د افغانستان او سرېلانکا د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ هغه شپږ لوبې چې ټاکل شوې وه د روانې مارچ میاشتې له ۱۳مې تر ۲۵مې نېټې پورې په متحده عربي اماراتو کې ترسره شي، د منځني ختیځ د خراب امنیتي وضعیت له امله تر نامعلوم وخت پورې وځنډېدې.
راپورونه ښیي چې په لویدیځه اسیا کې د امریکا، اسرائیل او ایران ترمنځ روان نظامي کړکېچ، د هوایي حریمونو تړل کېدو او د الوتنو په برخه کې رامنځته شویو ستونزو دواړه بورډونه اړ کړي چې دا سیالۍ وځنډوي.
که څه هم تر اوسه د افغانستان او سرېلانکا کرکټ بورډونو په رسمي ډول په دې اړه اعلامیه نه ده خپره کړې، خو د کرکټ نړیوالو سرچینو کرکينفو تایید کړې چې دواړه لوري په اوسنیو شرایطو کې د لوبو نه ترسره کولو ته متفق شوي دي.
ټاکل شوې وه په دغه سفر کې درې شل اوریزې لوبې په شارجه او درې یو ورځنۍ لوبې په دوبۍ کې ترسره شي.
دا لومړی ځل نه دی چې د سیمې جیوپولیټیک وضعیت سپورټي سیالۍ اغېزمنوي. د روان کړکېچ له امله نه یواځې دا لړۍ، بلکې په قطر کې د فوټبال ځینې لوبې او د کرکټ د نړیوالې شورا (ICC) یو شمېر نورې غونډې هم ځنډېدلې دي.
افغانستان چې متحده عربي امارات د خپل کورني ډګر په توګه کاروي، اوس مهال د بل بدیل ځای د نشتوالي او لوجستیکي ستونزو له امله له یوې بلې سختې دورې سره مخ دی. تر دې وړاندې د انګلستان د ښځینه کرکټ لوبډلې هم خپل روزنیز کمپ له ابوظبي څخه سویلي افریقا ته انتقال کړی و.
ABN
د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه
د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :
Support Dawat Media Center
If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320
Comments are closed.