د پاکستان کرایې پوځ  (څلورمه برخه)

شاه ولی ارین

51

د امریکا ماته او په تیښته زموږ له ګران هېواد افغانستان نه وتل د امریکا په کورني او بهرني سیاست کې ستره ماته او کمزوري په ګوته کړه، چې دغو تیروتنو او ناکامیو ته د امریکا جمهور رئیس ټرامپ هم وارـ وار اشاره کړي ده.

دا یو حقیقت دی، هغه شومې موخې چې امریکا او غرب پر افغانستان د یرغل په هکله درلودې، تر سره نه شوې، د غیرتمنو افغانانو د مقاومت او بې سارو سرښندنو له امله یې د وتلو او تیښتو سره سم د ګران هېواد افغانستان ټول هغه ملکي او نظامي سیستمونه، رادار او حتا د بګرام د هوایې اډې ځینې موجوده الوتکې هم له کاره وغورزولي.

ټولو ته معلومه ده کله چې طالبانو د امریکا نه  راپاتې شوې وسلې د میډیا له لارې نندارې ته وسپارلي، د امریکا جمهور رئیس ټرامپ یې خورا په غوسه کړاو په جدي توګه یې هغوي نه د پاتې شوو وسلو د اخیستلو او تر څنګ یې د بګرام د هوایې اډې د بیرته تر لاسه کولو غوښتنه وکړه، چې د طالبانو له لورې دغه دواړه غوښتنې په جدي توګه رد شوې.

وروسته بیا ترامپ په خپلو خبرو کې ورزیاته کړه که چېرې د بګرام اډه امریکا ته و نه سپارل شي نو عواقب به یې ډېر خطر ناک وي.

د ترامپ د دغو ګوت څنډنو وروسته د پاکستان صدراعظم او د پوځ مشر عاصم منیر امریکا ته وغوښتل شول، داسې ویل کېږي او شواهد هم شته چې د نور خبرو تر څنګ پاکستان ته دنده سپارل شوي چې افغانستان کې جګړو او نا امنیو ته لمن ووهي، تر څو له یوې خوا د افغانستان موجوده وسلې له منځه ولاړې شي او له بله پلوه د همدې فشارونو له پلوه یا د جنګ له لارې او یا د همدغو فشارونو له امله امریکا د بګرام اډه په اسانه توګه بېرته تر لاسه کړي.

په دغو لیدنو کتنو کې عاصم منیر او شهباز شریف د ډالرو په مقابل کې له له ترامپ نه دغه دوه پروژې چې یوه یې پر افغانستان بریدونه تر سره کول، نا امنیو ته لمن وهل او بله پروژه د امریکا له لورې پر ایران د حملو په صورت کې د پاکستان له اډو نه استفاده کول، چې دا اوس د ایران ځینو منابعو تائید کړي چې پر دوی د امریکا له لورې په حملو کې د پاکستان له اډو نه هم استفاده شوې ده. د افغانستان او پاکستان په جګړه کې د امریکا د دخالت په رابطه د پښتونخوا سیاستوال افراسیاب خټک وایې:

« پاکستان په افغانستان کې د امریکا د فشار لاندې د جګړې ډګر فعال ساتلی، د پاکستان د پوځ د بریدونو دوام د بهرنیو فشارونو په ځانګړی ډول د امریکا د فشارونو پایله ده».

همدا ډول د افغانستان په دغه جګړه کې د امریکا د شتون او لاسوهنو په رابطه پاکستاني خبریاله ارزو کاظمي داسې وایې:« د پاکستان پوځ په خپلو پرېکړو کې خپلواک نه دی او د افغانستان په وړاندې خپلې نظامي او سیاسي تګلارې د واشنګټن له لارښوونو سره سم عملي کوي. هغې څرګنده کړه چې د پاکستان کورنۍ او بهرنۍ فیصلې په اصل کې د امریکا په واک کې دي، او پوځ یوازې د دغو امرونو مجري دی».

کاظمي خبرداری ورکړی چې:

«تر څو واشنګټن پرېکړه ونه کړي، پوځ په خپلواک ډول د افغانستان په وړاندې ګام نه شي اخیستلی، او که د بهرنیو پروژو پر ځای د خپل هېواد په ځانګړې توګه بلوچستان وضعیت کنټرول نه کړي، بې ثباتي به د پنجاب مرکز ته ورسېږي».

ټولو ته معلومه ده چې پاکستان او د دوی کرایې پوځ د خپلو سترو تیروتنو، ناکامیو او د پاکستاني طالبانو په مقابل کې یې ناتواني دې ته اړویستي دي،چې پر افغان طالبانو تور پورې کړی چې ګویا د پاکستاني طالبانو مرکزونه په افغانستان کې شتون لريٍ، حال داچې د پاکستاني طالبانو مشر وارـ وار ویلی چې دوي په پاکستان کې اوسي، له بله پلوه د پاکستان له لورې پر افغانسان په ټولو هوایې بریدونو کې ټول ملکي کسان وژل کېږی، چې دا په خپله د دوي د دې بې ځایه تورونه ښه بیلګه کیدای شي.

بله موضوع چې پاکستاني جرنیلان یې خورا نارامه کړي هغه دا ده، چې په تیرو کې پاکستاني طالبانو یوازې په پښتونخوا سیمو کې عملیات تر سره کول، چې دا موضوع د پاکستاني جرنیلانواو پنجاب په ستراتیژۍ کې اهمیت لری چې جګړه باید د پښتنو په سیمه کې و اوسي او پنجاب خواته ونه غزیږي ځکه دوۍ باور لری چې دا خاوره د دوۍ نده، پاکستان پوځ د پښتنو په سیمه کې د انګریزانو پالیسي تطبیقوي ولسونه ویشي سیمه بې ثباته کوي، یوازې خپل پنجاب ژغوري او د جګړې مرکز د پښتنو خاورې ته راوړي او د پښتنو وژل د دوي د ستراتیژي یوه برخه ده. دوي د امریکا ګټو ته کار کوي چې چیرته د افغانستان مهم نظامي مرکزونه دي  وسلې او وسایل یې دي د پاکستاني تالبانو د مرکز په نوم یې له منځه وړي، دا په

داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم داسې راپورونه خپاره شوي وو، چې ګواکې امريکا د پاکستان له لورې پر افغانستان د تکراري تېریو تر شا ولاړ او رول لري.

د پاکستان د کرایې پوځي رژیم تېروتنې او پایلې د افغانستان او پاکستان ترمنځ نښتې د پاکستان دجرنیلانو د بې‌ سنجشو سیاستونو او په کور دننه د ناکامیو پایله ده.

دوي فکر کوي چې افغانستان باندې تورونه او بریدونه به کرایې او خرڅ شوې جرنیلانو ته له روانو ناکامیو برائت ورکړي، خو د تاریخي شواهدو له مخې داسې هڅې د نه برائت ترڅنګ پیل کوونکو ته په نه جبرانېدونکو زیانونو تمامیږي.

د پاکستاني د پوځ د حاکمانو په باور افغانستان باندې د فشار له لارې خپلې ناکامۍ پټولی او کورنۍ ستونزې حل کولی شي، خو حقیقت دا دی چې د دوی دغه کړنلارې او پالیسي دوی ته د کورنیو ستونزو تر څنګ بهرنۍ کشالېنوږرې هم را زېږولی شي.

 همدا اوس چې پاکستان د خپلو ناسمو سیاستونو او د خپل ولسونو تر مینځ د نابرابریو له امله چې د مقالې په تېره برخه کې ورته اشاره وشوه، په کورنیو کورنیو ستونزو کې تر ستوني غرق دي، له افغانستان سره په جګړه پرېوتل یې خورا ستره تیروتنه کیدای شي.

دا یو حقیقت دی، چې د پاکستاني واکدارانو د ناسمو سیاستونو له امله همدا اوس د دوی نظام د ولسونو تر فشار لاندې راغلی، چا ورپسې کوتک او چا ټوپک را اخیستی او ګڼ شمېر نور ولسونه راویښ شوي د مظاهرو او پرلتونو له لارې دغه سیاستونو غندي.

که چېرې پاکستاني واکداران او د هغوي کرایې پوځ په خپلو کړنو او سیاستونو د قیقه بیا کتنه ونه کړي او د پردیو له غلامۍ نه ځان خلاص نه کړي، د خپلو کورنیو مخالیفینو سره د خبرو اترو له لارې د ستونزو هوارولو ته مخه ونه کړي د ټوتې کیدو او ویشلو امکانات به یې حتمي وي.

نوربیا

د پاکستان کرایې پوځ- (دریمه برخه)

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.