ټولې نړۍ ته معلومه ده چې افغانستان د پاکستان له پیدایښته ډېر وړاندې ستر زبرځواک قدرتونه مات کړي او په ډېره بې شرمۍ یې له هېواده شړلي دي. د پاکستان له جوړېدو وروسته هم افغانانو شوروي یرغلګرو او د امریکا، ناټو اشغالګرو ته یې تاریخي ماتې ورکړي دي.
دا چې باتورو افغانانو د تاریخ په اوږدو کې د پاکستان د اجیر کرایې پوځ بادارانو ته تاریخي ماتې ورکړي نو د هغوي دا ذلیل او کرایې غلامان خو ورته هیڅکله د ټینګیدو زور او توان نه لري.
دغه اجیر پوځ داسې سوچ کاوه چې طالبان نه منظمه اردو لري او نه هوایې ځواک، نو ځکه یې ترامپ ته سینه وډبوله چې د هغه ِغوښتنې به ډېر ژر پوره کوي، نو ځکه یې د پاکستاني طالبانو موجودیت او کمپونه په افغانستان کې بانه وګرزوله، تر څو خپل ولس هم غافل کړي او هم نړیوالو ته ځان په حقه ثابت کړي.
د پنجاب جابر حکومت او پوځ په لومړی قدم کې پر افغان مهاجرینو د نړیوالو ټولو موازینو پرته په زرګونو افغان کډوال په زور او جبر ویستلو ته اړویستل، له دغو مهاجرینو سره یې داسې چلند تر سره کړ چې نه بشري نه انساني او نه اسلامي اصولو سره برابر و. دغه وضعیت د دې له پاره تر سره شو تر څو پر طالبانو اقتصادي فشارونه ورزیات کړي. خو په دغه رابطه د هېواد د ننه او له هېواده د باندې افغانانو خپلو هر ډول مرستو ته دوام ورکړ تر څو په حکومت ډېر فشار را نه شي.
د پاکستان د اجیر کرایې پوځ دوم ګام هوایې بریدونه وو، چې د نړیوالو قوانینو خلاف یې د افغان هوایې حریم نقض کړ، پر پکتیا، ننګرهار او کابل یې بمونه وغوزول. وروسته کله چې د جابر نظام د غیر عادلانه سیاستونو په مقابل کې د پاکستاني طالبانو بریدونو زیاتوالي و موند، یو وار بیا پاکستان د فبرورۍ په ۲۲مه، د افغانستان پر خاوره بریدونه وکړل او په ننګرهار او پکتیکا ولایتونو کې یې ځینې موخې وویشتې چې له امله یې یو شمېرملکي کسان ووژل شول. اسلاماباد دا بریدونه د پاکستان د طالبانو د تحریک د پټن ځایونو پر وړاندې هدفي عملیات وبلل، حال دا چې د دوي دغه تور کاملا بې ځایه و او په وژل شوو کسانو کې یو هم پاکستاني طالب نه و بلکې ټول ملکی افراد د ښځو او ماشومانو په ګډون شامل وو. د کره معلوماتو له مخې یوازې د ننګرهار د ګردي کڅ په کلي کې یوې کورنۍ د خپلو ۲۳ غړو څخه ۱۸ تنه په دې بریدونو کې له لاسه ورکړي وو. چې ملګرو ملتونوهم په دغو بریدونو کې د ملکي کسانو مرګ ژوبله تائید کړی ده.
د پاکستان د دغو بریدونو په ځواب کې افغان سرتیرو او قهرمانانو د لومړي ځل له پاره د پاکستان اجیر پوځ ته داسې کلک ګوزارونه ورکړل چې هیڅکله دوی ته د هېریدو نه دي.
په اوسنۍ روانه جګړه کې هم دوی درانه زیانونه ولیدل او لا یې هم ویني. د وروستیو معلوماتو له مخې افغان ځواکونو د فرضي کرښې په نږدې ټولو استقامتونو کې د توپچي، لیزري او پیاده ځواکونو پرمټ د پاکستان د پوځي رژیم پر پوستو او نظامي تاسیساتو پراخ بریدونه کړي او د پام وړ مرګ ژوبله یې ور اړولې ده. همدارنګه دغو هوایي بریدونو کې افغان بې پیلوټه الوتکو د اسلام اباد، ابټ اباد او د پاکستان په نورو لویو او مهمو ښارونو کې ټاکلي نظامي اهداف په بریالیتوب سره تر سره او په نښه کړي دي.
دا حقیقت دی چې افغان لوری هیڅکله جګړه نه غواړی، خو دغه جګړه د پاکستان له لورې پر افغانانو تحمیل شوه، خو یو ځل بیا افغان قهرمانانو د پاکستان ظالم رژیم او کرایې پوځ ته وښوده چې د دوي جګړه ایز سوچ سم او پر ځای نه و، د دوی فکر او ډاډ د دواړو هېوادو د نظامي انډول ځمکني او هوایې ځواکونو په تناسب په نظر کې نیول شوي و، دا حقیقت دی، چې دوي په دغه برخه کې برتري لري، خو جګړه یوازې په برتري او زیات قووت بریالیتوب نه شي تر لاسه کولای، بلکې بری قوي عقیده، ایمان، پر ځان باور او هېواد پالنه بریالیتوب ته رسولای شي، چې پاکستاني ځواک له دغو وړتیاوو نه محروم دی.
په لومړۍ پیل شوې جګړه کې د دیورند د فرضی کرښې په ځینو برخو کې د پاکستاني پوستو نیولو د سرتیرو وژل او ژوندي نیول پاکستان دې ته اړویستل تر څو د قطر او ترکیې هیوادونو په منځګړیتوب د خبرو اترو له لارې خپلې ناروا غوښتنې پر طالبانو تحمیل کړي، خو په مذاکراتو کې د پاکستان د غیر قانوني وړاندیزونو له امله مذاکرات بې نتیجې پای ته ورسیدل.
د افغانستان او پاکستان په دغه جګړه کې دواړو خواوو ته مرګ ژوبله او زیانونه رسیدلي دي. د پاکستان پوځ منلې چې د ډېورنډ کرښې سره اوږدو کې پر پوځي پوستو د افغان طالبانو بريدونو کې ۱۲ سرتېري وژل شوي، او ۲۷ نور ژوبل شوي دي.
د کرایې پوځ وياند احمد شريف چودري په يوه خبري کنفرانس کې د درواغو په بنیاد وویل چې:
«دوي د طالبانو د بريدونو په ځواب کې په افغانستان کې دننه ۲۲ پوځي موخې په نښه کړې،چې ۲۷۴ طالبان او اورپکي يې وژلي دي».
د دوي د دغو ادعاوو په مقابل کې د طالبانو د حکومت د وياند په وینا:
« دوی د پاکستان ۵۵ پوځيان وژلي، دوې اډې او ۱۹ پوستې یې نيولې دي. ذبيح الله مجاهد د پاکستان ادعا رد کړه، او ویې ویل چې د دوی ۱۳ کسان وژل شوي او ۲۲ تنه ژوبل شوي دي. هغه زیاته کړي چې د پاکستان پر پلازمېنې اسلام اباد او يو شمېر نورو ښارونو کې پر نظامي تاسیساتو د ډرون موثر بريدونه یې تر سره کړي دي چې ډېر مالی او ځاني زیانونه یې ور اړولي دي».
د طالبانو د حکومت دفاع وزارت ويلي:
«دغه هوایې بريدونه يې اسلام اباد، نوښار او اېبټ اباد کې تر سره کړي دي».
د طالبانو حکومت وياند ذبيح الله مجاهد په کندهار کې يوه خبري کنفرانس ته وويل:
«جګړه دوي نه ده پيل کړې، او که بيا پرې ګوزارونه وشي، بيا به هم متقابل ځوابي ګذارونه ورکړي».
حقیقت خو دا دی، که چېرې بیا هم پنجابي واکداران د خپلو تېروتنو لاره تعقیب کړي، نو پایله به یې خپله پوځي رژیم ته درانه زیانونه واړوي. د زور ژبه، پر افغانستان د خپلې ناکامیو تپل او د ګاونډیتوب له اصولو وتل هېڅکله پاکستان له روان کړکېچه نشي ژغورلی. له دې کړکېچه د وتلو له پاره اړینه ده چې پوځي رژیم په خپلو ناسمو پالیسیو او سیاستونو له سره بیا کتنه وکړي او د واقعیتونو پر بنسټ پاکستاني عوامو سره د مساوی حقونو پر بنیاد او شاوخوا ګاونډیو سره د ښه کاونډیتوب پر اصولو او متقابل احترام خپله کړنلاره غوره کړي، کنه پوځي جرنیلان باید په دې پوه شي چې د افغان خاورې او ولس پر وړاندې هر غیر قانوني عمل به داسې عکس العمل ولري چې دوي یې هیڅ تصور ونه شي کولای.
نوربیا
زموږ انګلیسي ویبپاڼه:
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.