اقتصادي پراختیا او افغاني ټولنه کي تولیدي اجتماعي اړیکي

لیکوال: عبدالسمیع واحدي

54

په عمومي توګه د ژوندانه په ټولو اړخونو کي انساني لاسته راوړنو ته پرمختګ ویل کیږي او دا په خپل ځان کې یو مسلک ګڼل کیږي. پرمختګ یو لوي مفهوم دی، لکه اقتصادي پرمختګ، ټولنېز پرمختګ، سیاسي پرمختګ، او کلتوري پرمختګ.

اقتصادي پرمختګ:

اقتصادي پرمختګ عبارت دي د فزیکي، انساني او ټولنیزو ظرفیتونو په ګډون د تولیدي ظرفیتونو وده ورکولو ته اقتصادي پرمختګ ویل کیږي، اقتصادي پرمختګ یا Development   او اقتصادي وده( Growth) دوه جلا مفاهیم دي، د اقتصادي ودې او اقتصادي پرمختګ تر منځ توپير دادی چي په اقتصادي وده کي د تولید په کمیت یا زياتوالي خبري کيږي، او په اقتصادي پرمختګ کي د توليد پر کيفيت يا ښه والي ټينګار کيږي. په عمومي توګه د نړی هېوادونه د پرمختګ له پلوه په دری ډولونو  وېشل شويدي صنعتي یا  پرمختللي هیوادونه، انکشاف یافته یا د پرمختګ په حال هیوادونه او وروسته پاتې یا د دریمي نړی هېوادونه دي. د دریمي نړی د هیوادونو یو ځانګړتیا دا ده چي دغو هیوادونو کي  څیړنیز مرکزونه شتون نلري، دغه ډول هیوادونو کي پانګونه کمزوری او  د تولید  ظرفیتونه به نشت حساب وي او تر ټولو مهمه دا چي د وروسته پاتي هیوادونه  د بشري مسلکي او حرفوي نیرو درلودلو څخه بي برخی وي، د بشري  او انساني قوي په برخه کي فقیر هیوادونه دوه مهمو ننګونو سره لاس او ګریوان دي یوه ستونزه د بیکاري قوي دی بله ستره ستونزه د ناکاره انساني نیرو ده. په یو هیواد کي د کاري فرصتونو نشتوالی بیکاری ده،  خو د هغه انساني نیرو چي د مسلکي او حرفوي کار د اجرا فهم او قابلیت  نه لري ورته ناکاره بشري یا انساني نیرو ویلي شو، په یو هیواد کي د کاري فرصتونو نشتون او د بشري حرفوي او مسلکي نیرو  د نه موجودیت  له امله   هغه هیواد کي میشت وګړي محتاج او په پردیو مرستو متکي پاتي کیږي.

افغاني ټولنه کي تولیدي اجتماعي اړیکي

افغانستان، نه لکه د چین هیواد پراخي زراعتي ځمکي لري چي دلته د ځمکه وال او بزګرانو ترمنځ تضادونه وڅیړل شي او فیودالیزم ته علمي او فلسفي حل وباسل شي او نه هم افغانستان ستر صنعتي هیواد دی چي د وګړو ترمنځ معاصر اجتماعي تولیدي مناسبات د پانګه وال او کارګرانو ترمنځ د تضادونه په پایله کي شکل نیولي وي،  بنا زمونږ په افغاني ټولنه کي نه مارکسیستي، نه ماویستي او نه هم د ادم سمیت  تیوریاني کولي شي چي یو جامع او ټول منلي اقتصادي حل راوباسي، په افغاني ټولنه کي تولیدي اجتماعي مناسبات  د تولیدي طبقي لکه کسبګر ((ختګر، پښ یا آهنګر، زرګر، جولا (ټوکر اوبدونکي)، نداف….)) ، بزګر، شپانه،  حرفه يی قشر( داکتر، انجنیر، میخانیک اقتصاد پوه….)، سوداګر ( کوچني متشبثین) او بل لور روحانیونو لکه (مذهبي فرقو ليډران، د مقدسو اماکنو ساتونکي او خادمان، د دیني زده کړو د مرکزونو مشران)  ترمنځ د مرموز اجباري (نه تضاد، نه توافق) او تحمیلي اړیکو په پایله کي شکل نیولي، سیاسي ډلي ټپلي هم اکثر د مذهبي روحانیونو د منځه راپورته شوي قشر وی.

سوداګر، کوچني متشبثیین، کسبګر، حرفه يی او ټوله کي مولده طبقه مکلف ګرځول شوي چي یا د رسمي او قانوني فرامین او مراجعو له لاري یا هم د یني باورونو او کلتوري ارزښتونو په اساس خپل د عوایدو یوه برخه په تحمیل او اجبار روحانیون یا د مذهبي فرقو مشرانو ته تحویل کړي. روحانیون د خپلو تبلیغاتي کمپاینونو وخت کي لمړي د خلکو ترمنځ یو غیر واقعي ویره او ډار خپروي وروسته خلک خپل طرف ته اعانه او چندي   ته رابلي او کله چي مولد کسان فکري او فزیکي ډول نقدي مرسته ورکولو ته اماده کړي د روحاني د خوا ورته بشارت یا خیالي زیری ورکول کیږي او په ډول ډول وعدو يي منتظر پآتي کوي تر څو ژوند يي آخر ته ورسیږي. مګر که همدي وخت کي یو مولد د خپلو عوایدو د یوي برخي د ورکړي څخه انکار وکړي د روحانیونو د جانبه د واقَعي ډار سره مخ کیږي. واقعي ډآر کي د مولد (تولید کوونکي) رټل، تنبیه، انزوا، د دین څخه د اخراج او اجتماعي ویره شاملیږي چي د روحاني د خوا، مولد ورسره مخ کیږي. روحانیون په دي هم قناعت نه کوي بلکه د مولدي طبقي د رنګارنګي او تنوع څخه هم ګټه پورته کوي د سیال بودن او نا سیال بودن غوندي موضوعات رامخته کوي کله کسبګر د حرفه يي په مقابل کي او کله حرفه يی د متشبثینو په وړاندي دروي او ددوي ترمنځ کله نفاق ته لمن وهي او کله بیا یووالي ته رابلي.

د مذهبي فرقو رهبران، د مقدسو اماکنو ساتونکي، او دیني زده کړو رسمي او غیر رسمي مرکزنو مشران د  همدغه تولیدي قشرد ترلاسه شوو عوایدو څخه په ګټه اخیستني توانیږي چي لوي سیاسي او ټولنیز سازمانونه ایجاد کړي او د بیرته د مولدي طبقي په برخلیک مسلط شي.

 د اریانا د  تمدن په مختلفو دورو کي د مولدي طبقي سره  د هغه وخت د مروج او حاکمو دینونو له مخي توپیر درلوده .د ربګ ویدي دین د واک په دور کي لاسي او سخت کارونه د هغو بندیانو او غلامانو په واسطه ترسره کېدل چې په جګړو کې نیول شوي وو یا هم ځيني هغه کسبونه چي ترسره کول يي د اور سره يي اړیکه درلوده یا هغه کارونه چي بدني فزیکي ځواک ته يي اړتیا ډیره وه ،  د ریګ ویدي د مقدسو کتابونو د قوانینو له مخې به کسبګر او مولدي طببقي ته په سپکه کتل کیده خو هغه امورات يي فکري قوي په واسطه ترسره کیدله لکه روحانیون (موبدان/برهمنان) او جنګیالي د ټولنې په سر کې وو. دوی فکري او مدیریتي چارې پر مخ وړلې او فزیکي کار یې د غلامانو او ټیټو طبقو کار باله. د ریګ ویدي دیني متنو په رایجو کلنو کي د اریانا په تمدن کي بزګران د نورو کسبګرو نه بیل ګڼل کیده او بزګرانو ته په سپکه کتل کیده، په دي ډول د بزګرانو ټولنیز حیثیت پایمال وو.

په  لرغونې آریانا کي د زردشت د دین د راج په کلنو کي چي اوسني افغانستان يي هم برخه وه مولدي طبقي  ته د ټولنې د پیاوړتیا او اقتصادي ودې د ستنې په نظر کتل کېده،  تولیدي طبقي او اقشار د صنفي اتحادیو د رامنځته کولو دلاري په دولتونو کي منظم ټولنیز او اقتصادي ځای موندلی و.

د زردشت آریایان په دې پوهیدل چي تولیدي قشر د مډرن دولت او مدني ژوند په ایجاد سمسورتیا او دوام  کې بنسټیز رول لوبوي، ځکه نو هم په دولت او هم په ټولنه کي د وګړو ترمنځ د خاص احترام او درناوي نه برخمن وول. د زردشت ددین په تعلیماتو کي تولیدي طبقي ته خاص د ځمکې کښل، د ونو کینول او د څارویو ساتنه د عبادت په کچه ارزښت درلود.  ځکه نو هغه وخت خلک مولدي طبقي ته درناوي قایل شوي وو. مګر کله چي د زردشت د دین روحانیون په  خلکو کي د نفوس او شتمنیو خاوندان شول دا وخت وو چي روحانیون د خپل نفوذ د ساتلو دپاره ځانونه لوړ او مولده طبقه يي ټیټ معرفي کوه.

د اسلام د دین په راتګ کسبګر د خداي دوستان او د حلال رزق ګټل عبادت وګڼل شو او کسب او حرفه د یو خاص ارزښت درلودونکي شو او په دي ترتیب د اسلام دین مولدي طبقي ته خاص اهمیت قایل شوی. د قرآن کریم د النجم سورت په 39 ایات کي کې راغلي:  وَأَن لَّيْسَ لِلْإِنسَانِ إِلَّا مَا سَعَى) ترجمه: او دا چې د انسان لپاره هېڅ شی نشته مګر د هغه څه (کړنې/تلاش) چې هغه يې کړي وي. او یا هم د بقري سورت په 168 ایات کي مسلمانانو ته امر شوی (يَا أَيُّهَا النَّاسُ كُلُوا مِمَّا فِي الْأَرْضِ حَلَالًا طَيِّبًا وَلَا تَتَّبِعُوا خُطُوَاتِ الشَّيْطَانِ إِنَّهُ لَكُمْ عَدُوٌّ مُبِينٌ(البقرة: 168)

ژباړه: اې خلکو! له هغه څه چې په ځمکه کې دي حلال او پاک وخورئ او د شیطان په قدمونو پسې مه ځئ؛ بېشکه هغه ستاسو ښکاره دښمن دی.

نږدي تیر یا لا اقل دري ورستیو پیړیو کي نړیوال نیواک ګر (مغل، انګلیس، روس، امریکا، له دوي نه په پیروي پنجابیان) زمونږ د سیمي یا د افغاني تولني تولیدي اجمتاعي جوړښتونو ته متوجه وو او  دوي پوهیدل چي سیمه کي دنفوذ دپآره ضروری دی چي لمړي باید تولیدي اجمتاعي مناسبات برهم، ګډوډ، پیړي شا (ربګ ویدي دور) ته وګرځوي تر څو تولیدي ظرفیتونه پوپنا  او یو داسي ټولنیز ماسبات ایجاد کړي چي له طریقه يي د نیواک ګرو ګټي خوندي کیږي.

نړیوال نیواک ګر د تولیدي طبقي د تضعیف دپاره، د نیواک لاندي هیواد کي یو داخلي متقابل ځواک ته اړتیا احساسوله چي وکولي شي د داخل نه تولیدي اجتماعي مناسبات ورباندي ګډوډ کړي، دوي ټولو وتوانیدل چي د کلتوري ارزښتونو د حفظ او ساتني په پلمه او ددیني متنونو څخه د غلطو تعبیرونو دلاري مولده طبقه او روحانیونو تر منځ اړیکي د معنویت نه، مادي لوري ته سوق کړي، د نیواک په دي پیر یا دور کي چي ځیني وخت په وقفه يي او ځیني وخت تر اوږدو کلنو يی دوام کړي، یواځیني استعماري ځواک چي د افغانستان د تولیدي طبقي په پلوي ودریدل هغه روسي نیواک وو چي د شوروي د جمهوریتونو په شکل راڅرګند شوي وو.

مغل، پرنګیان، امریکایان او اوس پنجابیان د تولیدي طبقيٍ په وړاندي د روحانیونو د تقويي او ملاتړ دلاري د ټولني تولیدي اجتماعي جوړښتونو ته لوي تاوانونه ورسول. او اوږده کلونه يي په سیمه واک وچلوه.

د نیواک ګرو د خوا  دلته د تحت الحمایه یا نیمه واکمنیو په ایجاد سره یا کله هم د استعماري قوتونو د ضعف په وخت کي روحانیون توانیدلي چي د بل نوي نیواک ګر سره اړیکي جوړ او ددوي په ملاتړ خلکو کي خپل ټولنیز باور او رواني تاثیرات حفظ کړي. او په دي ډول د اسلام اصلی ارشادات چي هماغه حلال کسب ( چي په زیار، زحمت، خوله تویولو او مثبتي طریقي لاسته راځي ) ته دعوت او د حرام ( په درواغجنو وعدو، غلطو طریقو د نورو په حق کي تیري څخه ګټل کیږي) د شیطان کار ګڼل کیږي په ځاي پاتي شوی او د هیواد تولیدي ټولنیز وضیعت نږدي د ویدي کتابونو څخه اقتباسي شکل تیر دوران ته ورګرځول کیدلو هڅی  ګړندی کړل شوی دی.

ښکیلاکي قوتونه د مولدي طبقي او روحاني قشر تر منځ د تحمیلي او مرموزو اجباري اړیکو په ایجادولو سره توانیدلي چي اوسني افغانستان کي د کسبګرو د تکامل او پرمختګ مخه ډب کړي، کسبګر حرفوي او علمي (صنعتي) کیدو ته  پرینږدي  تولیدي ظرفیتونه پراګنده او د کار د وسایلو عصري کول درول شوی. پورته تاریخي او عیني شرایطو ته په کتو ښکیلاکي ځواکونه توانیدلي چي د روحانیون او مولدي طبقي ترمنځ لوي مرموز اجباري درزونه ایجاد کړي روحانیون ځانونه واجب الاحترام (د پیامبر وارثین) او مولده طبقه کالانعام (حیواناتو) سره تشبیه کوي، د حرفوي او مسلکي تیوریانو سره مخالفت کوي، د کار د وسایلو عصري کیدل د دینی ارزښتونو خلاف د فساد او فتني عامل ګڼي، معلوماتي تکنالوژي ته لاسرسي اخلاقي فساد منشا معرفي کوي، البته دا یو خاص حالت او فردي کړنه  نه دی بلکه یو ګروهي عمل ده چي په اجتماعي (ټولنیز) مفهوم تبدیل شوی. ځکه خو دلته د اړتیا وړ توکي ټول له بهرنیو هیوادونو واردیږي او افغانستان یواځي یو مصرفي هیواد پاتي شوی.

روحانیون اوس د افغاني ټولني هغه عمده قشر جوړوي چي د  مولدي طبقي په روان کي ننوتي دي، اوسني روحانیون د اسلام د دین د روح خلاف د دیني متنونو څخه په داسي ډول تعبیر وړاندي کوي چي یواځي  د همدي روحاني قشر ګټي پري ساتل کیږي او  مولده طبقه په دوامدراه شکل ددوي تر تاثیر او حاکمیت لاندي پاتي کیږي. دوي په دي بهانه چي مونږ خلکو ته دین رسوو یا دیني خدمات وړاندي کوو په تولید کي مستقیمه برخه نه اخلي او سخت کار ته ځان نه ورکوي،  روحانیون که له یوي خوا د کسبګر او مولدي طبقي  په روان واکمن دي له بلي خوا د هیواد په سیاسي فضا هم مستقیم او  غیر مستقیم فوق العاده تاثیر ګزاره دي، که څه هم په افغان روحانیونو کي داسي کوم فکري مکتب چي ددوي د خپل ذهن محصول وي او ددین له متنونو لکه قرآن کریم څخه مستقیم تعبیرات او تفاسیر وړاندي کړي شتون نلري مګر دټولني دا قشر توانیدلي چي د بهرنیو فکري مکتبونو څخه په استفادي د خلکو په باورنو خپل اثر ګزاري ثثبیت کړي او بیا له دې طریقه د خلکو/ کسبګرو په سیاسي برخلیک ټاکوونکي نقش ولري.

له شاه شجاع او امیردوست محمد خان څخه تردا اوسه پوري ټول واکمنان د بهرني ملاتړ تر څنګ ،داخل کي د روحانینو د فتوا، تبلیغات او د دیني روایتونو څخه په سم یا ناسم توجهیاتو په اساس چي همدي روحانینو ورته پیدا کړي د تولیدي طبقي په برخلیک مسلط، واک ته رسول شوي او واکمني يي ساتل شوی. خو که په دي منځ کي کوم زمامدار د روحانینو ملاتړ نه دی درلودلی یا یو کم شمیر روحانیونو يی ملاتړ کړی ډیر شمیر مخالفت نو هغه واکمنان د سختو فشارونو په پایله کي يي حاکمیت لنډ مهاله او ژر پآیته رسیدلی.

 په همدي اساس د ټولني اکثر ځوانان هڅه کوي چي روحانیت او دیني زده کړو مرکزونو ته لاره پیدا کړي تر څو له یوي خوا د ملک  يه سیاسي جوړښت کي خپل ځآي ولري له بلي خوا د ډير زیار او دوامداره سخت کار نه ځانونه خلاص کړي. ځکه خو محافظه کاره حکومتونو کي ( افغانستان کي ډير او دوامداره کلونه د همدي ډول حکومتونو واک وي) د تولیدي قشر ظرفیت جوړوني ته لږ مګر د روحانیت د ترویج مرکزونو ته تر حد ډیره توجه کیږي.

په اقتصادی لحاظ افغانستان د نړی د وروسته پاتي هیوادونو په قطار کی راځي، ځکه نو دلته لمړی باید د عدالت پلي کول او د فقر  له منځه وړل  د اقتصادي پراختیا اصلي او مهم اهداف واوسي سره له دی چي زمونږ هیواد قیمتی معدني منرالونو، زارعتي محصولاتو، خوږو اوبو  د طبعي انرژی د تولید دپاره  پراخي زیرمی او لازم شرایط  لري خو له دغو فرصتونو د ګټي اخیستني دپآره د اړینو بشري سرچینو او څیړنیزو مرکزونو نشتون هیواد کي د غربت او فقر کچه لوړه ساتلي، له بلي خوا افغانستان په وچه کي د تمدنونو د وصل په څلور لاري کي موقیعت لري چي همدغه موقیعت کولاي شي هیواد کي بهرنیو پانګوني ته په یو زرین فرصت بدل شي.

په پرمختللو ټولنو او وروسته پاتې ټولنو کې د اقتصادي پرمختګ اهداف توپیر لري. په وروسته پاتې ټولنو کې ډېر تمرکز د بې وزلئ په له منځه وړلو او د ټولنېز عدالت په رامنځ ته کولو کیږي؛  خو برعکس په پرمختللو ټولنو کې د اقتصادي پرمختګ موخې د ټولني د صنعتي کېدلو او ټولنېزې هوساینې لور ته پام کیږي. که څه هم افغانستان د طبعي خام توکو کافي زیرمي لري خو بیا هم افغانستان د دریمي نړۍ د هیوادونو په کتار کي یو بشپړ مصرفي هیواد دی، افغانستان کي اقتصادي نابرابري، د هیواد په سیاسي فضا کي د مولدي طبقي کمرنګه بي تاثیره رول، او جګړه  هغه ستري ستونزي دي چي ددغه هیواد د سیاسۍ، ټولنیز او کلتوري پرمختګ خنډ شوي او زمونږه ټولنه په دوامداره توګه بي ثباته پاتي شوی فقر د جګړي زیږنده یا په بل عبارت افغان کورنیو کي ناداري او فقر په افغانستان کي د جګړي اسباب برابر کړی.

که  افغانستان کي منابع تشخیص، بشري (کسبګر او حرفوي)  ظرفیتونه لوړ، څیړنییز (علمي) مراکز ایجاد او نړیوالو پانګوالو سره اړیکي جوړي شي لري نه ده چي زمونږ هیواد د مخ پر ودي او پرمختللو هیوادونو په قطار کي یو مطرح هیواد او افغان کورنیو کي د فقر ټغر ټول شي.

ټیټ پوړی مامور/ پنځلسمه برخه 

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.