کیمیاګر او یو تاثیر

ذبیح الله شفق

39

د کیمیاګر په اړه مي ډېر اورېدلي او لیدلي وو. اخیر مي وهم لوست. تولستوی به ویل چي کوم کتاب په دوه ځله لوستلو نه ارزي، په یو ځل لوستلو هم نه ارزي. کیمیاګر که مي دوه ځله نه ولوست، مګر یو ځل مي ښه سم ولوست. د (سم) څخه مي برداشت عمیقوالی او ژوروالی دی. کیمیاګر په انګلیسي [ALCHEMIST] د برازیلي لیکوال پاولو کویلو اثر دی چي په ۱۹۸۸م کي لومړی ځل په برازیل کي خپور سو. پښتو ته راشد خټک په ۲۰۰۸ کي را وژباړی او بیا ۲۰۲۳ کي دوهم ځل چاپ سو. ما یې د راشد خټک ژباړه ولوسته. ویل کېږي چی دا نامتو اثر تر دې مهاله په اتیا ژوندیو ژبو ژباړل سوی او نژدې ۱۵۰ میلیونه ټوکه پلورل سوی دی. ځیني وختونه د کتابونو په برخه کي مبالغه له حده اوړي. زما پخپل نظر د یوه کتاب ډېر پلور د هغه پر ښه والي او نړیوال والي دلالت نه کوي. یوه ملګري چي ټولنپوهنه یې ډېره لوسته راته وویل چي خلک پوچ آثار لولي او خوښوي یې. مقصد یې معلوم وو: خلک عمیق آثار نسي درکولای او هضمولای په همدې خاطر خو هغه څه ډېر خوښوي چي نور یې خوښوي، یا په بله مانا چي فکر وهلو ته پکښي اړتیا ډېره نه وي. ماته کیمیاګر ښه وو، خو د هوګو د ” بېوزلان ” په څېر جالب نه وو. د ” کیمیاګر ” پښتو ژبه روانه وه. خو ځیني ځایونه یې خستګون وو. خټک صاحب هم یادونه کړې چي دا ژباړه به د اصل متن په پرتله سمه نه وي خو بیا هم ښه ده. ځکه د ده په وینا تر نه کولو، یوڅه کول غوره دي. د ” کیمیاګر ” د ناول ژبه روانه او ډېر فلسفي افهام کویلو په ساده ژبه پکښي بیان کړي. د دې ناول پیغام په ټوله کي دادی چي انسان ته خپل هدف روښانه کړي. چي هر انسان په دې نړۍ کي یو ځانګړی ماموریت او هدف لري او عبث نه دی خلق سوی. دغه راز راته وایي چي تر ډېر څه کول د خپلي خوښي څه کول غوره دي. یعني مهمه نه ده چي موږ دي لوړ مقام ته حتماً ورسېږو، ریس جمهور دي سو، یا دي داسي څوک سو چي نړۍ حیرانه کړو. بلکي څه چي مو زړه غواړي هغه څه باید سو. د ” کیمیاګر ” دې خبرو ماته د عامرخان ” درې احمقان ” فلم را په یاد کړ. چي محتوا یې ځوانان د خپلي خوښي او ذوق برابر پوهنځي او مسلک ته هڅول، نه د کورنۍ او شرایطو په خوښه مسلکونو او پوهنځیو ته. د ” کیمیاګر ” کیسه د یو ځوان هلک چي (سان ټیاګو) نومېږي پر مرکزي کرکټر را څرخي. سان ټیاګو په یوې دیني کورنۍ پوري اړه لري. دی غواړي ټوله نړۍ وویني. پلار یې مداخلت کوي او ورته وایي چي زموږ تر سیمي (اسپانیې) غوره ځای او زموږ تر ښځو ښایستې ښځي په ټوله نړۍ کي نسته. خلک له لیري لیري ځایو دلته زموږ د سیمي د لیدلو لپاره راځي، نو ته هم له ځانه مذهبي مشر جوړ کړه. سان ټیاګو ورته وایي چي زه غواړم د هغو خلکو سیمي ووینم چي دوی یې پرېږدي او زموږ د سیمو د لیدلو لپاره له هغو څخه راځي. پلار یې بیا مداخلت کوي او ورته وایي چي هغوی شتمن دي. د سیاحت لپاره پیسې لري. ټیاګو خپل پلار مخاطبوي او ټینګار کوي چي زه غواړم یوه رمه واخلم او په دې توګه به هم شپني کوم او هم به نوري سیمي وینم. یعني تر لوړ څه کولو (مذهبي مشر جوړېدلو) د خپلي خوښي څه (نړۍ او خلک لیدل) غوره دي. سان ټیاګو رمه اخلي، بېلابېل خلک، ځایونه، کلتورونه او سیمي ویني. هره شپه پر یوې نوې مېنې هستېږي او په دې سره یې ځان خوښ ساتلی وي. بیا په یوه خرابه کي خوب ویني، چي یو څوک د مصر په اهرامونو کي خزانه ورښیي. دی یې تعبیر یوې ښځي ته وایي. ښځه ورته وایي چي د خوب تعبیر دادی چي ته خزانه پیدا کوې خو ماته به یې لسمه برخه حتماً را کوې چي کله یې پیدا کړې، ټیاګو یې خبري بابیزي ګڼي او ځیني ځي. بیا یو سپین ږیری پاچا پر پېښېږي چي دته د خپل برخلیک په اړه وایي چي ته د خپل برخلیک په موندلو کي بریالی سوی، او دته د پالونو لپاره دوه کاڼي ورکوي او د خزانې په اړه ورته وایي چي ته به حتماً ورته رسېږې. سیاګو ګومان کوي چي دا سړی د هغې ښځي سر یو دی، خو وروسته سړی بزرګ خېژي او سیاګو ته د خپلي کورنۍ نومونه لیکي او د هغې پېغلي نوم هم چي ده یو وخت لیدلې او خوښه سوې یې وه. دلته سیاګو سپین ږیري پاچا ته وایي چي که ته رښتیا ما خزانې پیداکولو ته هڅوې او مرسته راسره کوې نو د خزانې لسمه برخه تاته درکوم. د سالم سپین ږیری پاچا ورته وایي چي هیڅکله د هغه څه په اړه د چا سره سودا مکوه چي تر اوسه دي لا تر لاسه کړي نه وي. (دلته موږ ته هغه څه جوتېږي چي سیاسون یې موقفونو ته تر رسېدلو وړاندي سره ویشي. او په ژوند کي هم دا کلمه ډېره مرسته راسره کوي چي نه باید د هغه څه په اړه چاته وړاندوینه وکړو یا معامله چي لا مو په لاس کي نه دي.) په هر صورت له دې څخه وروسته سان ټیاګو له اسپانیې د عربو سیمي ته ځي او خپله رمه ټوله پلوري تر څو د سفر لپاره خرڅ او لوازم په برابر کړي. کله چي د عربو سیمي ته داخلېږي، غله پر پېښېږي او شکوي یې. ټیاګو مایوسه کېږي. په یوه دوکان کي کار شروع کوي او غواړي بیرته خپله رمه تر لاسه کړي. څو میاشتي وروسته چي فکر کوي ډېر څه یې لیدلي، ډېر یې تجربه او بیرته یې د رمې دوه آندازه پیسې تر لاسه کړې نو آرادې یې بیرته بدلېږي او مصر ته د سفر هوډ کوي. (دلته موږ دا ذهنیت اخلو چي خپل هدف ته پر لار به طبعاً لوړي او ژوري راځي، ناهیلي، ستړیا، خطر، خفګان او نور ډېر څه. خو درېږو به نه، ځکه همدا هدف دی چي موږ پخوي، موږ جوړوي، او ډېر څه په را تجربه کوي.) سان ټیاګو مصر ته تګ پیلوي. پر لار د یوه کیمیا لټونکي سره مخ کېږي چي انګرېز وي او د داسي چا په لټه کي وي چي له اوسپني سره زر جوړ کړي. دوی له اسپانیې مخ پر مصر پر یوې سوځندي دښتي سفر پیلوي. پر لاري میاشتي میاشتي تګ کوي. بلاخره یوه بڼ ته رسېږي، هلته ټیاګو پر یوې پېغلي (فاطمې) مَینېږي او هغې ته وایي چي زه نور خپل هدف ته ورسېدم، ستا څخه مي زړه نه ځي، دلته به آرام ژوند وکړم او خزانه به پسي پرېږدم. خو فاطمه یې منعه کوي او زیاتوي چي موږ د صحرا ښځي یوو، په انتظار عدت یو، تر دې چي ته له ما سره و اوسې دا ډېره بهتره ده چي زه دي په انتظار و اوسم تر څو ته خپل هدف ته ورسېږي او له بشپړي بریا سره را وګرځې. (دلته بیا لوستونکو ته دا ذهنیت سازي سوې چي ځیني وخت هدف ته د رسېدو پر مهال موږ ځیني وخت راحت طلبي پیدا کوو، یا نور ډېر څه. خو موږ به درېږو نه، او په موقتي خوشحالیو به ځانونه نه خطا باسو. دا هرڅه چي راته رسېدلي هدف ته د رسېدو پر لار په مخه راغلي، خو اصلي هدف ته باید ورسېږو.)

له دې وروسته سان ټیاګو له یوه کیمیاګر سره مزل ته دوام ورکوي او د نړۍ ژبه هم زده کوي چي د مرغانو، صحرا او باد په خبرو پوهېږي. پر لاره یې د یوې قبیلې جنګیالي بلي قبیلې ته د جاسوسانو په تور نیسي. کیمیاګر سړی د قبیلې مشر ته وایي چي دا هلک (سان ټیاګو) کولای سي له ځان څخه سیلۍ (تېز باد) جوړ کړي. ټیاګو حیراني وړي. خو وروسته د سپین ږیري پاچا خبره ور یادېږي: ” کله چي یو څوک د رښتیا یو کار سرته رسول غواړي نو ټول کاینات د هغه مرسته کوي. ” د قبیلې مشر دوی ته درې ورځي وخت ورکوي چي که په درو ورځو کي دوی سیلۍ نه راوسته نو دوی به وژني. بلاخره سان ټیاګو یوې غونډۍ ته خېژي او د نړۍ د ژبي په توسط دی د شمال، صحرا او لمر سره خبري کوي او یو توند او تېز شمال راځي چي بلاخره دوی د قبیلې مشر خوشي کوي. سان ټیاګو او کیمیاګر د مصر اهرامونو ته رسېږي دلته کیمیاګر د اوسپني څخه زر جوړوي یوڅه سان ټیاګو، او د اهرام ساتونکي ته ورکوي او دی ځیني ځي. خو سان ټیاګو ته وایي چي د بیا تګ پر مهال دي نور زر هم پکارېږي چي هغه د اهرام ساتونکي ته ورکوي. ټیاګو د مصر د اهرام په خوا کي ډېر ځای کیندي، خو څه په لاس نه ورځي. بیا داړه ماران او غله پر پېښېږي او له ده څخه زر او هغه پیسې وړي چي د صحرا د بڼ د ژغورلو پر مهال د بڼ خلکو او واکمن دته ورکړي وې. د ده د وژلو تابیا نیسي، خو وروسته د غلو مشر له ده څخه پوښتنه کوي چي دلته څه کیندي؟ دی ورته وایي چي ما خوب لیدلی چي دلته خزانه ده، ځکه زه دا ځای کیندم او له اسپانیې پسي راغلی او میاشتي میاشتي مي مزلونه او خوارۍ ورته کړي دي. د غلو مشر خپلو ملګرو ته وایي چي دا خوارکی لېونی دی. او دته وایي چي په بېځایه خوبونو باور مکوه. ما هم څه وخت مخکي داسي خوب ولیدی چي د اسپانیې په یوه خرابه کي تر چینار لاندي خزانه وي. نو زه به اوس دونه لېونی یم چي تر دې لویې صحرا به د یوه بې مانا خوب لپاره اسپانیې ته ځم. له دې خبرو وروسته غله ځیني ځي او ټیاګو دلته فکر پسي اخلي چي په اصل کي خزانه په هغه خرابه کي وه چي ده خوب لیدلی وو او د مېږو رمه ورسره وه. ټیاګو بیرته اسپانیې ته راځي او په هغه ځای کي خزانه مومي چي ده خوب لیدلی او رمه ورسره وه او د خزانې د پیداکولو وروسته د فاطمې پر خوا چي ده په انتظار کي پرېښې وه، روانېږي.

کیمیاګر کي ځای ځای ځیني صحنې د خیال بڼه غوره کوي. زه خیال نسم درکولای، لکه د هالیوډ فلمونه چي څو ثانیو کي بلي سیارې ته ولاړ سي یا له ځان بلا جوړه کړي. د تخیل څخه کار اخیستني بیا هم د ناول منځپانګه ډېره نه ده پیکه کړې او د پېښو بیان او منظرکشي یې خوندوره ده. په ” کیمیاګر ” کي د اسپانیې څخه تر مصره پوري پر وچي دښتي د ناول د مرکزي کرکټر سان ټیاګو او انګرېز کیمیا پلټونکي سفر بېخي ښه انځور سوی او سړی له ځان سره اخلي. پر وچي دښتي د کاروان مزل، د کاروان د مشر لارښووني او د سان ټیاګو او انګرېز ترمنځ بحثونه سړی داسي احساسوي چي دی هم پر دې وچي دښتي چي یو وخت سمندر وو د کاروان برخه او مسافر دی. له دې ورهاخوا د ناول په منځپانګه کي کله کله د لوستونکو د عبرت لپاره ځیني کیسې هم راوړل کېږي چي د ناول مرکزي کرکټر ته د نورو لخوا ویل کېږي. دا چي ” کیمیاګر ” په نړیواله سطحه مشهوره سو یو لامل یې دا وو چي یوازي تر لویدیځه محدود نسو، بلکي د عربو یادونه او د افریقا دښتي هم پکښي راغلې دي. پاولو کویلو د مسلمانانو او عربو فاتحانو چي یو وخت یې اسپانیا فتحه کړې وه د یادولو سره سره د دوی د لمانځه یادونه هم کوي. کله چي سړی د ناول په لومړۍ برخه کي د عربو د لمانځه صحنه ویني نو پر وړاندي یې یوڅه تیت انځور برسېره کېږي. مثلاً کویلو د لمانځه لپاره د عربو جمعه کېدل د مېږو سره پرتله کړي چي کله پر مېږو سړی ناره کړي نو دوی ټولي سره یوځای او بیا ودرېږي. ناول کي دا صحنه داسي لولو:
” هلک ځانته ډاډ ورکاوه، چې ملگری یې هسې په تصادفي توگه له ده نه بېل شوی دی. ده پرېکړه وکړه، چې په دغه ځای کې ودرېږي او د ځوان د بېرته راتلو انتظار وباسي. هغه انتظار کاوه، چې یو ملا مینار ته وخوت او چیغه یې کړه، (د لیکوال هدف آذان دی.) د بازار ټول خلک لکه د مېږو خواره شول، دوکانونه یې وتړل، لاړل په زنگنو کېناستل او تندي یې په ځمکه ولگول. “

دلته پاولو کویلو د مسلمانانو آذان د یوې عدي نارې (چیغي) او د لمانځه لپاره د مسلمانانو جمعه کېدنه د مېږو سره تشبیې کړې. دې موضوع ته زما هسي ور پام سو ښه به وای چي دا صحنه یې داسي انځور کړي وای:
” هغه انتظار کاوی چي یو ملا مینار ته وخوت او آذان یې وکړ، د بازار ټول خلک د آذان په اورېدو سره خواره سول، دوکانونه یې وتړل، ولاړل پر زنګنو کښېناستل، تندي یې پر ځمکه ولګول او پر سجدو سوو. “

کیمیاګر کي د لږو کرکټرونو رول، فلسفي بیان په ساده ژبه، د ژوند د مانا، برخلیک، هدف ته د رسېدو او د افریقا د سوځندي دښتي او نورو صحنو بیان په ښه ډول هغه څه دي چي لوستونکي ښایي د ځان سره واخلي. د کیمیاګر ناول څخه یو تر ټولو مهم تاثیر زموږ لپاره د خپل هدف مشخص کول او تعقیبول دي چي موږ ته د خپل ژوند ارزښت راښیي چي موږ هر یو په دې نړۍ کي یو ځانګړی ماموریت لرو چي باید د سرته رسولو لپاره یې هڅي او خوارۍ وکاندو. خپل ځان وپېژنو او خپل هدف. او ځیني وختونه چي موږ د څه لپاره ځغلو او خوارۍ کوو هغه زموږ په څنګ کي وي. په ساده مانا رښتونې خزانه هغه نه وه چي ټیاګو په کلیسا کي تر یو عالم خواریو او تکلیفونو وروسته پیدا کړه، بلکي هغه وه چي ده پر لاري ومومه. (له بوډا پاچا سره لیدل، په دوکان کي کار، د خلکو لیدل، تجربه اخیستل، په صحرا کي سفر، د فاطمې لیدل، په بڼ کي جایزه تر لاسه کول، له کیمیاګر سره یوځای سفر، له ځان سره سیلۍ را الوزول او نور ډېر څه.) دا موږ ته الهام راکوي چي ځیني وخت موږ کوم څه په بهرنۍ نړۍ کي لټوو، د هغې سرچینه په اصل کي زموږ په دننه کي وي.

د کیمیاګر درې مهم پیغامونه:

لومړی: د برخلیک تعقیب، او د هدف لپار حرکت
دوهم: له بېري نه بېره، کیمیاګر کي یوه جمله ده: ” د کړاو په باب فکر کول، له کړاوه زیات سخت دي. ”
دریم: اصلي ارزښت هدف ته په رسېدو نه د هدف په لاره کي دی. بدلون، تجربې، پوهه، ملګري او لاسته راوړني دا ټول د هدف د لاري برکت دی.

د کیمیاګر ژبه ساده او کیسه یې له یو عالم الهامونو څخه ډکه ده. د دې کیسې الهام چي پاولو کویلو د هره ځایه اخیستی وي خو پیغامونه او صحنې یې په خوند پکښي ځای پر ځای کړي دي. ابراهیم ایمان/ابراهیم ایمان یو وخت لیکلي وو چي دا کیسه کویلو د مولانا بلخي د یوې مثنوي څخه کافي کړې، د ملګرو جوابونه ورته دا وو چي کله د دوو کیسو پیغام یو وي نو بیا یې کاپي نسو بللای.

د کیمیاګر څو هغه جملې چي زما خوښي سوې او هره یوه یو ځانګړی او دروند پیغام پخپل ځان کي لري:

– هره ورځ د خلکو لیدل د ژوند برخه ګرځي او بیا په بنیادم کي د بدلون راوستلو هڅه کوي.

– د نړۍ تر ټولو غټ درواغ دادي، چي د ژوند په یوه خاصه مرحله کي موږ د پېښو کنټرول له لاسه ورکوو او قسمت زموږ د ژوند پریکړه کوي.

– د کړاو په باب فکر کول، د کړاو نه زیات سخت دي.

– ټول رازونه په حال کي پټ دي، که سړی حال ته ځیر سي، نو خپله وضع ښه کولای سي او چي حال ښه سي نو راتلونکي پېښې هم ښې وي.

– کله چي یو څوک د رښتیا یو کار سرته رسول غواړي نو ټول کاینات د هغه مرسته کوي. “

۲۰۲۶/۶/۶ – شنبه

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.