نوې کاري اخلاق: د نننیو کارکوونکو پنځه مهمې او ارزښتمنې ځانګړنې

ژباړه او نچوړ: نصيراحمد څپاند

66

«نوې کاري اخلاق: د نننیو کارکوونکو پنځه مهمې او ارزښتمنې ځانګړنې»

لیکوال: کینټ انګل – د ساؤت‌ایسټرن پوهنتون رئیس
ژباړه او نچوړ: نصيراحمد څپاند

ګرانو لوستونکو!
د ښاغلي کینت اېنګل، د ساوت‌اېسټرن پوهنتون د رئیس، دا د نوې کاري اخلاقو په اړه لیکنه ډېره مهمه او ارزښتناکه ده. لیکنه نسبتاً اوږده ده، نو ما غوښتل چې د هغې مهم ټکي او نچوړ ستاسو مخې ته وړاندې کړم، څو تاسې وکولای شئ په ورځني کاري چاپېریال کې ترې ګټه واخلی.
د کار نړۍ په دوامداره توګه بدلېږي؛ ټکنالوژي، د خلکو تمې او د تولید نوې ماناوې هره ورځ د کار چاپېریال بدلوي. خو یوه خبره همداسې پاتې ده: کارکوونکي هغه کسان غواړي چې قوي کاري اخلاق ولري.
شاید دا اخلاق نور د دې مانا ونه لري چې څوک تر ټولو مخکې راشي او تر ټولو وروسته ولاړ شي، خو ارزښت یې نه دی کم شوی. په ځانګړي ډول نن چې ډېر خلک له لرې یا ګډ(په مشترک) ډول کار کوي، د کار کولو طرز او عادتونه نور هم روښانه کېږي.
ښاغلی وايي د پوهنتون د رئیس په توګه زه له زده‌کوونکو او د هغوی له راتلونکو کارکوونکو سره په دوامداره توګه تعامل لرم. هره ورځ وینم چې کومې ځانګړنې د ګمارنې پرېکړې بدلوي او د یو کس اوږدمهاله بریا تضمینوي. د بېلابېلو سکتورونو کاروونې ته په کتو، دا ۵ ځانګړنې تر ټولو زیات د قوي کاري اخلاق نښه ده.
۱. د باور وړ اوسېدل لا هم مهم دي
باوروالتیا ممکن ډېره ساده ښکاره شي، خو په هر کار ځای کې تر ټولو ارزښتناکه ځانګړنه ده. دا مانا لري:
هغه کار چې ژمنه یې کړې وي پر وخت ترسره کول
د پای‌موختې یا دندو پوره کول بې له دې چې څوک یادونه درته وکړي
په لویو او وړو ټولو کارونو کې د اعتماد وړ اوسېدل
په لرې یا ګډ کار کې، چې خلک یو بل کم ویني، باوروالتیا لا ضروري کېږي. دا د ټیم ترمنځ باور جوړوي او نور خلک ډاډه وي چې ته کار په ښه توګه ترسره کوې.
شهرت د باور وړ کېدو په لوړ غږ نه جوړېږي—ورو، په خاموشۍ او د وخت په تېرېدو سره رامنځته کېږي، او پایله یې دا وي چې خلک غواړي له تا سره کار وکړي.
۲. نوښت او ځان سنبالول تر پخوا زیات ارزښت لري
ننني کارګمارونکي هڅه کوي داسې کسان وګماري چې یوازې د وظیفې د لیدو په انتظار نه وي، بلکې پخپله کار پېل کړي.
نوښت داسې ښکاري:
یوه ستونزه یا نیمګړتیا په خپله درک کول او حل یې وړاندیزول
کله چې ټیم مصروف وي، له نورو سره مرسته کول
یو کار ترسره کول، که څه هم رسمي دنده دې نه وي، خو اړتیا ورته موجوده وي
دا ډول چلند دا ښيي چې ته د پرمختګ فکر لرې او غواړي نور هم وده وکړي. ډېری مدیران دا ځانګړنه د لوړ ظرفیت لرونکو کارکوونکو په توګه یادوي.
۳. د کار تر پایه رسول؛ د صداقت څرګندونه ده
په ننني چټک کاري چاپېریال کې، چاته رسېدلی کار نیمه پرېښودل ډېر تاواني وي. له همدې امله د کار بشپړول د صداقت نښه ده.
دا یوازې د دندې پای ته رسول نه دي، بلکې:
ژمنې پوره کول
د وظیفې د جزئیاتو خیال ساتل
د مسؤلیت قبلول، حتی که څوک درته نه ګوري
کله چې خلک پوه شي چې ته هر کار تر پایه رسوې، په تا باور پیدا کوي—او باور د ټیم تر ټولو ستره پانګه ده.
۴. د ځان اداره کول اړین دي
نن ډېر کارونه خپلواک دي؛ مدیران نه شي کولی هره شېبه په یو کارکوونکي نظر وساتي. له همدې امله خپل نظم، وخت مدیریت او تمرکز د کاري اخلاقو مهمه برخه ده.
د ځان اداره کول داسې ښکاري:
د وخت سم وېش
د مهمو کارونو لومړیتوب ټاکل
بې له یادونې مسؤلیت اخیستل
منظم پاتې کېدل
په لرې کار کې دا ځانګړنه تر ټولو مهمه ده، ځکه خلکو ته ستا د کار کیفیت یوازې ستا په نظم او پایلو ښکاري.
۵. د ودې ذهنیت یا (Growth Mindset) توپیر جوړوي
کار یواځې د هڅې خبره نه ده، بلکې د دې چې ته څنګه له نوو شیانو سره مخ کېږې او څومره د زده‌کړې اراده لرې.
د ودې ذهنیت لرونکي کسان:
پر ځان نیوکه مني
د نوو مهارتونو زده‌کړه غواړي
د ناکامۍ څخه نه وېرېږي
د بدلون سره ژر ځان عیاروي
دا ځانګړنه د یو کس مسلکي ژوند ژر جَل کوي، اړیکې یې قوي کوي او د باور وړ شخصیت ترې جوړوي.
پايله کې ويلې شو که څه هم د قوي کاري اخلاقی مفهوم د پخوا په څېر نه دی، خو ارزښت یې ډېر زیات شوی. نن په اسانه معلومېږي چې څوک رښتیا کار کوي او څوک یوازې ځان ښکاره کوي.
دا پنځه ځانګړنې—باوروالتیا، نوښت، د کار بشپړول، ځان‌سنجونه (Self-management) او د ودې ذهنیت—هغه څرګندې نښې دي چې یو کس هر ځای کې ارزښت زیاتولی شي.
مهمې اصطلاحګاني
د پای موختې:(باوري پایله / کره نتیجه / ډاډمن انجام)
زرجل: (چالاک، تیز، خوځنده، )
باوروالتيا:(باور وړتیا، د اعتماد وړ کېدل، د خلکو د باور ترلاسه کولو وړتیا،)
سرچينه: Forbes.com

د امونو، امروتو، املکو او کیلو لپاره د افغانستان مناسبه خاوره

 

 

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.