که د پښتنو سیاسي تاریخ ته په ژوره سترګه وکتل شي، نو یو روښانه او واضح حقیقت په کې ښکاري، پښتانه ډېر وخت سیاست ته د عقل پر ځای د احساساتو او جذباتو له لارې داخل شوي دي. کله د غیرت په نوم، کله د مظلومیت په نوم، کله د دین په نوم او کله د قومي سپکاوي، توهین په نوم خلک راپارول شوي دي. خو د دې ټولو نتیجه اکثره یو شان پاتې شوې ده. لکه قرباني، تاوان او په اخرې کې په سیاست کې تش لاس پاتې کېدل.
احساسات او جذبات په خپله بد شی نه دي. ځکه چې همدا احساسات او جذبات د هر ژوندي ملت د حرکت ساه ده. خو ستونزه هغه وخت پیدا کېږي چې دا احساسات او جذبات د فکر او پاليسۍ ځای ونیسي. چې کله د پالیسۍ ځای ونیسي، بيا په دې حالت کې خلک له سوچ او فکر پرته حرکت او عمل کوي. د پښتنو په سیاست کې دا کار ډېر ځله شوی دی. جلسې د نعرو پر بنسټ جوړې شوې دي. تحریکونه د غوسې له مخې راپورته شوي دي. مشران د ولس د درد په ویلو کې تکړه وو، خو د حل لارې په ښودلو کې کمزوري پاتې شوي دي.
احساساتي سیاست په لنډ وخت کې خلک زر راټولوي، خو په اوږد مهاله وخت کې خلک ستړی کوي. پښتانه ډېر ځله د یو ناڅاپي پېښې، یو ظلم، یا یو توهین په غبرګون کې را پاڅېدلي دي. دا پاڅونونه زورور، جذباتي او قربانۍ په کې ډېرې وې، خو چې کله د احساسات او جذبات ساړه شوي، تحريکونه هم ورسره ساړه شوي او کمزوري شوي دي، ځکه چې دا ډول سياست دا مظبوطې ادارې، دا منظمې پالیسۍ او دوامداره فکر پر ځای، یوازې د احساساتو او جذباتو پر لمبه ولاړ و.
ریاستونه او بيا خاص کر طاقتور حکومتونه دا کمزوري ډېره ښه پېژني. هغوی پوهېږي چې احساساتي ملت د کنټرول لپاره تر ټولو اسان ملت وي. کله چې پښتانه په احساس او د جذباتو له مخې راوپارول شي، نو په دې وخت کې د عقل او شعور استعمالول او پوښتنې شاته پاتې شي. څوک دا پوښتنه نه کوي چې هدف څه دی؟ لاره کومه ده؟ قرباني به تر کومه وي؟ او ګټه به څوک اخلي؟ همدلته احساساتي سیاست د ولس پر ضد د وسلې په توګه کارول کېږي.
بله ستونزه دا ده چې احساساتي سیاست اکثر وخت د شخصیت پرستۍ سره تړلی وي. خلک د تګلارې، پاليسۍ پر ځای په یو کس پسې روان وي. چې کوم یو مشر چې ښه وینا کوي، ژاړي، غوسه ښکاره کوي او د خلکو احساسات، جذبات راپاروي، ژر اتل جوړ شي.
خو کله چې د سختو پرېکړو، تنظیم، مفاهمت او اوږدمهاله پلان وخت راشي، نو همدا مشر کمزوری شي او تش لاس پاتې شي. ځکه هغه هم د احساس له مخې راپورته شوی وي، نه د ژور فکر او مظبوطې پاليسۍ له مخې راپورته شوی وي.
احساساتي سیاست د اختلاف تخم هم شیندي. هر هغه څوک چې له جذباتي نعرو سره اختلاف وکړي، غدار بلل کېږي. پوښتنه کوونکی د دشمن کس او ایجنټ ګڼل کېږي. په دلیل سره بحث کول د کمزورۍ نښه ګڼل کېږي. دا همدې فضا د پښتنو سیاسي ټولنه نوره هم ټوټه ټوټه کړې ده. پر ځای د دې چې اختلاف د ودې وسيله او لار شي خو دا ودې او پرمختګ پر ځای دلته اختلاف د دښمنۍ بڼه اخلي.
که پښتانه غواړي له تېر تاریخ د تکرار څخه ووځي، نو باید احساس، جذبات د سیاست له مرکزه څخه لرې کړي، خو له زړه څخه د یې ونه باسي. احساس، جذبات دې د حرکت طاقت وي، خو دا لارښود staring دې عقل وي. سیاست باید پر شمېر، مظبوطو ادارو، شعور، عقل، قانون، اقتصاد، تعلیم او اوږدمهاله ملي هدف باندې ولاړ وي، نه یوازې په غوسه او په جذباتو.
احساساتي سیاست پښتنو ته ډېر شهیدان ورکړل، خو لږ حقوق. ډېر اتلان یې وزېږول، خو لږ ادارې. ډېرې قربانۍ یې وکړې، خو لږه نتیجه یې راوړه. اوس وخت دی چې دا پوښتنه په جرأت وشي:
پښتنو د احساساتي سیاست له امله ډېر شهیدان ورکړي دي، خو ډېر لږ یې حقوق ترلاسه کړي دي. ډېر اتلان یې رامنځته کړل، خو قوي ادارې د نشت برابرې نه دي جوړې شوی. ډېرې قربانۍ یې ورکړې، خو ګټه یې ډېره لږه ترلاسه کړې ده. اوس وخت دی چې دا پوښتنه په جرات سره وشي. چې ایا مونږ نور هم یوازې ژړا، غوسه، بې ځایه جذباتو او نعرو ته دوام ورکوو، که چېرې به عقل، شعور، discipline او ملي فکر ته لاره پرانیزو؟
تر هغې چې پښتانه له جذباتي سیاست څخه فکري سیاست ته لاړ نه شي، تر هغې به تاریخ هماغه کیسه بیا بیا تکراروي. یوازې نوي نوم او نوې نعرې به جوړېږي خو نتيجه او انجام به يې هماغه زاړه پاتې کېږي.
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.