د گمارنې پروسو کې د ګډون وضعیت

بریال حبیبي

53
د ملګرو ملتونو د پراختیایي پروګرام د ۲۰۲۳- ۲۰۲۴ کال د اقتصادي او معیشتي راپور له مخې افغانستان کې که د کار نشتون ګڼ نور لاملونه لري، نو یو عمده لامل یې دا هم دی چې د کار له بازار سره زموږ زده کړې/ مهارتونه تناسب نه لري؛
د همدې تناسب موندلو لپاره که د پوهنې وزارت او د تخنیکي او مسلکي زده کړو اداره خپل خپل فعالیتونه لري؛ نو د لوړو زده کړو وزارت په چوکاټ کې ورته د لوړو زده کړو پراختیایي پروګرام، د څانګو او پوهنځیو یو کلنه او پینځه کلنه ارزونه او ګڼې نورې برنامې په پام کې نیولې شوې دي؛ دا چې د پورتنیو فعالیتونو مؤثریت به څومره وي، بېل بحث ته اړتیا لري؛ خو که فرض کړو:
کوم کس کې چې د کار له بازار سره متناسبې زده کړې او مهارتونه شته، بېلاېبلو اداراتو کې کلونه کلونه کاري تجربه لري او بیا هم د  ګمارنې له پروسې نه په یو ډول نه یو ډول حذف او یا دنده نه شي ترلاسه کولای، لاملونه یې څه کېدلای شي؟ دلته پر همدې موضوع بحث کوو.
د روان ۲۰۲۵ زېږدیز کال د ډیسمبر میاشت کې د همدغه کال د تر ډیسمبر د وړاندې دریو میاشتو په اوږدو کې د کار غوښتونکو لپاره یو داسې پوښتنلیک چمتو کړل شو، تر څو د هغوی د نوم لیکنې، شارت لېست، ازموینې، دندې د پیل او نورو ځانکړنو او کړنو په اړه معلومات را ټول او پرې اغېزمن عوامل وڅېړل شي.
پوښتنلیک پینځلس پوښتنې لرلې او په ټوله کې ۲۵۰ کسانو ورته په حضوري او یا آنلاین بڼه د هېواد له ۲۰ ولایتونو نه ځوابونه وویل، چې نچوړ به یې د ځله پرلپسې پوښتنو پر بنسټ وړاندې کېږي؛ خو پاتې دې نه وي چې څرنګه دمګړۍ هېواد کې مېرمنې د ګمارنې اړوند پروسو کې په نشت حساب دي، نو ځکه ګډونوال ټول نارینه او له هغوی نه یې:
۰ سلنه دوولسم پاسان، ۱۲ سلنه څوارلسم/ پینځلسم پاسان، ۸۴ سلنه یې لېسانس، ۴ سلنه یې ماسټر او ۰ هغه یې دوکتوران وو.
د ګډونوالو د ځوابونو له مخې له هماغو ۲۵۰ کسانو نه ۹۲ سلنه یې تېرو دریو میاشتو کې په داسې حال کې دندو ته نوم لیکنې کړې وې، چې پاتې ۸ یې د نوم لیکنې په پروسې هیڅ باور نه درلود؛ ددې پوښتنې چې:
په تېرو دریو میاشتو کې مو څومره دندو ته په حضوري او یا آنلاین بڼه نوم لیکنه کړې؟
ځواب کې راته وویلي شول چې:
۱ـ ۶۰ سلنو یې له ۱- ۱۰ دندو ته؛
۲ـ ۱۹ سلنو یې له ۱۱- ۳۰ دندو ته؛
۳ـ ۴ سلنو یې له ۳۱- ۵۰ دندو ته او
۴ـ ۱۷ سلنو یې له ۵۱ نه ډېرو ته.
خو ددې نوم لیکنو او د دندې د پیل ترمېنځ واټن هغه مهال ښه ترا را څرګند شو، چې موږ له نوم لیکنې وروسته له دوی نه د شارت لېستونو او ازموینو په اړه ځوابونه واورېدل؛ د کار غوښتونکو د ځوابونو پر بنسټ د دوی له دریو نه څه باندې یوه یا ۳۶ سلنه یې شارت لېست او د ازموینې ګډونوال شوي دي؛ خو معلومات هالته خورا هېښوونکی کېږي، چې په ټولییز ډول له هماغه ۳۶ سلنو یې ۱۲ سلنه بریالي او دندې یې بیا یوازې ۸ سلنه را پیلوي.
هغوی چې تر ازموینې وړاندې پروسه او یا ازموینه کې پاتې او یا تر بریالیتوب وروسته یې دنده پیل نه کړلای شوه، لاملونه هم ښودلي؛ د دوی په باور ددې چارې لاملونه په لاندې ډول وو:
۱ـ د ګمارنې اړوند پروسه کې تر ۱۲ سلنه پورې د حکومتي چارواکو مستقیمه مداخله؛
۲ـ ۶۸ سلنه یې توپیري چلند او یا داسې اړیکې چې یوازې د تمویلوونکو او… د تېر ایستلو لپاره بستونه اعلان، خو د پام وړ کس وړاندې له وړاندې استخدام شوی وي؛
۳ـ ۴ سلنه یې رشوت او بډي؛
۴ـ او پاتې ۸ او ۸ سلنه د کار غوښتونکو هغه فردي عوامل وو چې ښایي د هغې ډلې حیلو ته اسلامي او وجداني ځواب وي، چې نن سبا عامه اصطلاح ګرځېدلې او وایي:
((خدای ته هم بې واسطې نه شې ورتللای!))
خو د پورتنیو برعکس ځینو (لومړي او دویمي ۸ سلنو) د لوی څښتن تعالی دې امر ته په پام چې حق العباد مراعات کړئ، په ډاډه زړه لیکلي چې:
یا رقابت/ سیالۍ کې پاتې راغلي او یا یې لازم چمتووالی نه درلود؛ ښایي ستاسو سره هم دا پوښتنه مطرح وي، چې دوی پورتنۍ پروسې کومو اداراتو کې طی کړې دي؟
لکه څرنګه چې له یوې خوا دولت او خلک:
((فلسفه د پوهنتون په دې وه چې دوی به لاړ شې ادارې ته، دوی به مامورین شي. په داسې حال کې چې باید فلسفه د پوهنتون په دې بدله شي چې دوی څنګه اقتصادي وده راولي؟ او دولتي خدمات څرنګه په مؤثرترینه توګه دوی اجراء کوي، نه دا چې دوی په یو فشار باندې بدل شي چې هره ورځ د مامورینو تعداد ډېر شي. او بل واقعاً څه رقم ظرفیت په کار دی؟))
دا ستونزه لري، نو له بلې خوا اوسنيو محدودیتونو ته په کتو په دولتي اداراتو کې د عامو خلکو دنده لرل زموږ د پوښتنلیک له مخې ۴ سلنو ته را رسېدلې، خصوصي سکتور یې په نشت حساب او انجوګانې/ داخلي مؤسسان او نړیوال بنسټونه یې بیا په ترتیب سره ۴۴ او ۴۸ سلنه دي؛ خو دلته د پام وړ یو مهم ټکی دا دی:
چې تر ۴ سلنو زموږ ځینې کار غوښتونکي داسې هم وو، چې یا یې له کوره دندې پر مخ وړې او یا یې سوداګریو ته مخه کړې وه.

 

د وطن یوه ارزښتمنه، خو هېره څنډه‎

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.