د سیمې د ناامنیو عامل او پر چینایې کان کیندونکو د ډرون بریدونو کې د پرده تر شاه پټ لاسونه

سیرت ځدراڼ

74

د سیمې د ناامنیو عامل او په تاجیکستان کښې پر چینایې کان کیندونکو د ډرون بریدونو کښې د پرده تر شاه پټ لاسونه

سریزه:
پدې وروستیو کښې د تاجیکستان په خاوره کښې پر چینایي کان کیندونکو ډرون بریدونو یو لړ سیمه ایزې اندیښنې راپارولې دي. که څه هم د دغو بریدونو رسمي مسئولیت چا نه دی منلې، خو د سیمه د هیوادنو د چارګرو بنسټونو او څیړونکو پام د سیمه یزو نا امنیو یو تلپاتی ښکیل هیواد ته اړول کیږي. پاکستان په سیمه کې د اوږدې مودې راهیسې په ناامنیو کې ښکیل بلل کیږي او زما په ګډون ډېری چارګر شنونکي پدې باور دي چې د پاکستان اقتصادي، ستراتیژیکي اوسیاسي ګټې په سیمه کښې په مستقیم ډول له جګړې او بې ثباتۍ سره تړلي دي او پدې خاطر یې په چینایي کان کیندونکو بریدونه کړي ترڅو په سیمه کښې د یوه بله جګړه اور ته لمن ووهي!
هغه څلورګوني عمده او قوي دلایل چې پاکستان د تاجیکستان په خاوره کښې پر چینايي کان کیندونکو او چینایي ګټو د ډرون په عملیاتو کښې مستقیم لاس لري او په لویه کچه د سیمه هیوادنو ترمنځ د جګړه اور ته لمن وهئ!
١. د پاکستان کرایې پوځ د لویدیځو هیوادونو په مټ جوړ او په سیمه کښې د لویدیځو هیوادونو د ګټو ساتونکي دی:
لومړی او شاید تر ټولو مهم دلیل چې پاکستان د تاجکستان په خاوره کښې په چینایي کان کیدونکو د ډرون په بریدونکي لاس لري، هغه د پاکستان پوځي جوړښت دی. د پاکستان پوځ په سیمه کښې کرايې پوځ (Mercenary Force) بلل کیږي چې تل یې د پیسو په بدل کښې د نورو هیوادونو د ګټو د خوندیتوب جګړه په پر مخ وړې ده! د مثال په توګه د پاکستان د دفاع وزيرې پخپلو وروستيو څرګندونو کښې د سيمې د تاريخ په اوږدو کښې د بهرنيو لاسوهنو او جګړو په اړه د نړيوالو اندېښنو ته رسمي بڼه ورکړه. نوموړې په ډېر سپيناوي سره دا حقيقت افشا کړ چې د پاکستان پوځ د امریکا او انګلستان په ګډون د لوېديځو هیوادنو د ګټو د يوه نيابتي لوبغاړي په توګه د سیمه په نا امنیو کښې مستقیم لا لري. هغه زیاته کړه دا پاليسې د دې هدف لپاره جوړه شوې دي چې افغانستان او د سیمه نور هیوادونه په دوامداره بې ثباتۍ کښې وساتل شي، ترڅو يو قوي او متحد سياسي ځواک سیمه کښې رامنځته نه شي چې د غرب له سټراټيژيکو موخو سره په ټکر کښې وي.
خواجه اصف په یاده بیانیه کښې اعتراف کوي چې د پاکستان استخباراتي او نظامي ادارو په پرله پسې ډول افراطي ډلې ټپلې روزلي ، مالي ملاتړ او عصري پوځي تجهيزاتو په ورکولو سره تقويه کړې دي. دا اعتراف نه يوازې په افغانستان کښې د لسګونو کلونو جګړو مسؤليت د پاکستان پر غاړه اچوي، بلکې په نړيوال سياست کښې د پردو تر شا د امريکا او غربي هېوادونو د سترو توطئو په اړه هم د پوښتنو يو نوی باب پرانيزي او د ديپلوماتيکو عواقبو يو اوږده لړۍ پيلوي، چې ښایې پاکستان د سیمه یزو هیوادونو پر ضد په اکثریت غلچکې بریدونو کښې مستقیم او یا غیرې مستقیم لاس ولري.
همدارنګه پاکستان د خپلو ستراتیژیکو موخو ترڅنګ، په سیمه کې د هغو لویو قدرتونو د ګټو لپاره جنګیږي چې غواړي د سیمې جیوپولیټیک توازن ګډوډ کړي. د بېلګې په توګه، د ډرون بریدونه پر چینايي کان کیندونکو خورا حساس دي، ځکه چې دا کار د چین د “یو کمربند او یوې لارې” (BRI) پروژې ته په مستقیمه توګه ګواښ پېښوي. د BRI پرمختګ په پاره خڼدونه جوړول د غربیانو دسیسه ده او پاکستان په سیمه کښې د لویدیځو هیوادنو د ګټو ساتونکی دی! په بلوچستان کښې تازه نا امنۍ د پاکستان د سیمه‌ییزه اقتصادي پرمختګ په پاره یو لوي ګواښ دی، نو لدې کبله پاکستان غواړي د نا امنیو لمنه د سیمو نورو هیوادنو ته وغځوي.
د پاکستان پوځ تل په سیمه کښې د لویدځو هیوادنو اجنډاوو په پلي کولو کښې مستقیم رول لري. د پاکستان پوځ تل د لویدځو هیوادنو ته اجازه ورکړې چې ددوي فضایې حریم د سیمه د نورور هیوادنو په ضد وکاروي. پر چینایې کان کیندونکو د ډرونونه برید یا خپل پاکستان کړی دی او یا به یې کوم بل لویدځ هیواد ته اجازه ورکړي وي چې د پاکستان فضایی حریم څخه په استفاده یاد اخداف په نښه کړي!په داسي عملیاتو کې د پاکستان لاس درلودل د سیمه د اقتصادي او امنیتې بې ثباتۍ یوه برخه ده، چې د خدماتو (جګړې) په بدل کښې، پاکستان ته مالي او نظامي مرستې ورکول کیږي.
٢. د پاکستان ټول اقتصاد په جګړو چلیږي او پر جګړو ولاړ دی:
د پاکستان او د پاکستان د لویدیځو بادارانو اقتصادي پرمختګ له ډېرې مودې راهیسې په سیمه اییزو ناامنیو کښې رانغښتی دی. دوي په دې باور دي چې یوازې د سیمې د بې ثباته ساتلو له لارې کولای شي خپل نفوذ وساتي، پر طبیعي سرچینو کنټرول ولري، او له خپلو سیالانو څخه مخکې پاتې شي. د پاکستان لاسپوڅی پوځ او ددوي لویدیځ بادران تل په سیمه کښې د جګړو د پیل او یا د هغو د دوام لپاره پلمې لټوي، تر څو خپلو ستراتیژیکو موخو ته ورسیږي.
په تاجیکستان کې پر چینایي کان کیندونکو د بې پیلوټه الوتکو (ډرون) بریدونه، د همدغو تخریبي پالیسیو یوه کلیدي برخه ده. دا ډول اقدامات نه یوازې د اقتصادي پروژو د ګډوډولو او د سیمه ییزې همکارۍ د مخنیوي لپاره دي، بلکې موخه یې په ټوله سیمه کې د داسې ګډوډۍ رامنځته کول دي چې د لویدیځو ګټو ته خدمت وکړي او د نويو قدرتونو د راپورته کېدو مخه ونیسي. د پاکستان داسې کړنې د سیمې د ټیکاو، پرمختګ، او خپلواکۍ پر وړاندې یو سازمان شوی ګواښ دی چې د دوامداره جګړو او تاوتریخوالي پواسطه د سیمې هیوادونه کمزوري کول غواړي.
٣. پاکستان تل د خپلو بادرانو د سیاسي او ستراتیژیکو موخو په پاره د ورانکارو او ترورستانو ملاتړ کړی دی
لویدیځو هیوادنو تل د پاکستاني پوځي او څارګرو شبکې د خپلو سیمه ایزو ستراتیژیکو موخو د لاسته راوړلو په پاره کارولي دي. پاکستان تل پخپلو پولو او خاوره کې دننه، د تروریستي ډلو او اورپکو روزنه او پالنه کړې ده. پاکستان تل داسې کړنې، چې ډیری وختونه د مستعارو او پټو عملیاتو په بڼه ترسره کړي دي، موخه یې د افغانستان په ګډون د سیمه د نورو هیوادونو بې ثباتي او تخریب دی چې د دوي له ګټو سره په ټکر کې وي، یا د څو اړخیزو نیابتي جګړو د پرمخ وړل دي. د دې ناوړه عمل په بدل کې، پاکستان د خپلو لویدیځو بادرانو او ملاتړو څخه د میلیونونو ډالرو په ارزښت مالي او لوژیستیکي مرستې تر لاسه کړي دي؛ دا پیسې نه یوازې د دې ډلو د روزنې او تجهیز لپاره کارول دي، بلکې د دوي د فعالیتونو د پراخولو او د محلي نفوس په منځ کې د نفوذ لپاره هم کارول دي. د مثال په توګه په ١٩٩٠ م کالونو کښې د لویدیځو او عربو هیوادنو په مرسته د روسانو پر وړاندې د جهاد د بنسټ ډبره کیښودل شوه چې لومړی مجاهدین، بیا په طالبانو او القاعده ترورستي ډلو بدل شوه!
په ٢٠٠٥م کال کښې د پاکستان پوځ او استخباراتو د ټي ټي پي ډله رامنځته کړه ترڅو د افغان طالبانو سره د امریکا او ناټو په وړاندې په جګړه کښې مرسته وکا! همدراز کره شواهد او اسناد شتون لري چې پاکستان دم ګړۍ د د.ع.ش. ترورستانو ته پخپله خاوره کښې پوځي روزنه او ځای ورکړی او یادې ترورستې ډلې په سیمه کښې د بله جګړه په پاره چمتو کوي! د پاکستان پټې معاملې او دوه مخي سیاست پایله تل سیمې ته بې ثباتي، تاوتریخوالی، او بې شمیره بشري تلفات راوړي دي، او په اوږد مهال کښې کله ناکله د تروریزم اور هم د پاکستان تر لمنه رسیدلی دی.
څلورم دلیل: د افغانستان په فضايي حریم باندې د کنټرول نشتوالی یو جدي امنیتي تشه رامنځته کړې ده، چې له امله یې پاکستان او د پاکستان لویدیځ ملاتړي ته دا چانس په لاس ورکوي چې په پټه او پرته له کوم خنډ څخه دغه فضایې حریم وکاروي. د دې پټې استفادې اصلي موخه په سیمه کې د هغو اړینو اقتصادي او پرمختیایي پروژو په نښه کول دي چې د سیمه ییز ثبات او پرمختګ لپاره حیاتي ارزښت لري. دا حالت نه یوازې د افغانستان ملي حاکمیت تر پوښتنې لاندې راولي، بلکې د ګاونډیو هېوادونو پر اقتصادي امنیت هم منفي اغېزې کوي او سیمه ییزې پروژې له خطر سره مخ کوي. افغانستان باید پاید ژر تر ژره د خپل فضایې حریم د کنترو او مراقبت چارې سمبال کړي، ترڅو د پاکستان او ددې لویدیځو ملاتړو شومې توطئې په سیمه وتړل شي!
کله چې یو ګواښ (لکه د ډرون بریدونه) له تاجیکستان څخه د چین د ګټو پر ضد ترسره شي، دا په سیمه کې د څو اړخیزو غبرګونونو لامل کیږي:
د تاجیکستان بې ثباتي: دا هیواد د خپلو پولو د ساتنې لپاره تر فشار لاندې راځي.
د چین غبرګون: چین مجبور دی چې په سیمه کې پر خپلو پانګوونو د ساتنې لپاره فشار راوړي او ډیر امنیتي اقدامات وکړي.
د ګاونډیانو ښکېلتیا: افغانستان، ایران، چین او حتی روسیه ددې بریدونو په اړه اندیښمن دي او په سیمه کې پوځي حضور زیاتوي یا له یو بل سره د امنیتي همکاریو په لټه کې کیږي.
د پاکستان ستراتیژي دا ده چې په افغانستان او سیمه کې داسې کړکېچونه رامنځته کړي چې بالاخره لویو قدرتونو ته اړتیا پیښه شي ترڅو په سیمه کې لاسوهنه وکړي. دا مداخلې بیا د پاکستان د اقتصادي او سوداګرۍ لپاره یو مناسب چاپیریال رامنځته کوي. پاکستان په حقیقت کې د نا امنۍ هغه کتلست دی چې د سیمې د آرامۍ مخه نیسي.
پایله: د جګړې یوه دوامداره سرچینه
پورته څلورګني عمده عوامل په ګډه یو داسې انځور وړاندې کوي چې پاکستان په سیمه کې د جګړې یوازې یوه برخه نه، بلکې د جګړې یو اسیاسي لوبغاړی دی. په سیمه کښې د کرایې پوځ اقتصادي ګټې تل د جګړو په دوام کې رانغښتې دي. تر هغه چې سیمه ایز قدرتونه د پاکستان د مالي سرچینو او عملیاتي ماډلونو په له منځه وړلو کې پاتې راشي، پاکستان به د سیمې په کچه د بې ثباتۍ د لمسون په پاره په تاجکستان کښې په چینایې کان کیدونوکو د برید په څیر له هر فرصته د سیمه او ګاونډيو هیوادونو د نا امنیو په پاره کار وخلي!
د سیمې د اوږدمهاله ثبات په پاره د چین روسیه، افغانستان او د منځنۍ اسیا د نورو هیوادنو ترمنځ همغږې ډیره اړینه ده تر څو په راتلونکې کښې د پاکستان او لویدیځو هیوادونو د داسې شومو کړنو مخنیوی وشي.

Kan være et bilde av tekst som sier 'AC BREAKING NEWS Russia is investigating the killing of two engineers in Tajikistan, near the Afghan border, reportedly carried out by a Pakistani drone. X @TimesAFg1'

د پاکستان اقتصاد او په افغانستان کښې د جګړو په دوام ټينګار: د یو بل وجود

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.