د زده کړو او بشري حقونو افغان فعال مطیع الله ویسا د فرانسې د ۲۰۲۶ کال د آزادۍ جایزه ترلاسه کړې ده.
دغه جایزه هر کال هغو شخصیتونو او فعالانو ته ورکول کېږي چې د آزادۍ، ټولنیز عدالت، بشري حقونو او مدني ارزښتونو د ودې لپاره اغېزناک فعالیتونه ترسره کړي وي.
د جایزې ګټونکی د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو د ځوانانو او ګډونوالو د انلاین رایو له لارې ټاکل کېږي.
سږکال مطیع الله ویسا وتوانېد چې د چین او امریکا له نوماندانو سره په سیالۍ کې د نړۍ له ۷۵ هېوادونو څخه ۱۸ زره او ۷۰۸ رایې ترلاسه کړي او د ۲۰۲۶ کال د سیالیو د اتم پړاو لومړی مقام خپل کړي.
ویسا د افغانستان له مخکښو تعلیمي فعالانو شمېرل کېږي او په ځانګړي ډول د ماشومانو او نجونو د زده کړو د حق لپاره د خپلو دوامداره هڅو له امله پېژندل شوی دی.
نوموړي په وروستیو کلونو کې د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د زده کړو د ارزښت د عامولو او تعلیمي فرصتونو د پراختیا لپاره پراخ فعالیتونه کړي دي.
د زده کړو او بشري حقونو یو شمېر فعالانو د ویسا دا بریا د افغانستان د هغو میلیونونو ماشومانو او ځوانانو بریا بللې چې د زده کړو، قلم او کتاب له فرصتونو محروم پاتې دي.
مطیع الله ویسا څو میاشتې وړاندې د قطر د امیر تمیم بن حمد آل ثاني د نړیوالې جایزې په نهم پړاو کې د ځوانانو د نوښت او مشارکت برخه کې هم د فساد پر ضد د مبارزې جایزه ګټلې وه.
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.