د امریکا بېلابېلو ولسمشرانو په بېلابېلو وختونو کې خپل پوځونه د نړۍ ګڼو هېوادونو ته په دې نیت لېږلي، چې همالته د دوی په باور دیکتاتور حاکمان له قدرت نه څنډې ته کړي؛ د یادو هڅو د بریالیتوب اړوند که څه هم نظرونه وېشلي، خو رښتیا خبره داده چې پوه شو:
کوم څوک بریالیتوب څه ډول تعریفوي؟
متحده ایالتونو او اسرائیلو له هماغو لومړیو نه په ښکاره ویلي، چې له ایران سره له جګړې نه څه موخه لري:
له تهران نه نه باید نور هیڅ نظامي یا هستوي ګواښ رامېنځته او د اخوندانو ـ اوسنی کمزوری شوی حکومت دې له واک نه لاس واخلي؛ که ځیر شو، نو:
د نړۍ هیڅ کوم بل هېواد د امریکا د متحده ایالتونو غوندې د رژیمونو د بدلون په نوم د عملیاتو په ترسراوي کې تجربه نه لري؛ د یوې څېړنې پر بنسټ امریکا یوازې د سړې جګړې پر مهال ـ ۱۹۴۷ نه تر ۱۹۸۹ زېږدیزو کلونو پورې د نړۍ په ۷۲ هېوادونو کې د قدرت د توازن او یا خپلو ګټو لپاره نظامي او یا استخباراتي عملیات کړي؛ د بېلګې په توګه:
په ۱۹۵۳ زېږدیز کال کې CIA د برېتانیا له استخباراتي سازمان ـ MI6 سره په ګډه وتوانېده، چې د ایران د وخت لومړی وزیر ـ محمد مصدق ګوښه کړي؛ خو پایله یې دا شوه، چې محمد رضا شاه په خورا بې درېغه ډول پخپل اولس او نړۍ کې د امریکا د لاسپوڅي په نوم وپېژندلی او آخر یې په ۱۹۷۹ زېږدیز کې دولت سقوط هم وکړ؛ کوم تیوکراتیک دولت چې له هغه وروسته رامېنځته شو، اوس امریکا او د یاد هېواد متحدینو ته په یو سرخوږي اوښتی؛ نو له همدې امله ویل کېدای شي:
چې که چېرته آن د یوه رژیم د بدلولو عملیات په لنډمهال کې بریالي وبلل شي، ښایي په اوږدمهال کې یوه لویه او نوې ستونزه وزېږوي.
په لاندې ډول د رژیمونو د بدلولو لپاره د امریکا د ځینو ښکاره او یا مخفي عملیاتو څو بېلګې لولو:
۱ـ لیبیا ـ ۲۰۱۱:
د ۲۰۱۱ زېږدیز کال په پسرلي کې چې کله عرب پسرلي د افریقا شمال کې د سیاسي بدلونونو هیله راوټوکوله، په لیبیا کې هم د یاد هېواد د حاکم ـ معمر القذافي پر وړاندې مقاومت راپیل شو؛ د بارک اوباما تر ولسمشرۍ لاندې د امریکا متحده ایالتونو ډېر ژر دده د مخالفینو ـ ملي انتقالي شورا ملاتړ اعلان او له فرانسې او برېتانیا سره یو ځای یې د Unified Protector تر نامه لاندې پر لیبیا هوایي بریدونه وکړل؛ د همدې ۲۰۱۱ زېږدیز کال په اوکتوبر میاشت کې یوې امریکایۍ بې پیلوټه او یوې فرانسوۍ جیټ الوتکې د قذافي کاروان تر برید لاندې راووست او بیا هغه وو، چې قذافي را پیدا او د ملي انتقالي شورا ځواکونو وواژه.
نږدې ۱۵ کاله وروسته لیبیا لا هم له سیاسي اړخه له سختې بې ثباتۍ او بې اتفاقۍ نه ځورېږي.
۲ـ عراق ـ ۲۰۰۳:
د صدام حسین له څنډې ته کولو څو اوونۍ وروسته ـ د ۲۰۰۳ زېږدیز کال د می میاشتې په لومړۍ نېټه د امریکا د وخت ولسمشر جورج ډبلیو بوش د عراق جګړه پای ته رسېدلې اعلان کړه، ده ووېل:
له دیکتاتورۍ نه دیموکراسۍ ته یون که څه هم وخت نیسي، خو دغه یون د هر ډول هڅې ارزښت لري؛ زموږ ائتلاف به تر هغې پورې پر خپل ځای پاتې وي، چې کله مو کار پای ته رسېږي؛ وروسته به موږ ولاړ شو او تاسو ته به یو خپلواک عراق پرېږدو.
خو که وګورو، نو:
نه د اشغال او نه هم له هغه نه وروسته سوله او ثبات وموندل شو؛ دولتي ادارې کمزورې او ایران پکښې له داسې شیعه ډلو ـ ټپلو نه ملاتړ وکړ، چې له سني هغو سره په خورا سختو جګړو واووښتې؛ د قدرت دې خلأ کې داعش په یو ځواکمن لوبغاړي بدل او په عراق سربېره یې سوریه او نږدې ټوله سیمه د بې ثباتۍ لمن ته ور ټېل وهله.
د امریکایي تاریخپوه ـ جوزف سټیب په خبره:
امریکایان هاغه مهال پر دې فرضیه تېر وتل، چې دیموکراتیک ارزښتونه به په طبیعي ډول ورو ورو غالبېږي… .
۳ـ افغانستان ـ ۲۰۰۱:
د رژیم د بدلون یوه بله جګړه هم په جورج ډبلیو بوش پورې اړه لري؛ د ۲۰۰۱ زېږدیز کال د سپټمبر د ۱۱مې له بریدونو نه څلور اوونۍ وروسته د امریکا پوځ په افغانستان کې د Enduring Freedom تر نامه لاندې عملیات پیل کړل؛
امارت خورا ژر سقوط وکړ او یوی نوی دولت تاسیس شو.
کله چې نړیوالو ځواکونو او له هغوی نه آلماني سرتېرو په ۲۰۱۴ زېږدیز کال کې خپل نظامي حضور راکم کړ، طالبانو ورو ورو بېرته قدرت ترلاسه کړ؛ بریدونه ډېر او د ملي یووالي حکومت کمزوری شو؛ ډونالډ ټرمپ د ولسمشرۍ د لومړۍ دورې په آخرني کال کې له طالبانو سره د امریکایي ځواکونو د وتلو یو تړون لاسلیک او د تړون له مخې طالبانو پر امریکایي ځواکونو له برید کولو نه لاس واخیست؛ وروسته د جو بایډن د ولسمشرۍ پر مهال ـ ۲۰۲۱ زېږدیز کې امریکایي ځواکونه له افغانستان نه په بشپړه ډول ووتل او سیاسي نظام بیاځلې هاغه نظام شو، کوم چې د امریکا د ۲۰۰۱ زېږدیز کال له برید نه وړاندې رامېنځته شوی وو.
۴ـ پاناما ـ ۱۹۸۹:
د ۱۹۸۰ یمې لسیزې پر مهال په پاناما کې د مانویل نوریګا په نوم یوه دیکتاتور حکومت کاوه؛ دی که څه هم کلونه کلونه د CIA د مرستو په سر کې وو، خو د ایران ـ کنترا په رسوایي کې د متحده ایالتونو لپاره په یوه ستونزه واووښت.
دده د حکومت پر مهال پاناما د نشه یي توکو د قاچاقبرو پر مرکز بدل شوی وو او پر دې سربېره له امریکا سره دا وېره وه چې:
د پانامې کانال د انکشاف طرح کې کوم رول ونه لري.
د ۱۹۸۹ زېږدیز کال د می میاشت د ولسمشرۍ ټاکنو کې د نوریګا مخالف سیاستوال ـ ګی یر مو اندارا بریالی شو، خو ده پایلې ونه منلې؛ همهاغه کال اختلافات اوج ته ورسېدل او بیا په ډسمبر کې د امریکا ولسمشر ـ جورج ډبلیو بوش د نوریګا د ګوښه کولو په نیت د Just Cause په نوم نظامي عملیات هم پیل کړل.
د ډسمبر په ۲۰مه نېټه اندارا د ولسمشر په توګه انتخاب او دوې اوونۍ وروسته نوریګا تسلیم شو؛ وروسته نوریګا د خپل محکومیت وختونه په امریکا، فرانسه او پاناما کې تېر کړل او په ۲۰۱۷ زېږدیز کې ومړ؛ خو د امریکا له لوري:
د یادو نظامي عملیاتو مصارف ۳۳۱ میلیون ډالره اعلان شول.
۵ـ ګراناډا ـ ۱۹۸۳:
له ۱۹۷۹ زېږدیز کال نه را وروسته د ګراناډا وړوکی هېواد په خورا هېښوونکي ډول شوروي اتحاد ته نږدې شوی وو؛ خو کله چې د وخت لومړي وزیر ـ موریس بیشاپ هڅه وکړه، امریکا آرامه کړي، نظامي ځواکونو یې له واک نه ګوښه او آن وواژه.
دغه مهال د امریکا ولسمشر ـ رونالډ ریګان د نظامي برید امر هم ورکړ، خو دغه اقدام یې د برېتانیا له شدید مخالفت سره مخ شو؛ ځکه ګراناډا د مشترک المنافع هېوادونو غړی او د برېتانیا د نفوذ حوزه کې ګڼل کېده.
۶ـ دومینیکن جمهوریت ـ ۱۹۶۵:
کله چې په ۱۹۶۵ زېږدیز کال کې له څو کودتاګانو وروسته دومینیکن جمهوریت د کورنۍ جګړې درشل کې وو، د متحده ایالتونو ولسمشر ـ لیندون بی. جانسن پرې د برید امر وکړ؛ که په رسمي ډول ددغه برید موخه همالته د امریکایانو خوندیتوب ښودل شوی، نو په نارسمي ډول امریکا غوښتل:
د سړې جګړې اوږدو کې امریکا ته نږدې د یوه بل کیوبایي دولت د رامېنځته کېدلو مخنیوی وکړي… .
۷ـ یو ځانګړی هېواد ـ وینزویلا:
د رژیم د بدلون وروستۍ بېلګه هغومره نوې ده، چې تر اوسه یې لا نهایي ارزونه نه شي کېدلای؛ ډونالډ ټرمپ د ۲۰۲۶ زېږدیز کال د جنوري لومړیو کې د وینزویلا د ولسمشر ـ نیکولاس مادورو د اختطاف امر وکړ او اوس به په نیویارک کې د نارکو تروریزم پر تور محاکمه کېږي.
که څه هم دده مرستیاله ـ دلسي رودریګز د مادورو د حکومت یوه برخه او دمګړۍ دا د هېواد چارې سمبالوي، خو ټرمپ ویلي:
چې له دې سره به همکاري کوي او په بدل کې به یې د یاد هېواد ټولو نفتي سرچینو ته لاس خلاص وي.
په ورته وخت کې د ۲۰۲۵ زېږدیز کال د نوبل د سولې جایزې ګټونکې او د ټرمپ ملاتړې ـ ماریا کورینا ماچادو اعلان کړی چې:
وینزویلا ته ځي او غواړي، هېواد کې دیموکراسي ته لار پرانیزي.
خو د امریکا له مداخلې نه دوې میاشتې وروسته لا هم نامعلومه ده، چې د وینزویلا سیاسی راتلونکې به پر کومه خوا سمېږي؟
د سی ای ای له لوري د ایران د ۱۹۵۳ ز کال د رژیم بدلولو بریالۍ هڅه
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
Comments are closed.