هر هغه هېواد چې تاریخي واقعیت، کلتور او فرهنګ ونه لري او په تصادفي توګه د استعماري تاقتونو له لورې په سیمه کې د خپلو موخو د لاسته راوړلو په خاطر زیږول شوي وي، هغه نه خپل ولسونو ته او نه هم خپل هېواد ته خدمت تر سره کولای شي، ځکه د خرڅ شوو مشرانو په غاړو کې د سپي په شان رسۍ د هغوي د بادارانو په لاس کې وي او د خورا کمو امتیازاتو د لاسته راوړلو له پاره هره خواته غاپي او خولې اچوي.
د پاکستان د جابر نظام او کرایې پوځ نه ځکه ګیله په کار نه ده، ځکه چې د پردیو پر لاس جوړ شوي او د پردیو د ګټو او ستراتیژیو دعملي کولو له پاره کار کوي، خپل ولسونه او غیر پنجابي ملیتونه یې د فقر، بدبختیو او نورو بشري او انساني ناورینونو سره مخ کړي، په خاصه ټوګه پښتانه، بلوڅ او سیندیان چې دوي په خپلو سیمو کې د خپلو مادي او معنوي وسایلو او ارزښتونو اختیار نه لري او د دوي له دغه ټولو امکاناتو نه یوازې پنجاب او پنجابیان ګټې تر لاسه کوي.
اوس مهال چې پاکستان له څو اړخه له سترو ستونزو سره لاس او ګریوان دي ، دننه په پاکستان کې د پښتنو ورځ تر بلې ازادي غوښتونکی روحیه لا پیاوړی کیدو لور ته روانه ده، د منظور پشتین په مشرۍ د پښتون ژغورنې غورځنګ په هېواد دننه او بهر کې د پاکستان د ناروا کړنو تصویر نړۍ او په هېواد کې دننه ولسونو ته څرګندوي، چې کرایې پوځ یې ډېر نارامه کړي دی، له بله پلو د بلوڅانو ازادي غوښتونکی غورځنګ چې په یوه نطامي ځواک بدل شوي ورځ تر بلې پر نظامي مرکزونو بریدونه تر سره کوي، همدا ډول پاکستاني طالبان چې د مولانا فضل الرحمن له قوله هغه وایې:
« په ټوله پښتونخوا او کوټه کې د شپې له خوا پاکستاني طالبان حکومت کوي». ریښتیا هم لیدل کېږي چې پاکستاني طالبان ورځ تر بلې نطامي مرکزونو او تاڼو باندې بریدونه ترسره کوي د یوه راپور له مخې، چې د ۲۰۲۵ کال وروستۍ برخه باندې راڅرخي ویل کېږي چې، په دغه موده کې د (ټيټيپي) له لورې تر ۲۱۰۰ نه ډېر بریدونه ثبت شوي دي. د ټول کال په اوږدو کې دا شمېره له ۳۵۰۰ څخه اوړي.همدا ډول ټول پاکستاني عام ولس د پوځ او جابر حکومت د ناروا سیاستونو له امله سخت ناراضه دي، چې دغو پورتنیو لاملونو پاکستان له سخت نظامي، سیاسي، ټولنیز او اقتصادي بحران سره مخ کړی دي، نو ځکه که چېرې د خپل ولس او افقغانستان په اړه په خپلو پالیسیو کې مثبت بدلون را نه وړي، د ټوټه کیدو امکانات یې را نږدي دي.
پاکستان په ورستیو څو کلونو کې چې نور یې د چل او فریب سیاستونه غرب او امریکا ته روښانه شول او د دوي مرستې او امکانات پرې بند شول له سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګریوان دي، چې د دغو پراخو اقتصادي فشارونو، ګڼو سیاسي بې ثباتیو او د لویو ټولنیزو کړکېچونو سره مخ دی، نو ځکه یې د امریکا په غو ښتنه او له بله پلوه د خپلو مجبوریتونو نه د ځان د خلاصولو له پاره د امریکا پر اشاره پر افغانستان تبلیغاتي او نظامي جګړه پیل کړي ده.
پاکستان په نړیوال ستیج کې د طابلنو د نه شتون او انزوا نه خورا ګټه پورته کړي او د خپل بام واورې یې پر افغان حکومت اچوي، نارې، سورې یې پیل کړی چې ګویا په افغانستان کې د افراطیت مرکزونه ورځ تر بلې تقویه کېږي، چې دا نړۍ ته ستر خطر او ګواښ دي، همدا ډول په دغه رابطه یو شمېر نورو هېوادو ته هم لکه چین، تاجکستان، سعودي عرب لابیګری کوي تر څو د افغانستان پر ضد دغه تبلیغات پراخ کړي او د نړیوالو پام ورته را واړوي.
پاکستان په افغانستان کې د جګړې د دوام له پاره د بیلابیلو پلمو نه کار اخلی تر څو جګړه نوره هم په سیمه کې نا امني را منځته کړي او د دوي غواګانې بیا پر شدو راشي، غرب او امریکا نه بیا مرستې د افراطیت او تیروریزم سره د مبارزې په پلمه تر لاسه کړي، خو دغو منفي سیاستونو په تېره کې هم ښه پایله نه لرله او نتیجه یې همدا ده چې اوس پاکستان ورسره لاس او ګریوان دی.
که پاکستان په ريښتیا هم غواړي آباد، هوسا او له اوسني اقتصادي ناورین نه په بریالیتوب راووځي، نو ضروري ده چې د افغانستان په اړوند په خپلو پالیسیو کې مثبت بدلون راوړي، په خپل څنګ کې یو خپلواک، آزاد، هوسا او د خپلې ارادې او پرېکړې څښتن افغانستان وزغمي؛ ځکه په دې سره به نه یوازې چې افغانستان او پاکستان هوساینې ته ورسېږي، بلکې د افغانستان له لارې به سویلي آسیا له جنوبي آسیا سره ونښلول شي د سیمې سیاسي او اقتصادي ثبات به هم نور ورسره وغوړېږي او د پاکستان اقتصادی ستونزې به هم ورسره مخ په ختمیدو شي.
پاکستان باید په دې پوه شي چې جګړه د هیچا په ګټه نه ده، افغانان په جګړه کې را لوی شوي او د جګړو تاریخ یې ټولې نړۍ ته معلوم دی. د پاکستان او افغانستان دغه روانه لانجه او جګړه ممکن دواړو هېوادو ته مالي او ځانې زیانونه ولري، خو د پاکستان د کرایې پوځ دغو غیر انساني او غیر اسلامی تجاوز د افقغانستان په مقدس حریم د طالبانو حاکمیت او افغان ولس ته لویه ګټه ورسوله؛ ځکه د یوه تاریخي دښمن پر وړاندې یې تر بل هر وخت افغانان سره متحد کړل او په یو غږ ټولو افغانانو په هېواد دننه او له هیواده بهر د پاکستان دغه عمل وغنده او د خپل هېواد د جنګیالیو نه یې خپل ملاتړ اعلان کړ، د دې تر څنګ یو شمېر زیاتو افغانانو چې د طالبانو د پالیسیو په رابطه له نظام سره همغږي نه دی، حتا دوي هم د پآکستان تجاوز وغانده او خپل ملاتړ یې اعلان کړ، چې دا د پردیو د تجاوز په مقابل کې د ټولو افغانانو د یو موتي کیدو او هیواد پالنې لوړ معیار او احساس دي.
بل یو مهم اوښکاره حقیقت هم هیواد والو ته څرګند شو چې د پاکستان او افغانستان په روانه جګړه کې یې خپل پر هېواد او ولس مین انسانان ښه و پیژندل او هم دوي ته د هغو هېواد پلورونکو ملی خائنانو څېرې او هویت نور هم لا بربنډ شو، چې د هېواد په دغو سختو شیبو کې د پاکستان تر څنګ ودریدل او د پاکستان د ظالمانه تجاوز ملاتړ یې وکړ، افغان ولس باید د خپل هېواد دغه تاریخی دښمنان هیڅکله هېر نه کړي.
د پاکستان د بریدونو پر وړاندې د طالبانو ځوابي بریدونه، مقاومت او سرښندنې، د ډیورنډ د کرښې ساتنه او په هکله یې د طالبانو دریځ په کور دننه او بهر کې د طالبانو دریځ او اعتبار لوړکړ، اوس نو طالبانو ته په کار ده چې د هیواد د ساتنې، بقا او د ولسونو غوښتنو ته چې د اوسني زمان اړتیا هم ده لاندې ټکو ته پاملرنه وکړي:
نړیوالو سره تعامل او ښې اړیکې تامینول د فعالې ډيپلوماسۍ له لارې د بهرنیو چارو وزارت باید د پاکستان د شومو پلانونو د شنډولو له پاره په سیمه ایزه کچه فعاله لابي ګري پیل کړي او باید نړۍ ته په پاکستان کې د ترهګرو ډلو د مرکزونو او د مخدره توکو د کښت په اړه مستند اسناد وړاندې کړي.
د کورني امنیت په برخه کې له ګاونډیو هېوادو سره د سرحدونو په برخه کې قووتونه زیات کړي په خاص ډول د ډیورنډ د فرضي کرښې او له ایران سره د سرحدونو کلکه څارنه او د قوواو زیاتول اړین دي، تر څو د داعش اونورو افرطي ډلو مخنیوي وشي.
د دفاعی بودجې ډېروالی او له هرې لارې چې ممکن وي د عصري او پرمختللو وسلو تر لاسه کول، اردو، هواې ځواک او نور وسلوال قووتونه پیاوړي کول چې د وخت اړتیا هم ده.
د ولس باور او لا نور اعتماد ترلاسه کول، تر څو ولس نور هم د نظام تر څنګ د یو پولادي دېوال په څېر ودرېږي، دا هغه وخت کیدای شي چې د ولس مشروع غوښتنو ته پاملرنه وشي، د ولس په دغه جګړه ایز وضعیت کې له خپل نظام سره دریدل دا غواړي او ارزښت یې لري، چې د نوي درسي کال له پیل سره د ټولو ښوونځیو دروازې د نجنو پر مخ پرانستل شي.
دا یې وخت دی چې طالبان د خپل داخلي مشروعیت په خاطر او هم د پاکستان د تجاوزنو په هکله د ولس نه د مشورې د تر لاسه کولو په خاطر لویه جرګه راوغواړې اولا زیات نور هم د ولس اعتماد او پیاوړي ملاتړ تر لاسه کړي.
زما په اند د پاکستان سره د سولې په خبرو کې ډېر احتیاط په کار دی، ځکه، هغوي هیڅ د اعتبار او اعتماد وړ نه دي.
پای
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.