ایا تعصب د افغانستان د ټولنې د ملي ارزښتونو، ملي وحدت او خپلواکۍ بنسټیز خنډ دی؟
ډاکټر محمد همایون همت
ایا تعصب د افغانستان د ټولنې د ملي ارزښتونو، ملي وحدت او خپلواکۍ بنسټیز خنډ دی؟
یو ټولنیز–سیاسي بحث
لنډیز
دا مقاله د افغانستان په ټولنیز واقعیت کې د ګډ ژوند درې بنسټیز مفاهیم (اصطلاحګاني)—ملي ارزښتونه (د ګډ ژوند معیارونه)، ملي وحدت (یو موټیوالی/ګډ هویت) او خپلواکي (خپلاختیاري،ازادې،خپلواک تصمیم)—لومړی په ملي او بیا په نړیوال چوکاټ کې تعریفوي. وروسته “تعصب” (اړخنیونه/ډلهییزه پلوۍ) په مفهومي معیارونو تشریح کوي: (۱) د افغاني کلتوري فهم له مخې، (۲) د نړیوالې ټولنیزې ارواپوهنې له مخې. ورپسې د تعصب ډولونه بیانوي او څرګندوي چې افراط، تبعیض او باخصوص تعصب څنګه ملي ارزښتونه کمزوري کوي، ملي وحدت زیانمنوي او د خپلواکۍ سیاسي، اقتصادي، اداري او فکري بنسټونه ناتوانه کوي.
لیکنه استدلال کوي چې تعصب عموماً د ایستنې (Exclusion/ګوښه کول) او انحصار (Monopolization/واک په یوه ډله کې بندول) تمایل پیاوړی کوي؛ او په روزمره عملي ژوند کې “حق” د “هویت” تابع ګرځوي.
په پای کې سپارښتنې او د رغنده نقد بلنه وړاندې کېږي.
کلیدي کلمې: افغانستان، افغانان، ملي ارزښتونه، ملي وحدت، خپلواکي، تعصب، کلیشه، تبعیض، ایستنه، انحصار، ټولنیز انسجام
۱. سریزه
افغانستان د قومونو، ژبو، مذهبونو او کلتوري تنوع له کبله د ګلونو رنګارنګ بڼ دی. دا رنګارنګ بڼ که د انصاف (عدل)، زغم (تحمل)، متقابل احترام (یو د بل درناوی) او قانونپالنې (د قانون منل) تر سیوري لاندې وساتل شي، د ټولنې شتمني او ځواک ګرځي؛ خو که له اړخنیونې (تعصب)، نابرابر چلند (تبعیض) او واکمحور انحصار (قدرت په یوه کړۍ کې بندول) سره یو ځای شي، نو د بېباورۍ، ټولنیز واټن د زیا تیدو او ګډ ژوند او ګډ کار د کمېدو او ضعف لامل کېږي. له همدې امله د “تعصب” موضوع یوازې اخلاقي بحث نه دی؛ بلکې د ټولنیز ثبات، دولتجوړونې (د ادارې او نظام بنسټ ایښودنه)، ملي همغږۍ او خپلواک تصمیمنیونې اساسي مسئله ده.
۱.۱ د څېړنې موخه او اساسي پوښتنه
دا لیکنه هڅه کوي بحث د احساساتي حملو، ټاپو او توندۍ له ساحې وباسي او د مفاهیمو (اصطلاحاتو) په روڼولو سره د اړیکو زنځیر روښانه کړي. د لیکنې اساسي پوښتنه دا ده:
ایا تعصب د ملي ارزښتونو، ملي وحدت او خپلواکۍ لپاره بنسټیز خنډ دی؟
که ځواب هو وې، نو د دی خنډ مخه څنګه په پوهه او حکمت نیول کیږې ( علمې او عملي میکانیزم) او د کمولو علمي لارې کومې دي؟
۱.۲ میتودولوژي (د لیکنې تګلاره)
دا لیکنه مفهومي–تحلیلي بڼه لرې (Qualitative Analysis) او د افغاني تجربې/عرف او نړیوالو علمي نظریو تر منځ مقایسوي تحلیل کوي، اصطلاحات کره کوي، او د علت–معلول اړیکې تشریح کوي (Allport, 1954؛ Tajfel & Turner, 1979).
دا بحث د پورتنیو اصولو پر بنسټ ولاړ دی؛ له همدې امله د میداني سروې او احصایې نشتون د (Quantitative Analysis) “مقداري” تحلیل په برخه کې محدودیت موجود دی (لیکوال خپله خواري کړې، خو مستند علمي اسناد یې نه دي پیدا کړي).
۲. ملي ارزښتونه، ملي وحدت او خپلواکي
۲.۱ ملي ارزښتونه (National Values)
تعریف:
ملي ارزښتونه هغه ګډ اخلاقي او ټولنیز اصول دي چې د ګډ ژوند بنسټ جوړوي؛ لکه انصاف (عدل)، مېلمهپالنه، جرګه او روغهجوړه (منځګړیتوب/سولهییز حل)، متقابل احترام، حقالناس (د خلکو حقونو ته پام)، امانتداري، د مشر او کشر ادب، کورنۍ ته درناوی، ټولنیز مسوولیت او د ګډ خیر احساس (عامه خیر). دا ارزښتونه په ورځني عرف، دود او د خلکو په متقابل چلند کې ژوندي ښکاري.
نړیوال تعریف:
په نړیوالو څېړنو کې ملي ارزښتونه د مدني نورمونو او باورونو هغه ټولګه ده چې سیاسي کلتور او عامه چلند تنظیموي؛ لکه قانونپالنه، برابري، ټولنیز عدالت او عامه خیر (Inglehart & Welzel, 2005؛ Rawls, 1971).
اړیکه (تعصب څنګه زیان رسوي؟):
تعصب هغه وخت ملي ارزښتونه کمزوري کوي چې انصاف د “ډلې ګټې” تابع شي او حق د “هویت” تابع شي؛ یعنې د انسان ارزښت د انسانیت پر ځای د ډلې په پیمانه سنجول پیل شي.
۲.۲ ملي وحدت (National Unity)
تعریف:
ملي وحدت د قومونو، ژبو او سیمو تر منځ د ګډ هویت احساس، ګډو موخو ته ژمنتیا، او د اختلاف سولهییز مدیریت دی. د اختلاف پر مهال مشوره، جرګه، بښنه او روغهجوړه د همغږۍ دودیزې لارې دي.
نړیوال تعریف:
ملي وحدت د ټولنیز انسجام (Social Cohesion) او ګډ هویت په کچه سنجول کېږي؛ یعنې په ټولنه کې باور، مشارکت، همکاري او ګډ مسؤلیت لوړ وي (Putnam, 2007؛ Durkheim, 1893/1984).
اړیکه (تعصب څنګه زیان رسوي؟):
تعصب د “موږ/هغوی” ذهنیت زیاتوي، ورسره کلیشه (ټاپهییز تصور) پیاوړې کېږي، باور کمېږي، ټولنیز واټن ډېرېږي او ګډ کار کمزوری کېږي؛ په همدې بهیر کې وحدت له “عمل” څخه “شعار” ته نږدې کېږي.
۲.۳ خپلواکي (Sovereignty/Independence)
تعریف:
خپلواکي د ملي عزت، سیاسي خپلاختیاري او داخلي ثبات مانا لري؛ یعنې ملت په خپل کور کې د خپل برخلیک، ادارې او تګلارې په اړه خپله پرېکړه کوي او د پردي تر فشار، زور یا قیمومیت (سرپرستۍ) لاندې نه وي.
نړیوال تعریف:
خپلواکي د دولت حقوقي او سیاسي واک ته ویل کېږي چې د خپل قلمرو، ادارې او بهرنۍ تګلارې په اړه خپلواکه پرېکړه وکړي (Krasner, 1999).
د خپلواکۍ مهم ډولونه:
•سیاسي خپلواکي: د نظام، قانون، حکومتولۍ او بهرنۍ پالیسۍ د ټاکلو خپل حق.
•اقتصادي خپلواکي: د سرچینو، بودجې، تولید او سوداګرۍ د بنسټیزو پرېکړو وړتیا؛ داسې چې اقتصاد د مطلقې وابستګۍ ښکار نه شي (Sen, 1999).
•فکري/فرهنګي خپلواکي: د فکر، ژبې، کلتور او ملي روایت د خپلواک ساتنې ځواک (Berlin, 1969).
•اداري/حقوقي خپلواکي: د ادارو او قانون د پلي کېدو خپلواک صلاحیت؛ د قانون حاکمیت (Rule of Law) او حسابورکوونه.
•ټولنیزه خپلواکي: د باور، همغږۍ او مدني بنسټونو ځواک، چې ولس بهرني نفوذ ته د داخل نه ننوتلو “داخلي
دیوال” جوړوي.
اړیکه (تعصب څنګه زیان رسوي؟):
داخلي بېباوري او تبعیض د بهرني نفوذ لپاره تشه جوړوي؛ کله چې ټولنه له دننه کمزورې شي، خپلواکه پرېکړه هم کمزورې کېږي.
۳. تعصب: تعریف، اجزا او کره مفهومي معیار
۳.۱ تعصب په افغاني/محلي چوکاټ کې
تعصب هغه تمایل دی چې فرد یا ډله د خپل قوم، ژبې، سیمې، مذهب یا سیاسي هویت د برترۍ احساس ولري او د نورو د حق، کرامت او ګډون پر وړاندې غیر عادلانه محدودیت رامنځته کړي. دا حالت له ځانغوښتنې، ځانمحورۍ او انحصاري چلند سره تړاو لري او د ګډ ژوند توازن ګډوډوي.
۳.۲ تعصب په نړیوال/ټولنیز ارواپوهنیز چوکاټ کې
په ټولنیزې ارواپوهنه کې تعصب د درېیو اړخونو ګډ بهیر دی:
•کلیشه (Stereotype): د یوې ډلې په اړه سادهکوونکې عمومي انګېرنه
•منفي تمایل (Prejudice/Attitude): منفي قضاوت/احساس
•تبعیضي چلند (Discrimination/Behavior): په عمل کې د حق او فرصت توپیر (Allport, 1954)
د ټولنیز هویت نظریه هم ښيي چې کله “ډله” د انسان د ارزښت معیار شي، د نورو ډلو پر وړاندې د ایستنې (ګوښه کول) او انحصار تمایل پیاوړی کېږي (Tajfel & Turner, 1979).
۳.۳ د اصطلاحاتو روښانه کرښه
په دې مقاله کې:
•تعصب: ذهني/هویتي اړخنیونه او د برترۍ تمایل
•کلیشه: مخکې له مخکې جوړ شوی ټاپهییز تصور
•تبعیض: په عمل کې نابرابر چلند
•ایستنه: له حقه یا مشارکته ګوښه کول
•انحصار: واک/فرصت یوې ډلې ته محدودول.
۴. د تعصب ډولونه او تعریف
۴.۱ قومي تعصب
د یوې قومي ډلې برتري او د نورو ټیټ ګڼل. په دې ډول تعصب کې د دولت، ادارې او فرصتونو معیار—د حق، وړتیا او عدالت “استحقاق”—نه، بلکې “قوم/هویت” ګرځي. پایله یې بېباوري، ټولنیز واټن او د ګډو ملي پروژو کمزورېدل دي.
۴.۲ ژبنی تعصب
د یوې ژبې یا لهجې مطلقه یا نسبې برتري او د نورو ژبو/لهجو سپکاوی یا محدودول. دا تعصب د تعلیم، ادارې او عامه خدمتونو په برخه کې د ګډون خنډونه جوړوي او ځینو وګړو ته د “دویم درجه” احساس ورکوي.
۴.۳ مذهبي تعصب
د یوې مذهبي ډلې ځانحق ګڼل او د نورو د دیني ازادۍ، کرامت او مدني حقونو محدودول. پایله یې د زغم کمېدل او د ټولنې او ولسونو افراطي قطببندي (د واټن زیاتېدل) ده.
۴.۴ سیاسي تعصب
د یوې سیاسي ډلې ړوند ملاتړ او د مخالف د مدني حقونو نادیده کول. په دې حالت کې نقد “دښمني” ګڼل کېږي، او سیاست د اجماع پر ځای د حذف او انتقام لور ته ځي.
۴.۵ کلتوري تعصب
د یوه کلتور، دود یا سیمهییز رواج مطلقه برتري او د نورو دودونو ټیټ ګڼل. دا تعصب د ګډ ملي هویت پر ځای د فرعي هویتونو ټکر ته زمینه برابروي.
۴.۶ جنسیتي تعصب
د ښځې او نارینه ترمنځ توپیر (د اسلامي او افغاني منل شوو ارزښتونو په رڼا کې) نابرابر ارزښت ټاکل او د فرصتونو محدودول. پایله یې د استعدادونو ضایع کېدل او د ټولنیز پرمختګ ټکنی کېدل دي.
۴.۷ طبقاتي/اقتصادي تعصب
د شتمن او بېوزله ترمنځ تحقیر او توپیر، او د فرصتونو نابرابر وېش. پایله یې بېعدالتي، د ټولنې اعتماد کمېدل او د ګډ خیر کمزورې کېدل دي.
۴.۸ سیمهییز تعصب
د یوې سیمې برتري ګڼل او د نورو سیمو د خلکو سپکاوی. پایله یې د ملي پروژو پر وړاندې خنډونه او د یووالي کمزوري کېدل دي.
۴.۹ نسلي/توکمي تعصب
د نسل، رنګ یا توکم پر بنسټ توپیر. دا ډول تعصب انسان د خدای د مخلوق په توګه نه، بلکې د ظاهري ځانګړنو پر اساس قضاوت کوي او د کرامت اصل زیانمنوي.
۴.۱۰ تعلیمي تعصب
د تعلیم او زدهکړو لپاره مذهبي، قومي او یا ژبنۍ درجهبندي. پایله یې د ټولنې د طبقو ترمنځ فاصله، د ګډ کار کمېدل او د ولسونو تر منځ د واټن زیاتېدل دي.
۴.۱۱ مسلکي تعصب
د مسلک له مخې د انسان ارزښت ټاکل؛ لکه یو کس یوازې د دندې/عنوان له مخې لوړ یا ټیټ ګڼل. دا تعصب د متقابل احترام فرهنګ کمزوری کوي.
۴.۱۲ ایډیالوژیک تعصب
د یوې فکري لارې ړوند ملاتړ او د نورو د فکر مطلق رد. پایله یې د علمي بحث بندېدل، د اصلاحاتو پر وړاندې مقاومت، او فکري ټپونه دي.
۵. تحلیلي اړیکې (میکانیزمونه)
۵.۱ تعصب او ملي ارزښتونه
تعصب د عدالت پر ځای د ډلې ګټه معیار ګرځوي او د کرامت پر ځای هویتي درجهبندي رامنځته کوي. په دې بهیر کې د ایستنې او انحصار تمایل پیاوړی کېږي او ملي ارزښتونه—لکه انصاف، امانتداري، حقالناس او متقابل احترام—په تدریج کمزورېږي.
نو کله چې “استحقاق” ( حق او وړتیا) شاته پاتې شي او “هویت” مخته شي، عدالت د خلکو په سترګو کې کمزوری کېږي او د ګډ خیر احساس زیان ویني.
۵.۲ تعصب او ملي وحدت
تعصب باور کموي، ګډ هویت ټوټه کوي او ټولنیز واټن زیاتوي. اختلاف چې باید د مشورې، جرګې او قانون له لارې مهار شي، د “موږ/دوی” پر ذهني کرښه ولاړ بحث ته نږدې کېږي.
په نتیجه کې ملي وحدت پر احساساتي شعارونو ولاړ پاتې کېږي، نه پر واقعي باور، ملا تړ او همکارۍ.
۵.۳ تعصب او خپلواکي
خپلواکي یوازې شعار نه دی؛ خپلواکي د قوي داخلي بنسټونو پایله ده. داخلي بېباوري د بهرني نفوذ لپاره فضا پراخوي او ملي پرېکړه کمزورې کوي. تعصب د خپلواکۍ:
•سیاسي ستنه د ټولنیز اجماع د عدم موجودیت او حذف له لارې کمزورې کوي؛
•
اقتصادي ستنه د نابرابر فرصتونو او انحصار له لارې زیانمنوي؛
•فکري ستنه د کرکې، کلیشو او د علمي بحث د تنګېدو له لارې ټپي کوي؛
•
اداري ستنه د قانون د دوهګوني تطبیق او کم حسابورکوونې له لارې کمزورې کوي.
۶. اسلامي او اخلاقي چوکاټ (د تعصب ضد بنسټونه)
اسلام د انسان کرامت، عدالت او ورورولي بنسټیز اصول ګڼي او انفرادي او ډلهییز تعصب ردوي. دلته هدف د اخلاقي–ټولنیز اصولو بیان دی:
•قرآن کریم: انسانان په قومونو او قبیلو وېشل شوي “تر څو یو بل وپېژنئ”، او د کرامت معیار “تقوا” ده (الحجرات 49:13).
•قرآن کریم: د کوم قوم کرکه دې انسان له عدالت څخه منع نه کړي؛ “عدل وکړئ، دا تقوا ته نږدې دی” (المائدة 5:8).
•حدیث: د عصبیت دعوت او ملاتړ رد شوی (Sunan Abi Dawud, 5121).
•حدیث: د جاهلي شعارونو پرېښودل ښوول شوي (Sahih al-Bukhari, 4905؛ Sahih Muslim, 2584).
دا اصول د افغاني منل شوو ارزښتونو—لکه بښنه، انصاف، روغهجوړه، مېلمهپالنه او د انسان حرمت—سره همغږي دي او د تعصب د کمېدو اخلاقي بنسټ پیاوړی کوي.
۷. سپارښتنې
۱) تعلیمي اصلاحات
د ښوونځي او پوهنتون په نصاب کې د مدني اخلاقو، زغم، ګډ تابعیت او د اختلاف د سالم مدیریت مفکوره پیاوړې کول؛ د کلیشو او کرکې ژبې مخنیوی، او د ګډ ملي هویت د “عملي” مضمونونو زیاتول.
۲) قانوني عدالت او د تبعیض ضد میکانیزمونه
شفاف استخدام، مساوي فرصتونه، د شکایت اورېدنې واضح لارې، او د ادارو حسابورکوونه پیاوړې کول؛ څو د قوم، ژبې، سیمې او جنس پر بنسټ پټ یا ښکاره تبعیض کم شي.
۳) رسنیز مسؤولیت او عامه خبرې اترې
د کرکې ژبې کمول، حقیقتمحور بحث دودول، د افواهاتو مخنیوی، او د ګډو ملي روایتونو پیاوړتیا؛ رسنۍ دې د اختلاف پر مهال د “سولې ژبه” عامه کړي، نه د لمسوونکې ژبې بازار.
۴) دیني–اخلاقي توازن
د عدالت، اخوت، کرامت او حقالناس پیغامونه د اعتدال په چوکاټ کې خپرول؛ دیني منبرونه دې د تعصب پر ضد د قرآن او سنتو واضح اصول تکرار کړي.
۵) ټولشموله سیاست او عادلانه استازیتوب
د مشارکت او استازیتوب عادلانه جوړښت، د اختلاف سولهییز مدیریت، او د ملي ګټو پر محور د سیاسي اجماع هڅول؛ څو سیاست د حذف پر ځای د ګډ کار لور ته لاړ شي.
۶) کلتوري همغږي او د تنوع درناوی
د کلتوري تنوع درناوی، د سیمو او ژبو ترمنځ فرهنګي تبادله، او د ګډ ملي هویت پیاوړتیا؛ داسې چې “تنوع” د شتمنۍ په توګه وپېژندل شي، نه د ټکر په توګه.
۷) اقتصادي عدالت او د فرصتونو متوازن وېش
د کار، خدمتونو او پروژو په وېش کې عدالت؛ ځکه اقتصادي انحصار او نابرابري تعصب ته “ امتیاز او تر جبح” ورکوي او د ټولنې اعتماد ماتوي.
۸) نړیوالې تجربې د محلي واقعیت له مخې سمول
د ټولنیز انسجام نړیوالې تجربې له افغاني کلتوري واقعیت سره سمول، نه دا چې بې له تعدیله نقل شي.
۸. پایله
تعصب هغه مهال بنسټیز خنډ ګرځي چې د عدالت، زغم او متقابل احترام پر ځای تبعیض او انحصار پیاوړی کړي. په افغانستان کې د ملي ارزښتونو پیاوړتیا، د ملي وحدت ټینګښت او د خپلواکۍ ساتنه درې داسې ستنې دي چې یو بل ته اړتیا لري. که ملي ارزښتونه کمزوري شي، وحدت شعاري پاتې کېږي؛ که وحدت زیانمن شي، خپلواکي د بهرني نفوذ پر وړاندې ناتوانه کېږي؛ او که خپلواکي زیانمنه شي، د ټول ملت عزت او شمله زخمي کېږي او د عدالت او پرمختګ فرصتونه محدودېږي.
نو حل یوازې په شعارونو نه کېږي. حل په دې کې دی چې عدالت د دولت او ټولنې عملي معیار شي، قانون د ټولو لپاره یو شان پلی شي، تعلیمي او رسنیز بنسټونه د زغم فرهنګ جوړ کړي، دیني پیغامونه د کرامت او حقالناس پر محور وړاندې شي، او سیاست د حذف پر ځای د ګډون او اجماع پر لور ولاړ شي. که ټولنه د ګډ هویت، عادلانه مشارکت او متوازن فکر پر بنسټ ودریږي، تعصب خپل زور له لاسه ورکوي او د سالم ملي ژوند لپاره زمینه پراخېږي.
د لیکوال هیله او بلنه
لیکوال دا مقاله د افغانستان د خیر، د افغانانو د ګډ فکر، او د علمي ادب د دود لپاره وړاندې کوي. د دې لیکنې موخه د کوم شخص، قوم، ژبې، سیمې یا ډلې نښه کول نه دي؛ بلکې د “تعصب” موضوع د منصفانه ژبې، علمي معیار او اخلاقي توازن په رڼا کې توضیح کول دي، څو بحث د احساساتو له توندۍ څخه د دلیل، انصاف او زغم خوا ته ولاړ شي.
لیکوال له قدرمنو لوستونکو، پوهانو، استادانو، څېړونکو، دیني علماوو، مدني فعالانو او د نظر خاوندانو څخه په درنښت غوښتنه کوي چې:
که په لاندې برخو کې کومه تشه، نیمګړتیا یا ابهام ویني، په علمي ادب او مستند دلیل یې روښانه کړي جی موږ ټول تری زدکړه وکړو.
•د مفاهیمو د تعریف کرهوالی
•د علت–معلول زنځیر
•محلي واقعیتونه
•د حل لارو عملي کول
همداراز، لیکوال د رغنده نقد “ادب” هم مهم ګڼي:
نقد دې پر دلیل ولاړ وي، د اشخاصو پر ځای دې پر مفکورې/استدلال تمرکز وکړي، او د اصلاح نیت دې پکې غالب وي.
د لیکوال هیله دا ده چې دا مقاله یوازې د لوست لپاره نه، بلکې د بحث د پیاوړتیا، د اصطلاحاتو د کره کولو، او د ټولنیز همغږۍ د علمي لارې موندلو لپاره د “یوې ګډې علمي هڅې” پیل شي.
ماخذونه (References)
الف) نړیوال
1Allport, G. W. (1954). The Nature of Prejudice. Addison-Wesley.
2Berlin, I. (1969). Two Concepts of Liberty. In Four Essays on Liberty (pp. 118–172). Oxford University Press.
3Durkheim, É. (1984). The Division of Labor in Society (W. D. Halls, Trans.). The Free Press. (Original work published 1893).
4Inglehart, R., & Welzel, C. (2005). Modernization, Cultural Change, and Democracy: The Human Development Sequence. Cambridge University Press.
5Krasner, S. D. (1999). Sovereignty: Organized Hypocrisy. Princeton University Press.
6Putnam, R. D. (2007). E Pluribus Unum: Diversity and Community in the Twenty-first Century—The 2006 Johan Skytte Prize Lecture. Scandinavian Political Studies, 30(2), 137–174.
7Rawls, J. (1971). A Theory of Justice. Harvard University Press.
8Sen, A. (1999). Development as Freedom. Alfred A. Knopf.
9Tajfel, H., & Turner, J. C. (1979). An Integrative Theory of Intergroup Conflict. In W. G. Austin & S. Worchel (Eds.), The Social Psychology of Intergroup Relations (pp. 33–47). Brooks/Cole.
ب) اسلامي/شرعي
10القرآن الكريم. سورة الحجرات، الآية 13 (49:13).
11القرآن الكريم. سورة المائدة، الآية 8 (5:8).
12أبو داود، سليمان بن الأشعث. سنن أبي داود. كتاب الأدب، حديث رقم 5121.
13البخاري، محمد بن إسماعيل. صحيح البخاري. حديث رقم 4905.
14مسلم بن الحجاج. صحيح مسلم. حديث رقم 2584.
ج) افغاني
15د کابل پوهنتون د ټولنیزو علومو ژورنال – د ملي هویت، ملي ارزښتونو او ټولنیز انسجام اړوند خپرې شوې څېړنې (بېلابېلې ګڼې).
16د افغانستان د علومو اکاډمۍ خپرونې – د ټولنیز انسجام، مدني اخلاقو او ګډ تابعیت اړوند مقالې او څېړنې (بېلابېلې لړۍ/شمېرې).
17د افغاني علمي مجلو بېلابېلې ګڼې – د ملي یووالي، ټولنیزو ارزښتونو او تبعیض اړوند تحلیلي او څېړنیزې لیکنې .
مننه او درناوی
جرمني 02.02.2026
محمد همایون همت
دعوت: د کډوالۍ په تیارو کې د قلم رڼا (د ۳۷ کلونو یو دروند رسنیز میراث)
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.