په هره ټولنه کې پرمختګ، سوکالي او روښانه راتلونکی د تعليم له لارې رامنځته کېږي. تعليم هغه رڼا ده چې د ناپوهۍ تيارې له منځه وړي او انسان ته د ژوند سمه لاره ورښيي. کله چې د نجونو لپاره د ښوونځي دروازې پرانيستل شي، په حقيقت کې د يوې ټولنې د پرمختګ او روښانتيا لومړنی ګام پورته کېږي.
نجلۍ يوازې د کور يو غړی نه دی، بلکې د راتلونکې نسل روزونکې ده. که يوه نجلۍ تعليم ترلاسه کړي، نو يوازې خپله نه، بلکې ټوله کورنۍ او راتلونکی نسل له پوهې، شعور او اخلاقو برخمنوي. له همدې امله ويل کېږي چې د يوې نجلۍ تعليم د يوې کورنۍ او حتی د يوې ټولنې تعليم دی.
ښوونځی د نجونو لپاره يوازې د کتابونو د لوستلو ځای نه دی، بلکې د شخصيت د جوړېدو، د فکر د پراختيا او د خوبونو د رښتيا کېدو ډګر هم دی. دلته نجلۍ زده کوي چې څنګه خپل حقونه وپېژني، څنګه د ژوند ستونزې په عقل او پوهه حل کړي او څنګه د ټولنې يوه فعاله او ګټوره غړې شي.
هغه ټولنې چې د نجونو تعليم ته ارزښت ورکوي، تل د پرمختګ او ثبات پر لور روانې وي. برعکس، هغه ټولنې چې نجونې له تعليمه محروموي، د ناپوهۍ، فقر او وروسته پاتې والي له ستونزو سره مخ کېږي. لکه نن سبا يې لوی مثال موجوده افغانستان دی، چې طالبانو په نجونو ښوونځي بند کړي دي، ځکه نو د نجونو ښوونځی د علم يوه داسې دروازه ده چې د پرمختګ، عدالت او برابرۍ لارې پرانيزي.
مونږ بايد دا درک کړو چې د نجونو ښوونځی د رڼا لومړنی ګام دی. هره نجلۍ چې قلم په لاس اخلي، د خپلې راتلونکې لپاره يو نوی باب پرانيزي. که مونږ غواړو چې ټولنه مو باثباته، روښانه او پرمختللې وي، نو بايد د نجونو تعليم ته لومړيتوب ورکړو.
مونږ ويلای شو چې کله يوه نجلۍ ښوونځي ته ځي، په حقيقت کې د رڼا يو څراغ بلېږي، داسې څراغ چې نه يوازې يو کور، بلکې ټوله ټولنه روښانه کولای شي.
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.