هیواد او بهرني هیوادونه

لیکوال : سردارولي الکوزی 

57

هر انسان چې په کوم ځای کې نړۍ ته راشي او هلته رالوی شي، نو د نړۍ د نورو هیوادونو د لیدو هیله لري. دا هیله مختلف هدفونه لري. د مثال په ډول، څوک غواړي د چکر یا سیاحت لپاره سفر وکړي، څوک غواړي د کار لپاره سفر وکړي او څوک غواړي د ژوند یا مینې د بدلون لپاره سفر وکړي.

علتونه هم مختلف دي؛ د نویو سیمو لیدل، په خپل هیواد کې د کار نشتوالی، له جګړو او سختې پالیسۍ څخه سرپناه موندل او داسې نور.

د افغانستان په تاریخ کې تل ګاونډیو هیوادونو زموږ خاورې ته پناه راوړې ده او موږ هم پناه ورکړې ده. خو په تېرو پنځو لسیزو کې جګړو زموږ هیوادوال مجبور کړل چې هیواد پرېږدي او نورو هیوادونو ته پناه یوسي. زموږ د هیواد په تاریخ کې دا تر بل هر وخت اوږده جګړه او له هیواد او هیوادوالو سره اوږده جلاوالی و.

خو راتلونکی هم لا روښانه نه دی چې څه به پېښېږي. د اوسنیو واکدارانو سخته پالیسۍ او د مخکنیو واکدارانو بې‌بندوباره ازادۍ د خلکو ژوند تر فشار لاندې راوستی دی. که چېرې منځلارې پالیسۍ د مشرانو له خوا ملت ته وړاندې شي، نو ملت به هم خوښ وي او د روانې جګړې یا بلې جګړې لپاره به پلمه نه وي.

زموږ کلتوري ازادۍ، د کلي او کور دود او دستور او د قومونو ترمنځ د دوستۍ لارې دې لا پراخې شي، او تر څنګ یې تعلیم، چې الهي امر دی، نارینه او ښځینه دواړو ته اجازه ورکړل شي.

د خارج یا بهرني ژوند دومره اسانه نه دی څومره چې موږ یې په فکر کې اسانه ګڼو. هر بهرنی هیواد خپل کلتور او قانون لري. څوک چې په دغو هیوادونو کې ژوند کول غواړي، باید دا هر څه پر ځان ومني او ورسره ژوند وکړي.

په تېره بیا اروپایي هیوادونه ځانګړي قوانین لري. په اروپایي هیوادونو کې د ژوند پیلول او مقصد ته رسېدل د یو زندان په شان دي؛ یعنې له سره، له صفره، ژوند پیلوي. البته د ماشومانو له پاره کومه خاصه ستونزه نه لري، هغوی ژر له محیط سره ځان عیاروي.

د اروپا ښکلی ژوند چې له پردیو مو لیدلی او کتلی دی، په حقیقت کې هغه شان نه دی. دلته د قانون منل له حده زیات دي. هېڅوک نشي کولی غیرقانوني حرکت یا قدم پورته کړي.

هغه څه چې موږ به په خپل هیواد کې کول او عادي به مو ګڼل، په اروپا کې دا هر څه کېدای شي جرم وي. بې ځایه چاته بد رد ویل، بې ځایه خندا یا ژړا، بې ځایه پلور یا اخیستل، بې ځایه د انساني ضرورت ردول، حتی بې ځایه یو وړوکی بوتل یا کوم بل شی غورځول هم حرام دي. دا هغه کوچني مثالونه دي چې ما ذکر کړل؛ یعنې هر څه له دې هم سخت دي.

کاري ژوند ته هم باید اشاره وکړم. څومره چې موږ اورېدلي او په مطبوعاتو کې مو اورو، اروپایي هیوادونه تر ډېره د بشري او انساني حقوقو څخه دفاع کوي او دا د دوی له پاره فرضي کرښه ده، خو اصلاً داسې په دې هیوادونو کې، په ځانګړي ډول د کاري ژوند په مربوط، تر سترګو نه لیدل کېږي.

د کاري ژوند په اړه دا ستونزه ده چې کاري ساعتونه اته ساعته لري؛ یعنې هر انسان باید اته ساعته کار وکړي. بې کاره د ژوند پرمختګ ناشونی دی، خو ستونزه دا ده چې دا اته ګنټه کار څنګه انسان وکړي؟

دلته انسان ته د روبوټ په سترګه ګوري. د کار په وخت کې د غرمې ډوډۍ لپاره نیم ساعت وخت ورکول کېږي، چې د کار په اخیر کې باید اضافه کار وکړي، تر څو خپل اته ساعته وخت پوره کړي.

که د وقفې ضرورت وي، د ورځې په اوږدو کې دوه ځلې د پنځلسو دقیقو لپاره وخت اخیستل کېدای شي، خو په پای کې به دا وخت بېرته کار کوي او خپل اته ساعته وخت به پوره کوي.

تر څنګ یې، بې شکه، بد رد هم اورېدل کېږي. که چېرې کوم بهرنی له کوم شرکت سره کار کوي، ځایي خلک بیا لږ ګوزاره کوي. که په خوله څه ونه وایي، خو د ورځې په اخیر کې درته وایي: «خدای پامان، موږ تاسو ته ضرورت نه لرو.»

مقصد مې دا دی چې د کاري قانون دا برخه تر ډېره بریده د انساني حقوقو سره په ټکر کې ده.

موږ چې څه وینو او اورو او په مطبوعاتو کې یې وینو، هغه مسایل دي چې وایي دا یو تجارتي اعلان و، خو تریخ حقیقت او تریخ ژوند په غربي نړۍ کې بل.

د افغانستان سیاسي تېروتنې او ګردجن راتلونکی

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.