۷۰ کلن خدا داد ووېل:
۱۵ ـ ۱۶ کاله مخکې به موږ عقرب و قوس میاشتو کې سمڅو ته تللو، ټول کلی همالته بارېده او بیا به ثور و جوزا کې بېرته خپلو مېنو ته راګرځېدو؛ هغه وخت غنم نه رسېدل او ژوند مو یې په پېرلو تېراوه؛ خو تر غنمو سبزیجاتو ډېر ارزښت درلود او وچېدل به؛ اوس چې هاغسې بارانونه او واورې نشته، غنم هم کرلی شو؛ خو سږ کال ـ ۱۴۰۵ کې مو د وچکالي له امله آن للمي هم ونه کرلی شول؛ دلته لوبیا کېږي، سبزیجات او رشقه کرلی شو، خو لکه چې تاسو یې نوم اورېدلی، کچالو یې خورا مشهوره شوي…؛
همکار مو ـ نوري ترې وپوښتل:
تا سږ کال کچالو کرلي وو؟
ـ هو!
ـ کچالوو سره هم وړاندې خلک هیڅ بلد نه وو، ښه حاصلات یې ترې نه شوای اخیستلای؛ دلته چې د هوا درجه له ۱۲ تر ۲۵ شي، کچالو ښه حاصل ورکوي؛
ما ۳۰۰ منه وکرل، نږدې ۲۰۰۰ منه شول.
ـ ما اورېدلي چې ستاسو سیمه کې تور کچالو هم کرلي شوي؟
ـ هو، تخم یې امریکایي دی؛ خو لا ډېر عام نه دي، له بامیانو نه دلته راوړلی شوی، تر دغه ځای هلته او په بهسودو کې ډېر کرلي شوي.
ـ د هغو قېمت څرنګه دی؟
ـ تخم یې من تقریبا له ۱۲۰۰ تر ۱۴۰۰ افغانیو پورې دی او بازار کې له ۳۰۰ تر ۴۰۰ خرڅېږي؛ خو پلور یې لکه د نورو هغسې نه دی، ددغه ځای سپین و سره که ۲۰ موټره بازار ته یووړل شي، په یوه ورځ کې خرڅېږي؛ خو هغه له یوې خوا قېمته دي او له بلې خوا ویلي کېږي چې درملو کې ترې ګټه اخلي؛
هغه کچالو د شکرې د ناروغانو لپاره ډېر ښه دي…؛
ـ تا ووېل: سره او سپین کچالو ښه خرڅېږي، لامل یې څه دی؟
ـ ددغه ځای کچالو غټ دي، ژر خرابېږي نه او غوړ ډېر نه کشوي، د چیپسو والا یې ښه اخلي؛ په خوند کې هم د نورو ځایونو تر هغو ډېر ښه دي.
ـ تاسي یې تر بازاره وړئ؟
ـ هو، خو سوداګر یې دلته هم راځي.
ـ له کومو ځایونو نه؟
ـ له غزني او کابل نه…!
یوه بل همکار ـ فیضي ترې وپوښتل:
اوس خو مو لارې هم خورا ډېرې خرابې شوې؟
ویې ویل:
هو، اوس یوازې د وردګو لاره لږه ښه ده؛ په هغه بله لاره د شرکتونو موټر ډبرې وړي، هغوی ډېره خرابه کړه؛
تاسو هم چې کله ځئ او یا راځئ، د شپې خو په هیڅ صورت حرکت ونه کړئ؛ تر اولسوالي لاندې آن تر اجرستان پورې دغه سیمه ټوله دښته ده، دلته په ورځو ورځو هیڅ بنیادم نه پیدا کېږي، لکه ورځ چې دې پسې واخلي، ولاړ شې، ولاړ شې، خو چې ګورې بېرته هماغه ځای ته راګرځېدلی یې؟
ـ سمه ده ان شاءالله، تاسو د کانونو وویل:
د څه شي کانونه فعلا استخراجېږي؟
ـ فعلاً د ګچ (د ورځې تقریبا ۵۰ لارۍ)، مرمر و ګرانیت ډبرې وړي؛ خو موږ چې خبر شوي یو، یوازې ددغه ځای (ناور/ ناهور) لیتیم د سعودي عربستان له نفتو سره برابر دي.
ـ د لارې د جوړېدلو لپاره مو کوم وړاندیز ونه کړ؟
ـ ډېر مخکې مو وکړ، خو راته وویلي شول چې اوس زموږ ټول تمرکز پر لویو لارو دی؛ کله چې هغه ورغېدې، بیا به یې ګورو….
خدا داد او دری نور کلیوال زموږ سره یو ځای د کربلایي محمد مېلمانه وو، ښوروا یې تیاره کړې وه؛ چې دا مو نوش جان کړه، امیري ووېل:
تاسو او ډېرو نورو خلکو راته ووېل چې:
اوس وچکالي ډېره ده، نو کوچیان به هم کم شوي وي؟
ـ نه، اوس خو تر پخوا لس برابره ډېر شوي؛ پخوا ډېر کم وو، هاغه به راتلل، چې میل – وسلې یې درلودې؛ اوس ټول راځي؛ داسې فرض کړه، چې د غزني په شمول د نولسو اولسوالیو ټول زده کوونکي په یوه ورځ مرکز ته د کانکور د ازموینې لپاره راشي، نو څه حال به یې وي؟
دلته هم همدا کیسه ده؛ پر دې سربېره کاشکې دوی زموږ د پټیو څه ناڅه خیال ساتلی، هماغه هم نه ساتي او وچکالي:
د وچکالي خو پوښتنه مه کوه، د توپ حوزه یې ښه مثال کېدلای شي؛ هلته مخکې تقرېباً پینځلس سوه کورنیو ژوند کاوه؛ خو ته پوهېږې، اوس څو ته رارسېدلې؟
دوه سوه ته!
اقتصادي، اجتماعي او… وضعیت که هر رنګه وي، وي به؛ خو که ماخستن شي او تاسو له کوټې نه راووځئ، نو د ښار تر رڼاګانو به خورا ډېر سکون ومومئ؛ نه غږ شته او نه شور، نه ګڼه ګوڼه، نه دود و ګردونه، نه تلوار او نه مصروفیتونه…؛ که آسمان ته وګورې، فکر به وکړې، چې آسمان رانږدې شوی او زړه به دې وغواړي چې ستورو او سپوږمۍ ته غېږه ورکړې.
که مازدیګر د بادونو او یخ وزر غوړېږي، نو د سهار لمر څړیکه یې بیا خورا ژر ور ټولوي؛ سهار وختي ډېر یخ وي، خو چې وطني کوچ او یا د غوا غوړي او شیر چای ورته وخوړلي شي، ښایي تاسو هم لکه د ناور بوټ بټه، چې سهار له لمرختلو سره سم غرونو ته خېژي، یخې هوا ته هغومره پام ونه کړئ.
دلته د یوې لوړې غونډۍ پر سر د کافر قلعه په نوم په غالب ګومان د یوې برجورې کلا یو برج هم پاتې شوی؛ آغا صېب مو موټر ودراوه، وېل یې:
کلونه وړاندې خلک راتلل او کیندنې به یې کولې؛ اوس هم راځي، خو ډېر په پټه؛ ویلي کېږي:
دلته خورا ډېر لرغوني او ارزښتمن آثار پیدا کېدلی شي.
تر دې کلا چې جنوب لوېدیځ پلو لږ ډېر ور تېر شئ، د دهن یخشي په نوم یوه کلي د رود له اوبو نه برېښنا هم جوړه کړې؛ دا پروژه کلونه وړاندې ملي پیوستون برنامه کې د کلیوالو په لس سلنه مرسته په اوو لکو افغانیو رغېدلې؛ هماغه مهال یې نږدې پینځه اویا کورنیو ته برېښنا ورکوله، خو اوس همدې کلي کې پینځه ویشت کورونه پاتې او دوی لکه د لومړنیو کلونو غوندې اوس هم له دې برېښنا نه یوازې د څراغونو لپاره ګټه اخلي؛
د ځای ساتنه په ورځني ډول د ټولو کلیوالو ترمېنځ وېشله شوې او که چېرته کومه خرابې پېښېږي، کلیوال یې په ګډه مصارف پرې کوي؛ خو دا برېښنا یوازې په ژمي او شپه کې وي، ځکه که توربین ډېر چلېږي، نو بیا یې مصارف و خرابۍ هم ډېرېږي؛ همداسې په اوړي کې اوبه د یو و بل کلی، پټیو ته بیایي او طبعاً هغومره نه وي چې برېښنا تولید کړي؛
که څه هم اوس لا اورښتونه نه دي شوي، خو رودونو کې اوبه شته او که یې کلیوال د څښاک او کورني مصرف لپاره کاروي، نو هلته و دلته پرې کوترې، زاڼې، هیلۍ او… مارغان هم ښکته و پورته کېږي؛ دغو مارغانو د خوشحال بابا هغه بیت را یاد کړ چې:
یو د یار شونډې خوږې دي
بل مزه غـــوښه د ښکار کا
ښکار امکان نه درلود او له یار نه هم ډېر لرې وم؛ بس جېب ته مې لاس کړ، موبایل مې راوکېښ، ما وېل راځه:
زنګ هم بد نه دی!
Comments are closed.