ولې هغه تحریکونه او ګوندونه چې اجتماعي قیادت نه لري، د یو فرد تر سیوري لاندې راټولېږي او زر له منځه ځي؟
ډاکټر انور داوړ
ولې هغه تحریکونه او ګوندونه چې اجتماعي قیادت نه لري، د یو فرد تر سیوري لاندې راټولېږي او زر له منځه ځي؟
په معاصر سیاسي تاریخ کې دا یوه تکرارېدونکې تجربه ده چې ګڼ شمېر تحریکونه او سیاسي ګوندونه په چټکۍ، تېزۍ سره راڅرګند شوي دي، خلکو ته یې هیلې ورکړې دي، یو Peak ته رسېدلی دي، خو موده وروسته يې ډېر زر خپل ځواک او طاقت له لاسه ورکړی او د تاریخ په پاڼو کې ورک شوي دي. د دې ناکامۍ تر شا تر ټولو بنسټیز بنیادي لامل يې د اجتماعي قيادت د نه لرلو او د تحريک يا ګوند د ټول جوړښت د یوه فرد تر سیوري لاندې ولاړتیا ده.
کله چې یو تحريک يا ګوند د یوې نظریې پر ځای د یوه شخصیت په شاوخوا کې جوړ شي، نو په اصل کې هغه تحريک يا ګوند له شروع څخه د کمزورۍ تخم په ځان کې لري. ځکه چې نظریه تل د زمانې له بدلون سره سم ځان عیارولی شي، خو شخصیت محدود وي. شخصیت زړېږي، ستړې کېږي، تېروتنه کوي او حتی له منځه هم ځي، خو نظریه که ژوندۍ پاتې شي، نو تل د نوې انرجۍ سرچینه او سبب ګرځي.
د یو فرد تر سیوري لاندې تحریکونه او ګوندونه عموماً له دې ځایه پېلېږي جوړېږي چې یو کرشماتي يا جذباتي شخص د خلکو احساسات راپاروي، د مظلومیت کیسې بیانوي او د بدلون ژمنې ورکوي. خلک د ستونزو له شدت څخه ستړي وي، نو زر ورسره تړاو پیدا کوي او ګډون پکې کوي. خو دا تړاو ډېری وخت له فکر سره نه، بلکې له شخص سره وي. له همدې امله د تړاو وفاداري د اصولو پر ځای اشخاصو ته انتقالېږي.
کله چې وفاداري يا مبارزه د شخص لپاره وي، نو انتقاد، تنقید د دښمنۍ په مانا اخیستل کېږي. هر څوک چې پوښتنه وکړي، یا بدیل نظر وړاندې کړي، هغه د تحریک یا ګوند مخالف بلل کېږي. په دې توګه د فکري تنوع دروازې بندېږي او تحريک يا ګوند ورو ورو په یوه تړلي سيسټم بدلېږي، چې پکې یوازې د مشر يا یو څو اشخاصو غږ اورېدل کېږي.
اجتماعي قیادت د دې پر خلاف منطق لري. اجتماعي قیادت د مشورو، ګډ تصمیم نيونې پرېکړې او د واک د ویش سیسټم دی. په داسې جوړښت کې هېڅ څوک مطلق واک نه لري. هره پرېکړه د بحث له پړاو څخه تېرېږي او هر مشر د حساب ورکولو مسوولیت لري. دا ډول نظام د تېروتنو احتمال کموي او د اصلاح امکان زیاتوي.
هغه تحريکونه ګوندونه چې اجتماعي قیادت نه لري، د بحرانونو پر مهال زر نړېږي او ختمېږي ځکه چې ټول تمرکز يې پر یوه شخص وي. که هغه شخص تر فشار لاندې راشي، زنداني شي، بدنام شي یا فزیکي زیان وویني، نو ټول تحریک بې لارې کېږي. غړي نه پوهېږي چې څه وکړي، چا ته مراجعه وکړي او کومه لاره خپله کړي.
بله مهمه ستونزه دا ده چې د یو فرد تر سیوري لاندې تحريکونه ګوندونه د رهبرۍ د تسلسل وړتیا نه لري. هلته د راتلونکو مشرانو روزنه نه کېږي. ځوانان د فکر روزنه نه ویني، بلکې د اطاعت تمرین کوي. نتيجه يې دا وي چې تحریک زوړ او کمزورې کېږي، ځکه چې نوې وینه او جذبه نه په کې داخله کېږي. برعکس، هغه تحريکونه ګوندونه چې پر اجتماعي قیادت ولاړ وي، تل کادرونه جوړوي، نوي ځوانان چمتو کوي، روزنیز نظام لري او د راتلونکي لپاره بدیل مشران چمتو کوي. که یو مشر لاړ شي، بل یې ځای نیسي، ځکه چې هلته سېسټم او نظريه ژوندی وي.
همدارنګه، د یو فرد تر سیوري لاندې تحريکونه ګوندونه د داخلي رقابتونو ښکار کېږي. هر څوک د هڅه کوي چې د مشر تر ټولو نژدې کس شي، ځکه واک د فکر له لارې نه، بلکې د قربت، نژدېکت له لارې ترلاسه کېږي. بیا دا حالت په تحريک او ګوند کې ډلې او ګروپونه جوړوي او تحريک يا ګوند دننه تقسيم کوي.
د دې تر څنګ، فردي قیادت اکثر احساساتي تصميمونه او لنډې پرېکړې کوي. احساسات او لنډې پرېکړې د سیاست لپاره خطرناک دي، ځکه چې سیاست ساړه سینه غواړي اوږدمهاله فکر او مبارزه غواړي او رنګ محاسبې ته اړتیا لري. کله چې تحريک يا ګوند د احساساتو له مخې وچلول شي، نو تګلاره یې بې ثباته کېږي. نظر او طرف یې وار په وار بدلېږي. د یو چا لپاره یوه ټینګه بیانیه نه شي خپلولی او نيولی.
مونږ د ویلای شو چې د هر دوامداره تحريک او ګوند بنسټ پر نظریه، اصولو، ادارو او اجتماعي قیادت ولاړ وي نو کامیاب به وي. ځکه چې افراد تلونکي او راتلونکي دي، خو فکرونه پاتې کېږي. که ولسونه غواړي خپل تحریکونه د وخت له ازموینې وباسي او خپل مرام حاصل کړي نو باید د یو شخصیت تر سیوري لاندې قيادت، سیاست پر ځای بايد ګډ او اجتماعي قيادت او سیاست لوري ته لاړ شي او خپل کړي. ځکه چې حقیقي بدلون د یوه انسان له غږ څخه نه، بلکې د زرګونو باشعوره انسانانو له ګډ فکر څخه زېږي.
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.