په نړۍ کې ډېر بدلونونه په جګړو، انقلابونو او سياسي خوځښتونو رامنځته شوي دي، خو داسې يو بدلون هم شته چې بې له شور، بې له جګړې او بې له تاوتريخوالي ټولنه بدلوي. دا بدلون د ښځې تعليم دی. د ښځې تعليم يو خاموش انقلاب دی. داسې انقلاب چې د ټولنې بنسټونه پياوړي کوي او راتلونکی روښانه کوي.
ښځه د کور بنسټ، د نسل روزونکې او د ټولنې د راتلونکي جوړوونکې ده. کله چې يوه ښځه تعليم ترلاسه کړي، يوازې يو فرد نه روښانه کېږي، بلکې يو نسل د پوهې رڼا ته نږدې کېږي. يوه لوستې مور کولی شي خپلو ماشومانو ته د اخلاقو، علم او شعور داسې درسونه ورکړي چې ټولنه يې له جهالت او وروسته پاتې والي څخه وژغوري.
تعليم د ښځې لپاره يوازې د کتابونو زده کړه نه ده، بلکې د ځان پېژندنه، د حقونو درک او د ژوند د ستونزو د حل ځواک هم دی. لوستې ښځه کولی شي په کور، ټولنه او هېواد کې مثبت رول ولوبوي. هغه د خپلو اولادونو ښه روزنه کوي، د کورنۍ د پرمختګ لپاره هڅه کوي او د ټولنې د اصلاح برخه ګرځي.
هغه ټولنې چې د ښځو تعليم ته ارزښت ورکوي، عموماً د پرمختګ په لاره کې چټک ګامونه اخلي. ځکه چې تعليم يوازې د سړيو لپاره نه دی. علم د انسان لپاره دی او ښځه هم د همدې ټولنې مهمه برخه ده. که د ټولنې نيمايي برخه له علم څخه بې برخې پاتې شي، نو د پرمختګ سفر به تل نيمګړی وي.
له بلې خوا، د ښځو تعليم د ټولنې اخلاقي او فکري کچه هم لوړوي. لوستې ښځې کولی شي د روغتيا، تربيت، اقتصاد او ټولنيزو چارو په ښه والي کې مهم رول ولوبوي. هغوی د کور او ټولنې ترمنځ داسې پُل جوړوي چې د پرمختګ لاره اسانه کوي.
نن ورځ نړۍ دې حقيقت ته رسېدلې ده چې د ښځو تعليم د دوامداره پرمختګ کلي ده. هر هغه ملت چې غواړي روښانه راتلونکی ولري، بايد د ښځو تعليم ته ځانګړې پاملرنه وکړي، ښوونځي او تعليمي فرصتونه ورته برابر کړي او د علم دروازې ورته پرانيزي.
مونږ د ويلی شو چې د ښځې تعليم رښتيا هم يو خاموش انقلاب دی. داسې انقلاب چې غږ يې کم وي، خو اغېز يې ډېر ژور وي. دا انقلاب ذهنونه بدلوي، نسلونه روزي او ټولنې د تيارو څخه د رڼا پر لور بيايي.
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.