.
ښځه د ټولنې هغه ځلانده ستوری دی چې د خپل علم، شعور او پوهې په رڼا سره د ژوند هر ګوټ روښانه کوي. کله چې ښځه وځلېږي، نو يوازې خپله لاره نه رڼا کوي، بلکې د راتلونکو نسلونو لپاره هم د رڼا څراغ ګرځي. همدا وجه ده چې د يوې پرمختللې ټولنې بنیاد د باشعوره او تعليم يافته ښځې پر اوږو ولاړ وي.
ښځه د مور، ښوونکې او لارښوونکې په توګه د انسان د ژوند لومړۍ ښوونځی جوړوي. که دا ښوونځی د علم او پوهې له نعمت څخه بې برخې وي، نو ټولنه به له فکري تيارو سره مخ شي. خو که ښځه تعليم يافته وي، نو هغه نه يوازې خپل اولادونه په سالم فکر او ښو اخلاقو روزي، بلکې د ټولنې د مثبت بدلون سبب هم ګرځي.
تعليم ښځې ته دا توان ورکوي چې د ژوند ستونزې په عقل او تدبير سره حل کړي، خپل حقونه وپېژني او د ټولنې په پرمختګ کې فعاله ونډه واخلي. تعليم يافته ښځه د جهالت پر وړاندې درېږي، د انصاف غږ پورته کوي او د بدلون لپاره عملي ګامونه اخلي. هغې ته دا پته وي چې بدلون له ځان څخه شروع کېږي او بيا تر ټولنې پورې رسېږي.
نننۍ نړۍ کې هغه ټولنې بريالۍ دي چې ښځو ته يې د تعليم او پرمختګ فرصتونه برابر کړي دي. هلته ښځه د يوې فعالې او اغېزمنې څېرې په توګه پېژندل کېږي، نه د يوې محدودې څېرې په توګه. ځکه چې دوی پوهېږي، که ښځه پياوړې وي، نو کور، ټولنه او ملت به هم پياوړی وي.
مونږ دا ويلای شو چې ښځه د ټولنې ستنه ده، خو دا ستنه هغه وخت ټينګه پاتې کېږي چې د علم او پوهې پر بنسټ ولاړه وي. نو راځئ چې د ښځو تعليم ته لومړيتوب ورکړو، څو زمونږ ټولنه د رڼا، سوکالۍ او پرمختګ پر لور ګامونه واخلي. ځکه چې رښتيا هم کله چې ښځه وځلېږي، ټولنه روښانه کېږي.
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.