پښتانه او ړوند مذهبي تقلید

تحریر:جارج کننګهم -ژباړه ..فیروز افریدي

55
تحریر:جارج کننګهم -ژباړه ..فیروز افریدي…
​د سرحد صوبې (پښتونخوا) پخواني انګریز ګورنر جارج کننګهم، چې له ۱۹۳۷ څخه تر ۱۹۴۶ پورې او بیا د پاکستان له جوړېدو وروسته په ۱۹۴۷-۴۸ کښې په دې دنده پاتې شوے ، په خپله ډایرۍ کښې ( چې د لندن په برټش لائبريرۍ کې خوندي ده) لیکلي دي:
​کله چې په ۱۹۳۹ کال کښې په اروپا کښې دویمه نړیواله جګړه پیلېدونکې وه، نو مونږ ته تر ټولو لویه اندېښنه د سرحد (پښتونخوا) د قبایلي سیمو وه. ځکه چې له دې ځایه زمونږ د هندي سلطنت لپاره زیاته خطره وه، او زموږ حریفانو (جرمني، ایټالیا او روس) زموږ دپاره ستونزې جوړولې شوې. نو مونږ دا فیصله وکړه چې د پښتونخوا او قبایلي سیمو د کنټرول د پاره له “سیاسي اسلام” څخه کار واخلو. د همدې مقصد دپاره مو له پېښوره تر وزیرستانه پورې د مختلفو علماوو خدمات د پیسو په بدل کښې ترلاسه کړل، ترڅو د روس پر ضد فتواوې ورکړي او په عامو خلکو کښې د جهاد تبلیغ وکړي.
​دغو ځانګړو علماوو په جوماتونو، ورځپاڼو او کلي په کلي ګرځېدو سره په پښتنو کښې دا تبلیغ پیل کړو چې که روس پر برتانوي هند برید وکړي، نو موږ ټول پښتانه به د انګریزانو دفاع کوو، ځکه چې هغوی “اهلِ کتاب” دي او د روس پر ضد به جنګیږو ځکه چې هغوی “ملحدین” دي او خدای نه مني.
​جارج کننګهم لیکي چې د یو کال محنت وروسته په ټوله پښتنه سیمه کښې د روس پر ضد د جهاد جذبه په جوش کښې وه. د ټولو قبایلي ایجنسیو ملکانو د جرګو او لیکونو له لارې نه یوازې د روس پر ضد د جنګیدو ډاډ ورکړو، بلکې د جنګ دپاره جوړ شوي “وار فنډ” ته یې ډیرې پیسې هم جمع کړې.
​کننګهم وړاندې لیکي: کله چې جرمني (هټلر) ټول حیران کړل او ناڅاپه یې پر روس برید وکړ، نو اوس زموږ دپاره جرمني د خطر زنګ و چې په قبایلي سیمو کې به انګریزانو ته ستونزې جوړې کړي. نو موږ د خپل پروپېګنډې مخ له روس څخه د جرمني په لور واړاوه. په دې وخت کښې ډیرو علماوو پوښتنې پیل کړې چې اوس موږ څنګه فتواوې ورکړو؟ ځکه چې د انګریزانو په څېر جرمنان هم “اهلِ کتاب” دي.
​ګورنر کننګهم لیکي چې د کورمې ایجنسۍ د سفر پر مهال ما د قبایلي ملکانو په ذهنونو کې دا خبره کښېنوله او دا مثال مې ورکړ: “که د پاړه چنار په بازار کې یو لېونی سپی خلک چيچي، نو تاسو پرته له دې چې معلومه کړئ دا سپی د چا دے، ټول شیعه او سني به ورته یو ځای کېږئ او دغه سپی به وژنئ. همدا رنګه هټلر او جرمنان که څه هم اهلِ کتاب دي، خو مثال یې د لېوني سپي دے او هغوی ته زیان رسول د مسلمانانو او انګریزانو ګډه مذهبي دنده ده.”
​ګورنر لیکي چې زما دا مثال یوازې په کورمه کښې نه، بلکې په ټوله قبایلي سیمه کې د اور په څېر خپور شو او د مذهبي فتوا بڼه یې غوره کړه. موږ ټاکل شویو علماوو ته په منظمه توګه د پروپېګنډژ د پاره پیسې ورکولې او هغوی به د جرمنانو او ایټالویانو پر ضد فتوې خپرولې. په دې توګه قبایلي سیمه د جګړې پر مهال (۱۹۳۹-۱۹۴۵) ارامې او د جرمني له اغېز څخه پاکه پاتې شوه. په دې ټوله موده کښې یوازې د وزیرستان ایپي فقیر (حاجي میرزالي خان) یوازنی تن و چې انګریز سرکار نه واخیستلی شو او نه یې هم غلی کړے شو. د جګړې په اوږدو کې د قبایلي سیمو خلک د علماوو د فتواوو او تبلیغ تابع پاتې شول.
​دا تاریخي حقیقت ښيي چې استعمار تل د خپلو ګټو دپاره زموږ له عقیدې او جذباتو څخه کار اخیستی د ے. ستاسو په نظر، ایا نن هم د داسې “سیاسي تبلیغ” نښې په سیمه کې لیدل کیږي؟

 

زموږ انګلیسي ویبپاڼه: 

د دعوت رسنیز مرکز ملاتړ وکړئ
له موږ سره د مرستې همدا وخت دی. هره مرسته، که لږه وي یا ډیره، زموږ رسنیز کارونه او هڅې پیاوړی کوي، زموږ راتلونکی ساتي او زموږ د لا ښه خدمت زمینه برابروي. د دعوت رسنیز مرکز سره د لږ تر لږه $/10 ډالر یا په ډیرې مرستې کولو ملاتړ وکړئ. دا ستاسو یوازې یوه دقیقه وخت نیسي. او هم کولی شئ هره میاشت له موږ سره منظمه مرسته وکړئ. مننه

د دعوت بانکي پتهDNB Bank AC # 0530 2294668 :
له ناروې بهر د نړیوالو تادیاتو حساب: NO15 0530 2294 668
د ویپس شمېره Vipps: #557320 :

Support Dawat Media Center

If there were ever a time to join us, it is now. Every contribution, however big or small, powers our journalism and sustains our future. Support the Dawat Media Center from as little as $/€10 – it only takes a minute. If you can, please consider supporting us with a regular amount each month. Thank you
DNB Bank AC # 0530 2294668
Account for international payments: NO15 0530 2294 668
Vipps: #557320

Comments are closed.