسره ده خو بشپړ نه ښکاري؟ د دې پوښتنو نه ځوابېدنه په شعر کې د مانا څو اړخیزوالی پیاوړی کوي، ځکه لوستونکی هر ځل د شعر له یوې نوې زاویې سره مخ کېږي: یو ځل دا نظم د ځانمره اضطراب په توګه ولولئ، بل ځل دهویت د ټوټې کېدو کیسه، او بل ځل یې د وجودي وېرې او رواني تشنج تمثیل وګورئ.
وروستۍ کرښې چې په کې خاموشي دومره پراخه کېږي چې «شور د اسمان پردې څیرلی شي» د شعر د مانا ژورتیا لا پسې زیاتوي. دلته خاموشي خپله په شور بدلېږي؛ یعنې هغه څه چې نه ښکاري، د هغه اغېز تر هر ښکاره شور ډېر شدید دی. په دې توګه نظم د داخلي احساساتو هغه مرحله انځوروي چې په ظاهرکې چوپتیا ښکاري خو په باطن کې د ټکر، وېرو او تشنج بشپړ طوفان روان وي.
«نیمګړيوجودونه»
زۀ له دې ويړې صحرا نه
خپلې ټولې نښانیانې اخلم
او ځمه
د ښار په لور
چرته چې زما وجود مکملېدی شي
تا زۀ په دغه صحرا کې پرېښودم
او ته هم و ښار ته راغې
آیا تا خپل وجود مکمل کړی؟
زۀ وچاته نارې کړم
تا چیرې پیدا کړم؟
زۀ و یوې ماتې آئينې ته ولاړ یم
او په زرهاوو حصو کې تقسیم یم
زما په خیال
ته هم و دغې آئینې ته ولاړه ئې
راځه چې مونږ خپل ځانونه راټول کړو
او واپس د صحرا په لور روان شو
(باسط وصاف، دبیابان په تور ماښام کې، ۲۰۲۲م کال، کلاسیک خپرندویه ټولنه، مخ۶۳)
دغه شعر په خپل لومړي شکل کې دهویت د تکمیل کیسه وړاندې کوي. صحرا د تنهائي، تشې او د ځان له مرکزي هستۍ د لرې کېدو نښه ده، او ښار د بشپړتیا، تکمیل، او د انساني اړیکو د امکان ځای ګڼل کېږي. خو نظم دا سرچینه له قطعي مانا خالي کوي: هغه څوک چې شاعر پرېښی، زهري شور او درد پرې ورپاتې دی، پخپله هم ښار ته تللی، خو لا هم نیمګړی دی. دلته نظم لوستونکي ته دا پوښتنه وړاندې کوي چې: آیا د وجود تکمیل په حقیقت کې په یوه «مکان» کې ممکن دی؟ که دا یوازې د انسان د دنني بشپړتیا یوه سمبولي پروژه ده؟
دویمه بڼه کې دماتې آئينې د قوي سمبول له لارې د وجود د ټوټې کېدو او نفسياتي تجزیې انځور رامخ ته کوي. شاعر ځان د «زرهاوو حصو» په بڼه ویني، یعنې د هغه هویت نور د یوې واحدې څېرې په توګه نه پاتې کېږي، بلکې متلاشي، مات، او په بېلابېلو ټوټو ویشل شوی دی. په همدې ځای کې نظم خپل څو اړخیز ابعاد روښانه کوي: آئينه یوازې د فزیکي انعکاس وسیله په کې نه ده بلکې د انسان د رواني حالت، د تجربو د ټکر، او د احساساتي ماتېدو د تمثیل یوه پراخه او وسیع استعاره ګرځيږي.
او په درېم حالت کې بیا دغه شعر د اړیکې د دوو اړخونو د ګډې نیمګړتیا خبره کوي.
شاعر یوازې ځان نه یادوي، بلکې مخاطب ته هم دا ټوټې کېدل منسوبوي، او پوښتنه راپورته کوي: «آیا تا خپل وجودمکمل کړی؟». دا پوښتنه نه یوازې عاطفي بُعد لري، بلکې د انساني اړیکو د فلسفي ماهیت پر لور هم اشاره کوي؛ یعنې دوه ناتکمیلې هستۍ شاید د تکمیل لاره یوازې په ګډ حرکت کې پیدا کړي، نه په جلا جلا تکامل کې.د نیمګړي وجودونه د شعر وروستۍ برخه په مانا کې یو ژور تحول رامنځته کوي.
شاعر د ښار د بشپړتیا له مفهوم څخه بیرته صحرا ته د ستنېدو وړاندیز کوي. دلته صحرا نور یوازې د خاليګاه سمبول نه دی؛ دا د هغه اصلي ځای په توګه راڅرګندیږي چې د دواړو د ځان راټولولو، د ماتېدو د منلو، او د ګډې بشپړتیا د امکان ځای ګرځي. په دې توګه نظم د نیمګړتیا د منلو او د ګډ سفر د ارزښت په اړه یو رواني او وجودي تامل وړاندې کوي.
«د بیابان په تور ماښام کې»
زه به تر څو ژاړم
نه پوهیږم
اوس که مړي
تر دېره راته پراته وي
زما یې له بوی څخه
سا تنګي نه کيږي
ما هر رنګه حالات ولیدل
اوس د دهماکې غږ ما نه ویروي
زه د ټشوپېپر رنګه بې مانا
او نازک یم
زه لکه کاغذ ډیر زر اور اخلم
زه لایعني یم
زما له پاره نظمونه نه ژاړي
نه لفظونه چغې راپسې وهي
د بیابان تورې سایې
زما د لاس په لیکو کې ښخې دي
(باسط وصاف، د بیابان په تورماښام کې، ۲۰۲۲م کال، کلاسیک خپرندویه ټولنه، مخ۴۶)
دوصاف باسط دا نظم د multi-textured ځانګړتیاڅرګندوي، ځکه په یوه وخت کې بېلابېل ادبي او شعري ابعادوسره یوځای شوي دي او ددې شعر له پاره یې یو ګڼ اړخیز هویت جوړ کړی دی. په غږیزه برخه کې، د مصرعو تکرار او د لفظونو سندریز بهیر لکه
په«زۀ به تر څو ژاړم / نه پوهېږم»د نظم رواني شدت ته ځواک ورکوي او د لوستونکي د اورېدو تجربه غني کوي. د لیدیز کیفیت له مخې، «د بیابان تورې سائې / زما د لاس په لیکو کې ښخې دي» کرښې پاخه انځورونه جوړوي، چې تورې سائې د ویرې، تنهایی او داخلي کشمکش سمبول دی، او د شاعرد ذهن فضا فزیکي بڼه ترسیم کوي. د رواني حالت په برخه کې لکه «زۀ لکه کاغذ ډېر زر اور اخلم / زۀ لایعني یم» د شاعر د ماتېدو تجربه، اضطراب او د بې وسۍ وضعیت ښايي چې د لوستونکي د متن له لارې لوستونکی د شاعر د داخلي نړۍ درک ته نږدې کوي. د فکري تامل برخه هم په نظم کې څرګنده ده، ځکه شاعر د ژوند، مرګ، ناهیلۍ او وجود د بېمعناۍ په اړه په هر مصرعه فکر کوي، او د «زۀ د ټشو پېپر رنګه بې معنا /او نازک یم» دا ډول مصرعې د شعر فلسفي اړخ نور هم بډایه کوي.همدارنګه، د نظم هنري ریتم د مصرعو په توزیع، د لفظونو انتخاب او د غږونو تکرار له لارې رامنځته شوی، چې د شعر د لوستلو یا په غږ کولو پر مهال د روانې، متحرکې موسیقۍ احساس لېږدوي. دا ټول ابعاد سره یوځای د نظم multi-textured طبیعت ټاکي؛لوستونکی یوازې د یوې واحدې مانا نه، بلکې د غږ، لید، احساس، فکر او ریتم په څوموازي جریانونو کې شریکېږي، چې د معاصر پښتو شعر په تخلیقي ژبه کې د وصاف باسط ځانګړې نښه ده.
د ژبې تولید یوازې د هغې داخلي جوړښت، قواعدو او اصطلاحاتو پورې محدود نه دی؛ بلکې دا د نورو ژبو، فرهنګونو، او د دوی د ادبي ذهنیتونو سره د نزدېکت او مشابهتونو په
رڼا کې هم ارزښت پیدا کوي. د امسټرډام پوهنتون استاد ډاکټرپروفیسر رېنس بوډ په دې اړه ټینګار کوي چې د هرې ژبې ادبي تخلیق باید په دواړو سطحو وکتل شي: لومړی، د ژبې خپل مقامي ځواک او د هغې دننه تخلیقي ظرفیت؛ او دوهم، د نورو ژبو او فرهنګونو سره د اړیکې امکان. د دې تماس له لارې یوه ژبه نه یوازې د خپل هنري بهیر دننه نوښتونه وړاندې کوي، بلکې د نړیوالو ادبي جریانونو سره هم تړاو پیدا کوي، او د متن د څو اړخیزوالي، د احساس، فکر، او ریتم په ګډو موازي جریانونو کې د لوستونکي د ادراک پراخه ساحه رامنځته کوي.
په پښتو معاصر شعر کې، لکه د وصاف باسط نظمونه، موږ دا نظریه په عمل کې وینو. د هغه شعرونه د غږیز کیفیت، لیدیزتصویر، رواني حالت، فلسفي تأمل او هنري ریتم یو جامع ترکیب وړاندې کوي. د بې آوازه چیغې، نیمګړي وجودونه، او د بیابان په تور ماښام کې نظمونه نه یوازې د شعوري اولاشعوري تجربو انعکاس دي، بلکې د نړیوال ادبي تمایلاتو سره هم مطابقت لري. د څوپوړیزوالي (multi-layered) او څو جوړښتیزوالي (multi-textured) دغه ځانګړتیاوې د پښتو شاعرۍ لپاره داسې مثال وړاندې کوي چې نه یوازې د ژبې د داخلي نوښت نمایندګي کوي، بلکې د بینالمللي ادبي اړیکو لپاره هم یو وړاندیز بلل کېږي.د رېنس بوډ لید په دې اړه واضحه ده.
د ژبې مقامیت د هغې د تخلیقي تولید د کیفیت د تضمین لپاره مهم دی، خو د نورو فرهنګونو او ژبو سره د مشترک ذهنیت او د ادبي تعامل پوهاوی د دې تولید د نړیوال ارزښت لپاره حیاتي دی. دا معنا لري چې د پښتو معاصر شعر یوازې د خپلې ژبې دننه نه، بلکې د نړیوالو ادبي تجربو په رڼا کې هم د اعتبار وړ دی. د وصاف باسط شعرونه، د خپلې multi-textured بڼې له لارې، د پښتو ژبې د محلي ځانګړتیاوو او د نړۍ د ادبي جریانونو ترمنځ د پل جوړونې یو غوره مثال وړاندې کوي، او ښيي چې د ژبې د تولید هنر نه یوازې د مقامي خلاقیت اندازه ده، بلکې د نړیوالو فرهنګي او ادبي همغږیو یوه برخه هم ګڼل کېږي. په دې ډول، د پښتو معاصر شاعرۍ مطالعه د ژبې د هنري ظرفیت پراخوالي، د انسان د رواني او فلسفي پوښتنو د انعکاس، او د نړیوال ادبي تعامل په درک کې د علمي او تخلیقي دواړو ساحو لپاره نوې تجربې وړاندې کوي. دا یوه ثابته نښه ده چې معاصر ادب کولای شي د ژبې او فرهنګ د ځانګړتیاو په ساتنه کې نړیواله پیژندنه هم ترلاسه کړي.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.