د دیورند د فرضي کرښې ملي زخم او د ښاغلی یونس نگاه د استدلال علمي نقد

محمد همایون همت

57

 

یادونه: دا مقاله د ښا غلی  یونس نگاه د مقالې «چند نکته درمورد خط دیورند» علمي او مؤدب نقد دی. یاده مقاله په دري ژبه د افغان جرمن آنلاین په وېبپاڼه کې د ۲۰۲۶م کال د اپرېل پر ۲۱مه خپره شوې ده. د دې یادونې موخه دا ده چې لوستونکی د نقد د موضوع له اصلي مقالې، د خپرېدو له ځای، ژبې او نېټې سره له پیله اشنا شي.

 

سریزه

د دیورند  فر ضی کرښه د افغانستان په معاصر تاریخ کې یوازې یوه جغرافیایي  کر غیړنه نښه نه ده؛

دا د استعماري مداخلې، تاریخي وېش، قومي ټوټه کېدو، سیاسي فشار او ولسي درد له هغو ژورو مسئلو څخه ده چې د افغانانو په ملي حافظه کې یې خپل دروند ځای نیولی دی. د ۱۸۹۳م کال د دیورند موافقه د برتانوي هند او امیر عبدالرحمن خان ترمنځ د نفوذ د ساحو د تنظیم په چوکاټ کې په ظا لمانه او جبری ډول رامنځته شوه، او وروسته یې د پښتني او بلو څو سیمو د وېش او د دوامداره شخړو بنسټ کېښود.

معتبرې مرجعې لکه Encyclopaedia Britannica څرګندوي چې همدا کرښه د پښتني سیمو د جلاوالي او د افغانستان ـ پاکستان د اوږدمهاله لانجې له مهمو سرچینو څخه وګرځېده.

له همدې کبله، د دې موضوع په اړه هره لیکنه باید یوازې د شخصي برداشت او ژورنالیستي تأثر پر بنسټ  ولاړه نه  وي، بلکې د تاریخ، حقوقي شالید، ولسي احساساتو او سیاسي واقعیتونو ترمنځ په احتیاط او انصاف سره تګ وکړي. ښا غلی  یونس نگاه په خپلې یادې مقالې کې ځینې ټکي راپورته کړي، خو د مقالې په څو اساسي برخو کې داسې عمومي حکمونه، استدلالي کمزورۍ او فکري تمایلات لیدل کېږي چې د علمي نقد، تاریخي توازن او ملي مسؤولیت له معیارونو سره په بشپړ ډول برابر نه ښکاري.

ایا هر هغه تحلیل چې ځان معتدل معرفي کوي، رښتیا هم متوازن وي؟

په افغانستان کې د ملي او تاریخي موضوعاتو په اړه ځینې لیکنې د «اعتدال»، «واقع‌بینۍ»، «سیاسي پخوالي» او «عقلانیت» په ژبه وړاندې کېږي، خو اصلي پوښتنه دا ده چې ایا هر هغه تحلیل چې په ظاهره نرم او متوازن ښکاري، په محتوا کې هم له تاریخي انصاف سره مل وي؟

ځواب دا دی چې تل نه. ځکه ځینې وخت داسې پېښېږي چې یوه لیکنه د شعار او مبالغې پر ضد د غبرګون په نوم، په بل لوري کې د ملت د تاریخي زخم، د استعماري ظلم او د ولس د مشروع حساسیت وزن دومره کم کړي چې لوستونکی ورو ورو د حق پر ځای د تسلیمۍ له منطق سره عادت شي.

په همدې ځای کې د ښا غلی یونس نگاه د مقالې یو مهم ضعف راڅرګندېږي.

لیکوال که څه هم ظاهراً غواړي مسئله له احساساتو راوباسي او «سیاسي واقعیت» ته یې نږدې کړي، خو په څو برخو کې داسې استدلال کوي چې د افغان ولس تاریخي درد او د دیورند کرښې استعماري ماهیت یې له خپل اصلي وزن څخه کم او  سپک ښکاري.

دا نقد د شخص پر ضد نه، بلکې د هغه د استدلال پر بنسټ ولاړ دی.

د مقالې یوه نسبي مثبته برخه

له انصافه لرې ده چې مقاله مطلقاً بې‌ارزښته وبلل شي.

لیکوال په یوه مهم ځای کې دا منلې چې د دیورند مسئله یوه «ژوندۍ او خونچکانه» منازعه ده او لا هم د تاوتریخوالي او بې‌ثباتۍ له معادلو سره تړاو لري. دا اعتراف مهم دی، ځکه د دیورند کرښې شخړه په رښتیا هم له تاریخي لحاظه مړه موضوع نه ده.

همدارنګه، دا خبره هم تر یوه بریده پر ځای ده چې د کرښې دواړو غاړو ته د خلکو کلتوري، اقتصادي او ټولنیز ژوند د دې وېش له امله اغېزمن شوی دی.

خو ستونزه دا ده چې لیکوال له دې سمې مقدمې وروسته په څو برخو کې له تحلیلي توازنه وځي، او داسې پراخې نتیجې اخلي چې د لازم سند او علمي احتیاط له نشتوالي سره مخ دي.

د افغان ولس د دریځ په اړه بې‌ثبوته عمومي کول

د مقالې له مهمو کمزوریو څخه یوه دا ده چې لیکوال د افغانستان د بېلابېلو سیمو د خلکو د ذهني او عاطفي دریځ په اړه پراخې او بې‌ثبوته ادعاوې کوي.

هغه په ضمني او صریحو عبارتونو کې دا فضا جوړوي چې ګواکې د  « سرحدي »سیمو خلک دا مسئله له زړه احساسوي، خو د شمال، شمال‌ختیځ، مرکز او د لوېدیځ په ځینو برخو کې لویه برخه خلک له دې بحث سره نه عاطفي اړیکه لري او نه یې سیاسي وزن احساسوي.

همداراز د مخالفو غبرګونونو په اړه داسې ژبه کاروي چې لوستونکی دې نتیجې ته رسېږي چې ګواکې د دې قضیې اصلي مدافعین یوازې یو احساساتي قشر دی.

دا استدلال ځکه کمزوری دی چې د داسې ملي او تاریخي مسئلې په اړه د اکثریت او اقلیت د موقف دعوه پرته له سروې، میداني څېړنې، ټولپوښتنې، یا مستندو سیاسي شواهدو علمي اعتبار نه لري.

د یو ملت د حافظې، درد او حساسیت اندازه د شخصي مشاهده‌وو پر بنسټ نه ټاکل کېږي. که څوک وايي «اکثریت نه پروا لري» یا «یوازې لږ احساساتي خلک مخالفت کوي»، نو باید د دې ادعا تر شا علمي سند، احصائیه او منظم استدلال موجود وي. په مقاله کې دا نشته.

ایا د تاریخي ظلم یادونه احساسات دي، که د ملي حافظې دفاع؟

په داسې موضوع کې یوه بنسټیزه پوښتنه دا ده چې د دیورند کرښې پر ضد حساسیت یوازې احساساتي غبرګون دی، که د ملي حافظې او تاریخي حق دفاع؟

علمي او عادلانه ځواب دا دی چې دا حساسیت یوازې احساساتي نه دی.

د دیورند کرښه یوه عادي اداري پوله نه ده او نه وه؛

دا د استعماري سیاست محصول وه.

د ۱۸۹۳م کال موافقې پایله دا شوه چې پښتني سیمې سره ووېشل شوې او هغه ټولنیز، قومي او کلتوري تداوم چې د تاریخ په اوږدو کې موجود و، د یوې ا ستعماری  او ظالمی  امپراتورۍ د امنیتي او جیوپولیتیکو اړتیاوو له مخې ودرول شو.

نو کله چې یو افغان د دې کرښې په اړه د درد، اعتراض او تاریخي حق خبره کوي، دا باید د «احساساتو» په نوم سمدستي تخفیف نه شي. دلته خبره د ملت د حافظې، د استعماري ظلم د میراث، او د تاریخي حق د پوښتنې ده.

د مخالف دریځ کاریکاتوري کول

د مقالې بله مهمه نیمګړتیا دا ده چې د دیورند کرښې مخالف لوری ( افغان ولس ) په ځینو ځایونو کې داسې انځوروي لکه :  ژر هیجاني کېږي، ښکنځل کوي، له واقعیتونو لرې خیالات لري او له عقلاني سیاست سره بیګانه دي.

دا چلند د علمي مناظرې له اصولو سره برابر نه دی.

په سالم نقد کې مخالف موقف باید د هغه د قوي بڼې له مخې وړاندې او بیا وارزول شي.

که د دیورند مخالف دریځ په افغانستان کې د دولتونو، سیاسي جریانونو، قومي مشرانو، تاریخ‌پوهانو او عام ا فغان  ولس په حافظه کې ژوره سابقه لري، نو د هغه نقد باید د اسنادو، حقوقي منطق او تاریخي شواهدو پر بنسټ وشي، نه دا چې د احساساتو او رواني برچسپونه   Psychological labels په  ژبه کمزوری کړل شي.

کله چې یو لیکوال د مخالف موقف پر استدلال تمرکز نه کوي، بلکې د هغه پلویان د «احساساتي» او «غیرواقعي» خلکو په بڼه ښيي، نو هلته له علمي نقده د کاریکاتوري نقد پر لور اوړي. دا هم د مقالې د تحلیلي وزن کمزورتیا ده.

فکري زمینه‌سازي څه ته وایي، او ولې مهمه ده؟

په ټپي ټولنو کې هر متن یوازې یو معلوماتي شی نه وي؛

هغه د ذهنونو د جوړولو وسیله هم وي.

فکري زمینه‌سازي هغه وخت رامنځته کېږي چې یو روایت د ژبې له لارې ورو ورو داسې نرم شي چې لوستونکی د تحمیل شوې وضعې پر وړاندې حساسیت له لاسه ورکړي او له تاریخي حق‌غوښتنې سره ذهني واټن پیدا کړي.

کله چې یوه لیکنه په تکراري ډول دا فضا جوړوي چې تاریخي حق‌غوښتنه ناممکنه ده، ملي حساسیت هیجاني دی، د ولس درد غیرعملي دی، او د مقابل لوري موقف معقول او پوخ ښکاري، نو دا ډول متن د یوې ځانګړې ذهني فضا په تولید کې برخه اخلي.

دا کار ښايي قصدي وي یا نه وي، خو پر اغېزو یې باید سترګې پټې نه شي.

د قلم امانت او د ملت د زخم درناوی

د ملي او تاریخي زخمونو په اړه لیکنه یوازې ژبنی تمرین نه دی؛

دا د امانت موضوع ده. د قلم امانت دا غوښتنه کوي چې لیکوال د خپلې ژبې پر اغېز پوه وي،

د ملت له زخمي حافظې سره په تحقیر او سهل‌انګارۍ چلند ونه کړي،

او د «واقع‌بینۍ» تر نامه لاندې د استعماري ظلم د عادي کولو لاره هواره نه کړي.

یو مسؤول افغان لیکوال باید د خپلې ټولنې ارزښتونه، ملي وحدت، خپلواکي، ارضي بشپړتیا، او تاریخي درد د خپلې لیکنې له اخلاقي چوکاټه ونه باسي.

هغه که هر څومره انتقادي او تحلیلي دریځ هم لري، باید د ملت د زخمي حافظې درناوی هم د علمي انصاف برخه وبولي.

ایا هر تحلیل بې‌طرفه وي، که کله کله د نرمې تسلیمۍ ژبه هم ګرځي؟

یو ه مهه انتقادي پوښتنه دا ده:

کله تحلیل له څېړنې اوړي او د ذهني تسلیمۍ بڼه غوره کوي؟

ځواب دا دی چې هغه مهال چې لیکوال د تاریخ له سختو حقایقو، د ولس له مشروع درد، او د استعماري تحمیل له څرګندو نښو سترګې نیمې پټوي، خو د موجود واقعیت د منلو فلسفه په نرمه او معتدله ژبه تولیدوي. په دې حالت کې متن ظاهراً بې‌طرفه ښکاري، خو په محتوا کې د یوې نرمې تسلیمۍ یا فکري ستړیا ژبه ګرځي.

د  ښا غلی یونس نگاه په مقاله کې هم دا خطر لیدل کېږي. هغه د افغانستان داخلي ستونزې لکه تعلیم، دولت‌سازي، او دیموکراتیک حکومت مهمې بولي، چې دا په خپل ذات کې پر ځای خبره ده؛ خو کله چې دا خبرې په داسې سیاق کې راځي چې ګواکې د دیورند پر ضد تاریخي حق‌غوښتنه د غیرواقعي احساساتو کار دی او باید یوازې له دې «شعارونو» تېر شو، نو هلته د کاذب تقابل ستونزه پیدا کېږي.

د افغانستان داخلي اصلاح او د دیورند په اړه تاریخي حساسیت یو د بل ضد نه دي. یو ملت هم د تعلیم، عدالت، حقوقو، او دولت‌سازۍ غوښتنه کولای شي، او هم د استعماري کرښې د ماهیت په باب خپل تاریخي موقف وساتي.

نو «دا پرېږدئ، هغه وکړئ» منطق د بحث د تنګولو یوه بڼه ده، نه د حل لاره.

د ۱۹۴۷ ریفرنډم په اړه نیمګړی تصویر

مقاله سمه اشاره کوي چې د پاکستان له جوړېدو وروسته د کرښې هغې غاړې ته د برخلیک بحثونه تود شول، خو د ۱۹۴۷ د ریفرنډم په باب بشپړ حقیقت نه وړاندې کوي. تاریخي سرچینې ښيي چې د شمال لوېدیځ سرحدي ایالت لپاره د ریفرنډم اختیارونه یوازې «هند که پاکستان» وو؛

د خپلواکۍ، جلا سیاسي هویت، یا د افغانستان سره د اړیکې کوم بدیل پکې نه و. له همدې امله ځینو پښتني مشرانو او د خدایي خدمتګار غورځنګ اړوند مشرتابه دا پروسه نیمګړې او ناعادلانه بلله.

نو که څوک د «خلکو د انتخاب» خبره کوي، باید دا هم ورسره روښانه کړي چې دا انتخاب محدود، تقلیل شوی او له ټولو ممکنه بدیلو محروم و.

له دې نیمګړتیا پرته د مسئلې انځورول، لوستونکی له تاریخي پیچلتیا محروموي.

د پاکستان د پالیسۍ لپاره یو اړخیز علت‌تراشي

لیکوال په ضمني ډول دا نظر وړاندې کوي چې پاکستان ځکه د طالبانو تر شا ودرېد چې د دیورند مسئله یې حل شوې نه بلله.

دا ادعا کېدای شي د یوې ممکنې زاویې په توګه یاده شي، خو د ثابت تاریخي علت په بڼه یې وړاندې کول کمزوری تحلیل دی.

د افغانستان او پاکستان اړیکې د څو لسیزو په اوږدو کې د امنیتي ژورتیا، هند ضد ستراتېژۍ، قبایلي سیمو د کنټرول، استخباراتي رقابت، کډوالۍ، جیوپولیتیکي معادلو او نړیوالو ائتلافونو تر اغېز لاندې وې او دی.

د افغان واکمنانو د دریځ په اړه مطلقه ادعا

په مقاله کې دا تاثر هم شته چې افغان واکمنانو د دیورند موضوع یوازې د داخلي سیاست، امتیاز اخیستنې او تاکتیکي فشار لپاره کارولې ده، او له دې هاخوا یې ریښتینې علاقه نه لرله.

دا هم یوه مطلقه او بې‌تفکیکه دعوه ده. د بېلابېلو دورو افغان حکومتونه، له شاهي مرحلې نیولې تر جمهوري او نورو دورو پورې، یو واحد ذهنیت نه درلود.

سربېره پر دې، افغانستان په ۱۹۴۷ کې د پاکستان د ملګرو ملتونو غړیتوب ته یوازینی مخالف رأی ورکړه، چې دا د دې ښکارندویي کوي چې د افغانستان رسمي تحفظات ژور او سمبولیک نه، بلکې جدي وو او جدې دې.

د نفوس او بشري وزن له واقعیت څخه ناسمه سیاسي نتیجه

لیکوال د  فر ضی کرښې هغې غاړې د بشري، اقتصادي او جیوپولیتیک وزن یادونه کوي او له هغې نه دا نتیجه ته نږدې کېږي چې د ادغام یا سیاسي بدلون په صورت کې به کابل او کندهار خپل محوري ځای له لاسه ورکړي.

د پاکستان د ۲۰۲۳ رسمي سرشمېرنې له مخې د خیبرپښتونخوا نفوس شاوخوا ۴۰.۸۵ میلیونه او د بلوچستان نفوس شاوخوا ۱۴.۸۹ میلیونه دی.

دا شمېرې ښيي چې د کرښې هغې غاړې ته لوی بشري وزن موجود دی، خو له دې واقعیت څخه دا نتیجه نه شي راوتلای چې د افغان ولس تاریخي حساسیت کم ارزښته شو یا د استعماري وېش پر ضد اعتراض بې‌بنسټه شو.

د لیکوال مسؤولیت او د ملت د زخم امانت

دلته اصلي بحث یوازې پر یوې مقالې نه راڅرخي؛

دلته د لیکوال پر رسالت هم خبره راځي.

په افغانستان غوندې ټپي، مهاجره، ټوټه ټوټه شوې او اوږدمهاله بې‌ثباته ټولنه کې لیکنه د عامه ذهنیت په جوړولو کې مستقیم رول لري.

هره کلمه، هر تعبیر، او هره معادله د خلکو په حافظه او رواني فضا کې اغېز کوي. له همدې کبله، هغه څوک چې د دیورند کرښې، د افغان ولس د مظلومیت، او د تاریخي حقونو په اړه قلم اخلي، باید د خپلې ژبې پر رواني او سیاسي اغېزو هم پوه وي.

که یوه لیکنه، په قصد یا بې‌قصده، داسې فضا رامنځته کوي چې پکې ملت خپل تاریخي حق ناممکن، خپل درد احساساتي، او خپل اعتراض بې‌فایدې وګڼي، نو دا ډول متن یوازې «تحلیل» نه پاتې کېږي؛ هغه د ذهني ستړیا، نرمې عادي‌سازۍ او فکري زمینه‌سازۍ برخه ګرځېدای شي.

دا معنا نه لري چې هر مخالف نظر دې د بد نیت په تور محکوم شي؛

بلکې معنا یې دا ده چې د ملي زخمونو په اړه ژبه باید بې‌مسؤولیته نه وي.

ایا د واقع‌بینۍ تر نامه لاندې د استعماري تحمیل منل علمي دریځ بلل کېدای شي؟

واقع‌بیني هغه وخت ارزښت لري چې د حق او ظلم ترمنځ توپیر پټ نه کړي.

که یو تحلیل دومره «معتدل» شي چې د استعماري کرښې ظلم پکې سپک، د ملت حساسیت پکې احساساتي، او د منلو منطق پکې «پخه سیاسي پوهه» معرفي شي، نو دا نور اعتدال نه، بلکې د تاریخي حقیقت د وزن کمول دي.

علمي انصاف دا نه دی چې هر لوری نیم په نیم وښودل شي؛ علمي انصاف دا دی چې حقیقت ته متناسب وزن ورکړل شي.

په دیورند بحث کې دا وزن هغه وخت عادلانه ساتل کېږي چې استعماري سابقه، د پښتني سیمو وېش، د ۱۹۴۷ د ناعادلانه انتخاب نیمګړتیا، د افغان دولتونو رسمي تحفظات، او د ولس زخمي حافظه ټول سره په پام کې ونیول شي.

پایله

د ښاغلی یونس نگاه مقاله په ظاهره د اعتدال او واقع‌بینۍ ژبه کاروي، خو د ژورې ارزونې پر مهال څرګندېږي چې د استدلال په مهمو برخو کې له علمي احتیاط، تاریخي توازن او منطقي دقت څخه واټن نیسي.

په ځانګړي ډول، د افغانستان د بېلابېلو سیمو د خلکو د موقف په اړه بې‌ثبوته عمومي کول کوي،

د مخالف  دریځ کاریکاتوري بڼه وړاندې کوي، د پاکستان د پالیسۍ لپاره یو اړخیز علت ټاکي، د ۱۹۴۷ د ریفرنډم نیمګړتیا پوره نه روښانوي، او د استعماري کرښې د تاریخي ظلم پر ځای د منلو او عملي سیاست ژبه غښتلې کوي.

له همدې امله، عادلانه او مستنده پایله دا ده چې دیورند فر ضی کرښه یوه عادي اداري پوله نه، بلکې د استعماري سیاست له هغو میراثونو څخه ده چې لا هم د ولسونو پر ژوند، حافظه، هویت او سیاست سیوری اچوي.

د افغان ولس حساسیت، درد او اعتراض په دې باب تاریخي بنسټ لري.

هره لیکنه چې غواړي د اعتدال او عقلانیت ژبه وکاروي، باید له هر څه وړاندې د همدې حقیقت وزن ومني، نه دا چې د ملت د زخمي حافظې پر ځای د تدریجي منلو او ذهني ستړیا فضا رامنځته کړي.

سرچینې او مراجع

۱) Encyclopaedia Britannica, “Durand Line”.

۲) 1947 North-West Frontier Province referendum — historical record on the options and boycott.

۳) Pakistan Bureau of Statistics, 7th Population and Housing Census 2023.

۴) Elisa Giunchi, “The Origins of the Dispute over the Durand Line”, Internationales Asienforum, 2013.

۵) یونس نگاه، «چند نکته درمورد خط دیورند»، افغان جرمن آنلاین، دري ژبه، ۲۱ اپرېل ۲۰۲۶.

محمد همایون همت

جرمنې   22.04.2026

ولې «ورورولي» لیکو، خو «خورولي» نه لیکو؟

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.